د کارن خبرې اترې:رحمت الله فیضان

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

رحمت الله فيضان ته سلامونه او هرکلی وايم

قدرمنه دا چې تاسې پښتو ويکيپېډيا کې ليکنې خپروی نو دا موږ ته د قدر وړ کار دی. يوه څه ته مو غواړم پام ور واړوم او هغه دا چې په خپلو ليکنو کې د ګ پر ځای گ وکاروئ. دا ځکه چې موږ دلته په پښتو ويکيپېډيا کې د ګ پر ځای گ غوره بولو. بله خبر دا چې هره ليکنه چې خپروۍ لومړۍ يې وگورئ چې له پخوا څخه په بل نامه نه وي کښل شوې. د مثال په توگه د سيد بهاوالدين بهايي په اړه ليکنې ته مې نغوته ده چې ژوندليک يې تاسې د سيد بهايي جان په نامه خپور کړی و موږ ستاسې هماغه متن د سيد بهاوالدين بهايي سرليک کې ځای پر ځای کړ. هو يوه بله خبره چې ستاسې پام ورته بايد واړوم هغه دا ده چې ستاسې ليکل شوي متنونو کې د پښتو ياگانو سمې کارونې ته پاملرنه نه کېږي او اکثراً مو د ي، ی، ې، ۍ، ئ توپير نه دی کړی. که په راتلونکي کې دې ټکي ته پاملرنه وکړئ نو دا به زموږ کار آسانه کړي.

مننه --ANBI (خبرې اترې) 08:46, 20 جنوري 2015 (UTC)

محترموروره رحمت الله فیضان اسلام علیکم وروره گله ستاسو لیکنې ښه مالومات رابرسېره کوي خو دا چې تاسو د يو شخص په هکله گڼې لیکنې پرته له سرلیکونو ورکوئ موږ ته کله ناکله ستونزه جوړوي چې باید بیا یې ورغوو . که ستاسو لیکنې د ويکيپېډيا په معيار سمه ورغوئ يانې د سرلیک سره یې ورغوئ لا به موږ د نورو لیکنو لپاره اوزگار شو مننه. همدارنگه يوه بله غوښتنه هم له تاسو کوم چې لطفآ د سردار داود خان او کمونستانو توپیر وکړئ ځکه چې سردار داود کمونیست نه و بلکې يو صنعتکاری ، قانونمنده هېوادمشر و . ستاسو مذهبي گوندونو لیکوالان ولې د پخواني (شهید داود خان) پر سر د پاکستان د بهوټو او ضيا الحق رژیم د تورونو پلوي کوئ ؟ يا به هم د پاچا ظاهرشاه د کورنۍ غړي په پلمه پرې قضاوت غواړئ وکړئ؟ چې دا دواړه ناسم دي. د بېلگې په توگهː تاسو لیکنو کې لیکلي چې ٫٫ کله د سردار داود خان لخوا په ملا اعظم گل مځکه سره شوه ،، يا همدې ته ورته پاکستانيانو به دی دیکتاتور باله او د متحدې روسيې نظرياتي شخص يا هم فيډالي کورنۍ غړی یې گاڼه ، ، تاسو د داود خان له دورې بشپړ مالومات لرئ ؟ او يا هم چې دغه نظریه د پاکستاني سياسي ملايانو نظريه ده چې تاسو ورسره ځان همغږی کوئ؟. زه تاسو څخه هیله کوم چې د هرې لیکنې سره یې يا حواله یيزې بېلگې ولیکئ يا یې جريانات ټول تشریحي ورکړئ چې د پېښې او ځای بشپړ مالومات لوستونکيو ته ورکړل شي خو قضاوت پرته له عیني تاریخ يا درې لسیزو څخه چې د خلق پرچم د دورې نیولې تر دا اوس پورې شونې ده او پرته له حوالو هم کېدی شي ځکه چې په افغانستان کې ټول افغانان ۷۰ سلنه ترې ځورېدلي دي او ټولو ته مالومه ده چې ملاتړ یې متحدې روسيې او امریکې کړی خو د داود خان د رژیم واقعیت او کړنې د کمونیزم او امپريالیزم او کپيتالیزم سره تړاؤ نلري او ځانته څپرکی دی چې بېل یې باید وڅېړئ ، هو د يو آزاد هېواد ولسمشر په توگه یې هر هېواد سره آزاد او د افغانستان په گټو سمبال اړیکې ساتلې چې روسیې هم ونشو زغملای . زه د چا پلوی نه یم خو د پاکستاني سياسي نظريو لخوا په افغاني سياستوالو باندې قضاوت بې انصافي گڼم ځکه چې هغوی افغانستان سره حسادت لري او د ډيورنډ انگرېزي لیکې ساتلو لپاره مسلمانان قتلوي چې د انگرېز ېل او بېل سياست کاميابه شي . او همدا کله کله زموږ مذهبي گونديانو هم د پاکستان دغه اړخ ورسره منلی چې تاسو ښه خبر ياست. خو د داود خان په هکله دا په زغرده وېل کېدی شي چې هغه د مارکسیستي نظریې نه منلو پخاطر د کمونستانو لخوا ووژل شو. هیله ده چې خپلو لیکنو کې د صاحب او محترم الفاظ هم ونه کاروئ ځکه چې د ويکيپېډيا د لیکنو قانون سره ټکر کې راځي چې شخصي افهام ترې کېږي . په ډېره اسلامي مینه او مننه Afghanwrites (خبرې اترې) 14:01, 25 جنوري 2015 (UTC)

  • مننه --

گرانه ملګریه له لارښو ونی مو مننه کوم زه کوښش کوم چی خپلی لیکلنی دویکیپیدیا دمعیارونو او اصولو مطابق ولیکم خو دوخت دکمبود له وجهی دلیکنو په بیا کتنه کی ځنډ رامنځته کیږی چی له امله یی بښنه غواړم بله خبره داده چی زه تر اوسه په ویکیپیدیا کی دلیکنو کافی تجربه نه لرم چی په دی برخه کی ستاسو همکاری اړینه بولم رښتیا د اعظم ګل په پاڼه کی می یو څه سمون راووست بیاهم که اړتیا وینی راته په ګوته یی کړۍ په ډیر درنښت کارن:رحمت الله فیضان

له هاندو هڅو مو منندوی خو....[سمول]

ګران فیضان صیب سلامونه!

په ویکي کې مو له ونډو منندوی یو.

وروستۍ لیکنه مو د ملا محمد رباني په اړه ده. ما تر یوه بریده سمون په کې وکړ. زیاتره ځای دوه درې الفاظ سره یو ځای شوي. ځیني ځایونو کې د جملې وروستۍ برخه کې ټکی (.) نه دی اېښودل شوی. ځینې ځایونو کې له سپیس (فاصلې) وروسته ټکی اېښودل شوی چې دا ټول په کمپیوټري لیکوالۍ کې تېروتنه ګڼل کېږي.

تاسو کولای شئ د اړوندې لیکنې پيښلیک یا هسټري وګورئ چې کوم ځایونه ما ایډیټ کړي، هغه تاسو په خپله پاتې لیکنه او نورو راتلونکو لیکنو کې تر ډېره بریده اصلاح کړئ. په درنښت

عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 23:56, 12 فبروري 2015 (UTC)

رحمت الله فيضان صيب سلامونه ! تاسو څخه هیله ده چې دغه لیکنه ولولئ او سم او ناسم يې ورپه گوته کړئ ، همدارنگه د انگرېزي ویکيپېډيا په برخه کې د تالبانو د سياسي اندواند په هکله يې ډېره ناجوړه تگلار ورزياته کړې چې د افغانانو ملي دود دستور څرگندوي نه د سياسي خوځښتونو مرکزي نظريې . هیله ده چې تاسو ېې د حوالو سره وربدل کړئ . په انگرېزي ويکيپېډيا کې ډېری د امریکې جاسوسې ادارې ته ایران الاصله امریکايان او ځینې د شمال ټلوالې او پرچم ډلې تاجکان چې سي آی اې سره کار کوي لیکنې خپروي . دوی په دغو شبکو کې نړېوالو اورگانونو کې ځالې جوړې کړي او د اکثریت افغانانو پښتنو په خلاف تر شا ناوړه تبلیغات خپروي . هیله ده چې د دغو پر مقابل يو لیکنی حواله ییز کار پیل شي چې دغه کار په يوه کس نه کېږي ډېرو کسانو ته اړتيا شته. دا ځکه هم اړین دی چې د افغانستان ملي اسالت په خطر کې دی . د ملي گټو په نظر کې نیولو سره د لیکنې په هیله Afghanwrites (خبرې اترې) 20:03, 16 فبروري 2015 (UTC) .

د بل کارن لیکنه ړنګول!؟[سمول]

ګران فیضان صېب سلامونه! خوښ یم چې تاسې په ویکي کې وخت ناوخته راځئ او لیکنې کوئ. ګرانه! په دا وروستیو کې تاسې د روان په نامه یوه لیکنه ترسره کړه، مننه! ددې لیکنې په منځ کې یو ورکنومي کس هم یو پرګراف چې سرچینه یې هم ورکړې؛ ځای پر ځای کړه! ما هم د هغه سرچینې لینک چې د شهادت ویب سایټ دی، تعقیب کړ، پراګراف یې له هغې راخیستی و. نو په دې توګه تاسې ته مې خبر درکاوه چې په ویکي کې به ډېرې داسې مواقع راشي چې مونږ به ورسره جوړ نه یو؛ خو که چېرې اړوند مواقع په موثقو سرچینو بناء وي، نو بیا یې مونږ له مخالفت سره سره باید په ویکي کې ومنو! هیله ده راتلونکي کې دې ټکي ته پام وکړئ. ستاسو د لا ارښتمنو لیکنو په هیله.--عثمان منصور انصاري (خبرې اترې) 20:22, 30 مارچ 2016 (UTC)