Jump to content

د کوزوو جګړه (۱۳۸۹)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د قوسوه یا کوزوو جګړه هغه جګړه ده چي د 1389 کال د جون په 15 / د جمادي الثاني په 20، 791 هجري کي د عثماني لښکر او د صلیبیانو د لښکرو ترمنځ چي مشري یې د سربیا پاچا (سټیفن یوروش پنځم) کول پېښه سوه. یاده جګړه د کوسوو میدان (اوسنۍ کوسوو ) په نوم سیمه کي ترسره سول، چي د پریسټینا د اوسني ښار شمال لویدیځ ته په شاوخوا 5 کیلومتره (3.1 میل) فاصله کي موقعیت لري.

دا جګړه ځکه رامنځ ته سول چي د اروپا پادشاهان د عثماني امپراتورۍ له پراخیدو څخه چي ختیځ اروپایي دولتونه یې ګواښل په وېره کي سوه او ددې لپاره چي د مسلمانانو ددغه سېلاب مخه ونیسي د روم له پاپ څخه د مرستي غوښتلو ترڅنګ یې پخپل منځ کي هم یووالۍ اعلان او سربیا، بلغاریا او البانیا په یوه واحده پوځي ډلګۍ کي سره راټول سوه. د سربیا پاچا په لمړي سر کي ددې لپاره چي عثمانیان وپاروي پر ادرنه ښار باندي برید وکړ، خو کله چي عثماني واکمن سلطان مراد خان ماته ورکړه بیرته یې سولي ته مخه کړه، او مرادخان ته یې ژمنه ورکړه چي بیا به پر عثماني خاوره یرغل نه کوي.

د پورتني تړون لږ وخت نه وو تېر سوی چي سربیایي واکمن خپله ژمنه ماته کړه او د عثماني واکمنۍ په وړاندي یې له البانیا سره د یو تړون په ترڅ کي د کوزوو ډګر ته ځان ورساوه ترڅو عثماني ځواکونه له ختیځي اروپا څخه وشړي.

سلطان مراد خان د سربیایي واکمن د خیانت په خبرېدو سره ځان کوزوو ته ورساوه او د یو خونړي جګړې په پایله کي یې چي لسګونه زره اروپایان پکښي له منځه ولاړه سربیا ته سخته ماته ورکړه. د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته سلطان مراد ددې لپاره چي په ډګر کي پراته زخمیان او مړي وګوري شاوخوا قدم واهه چي ناڅاپه د یو سربیایي له لوري چي ځان یې د مسلمانانو خیر غوښتونکي معرفي کاوه او د سلطان سره یې د لیدني هیله درلوده، د خنجر ګوزار ورباندي وسو او سلطان مرادخان یې شهید کړ.

د کوزوو په ډګر کي د یادي جګړې وحشتونه د شلمې پیړۍ تر پایه پورې د سربانو په وجدان کي تازه وه، او تر هغه مهاله یې شتون درلود، ترڅو چي سربیا له عثماني واکمنۍ څخه خپلواکي ترلاسه کړه.