رائول الفونسین

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رائول الفونسین
(هسپانوي: Raúl Alfonsín د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رائول الفونسین
رائول الفونسین

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۲ مارچ ۱۹۲۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 31 مارچ 2009 (82 کاله)[۹][۱][۱۰][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بوئنوس آيرز  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو سرطان  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین[۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
رائول الفونسین
رائول الفونسین

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رائول ریکارډو الفونسین (زوکړه: د ۱۹۲۷ زکال د مارچ ۱۲ مه – مړینه: د ۲۰۰۹ زکال د مارچ ۳۱ مه) ارجنټایي وکیل او سیاستوال و چې د ۱۹۸۳ زکال د ډسمبر له ۱۰ مې څخه یې د ۱۹۸۹ زکال د جولای تر اتمې پورې د ارجنټاین د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. نوموړی له څه باندې اووه کلنې پوځي دیکتاتورۍ وروسته لومړنی منتخب ولسمشر و چې په دیموکراتیکه بڼه وټاکل شو او له همدې امله د «ارجنټاین د معاصرې دیموکراسۍ پلار» بلل کېږي. له ایډیالوژیک اړخه نوموړی د یو راډیکال او سوسیال دیموکرات په توګه پېژندل کېږي چې له ۱۹۸۳ زکال څخه تر ۱۹۹۱ زکال، له ۱۹۹۳ زکال څخه تر ۱۹۹۵ زکال او له ۱۹۹۹ زکال څخه یې تر ۲۰۰۱ زکال پورې د راډیکال مدني اتحادیې د رهبر په توګه خدمت وکړ او سیاسي لیدلوری یې د «الفونسینېزم» په نوم پېژندل کېږي. [۱۲]

الفونسین چې د بوئنوس آیرس ایالت په چاسکوموس ښار کې وزېږېد، د لاپلاتا په ملي پوهنتون کې یې د حقوقو په برخه کې زده کړې پیل او د بوئنوس ایرس له پوهنتون څخه فارغ شو. نوموړی راډیکال مدني اتحادیې (UCR) ته اړوند و او هغه مهال چې دغه اتحادیه ووېشل شوه د ریکارډو بالبین له ډلې سره مل شو. نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د ارتورو فروندیزي د ولسمشرۍ پر مهال د بوئنوس آیرس د قانون جوړونکې شورا مرستیال شو او د ارتورو اومبرټو ایلیا د ولسمشرۍ پر مهال ملي مرستیال وټاکل شو. هغه د ارجنټاین د کرغېړنې جګړې له دواړو لورو سره مخالفت وکړ او څو ځله یې د بیاځلي مجددې سازماندهۍ په بهیر کې د اجباري ورک کېدلو د قربانیانو د آزادۍ په موخه د بندیانو د احضار قرار یا د هی بی اس کورپس قضايي قرار ولیکه. هغه د نورو هېوادونو د پوځي دیکتاتوریو جنایات وغندل او د فالکلنډ جګړې د دواړو خواو له چارو سره یې هم مخالفت وکړ. نوموړی د بالبین له مړینې وروسته د راډیکال ملي اتحادیې مشر او د ۱۹۸۳ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د دغې اتحادیې نوماند شو چې بریالی شو.  

ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته، الفونسین ملي شورا ته د پوځ د معافیت د قانون د لغو کولو لایحه ولېږله. هغه د خلکو د ورکېدو اړوند ملي کمیسیون جوړ کړ څو د هغو جنایاتو اړوند څېړنه وکړي چې پوځ ترسره کړي و؛ په پایله کې هغه د پخواني پوځي رژیم چارواکي محاکمه او بند ته واچول. په دغې چارې سره په پوځ کې را ولاړې شوې ناخوښۍ د کارپینټاډایانو د پاڅون لامل وګرځېدې او هغه اړ شو څو د هغوی د راضي کولو په موخه د بشپړ توقف قانون (full stop law) او د لازم اطاعت قانون جوړ کړي. نوموړی له دې سربېره د مخالف عدالت غوښتونکي ګوند تر کنټرول لاندې اتحادیو سره ښکېل و. هغه د بېګل شخړه حل کړه، له برازیل سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته کړه او د متحده ایالاتو او نیکاراګوا ترمنځ یې د منځګړیتوب په موخه کنټاډورا ملاتړیزه ډله جوړه کړه. نوموړي د طلاق اړوند د ارجنټاین لومړی قانون تصویب کړ. له دې سربېره یې د ملي اقتصاد د پراختیا په موخه د اسټرالیا د طرحې په پلي کولو کار پیل کړ خو دغې طرحه او همدارنګه د پسرلې طرحه دواړې له ناکامۍ سره مخ شوې. مالي پړسوب او همدارنګه د هغو له امله را ولاړې شوې ناخوښۍ د دې لامل وګرځېدې چې ګوند یې د ۱۹۸۹ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته وخوري او پر ځای د پخواني رژیم د پالیسیو ملاتړی کارلوس منم بریالی شي.

له دغې ماتې وروسته الفونسین د UCR د رهبر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ او د کارلوس منم له ولسمشرۍ سره یې مخالفت وکړ. نوموړي په ۱۹۹۴ زکال کې د اساسي قانون د اصلاح د شرایطو پر سر د مذاکرې په موخه له منم سره د الیووس هوکړه لاسلیک کړه. د UCR د بلې برخې مشر فرناندو د لا روآ چې د دغې هوکړې مخالف و په ۱۹۹۹ زکال کې ولسمشر شو. د ۲۰۰۱ زکال په ډسمبر میاشت کې د یو لړ پاڅونونو وروسته دلا روآ استعفا ورکړه او د الفونسین ډلې وکولای شول ولسمشرۍ څوکۍ ته د پخواني رژیم د ملاتړي اډوارډو ډوهالډ د رسېدو په موخه چې د ملي شورا له خوا ټاکل کېده پام وړ ملاتړ ترلاسه کړي. الفونسین د ۲۰۰۹ زکال د مارچ په ۳۱ مه د ۸۲ کلونو په عمر د سږو د سرطان له امله ومړ چې په لویه کچه ورته د جنازي دولتي مراسم نیول شوي و.

بهرنۍ پالیسي[سمول]

ارجنټاین د فالکلنډ جګړې له امله چې په وروستیو کې پای ته رسېدلې وه له بریتانیا سره ترینګلې اړیکې لرې. له همدې امله د بریتانیا دولت د دغو ټاپو ګانو ممنوعه زون ته د ټولو بهرنیو بېړیو ننوتل د لنډ مهال لپاره منع کړي و. ارجنټاین هم هوايي او سمندري ګزمې او همدارنګه نظامي مانورونه د پاتوګونیا په سیمه کې ترتیب کړي و. له دې سره دغه چارې په ارجنټاین کې د پوځي تندلارو د کرارولو په موخه کافي نه وې. الفونسین د حاکمیت اړوند بحثونو د ځنډولو وړاندیز وکړ او د دې پر ځای چې په قانوني توګه د ترینګالتیاوو د کمښت په موخه مذاکره وکړي د ځواکونو شمېر یې را کم او د ارجنټاین او بریتانیا د اړیکو د بېرته عادي کولو هڅې یې وکړې. بریتانیا د هغه پر وړاندیز باور ونکړ ځکه ګمان یې کاوه چې دغه وړاندیز بېرته حاکمیتي بحثونه رانغاړي.   [۱۳][۱۴]

په ۱۹۷۸ زکال کې د پاپ له منځګړیتوب سربېره د بیګل شخړه لا هم د چلي سره یوه ناحل شوې ستونزه پاتې وه. پوځ چې د پخواني حکومت د پوځیانو له محاکمې څخه خواشینی شوی و د وړاندیز شوې هوکړې د رد او همدارنګه په ټاپوګانو کې باندې د هېوادنۍ ادعا غوښتونکی و. الفونسین د اختلافاتو د حل په موخه د ټول پوښتنې غوښتنه کړه. په داسې حال کې چې پوځ او عدالت غوښتونکي ګوند د ممتنع رایې غوښته وکړه خو په دغه ټول پوښتنه کې د نوموړي له وړاندیز څخه ملاتړ ۸۲ سلنه ته رسېد. دغه لایحه په سنا کې د رایو په اکثریت تصویب شوه، په داسې حال کې چې عدالت غوښتونکی ګوند په خپل دریځ ولاړ و. د چلي او ارجنټاین ترمنځ د سولې او ملګرتیا د ۱۹۸۴ زکال هوکړه راتلونکی کال لاسلیک شوه او دغه کړکېچ ته پای ټکی کېښودل شو. له دې سره د چلي د ولسمشر اګوستو پینوشه له خوا د بشري حقونو د سرغړونې موارد او همدارنګه په فالکلنډ جګړه کې د بریتانوي ځواکونو سره د چلي د کمک افشا کېدل د یوې بحث جوړونکې موضوع په توګه پاتې شول. د ارجنټاین کلیسا دویم پاپ ژان پل په ۱۹۸۷ زکال کې د دویم ځل لپاره له ارجنټاین څخه د لیدنې په موخه راوباله څو د هغه بریالی منځګړیتوب ولمانځي. هغه د ځوانانو نړیواله ورځ د بوئنوس ایرس ابلیسک منار ته څېرمه ولمانځله.[۱۵][۱۶][۱۷]

ارجنټاین له برازیل، یوروګوای او پیرو دریو هېوادونو سره چې په وروستیو کې یې خپلو سیمه ئیزو پوځي دیکتاتوریو ته پای ټکی اېښی و؛ یو موټي شو څو د متحده ایالاتو او نیکاراګوا ترمنځ په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. هغوی د کنټاډورا ملاتړیزه ډله جوړه کړه څو په سویلي امریکا کې له کنټاډورا ډلې ملاتړ وکړي. دواړو لورو خبرې اترې وکړې خو دغه خبرو اترو د متحده ایالاتو او نیکاراګوا له خوا په خپلو دریځونو کې د بدلون اړوند نه لیوالتیا ښوولو له امله ماته وخوړه. دغې ډلې وروسته خپل لوری بدل کړ او هڅه یې وکړه د فالکنډ د شخړې اړوند له بریتانیا سره د دیپلماسۍ او بهرنیو پورونو په برخه کې خبرې وکړي.  [۱۸][۱۹]

الفونسین په پیل کې د برازیل له پوځي دولت سره د دیپلماتیکو اړیکو له لرلو ډډه وکړه او یوازې هغه مهال یې دغه کار ترسره کړ چې د هغو دیکتاتوري نظام پای ته ورسېد او خوزه سارنی ولسمشر شو. د دوی لومړیتوب لرونکې اندېښنه هم د ارجنټاین او برازیل ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی و. دواړو ولسمشرانو په فوز دو ایګواسو کې سره ناسته وکړه او له هستوي انرژۍ څخه یې د سوله ئیزې ګټنې اړوند ګډه اعلامیه صادره کړه. په بئنوس آیرس کې د هغوی دویمې ناستې سوداګریزې هوکړې پیاوړې کړې. ارجنټاین او برازیل د اقتصادي همکاریو او ادغام هوکړه لاسلیک کړه، او په ۱۹۸۸ زکال کې دغو دواړو هېوادونو له یوروګوای سره د ګډ مارکېټ په جوړولو هوکړې ته ورسېدل. دغه چاره په ۱۹۹۱ زکال کې د آسونسیون هوکړې لامل وګرځېده او د جنوبي امریکا د هېوادونو ګډ بازار یې جوړ کړ. [۲۰][۲۱]

الفونسین د ارجنټاین لومړنی ولسمشر و چې شوروي اتحاد ته یې رسمي سفر درلود.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118909304  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://www.britannica.com/EBchecked/topic/14634/Raul-Alfonsin
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/35397631 — subject named as: Raúl Ricardo Alfonsín — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/2740802 — subject named as: Raúl Alfonsin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/alfonsin-raul — subject named as: Raúl Alfonsín — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000017082
  7. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/7919 — subject named as: Raúl Alfonsín — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=1673 — subject named as: Raúl Ricardo Alfonsín Foulkes — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. http://news.bbc.co.uk/1/hi/world/americas/7975570.stm
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12032922b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. پیوستون : 118909304  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. Infobae (2013). "Diez anécdotas de Alfonsín, el padre de la democracia moderna en Argentina" (په هسپانوي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Rock, p. 401
  14. Carlos Escudé and Andrés Cisneros (2000). "Enero de 1984-julio de 1989" [January 1984 – July 1989] (په هسپانوي ژبه کي). CARI. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Lewis, pp. 153–154
  16. "Las visitas de Juan Pablo II a la Argentina" [The visits of John Paul II to Argentina] (په هسپانوي ژبه کي). La Nación. 1 April 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ جنوري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Carlos Escudé and Andrés Cisneros (2000). "Las relaciones con los países latinoamericanos" [Relation with Latin American countries] (په هسپانوي ژبه کي). CARI. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Romero, p. 247
  19. Carlos Escudé and Andrés Cisneros (2000). "El Grupo de Contadora y el Grupo de Apoyo a Contadora: el Grupo de los Ocho" [The Contadora group and the Contadora support group: the group of the eight] (په هسپانوي ژبه کي). CARI. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Carlos Escudé and Andrés Cisneros (2000). "Las relaciones con Brasil" [The relations with Brazil] (په هسپانوي ژبه کي). CARI. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Carlos Escudé and Andrés Cisneros (2000). "Las relaciones con Uruguay" [The relations with Uruguay] (په هسپانوي ژبه کي). CARI. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)