رابرټ پ. جورج
| رابرټ پ. جورج | |
|---|---|
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۰ جولای ۱۹۵۵ |
| تابعیت | |
| ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) ديموکراتيک ګوند |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | اکسفورډ پوهنتون [۱] |
| تعلیمی اسناد | د فلسفې ډاکتر زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
| کار/مسلک | فیلسوف ، قانونپوه |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲][۳] |
| سمول | |
رابرټ پیتر جورج (په انګلیسي: Robert Peter George؛ پيدایښت: ۱۰-جولای-۱۹۵۵ز) یو امریکایي حقوقي عالم، سیاسي فیلسوف او عامه روښاندی دی چې په پرنسټن پوهنتون کې د فقې شپږم مککورمیک پروفیسور او د امریکایي ارزښتونو او بنسټونو د جېمز مَډیسن پروګرام مدیر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د اساسي قانون د ژباړې/تفسیر، مدني ازادۍ، د قانون فلسفې او سیاسي فلسفې په هکله ویناوې کوي. جورج په مذهب کاتولیک دی او د متحده ایالاتو له مخکښو محافظهکارو روښاندو څخه ګڼل کېږي.[۴]
په پرېنستون کې پر استادۍ سربېره، په ویترسپون انسټیتوت کې د «هربرت ډبلیو وان» ډېر ښه همکار او په پېپرډاین پوهنتون کې د عامه سیاست په برخه کې د «رونالد ریګن» او په حقوقو کې د «نوتبار» ممتاز لارښود او استاد ؤ. ډېري وخت د هاروارد په حقوقو پوهنځي کې د مېلمه استاد په توګه ونډه اخېستله.[۵]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړه
[سمول]جورج په خټه سوریایي او ایټالیایي او په ۱۰-جولای-۱۹۵۵ز کې زېږېدلی دی. د سکرو ډبرو د کان د کډوالو لمسی او د لوېدیځې وېرجینیا په مورګانټاون کې لوی شوی دی.[۶][۷][۸]
خپل لېسانس یې په سوارتمور کالج، د حقوقو ډوکتورا یې د هاروارد په حقوقو پوهنځي، MTS (د الهیاتو ماسټري) یې د هاروارد په الهیاتو پوهنځي، او DPhil (د فلسفې ډوکتورا) یې د آکسفورډ په نیوکالج کې ترلاسه کړې ده. په آکسفورډ کې د ډوکتورا محصل په توګه، د جان فینیس تر نظر لاندې یې د حقوقو فلسفه ولوستله او د فقې استاد په توګه یې په نیوکالج کې خدمت ترسره کړی دی. د فلسفې ډوکتورا په سرته رسولو سره یې له آکسفورډ پوهنتون څخه دوه مافوق ډوکتورا سندونه ترلاسه کړل، یو DCL او یو DLitt. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
اکاډمیک ژوند
[سمول]جورج په ۱۹۸۵ز کې په پرېنستون پوهنتون کې د استاد په توګه وګومارل شو او په راتلونکي کال کې د یوې ازمایښتې دورې په لړ کې د پروفیسور اسیستانت شو. له ۱۹۸۸ تر ۱۹۸۹ز پورې یې رخصتي واخېسته او په آکسفورډ پوهنتون کې د مېلمه استاد په توګه یې حقوق تدریس کړل او د «د وګړو اخلاقجوړونه: مدني ازادۍ او عامه اخلاق» تر سرلیک لاندې کتاب باندې یې کار وکړ. جورج په ۱۹۹۴ز کې، په پرېنستون کې د دایمې استاد په ډول، د پوهنوالۍ معادلې رتبې ته او په ۱۹۹۹ز کې یې پوهاندۍ ته ترفېع وکړه او د مککورمیک حقوقي څوکۍ یې خپل کړه چې په دغه بست کې پخوا وودرو وېلسن، اِدوارد س. کوروین، ویلیام ف. ویلوبي، او والټر ف. مورفي کار کړی ؤ. جورج په ۲۰۰۰ز کې، په پرېنستون کې د «په امریکایي زدهکړو موسسو کې جېمز مدیسن پروګرام» رامنځته کړ او دممهال تر ۲۰۲۱ز پورې د نوموړي پروګرام د مدیر په توګه فعالیت کوي. په داسې حال کې چې جورج دغه پروګرام محافظهکاره نهبولي، په رسنیو کې خپرې شوې مقالې دغه پروګرام د محافظهکارو مفکورو ملاتړ کوونکي په توګه ښیي.[۱۳][۱۴][۱۵]
کورنېل وېست
[سمول]جورج او کورنېل وېست – یو کیڼاړخه مخکښ روښاند – سره نږدې ملګري وو او په وار، وار سره یې سره بحثونه درلودل. دغه دوه په بېلابېلو پوهنتونونو او کالجونو کې په ګډه راڅرګند شوي دي او د اکاډمیکو موسسو د حقیقتموندنې پلاوي په توګه، د مدني سکالوګانو او د بیان ازادۍ د پراخ مفهوم په هکله یې ډېرو بحثونو کې ګډون کړی دی. په مېدلبري کالج کې د یوه رابلل شوي ویناوال لهخوا د نارو په ځواب کې، جورج او کورنېل د ۲۰۱۷ز کال په مارچ میاشت کې د «حقیقتموندنه، دېموکراسي او د بیان او فکر ازادي» لیکنه خپره کړه؛ د ملي رسنۍ لهخوا د دغې لیکنې بیا خپرېدو ته اجازه ورنهکړل شو.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
سیاسي فعالیت
[سمول]جورج دوه ځلي د لوېدیځې ویرجینیا د دېمواکرت ځوانانو د کنفرانس مشر په توګه خدمت وکړ او په ۱۹۷۶ز کې یې د بلونج استازي په توګه، په دېموکراتیک ملي کنوانسیون کې ګډون کړی دی. هغه د جنین قانوني سقط او د هغه عمومي مالي تامین په تړاو، دېموکراتیک ګوند د یوه غښتلي ملاتړ کوونکي په توګه پېژانده او سره لهدې، په اپالاشیا او نورو ټیټو عوایدو لرونکو کلیو او ښاري سیمو کې یې د دولتي ټولنیزې رفاهي پروژو اغېزمنتیا ته یې د شک په سترګه کتل، همدا راز د جنین د سقط په هکله یې ځانګړي لیدلوري درلودل؛ همدا لاملونه وو چې دېمواکراتیک ګوند یې پرېښود او ښياړخی شو.[۲۲]
جورج په ۲۰۰۹ز کې د «امریکایي اصولو پروژې» بنسټ کېښود چې موخه یې د خپلو مفکورو په هکله د خلکو د یو غورځنګ رامنځته کول وو. هغه د «ودونو لپاره ملي سازمان» د مشر، د همجنسپالو د مخالفې ډلې مدافع، او تجدیدي ټولنې د بنسټ اېښودونکي پلاوي په توګه پاتې شوی دی؛ نوموړې ټولنه، له جنسي قاچاق او ښځو او ماشومانو څخه له سوداګرۍ زبېښاک سره د مبارزې په موخه رامنځته شوې ده.[۲۳]
افتخاري لاسته راوړنې
[سمول]د ۲۰۰۸ز کال د ډسمبر پر اتمه، جورج د سپینې ماڼې په ځانګړي دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش لهخوا د ولسمشرۍ اتباعو مډال ترلاسه کړ. له نورو لاسته راوړونو څخه یې کېدای شي د پولنډ جمهوریت د بشري حقونو د دفاع لپاره افتخاري مډال، د مذهبي ازادۍ لپاره د بکِت صندوق کانتربري مډال، د امریکا د امناوو او اکاډمیکو فارغانو لپاره د فیلیپ مېریل جایزه، د امریکا د تشبُث انسټیتوت لپاره د اېروېنګ کرېستوال جایزه، د پوهانو د ملي ټولنې لپاره د سېدني هوک جایزه، د حقوقو او عامه پالیسۍ فدرالې ټولنې لپاره د پاول باتور جایزه او د ممتاز تدریس لپاره د پرېنستون پوهنتون مشر جایزې ته اشاره وشي. د هغه د افتخاري رتبو شمېر نولسو ته رسېږي، له هغې جملې څخه یوه یې هم افتخاري ډوکتورا ده چې په ۲۰۱۷ز کې د سپانیا د بارسلونا ښار د «ابات اولیبا CEU پوهنتون» لهخوا ورته ډالۍ شوه. همدا راز په ۲۰۱۷ز کې، بېلور پوهنتون «په ایمان، اخلاقو او عامه پالیسي کې د رابرټ پ. جورج نوښت» په واشنګټن ډيسي کې د بېلور د پروګرام یوې برخې په توګه په لاره واچوله. په ۲۰۲۰ز کې دغه نوښت د دالاس پوهنتون او د امریکا د تشبُث انسټیتوت ګډې پروژې ته واوښت.[۲۴][۲۵][۲۶]
آثار
[سمول]کتابونه
[سمول]- د طبیعي قانون تیوري: نومهالې مقالې؛ ۱۹۹۲ز.
- د خلکو اخلاقجوړونه؛ ۱۹۹۵ز.
- طبیعي قانون او اخلاقي څېړنه: د جرمېن ګریسېز په اثر کې اخلاق، مېتافزیک او سیاست؛ ۱۹۹۸ز.
- د طبیعي قانون په دفاع کې؛ ۱۹۹۹ز.
- د قانون خپلواکمني: د قانوني اثباتپالنې په اړه مقالې؛ ۱۹۹۹ز.
- طبیعي قانون او عامه عقل؛ ۲۰۰۰ز.
- په اساسي حقوقو کې سترې لانجې؛ ۲۰۰۰ز.
- د ارتودوکسانو اختلاف؛ ۲۰۰۱ز.
- طبیعي قانون، لېبرالیزم او اخلاق؛ ۲۰۰۰ز.
- د اساسي قانون سیاست: د اساسي قانون په تسوید، تعدیل او بدلون په هکله مقالې؛ ۲۰۰۱ز.
- د واده معنی: کورنۍ، دولت، بازار او اخلاقیات؛ ۲۰۰۶ز.
- په نومهالو اخلاقو او سیاست کې د وجود ځاني دوهګونواله؛ ۲۰۰۷ز.
- جنین: د انسان له ژوندون څخه یوه دفاعیه؛ ۲۰۰۸ز.
- ټولیز اخلاق: روان بحثونه؛ ۲۰۰۹ز.
- واده څه دی؟ ښځه او نارینه: یوه دفاعیه؛ ۲۰۱۲ز.
- وجدان او د هغه دښمنان: د لېبرال سیکولریزم جزمیاتو سره مقابله؛ ۲۰۱۳ز.
- ذهن، زړه او اروا: روښاندي او روم ته لار (له ر. ژ. سنېل سره)، ۲۰۱۸ز.
سرچينې
[سمول]- ↑ EThOS thesis ID: https://ethos.bl.uk/OrderDetails.do?uin=uk.bl.ethos.381847
- ↑ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb122801717 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/30947427
- ↑ Kirkpatrick, David D. (2009-12-16). "The Conservative-Christian Big Thinker". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. ترلاسهکېدو نېټه 2021-09-27.
- ↑ "Philosopher and Legal Scholar Robert George to Join Pepperdine Caruso School of Law and School of Public Policy as Honorary Distinguished Professor | Pepperdine University". Pepperdine University. March 15, 2021. ترلاسهکېدو نېټه June 8, 2021.
{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link) - ↑ "About - Robert P. George". robertpgeorge.com. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link) - ↑ Spinale, Kevin (November 7, 2011). "Full Interview with Robert P. George". America. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ Kirkpatrick, David D. (December 20, 2009). "The Conservative–Christian Big Thinker". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه June 27, 2015.
- ↑ "Robert P. George". Program in Law and Public Affairs. Princeton University. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ See University of Oxford, General Regulations for Higher Doctorates[مړه لينکونه]
- ↑ "Robert P. George receives degrees of Doctor of Civil Law (D.C.L.) and Bachelor of Civil Law (B.C.L.) from Oxford University". James Madison Program. Princeton University. ترلاسهکېدو نېټه 2022-04-19.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Robert P. George receives Doctor of Letters (D.Litt.) degree from Oxford University". James Madison Program. Princeton University.
{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)[مړه لينکونه] - ↑ Green, Emma (December 29, 2019). "It's a Weird Time to Be Young and Conservative". The Atlantic. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ "PhD Concentrations". Program in Law and Public Affairs. Princeton University. ترلاسهکېدو نېټه November 3, 2017.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link) - ↑ "Bringing Civic Education Back to Campus | Excellence in Philanthropy". Philanthropyroundtable.org. ترلاسهکېدو نېټه June 27, 2015.
- ↑ Bitton, Mathis (July 23, 2020). "Robert P. George, Cornel West, and Humanitas". National Review. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ Langford, Katie (January 22, 2021). "Cornel West, Robert George discuss civility, faith and friendship at CU Boulder". Boulder Daily Camera. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ George, Robert P.; West, Cornel (March 14, 2017). "Sign the Statement: Truth Seeking, Democracy, and Freedom of Thought and Expression - A Statement by Robert P. George and Cornel West". James Madison Program – via Princeton University.
- ↑ Volokh, Eugene (March 14, 2017). "Opinion | 'Truth Seeking, Democracy, and Freedom of Thought and Expression — A Statement by Robert P. George and Cornel West'". Washington Post (in American English). ISSN 0190-8286. ترلاسهکېدو نېټه 2021-09-27.
- ↑ Flaherty, Colleen (March 16, 2017). "Rejecting 'Campus Illiberalism'". Inside Higher Ed. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ Silverbrook, Julie (October 25, 2017). "Democracy and freedom of thought: An interview with Dr. Cornel West and Dr. Robert George". The Washington Times. ترلاسهکېدو نېټه September 27, 2021.
- ↑ Kirkpatrick, David D. (December 20, 2009). "The Conservative–Christian Big Thinker". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه June 27, 2015.
- ↑ "American Principles Project". Americanprinciplesproject.org. ترلاسهکېدو نېټه June 27, 2015.
- ↑ "AEI Announces New Joint Lecture Series With UD". University of Dallas. ترلاسهکېدو نېټه May 25, 2021.[مړه لينکونه]
- ↑ "Baylor University to Inaugurate the Robert P. George Initiative on Faith, Ethics and Public Policy". Media and Public Relations. Baylor University (in American English). August 9, 2017. ترلاسهکېدو نېټه May 25, 2021.
- ↑ Kirkpatrick, David D. (December 20, 2009). "The Conservative–Christian Big Thinker". The New York Times. ترلاسهکېدو نېټه June 27, 2015.
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P102
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- CS1 American English-language sources (en-us)
- CS1 maint: url-status
- د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک
- د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه
