کارن:رحمت الله فیضان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

رحمت الله فیضان دغزنی ولایت د واغظ ولسوالۍ اوسیدونکی دی چې د [http:// https://haqiqatsite.wordpress.com/حقیقت نیوزخپلواکه برښنایی رسنی] په نوم يوه وېبپاڼه چلوي . دی په کال 1353 لمریز کې د واعظ ولسوالۍ په میانتو کلي کې زېږېدلی.

مخینه[سمول]

ښاغلی فیضان په يوې دینپالې کورنۍ کې زېږېدلی . پلار یې د واغظ ولسوالۍ د يو کلي مُلا و چې د همدې دیني زده کړو لمخې او د افغانستان د کلیوالي ژوند پر بنسټ د وخت د اړتيا سره سم د طالبانو په غورځنگ کې ورگډ شو.

زده کړې[سمول]

دیني زده کړې یې له خپل پلار مولوي عبیدالله او خپل ترهمولوي خیرالله شهابي څخه تر سره کړي چې وروسته بیا دکډوالۍ په دوران کې یې د شهید مولوي نصرالله منصور په مدرسه نورالمدارس کې تر ۱۲ ټولگي هم دینی او هم عصري زده کړې پرمخ وړي.رحمت الله فيضان د عربي او کمپیوټر (سولگر) په برخه کې یې لوړې زده کړې د سعودي انستیتیوت کې بشپړې کړي.

څېرمه دندې[سمول]

  1. په کال ۱۳۶۹ کې یي د خدام الفرقان غړیتوب تر لاسه کړ
  2. په ۱۳۷۴ کال کې دطالبانو له اسلامي تحریک سره یو ځای شو او دغزني ولایت دمحلي راډیو د مسول په توگه یې دنده پیل کړه
  3. په ۱۳۷۵ کال کې داطلاعاتواو کولتور وزارت د سندونو او اړیکو دریس په توگه وټاکل شو .
  4. په ۱۳۷۷ کال کې د بلخ ولایت داطلاعاتو او کلتور وزارت د ریس په توگه دنده پیل کړه
  5. په ۱۳۷۹ کال کې د هرات ولایت داطلاعاتو او کلتور د ریس په توگه له بلخ څخه هرات ته تبدیل شو
  6. په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د حکومت له پرځېدو وروسته د هرات ولایت د جنگسالار محمد اسماعيل خان له لورې تر ۱۳۸۱ پورې زنداني شو
  • رحمت الله فیضان له ۱۳۸۱ کال وروسته شخصي کار پیل کړ او تر څنگ یې یو خپلواک او شخصي وبپاڼه دحقیقت نیوز په نامه چې د افغانستان او نړۍ هر اړخیزه پیښې پکې رانغاړي او د سیاسي شنونکو شننې ، دیني او ټولنیز مطالب هم ورسره خپروي .

سرچینې[سمول]