Jump to content

ژبې مړينه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د ژبي مړینه نه مخ گرځېدلی)
ژبې مړينه
ټوليز مالومات
ځانګړې وېشنيزه

په ژبپوهنه کي د ژبې مړینه هغه وخت پیښیږي کله چي یوه ژبه خپل وروستئ اصلي ویونکی له لاسه ورکړي. په دودیزه توګه ژبه هغه وخت له منځه ځي کله چي یې په تدریج سره لیکني او ویونکي بشپړه له منځه تللي، او یا هم د یوې لویي ژبي له لوري په ځان کي مدغم سوې وي. [۱]

د ژبې مړینه باید د ژبې تخریب ( چي د ژبي ضایع هم بلل کیږي) سره ګډه نسي، او دا هغه وخت منځ ته راځي کله چي د یو فرد په لومړۍ ژبه کي مهارت له لاسه ورکړي. [۲]

په عصري دوره کي د استعمار له عروج وروسته د ژبي مړینه په عمومي ډول د کلتوري یوځای کیدو پروسې پایله ده چي د ژبې بدلون او د یوې بهرنۍ ژبي په ګټه د مورنۍ ژبې تدریجي پریښودو لامل کیږي. [۳] [۴] [۵]

د معلوماتو له مخي تر 2000 لسیزي پوري په ټوله نړۍ کي شاوخوا 7,000 مورنیو ژبو شتون درلود. په دي کي ډیرئ یې کوچنۍ ژبي دي چي د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي، او داسي [۶]اټکل هم سوی دی چي د اوسنۍ ویل کېدونکو ژبو څه باندي ۹۰ سلنه به تر ۲۰۵۰ کال پوري له منځه ولاړي سي.[۷] ایتنولوګ په 2001 کي 7,358 ژوندۍ ژبې ثبت کړي دي، خو د مئ په 20 نېټه 2015 کال کي همدغه ایتنولوګ یوازي د 7,102 ژوندیړ ژبو راپور ورکړ؛ او همدارنګه یې د 2016 د فبروري په 23 نېټه یوازي د 7,097 پیژندل سويو ژوندیو ژبو راپور وړاندي کړ. [۸]

  1. Calvet, Jean-Louis. 1974. Langue et colonialisme: petit traité de glottophagie. Paris.
  2. Crystal, David (2000) Language Death. Cambridge, UK: Cambridge University Press. p. 19
  3. Byram, Michael; Hu, Adelheid (2013-06-26). Routledge Encyclopedia of Language Teaching and Learning (په انګليسي). Routledge. ISBN 978-1136235535.
  4. Walt, Christa Van der (2007-05-01). Living Through Languages: An African Tribute to René Dirven (په انګليسي). AFRICAN SUN MeDIA. ISBN 9781920109707.
  5. Hall, Christopher J.; Smith, Patrick H.; Wicaksono, Rachel (2015-05-11). Mapping Applied Linguistics: A Guide for Students and Practitioners (په انګليسي). Routledge. ISBN 978-1136836237.
  6. . 2004-02-26. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  7. . 2009-01-16. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  8. . 2004-02-27. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)