د ژبې زده کړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د ژبې زده کړه/اکتساب نه مخ گرځېدلی)
د ژبې زده کړه یا اکتساب هغه بهیر دی چې د هغو په واسطه انسان د ژبې د درک او پوهېدو وړتیا ترلاسه کوي (په بل عبارت، د هغو وړتیاوو موندل چې له مخې یې یوه ژبه درک او پرې وپوهېدلای شي) او همدارنګه د اړیکې په موخه کلمې او جملې تولید او وکاروي.

د ژبې په زده کړه کې جوړښتونه، قواعد او د هغو څرګندول شاملېږي. له یوې ژبې څخه په بریالۍ توګه د ګټنې د وړتیاوو د ترلاسه کولو په موخه د فونولوژي/غږ پېژندنې، مورفولوژي/صرف، نحو، معنا پوهنې او د لغتونو د ټولګې په ګډون د یوې ژبې ګڼ شمېر قواعدو ته اړتیا ده. ژبه کېدای شي د خبرو کولو په څېر وویل شي او یا هم د علاماتو څخه په کاراخیستنې په اشاروي توګه وکارول شي. د انسان د ژبې وړتیا د هغه مغز ته اړوندېږي. په داسې حال کې چې د انسان د ژبې ظرفیت محدود دی خو کولای شي د بېرته ګرځېدو/انعکاس د نحوي اصل له مخې بې نهایته جملې ووايي او پرې پوه شي. شواهد ښيي چې هر انسان د بېرته ګرځېدو درې میکانیزمونه لري چې جملاتو ته اجازه ورکوي په نه ټاکل شوې کچې مخکې لاړې شي. دغه درې میکانیزمونه نسبي سازي، بشپړول او همغږي کول دي. [۱][۲]

د لومړۍ ژبې په زده کولو کې دوه لارښوونکي اصول شته: د خبرو ادراک تل د خبرو له تولید مخکښ دی او د تکامل په حالت کې تدریجي سیسټم چې په مرسته یې یو ماشوم ژبه زده کوي چې په یو مهال کې په یو پړاو کې جوړېږي او پیل یې هم د واجونو یا فونونو ترمنځ له توپیر څخه کېږي. [۳]

د ژبې اکتساب په معمول ډول د لومړۍ ژبې زده کولو ته اشاره کوي چې د نویو زیږدلو ماشومانو له خوا د مورنۍ ژبې زده کړې ته اړوندېږي، دا چې هغه ویل کېدونې یا اشاروي ژبه وي، په داسې حال کې چې کېدای شي د دوه ګونو لومړیو ژبو اکتساب (bilingual first language acquisition) ته هم اړوند شي چې په یو مهال کې د نوي زیږېدلي ماشوم له خوا د دوه ژبو زده کړې ته اشاره کوي. دغه چاره د دویمې ژبې له زده کړې توپیر لري چې (د ماشومانو او لویانو له خوا) د اضافي ژبو زده کولو ته اړوندېږي. د ژبو زده کړه د انسان یو له اساسي ځانګړونو څخه ده. [۴][۵][۶][۷]

تاریخچه[سمول]

د مشاهدې پر بنسټ د ژبې زده کولو اړوند لومړني نظریات د افلاطون له خوا وړاندې شول چې احساس یې کاوه د کلمې – د معنی ترسیم په ذاتي ډول دی. له دې سربېره سانسکریتي ګرامر پوهانو د څه باندې دولسو پېړیو لپاره دا بحث کاوه چې د کلماتو د معنی په تشخیص کې د انسان وړتیا خدایي (ذاتي) ده او یا که د پخوانیو نسلونو له خوا منتقل شوې هغو چې له وړاندې تثبیت شوو قراردادونو یې زده کړې: یو ماشوم د غویي کلمه هغه مهال زده کوي چې یو با اعتباره ویناوال یې پر وړاندې د غویانو په هکله خبرې کوي. [۸]

په لرغونو ټولنو کې فیلسوفانو لیوالتیا لرله چې ومومي څه ډول انسانانو د نظریاتو د تجربي میتود له ازمیښت وړاندې د درک او ژبې د تولید وړتیا لرلې ده، خو داسې ښکاري چې په ډېری مواردو کې هغو د ژبو زده کړه د علم د ترلاسه کولو او مفاهیمو د زده کولو لپاره د انساني وړتیاوو برخه بلله. [۹]

تجربه ګرایانو لکه توماس هابز او جان لاک استدلال کاوه چې پوهه (او د جان لاک لپاره ژبه) د انتزاعي حسي اغېزو په پایله کې رامنځته کېږي. دغه استدلالونه د استدلال د «روزنې» لوري ته تمایل لري: دا چې ژبه د حسي تجربې له مخې ترلاسه کېږي د روډولف کارناپ د Aufbau لامل وګرځېده، هغه چې پر حسي بنسټ یې د پوهې د زده کړې هڅه وکړه، هغه هم د «د مشابه کلماتو په یاد راوړلو» له مفهوم څخه په ګټنې له هغو سره د اړیکې ورکولو په موخه چې هغوی یې په ټولګو کې سره راغونډول او بیا یې د ژبې په اډانه کې انځور کول. [۱۰]

د چلن پالنې پلویانو استدلال کاوه چې ژبه کېدای شي د عمل کوونکو شرایطو له لارې زده شي. بي. اف سکینر (۱۹۵۷ زکال) په کلامي چلن کې وړاندیز وکړ چې له یوې نښې څخه بریالۍ ګټنه، لکه یو ځانګړي محرک ته په پام له یوې کلمې یا د لغاتو له یو واحد ګټنه د هغو «لحظه یي» احتمال یا زمینه پیاوړې کوي. له دې ځایه چې د عامل د شرطي کېدلو پیاوړتیا د مکافاتو په شرط ده، ماشوم زده کوي چې د غږونو ځانګړی ترکیب چې  د دغو دوو ترمنځ شتون لري د مکررو بریالیو هڅو پر بنسټ دی او یو ځانګړی شی ښيي. د نښې بریالي کارول هغه څه دي چې ماشوم پوهېږي (د بېلګې په توګه هغه مهال یو ماشوم «پورته» وایي کله چې غواړي پورته شي) او د مقابل لوري له خوا د هغه د زړه وړ ځواب په ترلاسه کولو مکافات مومي او په پایله کې د هماغې کلمې اړوند د ماشوم درک پیاوړی کوي او خوښوي څو همدغه حرف په بل مشابه حالت کې هم وکاروي. د ژبې د زده کړې له تجربي نظریاتو څخه یو هم د ستاتیکي زده کړې تیوري ده.

د سکینر چلن پالونکې نظریه د نوام چامسکي له خوا په ۱۹۵۹ زکال کې د هغو د بیاکتنې په مقاله کې له شدید برید سره مخ شوه او هغه یې په «پراخه کچه میتیولوژي» او «جدي توهم» وبلله. هغه استدلالونو چې د سکینر د عاملي شرطي کولو له لارې د ژبې د زده کړې اړوند شتون درلود؛ دغه واقعیت ته یې نغوته کوله چې ماشومان د لویانو ژبني اصلاحات تر ډېره په پام کې نه نیسي. پر ځای یې، ماشومان د هغو له صحیح استفادې څخه په نمونې اخیستو د هغو له نامنظم ډول څخه پیروي کوي، وروسته بیا تېروتنه کوي او بالاخره د هغو سمه ګټنه زده کوي. د بېلګې په توګه یو ماشوم کېدای شي د «راکړ» کلمه (د «ورکولو» ماضي ډول) په سمه توګه زده کړي خو وروسته بیا د «ورکولو» له کلمې ګټنه کوي. په پایله کې هغه د دغې کلمې په سمه توګه کارونه زده کوي. چامسکي ادعا کړې چې په سختۍ سره دغې نمونې ته د ژبې د زده کولو د اصلي لارې په توګه د سکینر د عامل د شرطي کولو له نظریې سره نسبت ورکول کېدای شي. چامسکي استدلال کاوه چې که چېرې ژبه یوازې د چلن له شرطي کولو څخه ترلاسه کېږي، ماشومان په ډېر احتمال سره د یوې کلمې صحیح ګټنه نه زده کوي او په ناڅاپي دول له هغو څخه غلطه ګټنه کوي. چامسکي باور درلود چې سکینر د ژبې په برخه کې د نحوي پوهې مرکزي رول نه توضیح کوي. چامسکي همدارنګه د «زده کولو» اصطلاح رده کړه چې سکینر د دې ادعا لپاره له هغو استفاده کوله چې ماشومان ژبه د عاملي شرطي کولو له مخې «زده کوي». چامسکي د دې پر ځای د نحو د مطالعې پر بنسټ د ژبې زده کولو د ریاضیکي کړنلارې اړوند استدلال وکړ. [۱۱][۱۲][۱۳]

د لغاتو زده کړه[سمول]

د نویو کلماتو د تلفظ د ترکیب جوړولو وړتیا ګڼ شمېر عواملو ته اړوندېږي. لومړی د ژبې زده کوونکی باید وکولای شي هغه څه چې غواړي تلفظ کړي وا یې وري. همدارنګه دې کلمې د تکرار وړتیا ته ضرورت دی. لږ وړتیا لرونکي ماشومان چې کلمات نه تکرار کوي د هغو ماشومانو په پرتله د لغاتو د پراختیا لږ کچه لري چې عادي وړتیاوې لري. د لغاتو د زده کړې لپاره د څو محاسباتي ماډلونو وړاندیز شوی. بېلابېلو څېړنو ښوولې چې د ماشوم د لغاتو زېرمه د ۲۴ میاشتني توب پر مهال د ماشوم راتلونکې ودې او د هغو ژبنیو وړتیاو ته اړوندېږي. په دغه عمر کې د هغو د ژبنۍ بډاینې نشتوالی په اوږد مهال کې د ماشوم د درک کولو پر ودې ناوړه اغېز لري؛ له همدې امله د والدینو لپاره دا ډېره مهمه ده چې خپل ماشوم په خبرو راولي. که چېرې یو ماشوم تر ۲۴ میاشتني توب پورې پنځوس کلمې یا له هغو څخه په کمو وپوهېږي، د وروسته خبرې کوونکو ماشومانو په ډله کې ډل بندي کېږي او په راتلونکي کې به د هغه د ژبې وده لکه د لغاتونو د زېرمې زیاتوالی او ګرامري جوړښتونه به په کراره توګه وده ولري. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Pichler, Chen (2015). "Language Learning through the Eye and Ear Webcast". Laurent Clerc National Deaf Education Center. Gallaudet University. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Lightfoot, David (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Language acquisition and language change"]. Wiley Interdisciplinary Reviews: Cognitive Science 1 (5): 677–684. doi:10.1002/wcs.39. ISSN 1939-5078. PMID 26271652. 
  3. Fry, Dennis (1977). Homo loquens, Man as a talking animal. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 107–108. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-29239-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Lidz, Jeffrey; Waxman (16 April 2003). "What infants know about syntax but couldn't have learned:experimental evidence for syntactic structure at 18 months". Cognition 89 (2003) B65-B73. https://unstable.nl/andreas/ai/psy/presentaties/Lidz2003.pdf. Retrieved 12 December 2017. 
  5. See, fex., Bergman, C. (1976). 'Interference vs. independent development in infant bilingualism'. In: Bilingualism in the bicentennial and beyond. Ed. by G. Keller, R. Teschner, and S. Viera. New York: Bilingual Press/Editorial Bilingüe, pp. 86-96. Genesee, F. (1989). 'Early bilingual development: One language or two?' In: Journal of Child Language 6, pp. 161-179. Houwer, A. de (1990). The acquisition of two languages from birth: A case study. Cambridge: CUP. Houwer, A. de (1995). 'Bilingual language acquisition.' In: Handbook on child language. Ed. by P. Fletcher and B. MacWhinney. Oxford: Blackwell. Hulk, A. and Müller, N. (2000). 'Bilingual first language acquisition at the interface between syntax and pragmatics'. In: Bilingualism: Language and Cognition 3 (3), pp. 227-244. Paradis, J. and F. Genesee (1996). 'Syntactic Acquisition in Bilingual Children: Autonomous or Interdependent?' In: Studies in Second Language Acquisition 18, pp. 1-25. Serratrice, L., Sorace, A. and S. Paoli. (2004). 'Crosslinguistic influence at the syntax-pragmatics interface: Subjects and objects in English-Italian bilingual and monolingual acquisition'. In: Bilingualism: Language and Cognition 7 (3), pp. 183-205.
  6. Friederici, AD. (Oct 2011). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The brain basis of language processing: from structure to function"]. Physiol Rev 91 (4): 1357–92. doi:10.1152/physrev.00006.2011. PMID 22013214. 
  7. Kosslyn, Stephen M.; Osherson, Daniel N. (1995). An invitation to cognitive science. Cambridge, Mass.: MIT Press. OCLC 613819557. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-65045-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Matilal, Bimal Krishna (1990). The word and the world: India's contribution to the study of language. Oxford [Oxfordshire]: Oxford University Press. OCLC 24041690. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-562515-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Innateness and Language. Stanford Encyclopedia of Philosophy. 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Kendra A. Palmer (2009). "Understanding Human Language: An In-Depth Exploration of the Human Facility for Language". StudentPulse.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Noam, Chomsky; Skinner, B. F. (1959). "A Review of B. F. Skinner's Verbal Behavior". Language 35 (1): 26–58. doi:10.2307/411334. http://cogprints.org/1148/. 
  12. Harley, Trevor A. (2010). Talking the Talk: Language, Psychology and Science. New York, NY: Psychology Press. د کتاب پاڼي 68–71. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84169-339-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Harris, Margaret (1992). Language Experience and Early Language Development: From Input to Uptake. UK: Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0863772382. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Bloom L.; Hood L.; Lichtbown P. (1974). "Imitation in language: If, when, and why". Cognitive Psychology 6 (3): 380–420. doi:10.1016/0010-0285(74)90018-8. OCLC 65013247. https://academiccommons.columbia.edu/doi/10.7916/D87M0KXJ/download. 
  15. Miller, George A. (1977). Spontaneous apprentices: children and language. New York: Seabury Press. OCLC 3002566. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8164-9330-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Masur EF (1995). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Infants' early verbal imitation and their later lexical development"]. Merrill-Palmer Quarterly 41 (3): 286–306. OCLC 89395784. 
  17. "Evaluation of the role of phonological STM in the development of vocabulary in children, A longitudinal study". Journal of Memory and Language 28 (2): 200–213. 1989. doi:10.1016/0749-596X(89)90044-2. Archived from the original on 2012-08-17. https://web.archive.org/web/20120817081022/http://cat.inist.fr/?aModele=afficheN&cpsidt=7251627. Retrieved 2009-12-20. 
  18. Gupta Prahlad; MacWhinney Brian (1997). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Vocabulary acquisition and verbal short-term memory: Computational and neural bases"]. Brain and Language 59 (2): 267–333. doi:10.1006/brln.1997.1819. PMID 9299067. 
  19. Regier Terry (2003). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Emergent constraints on word-learning: A computational review"]. Trends in Cognitive Sciences 7 (6): 263–268. doi:10.1016/S1364-6613(03)00108-6. PMID 12804693. 
  20. Regier, T. (Nov 2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The emergence of words: attentional learning in form and meaning"]. Cogn Sci 29 (6): 819–65. doi:10.1207/s15516709cog0000_31. PMID 21702796. 
  21. Hadzibeganovic Tarik; Cannas Sergio A (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Tsallis' statistics based neural network model for novel word learning"]. Physica A 388 (5): 732–746. doi:10.1016/j.physa.2008.10.042. Bibcode2009PhyA..388..732H. 
  22. Roy Deb K.; Pentland Alex P. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Learning words from sights and sounds: A computational model"]. Cognitive Science 26: 113–146. doi:10.1207/s15516709cog2601_4. 
  23. Fazly Afsaneh; Alishahi Afra; Stevenson Suzanne (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Probabilistic Computational Model of Cross-Situational Word Learning"]. Cognitive Science 34 (6): 1017–1063. doi:10.1111/j.1551-6709.2010.01104.x. PMID 21564243. 
  24. Yu Chen; Ballard Dana H (2007). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A unified model of early word learning: Integrating statistical and social cues"]. Neurocomputing 70 (13–15): 2149–2165. doi:10.1016/j.neucom.2006.01.034. 
  25. Gathercole SE (2006). "Nonword repetition and word learning: The nature of the relationship". Applied Psycholinguistics 27 (4): 513–543. doi:10.1017/S0142716406060383. http://www.york.ac.uk/res/wml/Gathercole06%20Applied%20PsyLinguistics.pdf.