د ګندمک جګړه
د ګندمک جګړه د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په دیارلسمه د قبایلي افغانانو له خوا د برتانوي ځواکونو ماتې وه چي په ۱۸۴۲ کال کې له کابل څخه د جنرال ایلفینسټون د پوځ د وتلو په درشل کي د برتانوي ځواکونو شل افسران او د ۴۴ ټولۍ څلویښت سرتیري ووژل سوه.
د برتانوي لښکر ټولۍ چي 20 افسران او 45 اروپایي سرتیري پکښي ځای پر ځای وه، او ډیرو یې د 44مې قطعې سره اړه درلوده، هڅه وکړه چي ځان په یو ډول وژغوري، خو د ګندمک کلي ته نږدې د واورو غونډۍ ددوی مخه ونیول او د افغانانو په محاصره کي ښکېل سوه. د تاریخونو پر بنسټ یو برتانوي سرتیري د جګړې له پیل مخکي د (Not bloody likely) ناره هم وکړه.
ویل کیږي چي د تورن توماس الکساندر سوتر په نوم یو افسر د افغانانو لخوا د لوړ رتبه افسر په توګه غلط سو، دا ځکه افسر خپل وجود د 44 فوټ ریژیمینټ په رنګونو باندي پوښلی وو. نوموړی د فېر په نوم د یوه بریدګر او اوو شخصي کسانو سره یو ځای ونیول سو، او پاته عسکر ټول ووژل سول. د ګندمک له جګړې څخه د وسلو او تجهیزاتو نښي په 1970 لسیزه کي هم ولیدل سوې، او د 2010 په وروستیو کي د مړو هډوکي لاهم د غونډۍ په غاړو کي پراته وه. [۱]
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P585 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P580 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P582 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P625 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- CS1 errors: missing title
- نخشهکښوونکي پراختيا کاروونکي مخونه
