د یاسین زي سیدانو د نسب شجره (کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا کتاب چي سید عبد الرحیم حسیني صاحب لیکلی تقریبا په ۳۱۰ مخونو شامل دی او د ساداتو د اوڅاري قبیلې (یاسین زي) شجرې پکي چاڼ شوي دي .

او سربېره پر دې ټوله رنګین، یاني په دوه رنګه تور او ګلابي رنګ لیکل شوی دی لکه د کراچي د اوڅاري خپرندوي ټولني (مکتبة البشری) مطبوعات .

ځانګړتیاوي[سمول]

دا کتاب لاندي ځانګړتیاوي لري :

  • د کندهار ولايت د ارغنداب د ولسوالۍ د جوی لاهور د کلي د سيدانو بشپړه نسب نامه (د نسب شجره) .
  • د ياسين زي سيدانو ښه واضحه شجرې .
  • هري یاسين زي سيداني څانګي ته واضح سرلیک .
  • هر نوم په خپله نقشه کي .
  • او په سَر کي یې لړليک [۱] .

د میلاوېدو ځای[سمول]

دا کتاب خپله په چمن ښارګوټي کي د دار العلوم صفه ټاون له ناظم تعلیمات لیکوال سید عبد الرحیم حسیني سره میلاويږي .

د ښاغلي لیکوال په اړه[سمول]

ښاغلی لیکوال شیخ الحدیث مفتي سید عبد الرحیم حسیني یو له هغو نوموتو څېرو څخه دی چي د افغانستان پر سطحه یې د لومړي ځل لپاره د خپلي قبیلې (یاسين زي سیدان) په هکله بشپړه نسب نامه (پښتلیک) ولیکی چي د افغان په تاریخ کي دا د جایزې وړ کارنامه ده .

او ښاغلی لیکوال څو نور آثار هم لري :

  1. معجم بحر الرائق .
  2. معجم البدائع والصنائع .
  3. الدليل الی کتب الفتاوی .
  4. د موبایل مسئلې .
  5. د شهید په هکله څلوېښت حدیثونه .
  6. د یاسین زي شهیدانو نوم لړ (نقشه) .
  7. دائمي نقشه اوقات نماز (چمن) .
  8. او همدا اثر : د یاسین زي سیدانو د نسب شجره [۲] .

سرچينې[سمول]

[۱] فضل الرحمن فیضون . [۲] تېر اخځ .