په ۱۸۴۲ زکال کې له کابل څخه د انګرېزانو شاتګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۱۸۴۲ زکال کې له کابل څخه د انګرېزانو شاتګ د افغان – انګرېز د لومړۍ جګړې پر مهال د بریتانیا او د ختیځ هند د بریتانوي شرکت د ځواکونو تېښتې ته ویل کېږي. په کابل کې پاڅون د هغه وخت د بریتانوي ځواکونو قوماندان، تورن جنرال ویلیام الفینسټون اړ کړ څو خپلو بریتانوي سرتېرو ته امر ورکړي چې جلال آباد ته پر شا شي. هغه مهال چې د نوموړي ځواکونو او هغوی ته اړوندو ګڼ شمېر کسانو شاتګ پیل کړ، افغان قبایلو ورباندې برید وکړ چې له امله یې ګڼ شمېر بریتانویان د جګړې، یخنۍ او یا لوږې له امله ووژل شول. [۱][۱]

د جګړې په پیل کې د بریتانیا او د ختیځ هند د بریتانوي شرکت ځواکونو د افغان واکمن امیر دوست محمد خان بارکزي ځواکونو ته ماتې ورکړې او په ۱۸۳۹ زکال کې یې کابل ونیو او بیاځلي یې پخوانی واکمن شاشجاع درانی واک ته ورساوه. له دې سره هم مخ پر خرابېدو حالت لامل وګرځېد چې د دوی موقعیت لاپسې لړزانده کړي؛ په کابل کې د پاڅون له امله تورن جنرال الفینسټون اړ شو خپل ځواکونه له کابل څخه وباسي. همدا و چې نوموړي د دوست محمد خان له زوی وزیر محمد اکبرخان سره هوکړه وکړه چې له مخې به یې خپل پوځونه د کابل په ۱۴۰ کیلومترۍ (۹۰ مایله) فاصله کې د جلال اباد ښار ته پر شا کړي. دوی د کابل – جلال آباد د معاصر مسیر څخه په ګټې اخیستو شاتګ پیل کړ، خو د ژمي د واورو له امله یې نشو کولای چټک شاتګ وکړي؛ همدا و چې افغان وګړو د هغوی پر کاروانونو پریمانه بریدونه وکړل. په دې سره د بریتانیا پوځ په ټولیزه توګه خپل ۴۵۰۰ سرتېري له ۱۲۰۰۰ نورو ملکي وګړو سره یوځای له لاسه ورکړل؛ په ملکي وګړو کې د بریتانوي او هندي سرتېرو د کورنیو غړي، کارګران، خدمتکاران او د هغوی د پوځي اډو نور کارکوونکي شامل و. دوی د دغه شاتګ پر مهال خپل وروستی تم ځای د جنوري په ۱۳مه د ګندمک په نامه کلي جوړ کړ. [۱][۲]

د الفینسټون تر قوماندانۍ لاندې د دغه څه باندې ۱۶۰۰۰ کسیز لښکر څخه یوازې یو اروپايي وګړی (مرستیال جراح ویلیام برایډن) او څو هندي سرتېري تر جلال اباد ښار پورې ورسېدل. سربېره پر دې څه باندې ۱۰۰ بریتانوي بندیان او ملکي یرغمل شوي کسان بیا وروسته خوشي شول. شاوخوا ۲۰۰۰ نور هندیان چې د یخنۍ له لاسه فلج شوي و ژوندي پاتې شول او بېرته کابل ته ستانه شول چې د ګدایانو په توګه ژوند وکړي او یا هم د غلامانو په توګه وپلورل شي، خو نور یې مړه شول. [۳][۴][۵]

په ۲۰۱۳ زکال کې د اکونومېسټ ورځپانې یو لیکوال دغه شاتګ «په کره توګه د سنګاپور له سقوط یوه پېړۍ وروسته د بریتانیا لپاره د تر ټولو ناوړې پوځي فاجعې په توګه» توصیف کړ. [۶]

مخینه[سمول]

وروسته له هغه چې دوست محمد خان بارکزي په ۱۸۳۴ زکال کې له پخواني واکمن شاشجاع دراني څخه واک خپل کړ د ختیځ هند کمپنۍ د  ۱۸۳۸ زکال پر مهال په افغانستان کې د روسیې د نفوذ له زیاتوالي څخه اندېښمنه شوه. په داسې حال کې چې دوست محمد خان له دې وړاندې د روسیې سره د اړیکو وړاندیزونه رد کړي و، خو هغه مهال چې د هند ګورنر جنرال، لارډ اوکلنډ هڅه وکړه چې د افغانستان بهرنی سیاست د بریتانیا تر کنټرول لاندې راولي، هغه بېرته له روسیې سره خپلې اړیکې جوړې کړې. لارډ اوکلنډ د خپلو سلاکارانو د مشر ویلیام هی مکناټن په مشوره له دوست محمد څخه د ملاتړ اړوند د الکساندر برنز لارښوونه رد کړه او پرېکړه یې وکړه چې دغې چارې ته پوځي حل لاره ومومي، همدا و چې نوموړي د ۱۸۳۸ زکال په وروستیو کې د خپلو ځواکونو په تنظیم کولو پیل وکړ.

د جنرال ویلوبي کاټن او د هغه د ستر سلاکار مکناټن تر مشرۍ لاندې ۲۰ زره کسیز پوځ جوړ شو چې سربېره پر دې یې ۳۸ زره نور ملکي ملتیا کوونکي (صنعتګران، د ټپیانو پالونکي، اشپزان، خدمتکاران، غلامان، ډمان، خیاطان، زره پوشان، د اوښانو ساتونکي او همدارنګه د هندي او بریتانوي سرتېرو د کورنیو غړي) هم له ځانه سره لرل. دوی د ۱۸۳۹ زکال په مارچ میاشت کې د بولان له درې څخه تیر شول او د کابل پر لور یې حرکت وکړ. هغوی له ناهموارو ځمکو، دښتو او د ۴۰۰۰ مترو (۱۳۰۰۰ فوټو) په لوړوالي له غرنیو کوتلونو څخه په تېرېدو مخکې ولاړل، دوی ښه پرمختګ درلود او د اپرېل په ۲۵مه نېټه یې کندهار ونیو. [۷]

دوی همدارنګه د غزني نه تسخیر کېدونکې قلا د جولای په ۲۲مه د یو غافل کوونکي برید پر مهال ونیوله چې د د دغه برید له امله له بریتانوي اړخ څخه ۲۰۰ کسان مړه او ټپیان شول، په داسې حال کې چې د افغان اړخ ۵۰۰ کسان مړه او ۱۶۰۰ کسان ونیول شول؛ ورته مهال نامعلوم شمېر نور ټپیان شول. له دې وروسته یو افغان چارواکي له خپل حاکم سره په خیانت کولو باندې مرسته وکړه څو انګرېزي سرتېري په بریالۍ توګه د ښار دروازه والوزوي او په ویاړلې بڼه ښار ته دننه شي. انګرېزي سرتېرو په غزني کې پریمانه تدارکاتي توکي ترلاسه کړل او له امله یې وشو کولای پام وړ مخکې تګ وکړي؛ که چېرې یې دغه توکي نه وای ترلاسه کړي مخکې تګ یې ستونزمن و. [۸]

دوست محمد خان د هندوکش غرونو ته وتښتېد او په دې سره کابل د ۱۸۳۹ زکال د اګست په ۶مه له جګړې پرته سقوط وکړ. شاشجاع بېرته هېواد ته راستون شو او د بریتانیا له خوا د افغانستان واکمن اعلان شو. هغه د کابل په بالاحصار قلا کې خپل دربار جوړ کړ.

څه باندې یو کال وروسته د ۱۸۴۰ زکال د نومبر په څلورمه دوست محمد خان مکناټن ته تسلیم شو او هغه بیا هند ته تبعید کړ.

د افغانانو پاڅون[سمول]

د ۱۸۴۱ زکال د نومبر په ۲مه نېټه اکبرخان د عمومي پاڅون اعلان وکړ چې کابل ښاریانو په چټکۍ سره ترې ملاتړ اعلان کړ. هغوی د بریتانیا د لوړي پوړي سیاسي چارواکي، الکساندر برنز په کور ورغلل او هغه یې له خپلو کارکوونکو سره یوځای وواژه. الفینسټون او مکناټن دواړه غافلګیره شول. دغه مهال د ختیځ هند بریتانوي شرکت کابل ته نږدې ۴۵۰۰ تنه سرتېري لرل چې له دغو څخه ۶۹۰ تنه یې اروپايان وو. له دې امله چې الفینسټون د دغه وژنو په غبرګون کې هېڅ اقدام وانخیست، پاڅون کوونکی یې لا وهڅول. د نومبر په ۹ مه په کابل کې زړورو افغان پاڅون کوونکو د بریتانویانو په یوه تدارکاتي مرکز باندې چې کمزوری امنیت یې درلود برید یې وکړ.

د نومبر په ۲۳مه نېټه افغان ځواکونو په یوې بریتانوي اډې برید وکړ؛ هغوی دغه اډه له دوه توپونو څخه په ګټنې بمبارد کړه. یو بریتانوي سرتېري هڅه وکړه چې هغوی له توپونو څخه لرې کړي خو افغانانو هغوی ته شدید زیان واړوه او له لوړو برخو څخه یې په هغوی باندې د جزیل ټوپکونو ډزی کولې. په دغه برید کې د ختیځ هند شرکت ۳۰۰ ټپي سرتېري د جګړې په ډګر کې پرېښودل شول څو افغانان یې ووژني. دغه مهال د بریتانوي سرتېرو روحیه په یوې جدي مسئلې اوښتې وه. الفینسټون په کندهار کې د تورن جنرال ناټ څخه مرسته وغوښته، خو د هغه سرتېري د شدیدې واورې پر مټ د غرنیو لارو د بندوالي له امله بېرته پر شا شول. [۹]

مکناټن چې په دغه ناهیلي کوونکي حالت پوی شوی و، هڅه یې وکړه له کابل څخه د خپلو پاتې سرتېرو او ۱۲۰۰۰ نورو بریتانوي او هندي ملکي وګړو د ویستو اړوند له اکبرخان سره مذاکره وکړي. د ډسمبر په ۲۳مه د پاڅون افغان رهبرانو مکناټن د چای څښلو ته راوباله څو هلته د وضعیت اړوند خبرې وکړي. له دې سره هغه مهال چې انګرېزي پلاوی له خپلو اسونو راکښته شو، هغوی یې ونیول او مکناټن یې د خپل یو همکار سره یوځای همدلته وواژه. وروسته یې بیا د مکناټن جسد وڅیره او د کابل په کوڅو کې یې وګرزاوه. [۱۰]

د سواره نظام ساتونکي چې په پام کې و د بریتانوي دیپلماتانو ساتنه وکړي، ځنډېدلي وو او له دوی سره دلته یوځای نه و راغلي. دوه نور بریتانوي افسران چې له مکناټن سره یوځای دلته راغلي وو، وروسته خوشي شول. ورته مهال له الفینسټون څخه هم د خپلو ځواکونو قومانده لاسه وتلې وه ځکه چې واک یې ورځ تر بلې مخ پر کمېدو و.

الفینسټون د خپلو افسرانو د ناخوښۍ له امله د دغه بریتانوي استازي وژنه له پامه وغورځوله او د غچ اخیستو هېڅ اقدام یې ترسره نه کړ. د مکناټن پر ځای د افغانستان په دربار کې جګرڼ ایلډیریډ پاټینګر د بریتانیا استازی وټاکل شو. د ۱۸۴۲ زکال د جنوري په لومړۍ نېټه الفینسټون د اکبرخان شرایط ومنل چې په هغو کې یو شمېر له کچې لوړ شرایط هم شامل و. د بېلګې په توګه انګرېزان اړ و د خپلو مهماتو ټولې ډیپوګانې چې په هغو کې نوي ټوپکونه او توپونه هم شامل و افغان لوري ته وسپاري. ورته مهال د دغو په بدل کې اکبرخان هغوی ته له کابل څخه د خپلو ټولو کسانو د خوندي وتو ژمنه ورکړه. دغه شاتګ د جنوري په ۶مه نېټه پیل شو او پرېکړه دا وشوه چې دوی به د کابل په ۱۴۰ کیلومترۍ (۹۰ مایله) فاصله کې پروت جلال اباد ښار ته ځي، په دې سره دوی اړ و څو له واورو څخه د ډکو هندوکش غرونو څخه تېر شي.

شاتګ او وژنه[سمول]

د جنوري میاشتې د ۶مې نېټې پر سهار د الفینسټون ځواکونو په کراره سره له کابل څخه شاتګ پیل کړ او شاشجاع درانی یې له خپلو پیروانو سره یوځای بې برخلیکه پرېښود. له دې امله چې اکبرخان ټولو ته د امنیت ژمنه ورکړې وه، ناروغان، ټپیان او ناتوانه کسان یې ټول ورته خوشي کړل. له دې سره هغه مهال چې شاتګ کوونکو ځواکونو خپلې اډې پرېښودې، افغان ځواکونو په چټکۍ سره د هغوی اډې ونیولې د هغو له دیوالونو څخه یې په وتونکو سرتېرو ډزې پیل کړې او ټول هغه کسان چې لا دلته پاتې و، وه یې وژل. [۱۱]

له ښار څخه په وتو الفینسټون متوجه شو چې اکبرخان ورته د ملتیا کوونکو ساتونکو د ورکولو ژمنه نه ده پوره کړې او همدارنګه په دغه ژمي کې له هندوکش غرونو څخه د تیرېدو په موخه کافي خواړه او سون توکي هم نه دي برابر کړي. جګړن ایلډیریډ پاټینګر له دغه ناروغ بریتانوي قومندان څخه وغوښتل چې بېرته کابل ته وګرځي ځکه لا یې فرصت درلود په بالاحصار کې پناه ومومي. خو الفینسټون ورته په ځواب کې وویل چې نور شاته تګ امکان نه لري او دوی باید د جلال آباد پر لور ولاړ شي. دغه مهال د ۱۶۰۰۰ سرتېرو او ملکي وګړو څخه جوړ بریتانوي کاروان د افغان قبایلو تر واک لاندې و. [۱۲][۱۳]

د شاتګ په دویمه ورځ له لوړو تپو څخه په هغه کاروان باندې چې ډېر ورو حرکت یې درلود له پاسه ډزې کېدلې. په داسې حال کې چې بریتانویان په بشپړه توګه مسلح و خو هغوی د خپلو ملکي وګړو او کارکوونکو له خوا له جګړې منع کېدل. مکررو کوچنیو نښتو شتون درلود. افغان قبایلو وکولای شول د هغوی د توپخانې د کاروان یو شمېر توپونه ونیسي او همدارنګه یې انګرېزان اړ کړل چې د خپلو پاتې دریو توپونو څخه دوه یې وولي. یوازې د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له بریتانویانو سره یو کوچنی او دوه درانه توپونه پاتې وو. [۱۴]

د همدغې ورځې له غرمې وروسته اکبرخان له الفینسټون سره ولیدل او هغه ته یې د خپلې هر ډول ژمنې د ماتولو اړوند د بې خبرۍ وویل. هغه انګرېزانو ته وویل چې ده ونشو کولای هوکړه شوي ملتیا کوونکي ساتونکي ورته چمتو کړي ځکه چې دوی له ټاکل شوي وخت وړاندې له خپلو اډو حرکت کړی وو. ورته مهال اکبرخان الفینسټون ته وویل چې دی به د کابل څخه په ۲۵ کیلومترۍ (۱۵ مایلي) فاصله کې له هغو افغان مشرانو سره د دوی د خوندي وتو اړوند مذاکره وکړي چې د کابل د دغې تنګې لارې قومنداني یې په واک وه. د وړاندې ټولو ترسره شوو پېښو سربېره انګرېزي قومندان د هغه له شرایطو سره د مجبوریت له امله هوکړه وکړه او په تمه پاتې شو؛ سربېره په دې یې اکبرخان ته د تضمین په توګه د دریو نورو اروپایانو د سپارلو هوکړه هم وکړه. [۱۴]

الفینسټون د دې پر ځای چې په مخکې تګ کې عجله وکړي، له کابل ښار څخه یوازې لس کیلومتره (۶ مایله) لرې رسېدلی و. دغه مهال د پوځي انسجام د ساتنې هڅې هم له ناکامۍ سره مخ شوې وې. راتلونکې ورځ هغه مهال چې دغه کاروان د ۶ کیلومتره (۴ مایله) په اوږدوالي نرۍ لارې ته ننوت؛ په نیول شوو انګرېزي ټوپکونو او سنتي جزیل ټوپکونو باندې وسله والو غلجیانو له هر لوري څخه په دوی ډزی پیل کړې. دغه مهال معلومه شوه چې اکبر خان د دوی د خوندي وتو په موخه له چاسره مذاکره نه وه کړې. په واقعیت کې دا د اکبرخان ستراتیژي وه چې افغانانو ته د دې فرصت برابر کړي څو انګرېزانو ته په سمو موقعیتونو کې کمین ونیسي. [۱۵]

په دریمه ورځ هغه مهال چې دغه کاروان له کوتل څخه کښته لور ته روان و؛ د کاروان د اصلي برخې په تېرېدو افغانان له خپلو سنګرونو راکښته شول څو پاتې بهرنیان او د هغوی ټپیان ووژني. د جنوري د ۹مې نېټې تر مازیګره پورې دغه کاروان ۴۰ کیلومتره (۲۵ مایله) وړاندې تللی و، خو تر دغه مهاله پورې یې ۳۰۰۰ تنه له لاسه ورکړي و. ډیری له دغو څخه په جګړه کې وژل شوی و، خو یو شمېر له دغو یخ وهلي وو او یا یې هم د یخنۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی و. د الفینسټون په یو لیکلي راپور کې راغلي چې ډیری سرتېرو یې د یخ له امله د خپلو لاسو او پښو ګوتې له لاسه ورکړې او همدارنګه له هغوی سره شته اور اچونکي توکي د واورې له امله نور د استفادې وړ نه و. [۱۵]

په څلورمه ورځ څو سوه بریتانوي سرتېري له دغه کاروان جلا شول او هڅه یې وکړه بېرته کابل ته وګرځي، خو دوی یا ټول ووژل شول او یا هم په غلامۍ ونیول شول. الفینسټون نور چاته امر ورنکړ او په چوپه خوله پر خپل اس سپور شو. د جنوري د ۹مې نیټې پر ماښام لیډي سېل د انګرېزي او هندي افسرانو له میرمنو او ماشومانو سره یوځای د خوندیتوب اړوند د اکبرخان ژمنې ومنلې. د جدي بې باورۍ په خوا کې دوی ځانونه د اکبرخان کسانو ته وسپارل. هغه مهال چې دوی ځانونه وسپارل د اکبرخان کسانو د هغوی ټول هندي خدمتکاران او د هندي افسرانو میرمنې ووژلې. [۱۶]

د جنوري د ۱۱مې نېټې پر ماښام د دغه لښکر شمېر ۲۰۰ تنو ته را کم شو. د شاتګ کوونکو د دغې کوچنۍ ډلې مشري بریدجنرال جان شیلټون کوله چې د لومړي ځل لپاره یې د دغه شاتګ پر مهال خپله زړورتیا وښووله او د افغانانو پر وړاندې یې شدید مقاومت وکړ. له دغه مقاومت څخه ژوندي پاتې شوي سرتېري د جګدلک سیمې په یوه ړنګه چاردیوالي کې چې خټین دیوالونه یې لرل کلابند شول. دوی ته د اکبرخان استازي ورسېدل او الفینسټون یې له خپل قومندان شیټلون سره دې ته متقاعد کړ چې له دوی سره د مذاکرې په موخه ولاړ شي. [۱۷]

اکبرخان دغه دوه افسران خپلې اډې ته راوستل او هغوی ته یې ماښامنۍ تیاره کړه. ډیر ژر د هغه د میلمه پالنې لامل څرګند شو ځکه چې دوی دواړه ته اجازه ورنکړل شوه د خپلو کسانو خوا ته ولاړ شي. شیلټون غصه شو او د یو افسر او سرتېري په توګه یې د خپلو کسانو خوا ته د هغوی د رهبرۍ په موخه د تګ او هلته یې په جګړه کې د مړینې د حق غوښتنه وکړه. [۱۷]

د جنوري په ۱۲مه دغه لښکر د خپل قومندان په له لاسه ورکولو او د ۱۲۰۰۰ تنو تلفاتو په لرلو پرېکړه وکړه چې یوازنی لار داده چې تر شپې صبر وکړي او په تیاره کې تګ پیل کړي. پاتې سرتېرو د برید جنرال توماس جان آنکټیل تر مشرۍ لاندې د هغه مسیر پر لور حرکت وکړ چې «د شپږ فوټو په لوړوالي د بلوطو د ازغي لرونکو ونو څخه د جوړو شوو موانعو په واسطه تړل شوی و». ډیری هغو کسانو چې هڅه یې وکړه له دغو موانعو تېر شي وړاندې له دې چې بلې غاړې ته یې ورسېږي له منځه ولاړل. د هغو کسانو ترمنځ چې د موانعو دیخوا ته پاتې وو، ټول نظم او انضباط له منځه ولاړ او په دې سره افغانان د هغوی د له منځه وړو په موخه راکښته شول. هغه کم شمېر کسان چې توانېدلي و له موانعو تېر شي په ناهیلې بڼه یې د جلال آباد پر لور ځغستل، خو له دغو څخه ډیری یې د موانعو بلې غاړې ته په غوغا کې ووژل شول. [۱۷][۱۸]

له دغه لښکر څخه ژوندۍ پاتې شوې لویه ډله چې ۲۰ افسران او ۴۵ اروپايي سرتېري په کې شامل و او ډیری له دغو څخه د ۴۴مې پیاده لوا سرتېري و؛ هڅه یې وکړه خپلې لارې ته دوام ورکړي، خو هغوی هم د ګندمک کلي ته څېرمه په یوه واورینه تپه کې کلابند شول. دوی یوازې ۲۰ میله ټوپکونه له ځانه سره لرل او د هر ټوپک پر سر ورسره دوې مرمۍ پاتې وې. دغه سرتېري تسلیمۍ ته حاضر نه شول. هغه مهال چې افغانانو هڅه وکړه دغه سرتېري متقاعد کړي څو وپوهېږي چې که چېرې تسلیم نه شي دوی خپل ژوند له لاسه ورکوي، ویل کېږي یو بریتانوي افسر وروسته له هغه په ژړا کې وویل چې «احتمالا زموږ تسلیمي به دومره خونړۍ نه وي!». [۱۹]

له دې امله چې دوی تسلیم نه شول، خال خال ډزې پیل شوې او له هغو وروسته ډزو شدت واخیست. ډیر ژر دغه غونډۍ د قبیلوي وګړو له خوا ونیول شوه. د تورن سوتر په نامه یو افسر چې افغانانو فکر کړی و کوم لوړ رتبه افسر دی ځکه چې د جنرال ژیړ رنګی لباس یې اغوستی و د فیر په نامه د یو بل ډلګۍ مشر او اوو نورو خصوصي سرتېرو سره یوځای اسیر ونیول شو؛ دغه افسر په واقعیت کې د ۴۴مې پیاده لوا بیرغ تر ځانه تاو کړی و. پاتې نور سرتېري ووژل شول. [۲۰]

د سوارو افسرانو څخه جوړې ۱۵ کسیزې بلې ډلګۍ وکولای شول ځانونه تر فتح آباد کلي ورسوي، خو له دغو څخه ۱۰ تنه یې چې د کلیوالو وګړو سره د سهارنۍ خوړلو په تمه ناست وو ووژل شول، څلور تنه نور چې په خپلو آسونو سواره شول او هڅه یې وکړه وتښتي له بامونو وویشتل شول. یو بل چې وتښتېد هغه یې تعقیب کړ او سر یې ترې غوڅ کړ. [۲۱]

د جنوري په ۱۳مه له دغه ۱۶۰۰۰ کسیز لښکر څخه پر آس سور یو ټپي بریتانوي افسر جلال اباد ته ورسېد (څو تنه هغه هندي افسران چې په غرونو کې پټ شوي و وروسته پسې راغلل). مرستیال جراح ویلیام برایډن چې د یو شدید زخمي افسر قچره یې له ځان سره اخیستې وه او هغه ورته عذر کړی و پرې نږدي هغه د بل چا لاس ته ورشي ځان یې په دغې ټپي قچرې سره تر جلال اباد پورې راورساوه. [۵]

د جنوري په ۱۳مه له جلال آباد ښار څخه یوازې څو کیلومتره لرې برایډن اړ شو د خپل ځان څخه د دفاع په موخه په آسونو باندې د سورو افغان وګړو پر وړاندې مبارزه وکړي. له یو تعقیب کوونکي څخه په تېښتې نوموړی د جلال اباد د اډې د یو ساتونکي له خوا د جلال اباد له دیوالونو سره ولیدل شو چې هغوی له ځنډ پرته ورته نور اس لرونکي سرتېري ولېږل. وروسته له هغه چې برایډن اډې ته ورسېد ترې وپوښتل شول چې پر پوځ څه شول، هغه ځواب ورکړ «زه پوځ یم». [۵]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Colley 2010، صص. 349–350.
  2. William Dalrymple (په May 8, 2010 باندې). The Ghosts of Gandamak. The New York Times.
  3. Ewans, Martin (2002). Afghanistan: A Short History of Its People and Politics. HarperCollins. د کتاب پاڼې 51. د کتاب نړيواله کره شمېره 0060505087. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dalrymple 2013، ص. 462.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ Dalrymple 2013، ص. 387.
  6. (په 26 January 2013 باندې). The first Anglo-Afghan war: Lessons unlearned.
  7. "The Battle of Ghuznee". www.britishbattles.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Battle of Ghuznee". www.britishbattles.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hopkirk 1991، صص. 248–250.
  10. Mason, Philip (1986). A Matter of Honour. د کتاب پاڼې 223. د کتاب نړيواله کره شمېره 0333418379. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Dalrymple 2013، ص. 366.
  12. Dalrymple 2013، ص. 359.
  13. Dalrymple 2013، ص. 364.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Dalrymple 2013، ص. 372.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Dalrymple 2013، ص. 379.
  16. Dalrymple 2013، ص. 369.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ ۱۷٫۲ Dalrymple 2013، ص. 380.
  18. Dalrymple 2013، ص. 382.
  19. Terence R. Blackburn. David, The extermination of a British army: the retreat from Cabul, 2008 APH Publishing Corporation. p. 121
  20. Terence R. Blackburn. David, The extermination of a British army: the retreat from Cabul, 2008 APH Publishing Corporation. p. 121
  21. Dalrymple 2013، ص. 385.