د کارن خبرې اترې:Ibrahim khashrowdi/Archive 2

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

که مو ستاسو شيطانان پرېږدي خدمت خو روان د ی[سمول]

ابراهیم خاشرودیه چې کله ويکيپېډيا د پاکستاني او هندي شیطانانو خلاصه شوه او نور پښتانه لیکني خدمت ته پرېښودل شول ، د پښتو ويکيپېډيا نظم افغان خواخوږو ته په لاس ورغی نو نو خدمت به خدمتونه شي خو تاسو هم ضد کوئ ، ستاسو ۴۹ څلېوښت کلن عثمان انصاري هم ضد کوي او د هرچا په لیکنه کې خوشې په خوشې وردانګي پاکستانی مخبر عثما شا خان يې راپيدا کړی او نور د اوردو ويکيپېډيا نابللي مزدوران يې د خپل رايې ته درولي نو ته او خدای دې چې دا د پاکستانيان خدمت ندی څه دي؟ خو شیطاني اعمال ترسره کوې بیا بل ته ګوته نیسې ، دا دوه مخي خو پرېږده ، ته خو د ننګرهار يې لږ د خپلو پوهو پښتنو پلوي کوه نه د ناپوه کسانو چې يا به نه کوي يا چې کوي د خره کار کوي. لږ پرې فکر وکړه چې ته څه کوې او بل ته څه وايې .. ستاسو د شیطاني غرور د له منځه وړلو سره دا ويکيپېډیا وده مومي کنه همدا خرک او درک . Afghanwrites (خبرې اترې) 18:10, 9 نومبر 2015 (UTC)

خپله رايه ثبته کړئ[سمول]

گرانه خاشرودي ابراهيمه ستړی مه شې

ځان مې پازوالۍ ته نومولی. که خپله رايه دې ثبته کړې. مننه --ANBI (خبرې اترې) 20:45, 9 نومبر 2015 (UTC)

اوس د پښتو نومېرنې هم اوردو باندې اړوې؟؟[سمول]

ملګريه دا بلوڅ په بلوچ مه لیکه ځکه چې په پښتو کې بلوڅ لیکل کېږي او د پښتون ورور دی ، بلوچ د اوردو ژبو له ګډولې راوتلای نوم دی چې ژبه يې بشپړه ژبه نده ځکه چې وينګونه یې پوره ندي او د همدې له کبله هغوی مجبوره دي چې چ ولیکي . هیله ده چې بیا اوردو پښتو سره سلاته نکړې ګرانه ، پاړسي ژبه هم همداسې د وينګونو له مخې او وييونو له مخې نیمګړې ده ، يا د عربي ويوونه او وینګونه کاروي يا هم مجبوره دي چې خپلې آزانګې ورواچوي .

Afghanwrites (خبرې اترې) 18:53, 10 نومبر 2015 (UTC)

اقتصادي ډالۍ![سمول]

د اقتصادي لیکنو په ویاړ
خاشرودی صېب السلام علیکم! پښتو پوهنغونډ کې د اقتصادي لیکنو لړۍ کې ستاسې نه ستړې کېدونکو هاندو هڅو په ویاړ دا ډالۍ تاسې ته درکول کېږي. د لا بریاوو په هیله مو! --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:23, 23 نومبر 2015 (UTC)
انصاری وروره نړی مننه، الله دې ونازوه.--Ibrahim Khashrowdi (TalK) 16:14, 24 نومبر 2015 (UTC)

خاشرودی جانه لیکنه چې پخوا څخه وي بله مه جوړوه[سمول]

ستاسو لیکنې د وټېپوهنې په برخه کې دوه ځلې په دوه نومونو خپرېږي چې تاسو د پښتو ويکيپېډیا بڼه ورخراپوئ ، هرکله چې يوه لیکنه ورډېروې نو مخکې له خپرېدو باید چې وې لټوئ او بیا د پلټلو څخه وروسته یې که ونه موندئ نو خپره يې کړئ . هیله ده چې راتلونکي کې ورته پام ونیسې او نور نو پام هرڅه ته ورواړوئ داسې مه کوه چې د پاکستاني په څېر بې پامه لیکنې خپرې کړئ . په درناوۍ Afghanwrites (خبرې اترې) 19:04, 27 نومبر 2015 (UTC)

بهایی جان تمهارا پرابلم کیاهی؟ جانا دو مین اپنا کام کرتهاهو!--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 19:40, 27 نومبر 2015 (UTC)

خاشرودي زما سموونې ولې بېرته اړوې ؟ که ستونزه پکې وي نو ماته يې راپه ګوته کړه . ګنې هسې د عثمان خان پشان خپل په کړنې شرزوري مه کوه . Afghanwrites (خبرې اترې) 22:48, 27 نومبر 2015 (UTC)

ګوره افغانرایټسه د نورو لیکنی مه خرابوه! پخپله یوه کټوره او سمه لیکنه ولیکه، ته ولی د خلګو لیکنو ته تغیر ورکوی؟؟!.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 22:51, 27 نومبر 2015 (UTC)

کومه لیکنه مې بدله کړې؟ زه خو يې سموونه کوم چې د اوردو وييونه پښتو ته بدلوم دا کار باید وشي ځکه چې عثمان په پښتو نه پوهېږي او ته يې تشویقوې. ته يې که سمولای شې چې زه ورسره ګوته نکړم ، ګنې خوشې ماته مشوره مه راوکوه مننه .Afghanwrites (خبرې اترې) 22:54, 27 نومبر 2015 (UTC)

ته څنګه کولای سی چې انټرویکی لینک ته تغیر ورکړی؟؟؟ دا (ur:ویکیپیڈیا:دیوان عام) ددی لیکنی برخه نده چی ته یې تغیروی دا انټرویکی لینک دی او دا پښتو ژبی پوری اړه نلری.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 22:59, 27 نومبر 2015 (UTC)

دا څه چې په پښتو ويکيپېډيا پورې اړه لري هغه سموم ، انټر ويکي او اوټر ويکي سره دې کار نلرم نه مې تغصر ورکړای . هغه انټر ويکي پرېږده چې خپل کار وکړي تاپوري يا ما پورې اړه نلري. Afghanwrites (خبرې اترې) 23:01, 27 نومبر 2015 (UTC)

دا ګډولی کېږي په کومې پښتو کې راغلي؟؟؟[سمول]

لطفآ دا خپل د ملګري عثمان خان سمونې وګوره چې دی د ګډېږي پر ځای ګډولی کېږي لیکي نو دا چې سم نکړو څوک به يې سموي؟؟؟؟Afghanwrites (خبرې اترې) 23:04, 27 نومبر 2015 (UTC)

تاسې ته ډالۍ![سمول]

د تاریخي لیکنو په ویاړ
ابراهیم خاشرودی صېب السلام علیکم! پښتو پوهنغونډ کې د تاریخي لیکنو لړۍ کې ستاسې نه ستړې کېدونکو هاندو هڅو په ویاړ دا ډالۍ تاسې ته درکول کېږي. د لا بریاوو په هیله مو! --عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:23, 23 نومبر 2015 (UTC)
انصاری وروره له پیرزوېنی څخه مو نړی مننه، دلته په ګډه سره د کار کولو په هیله.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 07:57, 30 نومبر 2015 (UTC)

ددې کینډۍ لیکنې هم که بشپړې شي؟[سمول]

کینډۍ:د المان ښارونه -- عثمان انصاري اړیکه 22:01, 30 نومبر 2015 (UTC)

انصاری وروره سلامونه! هو بلکل، زه به هم کومک وکړم.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 22:46, 30 نومبر 2015 (UTC)

قطبي ژبه نده ، قبطي ژبه ده[سمول]

خاشروديه ملګريه د قبطي ژبې په هکله مالومات له پخوا څخه شته تاسو همدا ژبه په قطبي نوم اړولې چې ناسم مالومات له ځان سره لري . د مصر دغه پخوانۍ میخي ژبه قبطي نومېږي نه قطبي . هیله ده چې دا د سرلیک سره ړنګ کړئ ځکه چې پخوا څخه شتون لري . Afghanwrites (خبرې اترې) 16:48, 2 ډيسمبر 2015 (UTC)

YesY ترسره شو ډیر مننه ! بس تیروتنه وه ، پام مې نه وو.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 16:59, 2 ډيسمبر 2015 (UTC)

له تا مننه چې نن دې سم چلند غوره کړ او د عثمان خان پاکستاني په څېر دې ضدیت ونکړ ، ګنې په نور وخت خو دې هر وخت په ناحقه برید کړای . اباد اوسې.Afghanwrites (خبرې اترې) 17:02, 2 ډيسمبر 2015 (UTC)

افغانرایټسه خو ګوره بیا د چينل څخه ووتي او بلی خواته لاړی، ته ولی نه سمیږی :) زمونږ سره د جنجال پرځای لیکنی وکه او سم کارونه وکه.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 17:14, 2 ډيسمبر 2015 (UTC)

دا د بازار چلونه پاکستاني باندې ځه ، ډېر هوښيار يې ، ښه ده د بازار هوښياري دې په درد خوري خو په علمي ټولنه کې بیا دغه ډول ناحقه پړه پرچا ورتپل د انسان ذاتي جوهر ته تاوان رسوي . په هر حال زه خو تاسو سره په شریکه پوله نلرم چې جنجال ولرم ، يوازې ستاسو د ناحقو طرفداريو له کبله د ويکيپېډيا بڼه اوردو ويکیپېډيا ته اړول شوې او ددغه ناوړه کار له کبله نن موږ د ژبې سمونګر نلرو . عثمان منصور انصاري په عربي ټکو زور اچوي يا پاړسی او د پښتو سوچه ويوونه نشي زغملای . پاکستانی عثمان خان دې د ضد له کبله باید اوردو توري يا ويوونه ولیکي او د املا او انشا طرز ته تاوان اړوي . تاسو پرې نیوکه نه کوئ که بل څوک سمه نیوکه پرې وکړي عصمان منصور انصاري او ته يې په دفاع کې درېږئ هغه ته داسې انځور ورکوئ چې ګنې عثمان منصور انصاري د علامه کورنۍ غړی دی نو په هرڅه پوهېږي او دا چې پاکستان کې اوسېږي نو بیا خو همدی تر ټولو ښه مسلمان دی او خبره يې په اسلام صدق کوي . خو دا ناوړه کړنې دي او اسلام کې انصاف ته حکم شوی باید چې موږ ټول با انصافه واوسو ، په څه چې نه پوهېږو د بل لاره هم بنده نکړو . زما دغه څو غوښتنې دي چې تاسو يې باید وڅېړئ : لومړی : پښتو باید چې سمه معیاري او سوچه ولیکل شي ، کله ځینې ویوونه نورو ژبو سره شریک لرو نو پروا نلري خو د ژبې انشايي او املايي طرز له نورو ژبو څخه بېل دی او باید چې پخپل طرز کې وښکاري نه د اوردو ، پاړسي يا انګرېزي او بل او بل . همدارنګه د کینډيو په جوړولو کې عثمان خان څخه باید حق واخیستل شي ځکه چې هغه د پښتو بڼه اوردو ته اړوي او ویوونه او ظرز د ژبې يې سمتي دی . تاسو درېواړه مخکې لدې چې ځينې لیکنې خپروئ باید چې د هغه نوم ولټوئ او چې کله ونه موندل شي نو بیا ورته سرلیک جوړ کړئ ، خو داسې د لیکنو د شمېر د زياتوالي لپاره نه کوئ غواړئ چې د لیکنو شمېر زيات شي او پروا نلري چې اصول مراعتېږي يا نه . خو دا ناوړه کار دی . بس دغه شیان په پام کې نیول پکار دي نور نه جنجال خوند کوي نه يې پلوي . Afghanwrites (خبرې اترې) 18:00, 2 ډيسمبر 2015 (UTC)

د هغه مخ په اړه به له چا مرسته وغواړو![سمول]

خاشرودی صیب! د هغه مخ د خلاصېدو په اړه به میټا کې چاته ووایو چې قلفونه! یې راخلاص کړي! د سرزورو له لاسه مو دا حال دی چې له خپل... نه راکوزېدل، هرڅه دې حد ته راورسېدل!-- عثمان انصاري اړیکه 18:37, 4 ډيسمبر 2015 (UTC)

کومې کومې کينډۍ او مخونه چې تاسې ان-لاک کول غواړئ د هغو لړليک په sandbox يا داسې يو بل مخ کې جوړ کړئ نو ښه به وي د هغو د ان-لاک کولو لپاره به زه بيا ريکويسټ وکړم--عثمان خان||خبرې اترې 19:31, 4 ډيسمبر 2015 (UTC)
انصاري وروره او عثمان خانه وروره! بس نوره چاره نسته تر یوی مودي پوری باید صبر وکړو چې د لاسوند کینډۍ قفل خلاص یا به داسی وکړو چې ددغو قلف شوو مخونو لړلیک ګړو، بیابه مټا کې ریکویسټ ورکړو، خلاصه د لاسوند کینډۍ اوس تقریبا ۴۰ ویکی ګانو کې د موډل په بڼه کې جوړ سوی دی او پښتو ویکی کې خو بیا د ویکی د اولو وختو کینډۍ نصب دی او باید آپډیټ سی، ما انکوبیټر کې پښتو ویکییون لپاره داسی کینډی جوړ کړی دی چې دا هم نوی ندی خو ډیر زوړ هم ندی،دی په هکه به په ګډه کار وکړو چې سم جوړ شی.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:33, 4 ډيسمبر 2015 (UTC)
سمه ده--عثمان خان||خبرې اترې 21:53, 4 ډيسمبر 2015 (UTC)