د ډونالډ ټرمپ ولسمشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د ۴۵ م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ ولسمشریزه دوره د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه د هغه په لوړې کولو سره پیل او د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۲۰ مه نېټه پای ته ورسېده. جمهوري غوښتونکی ټرمپ چې په اصل کې د نیویارک ښار دی، د خپلې دیموکراتیکې نوماندې هیلري کلنټون پر وړاندې د ۲۰۱۶ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو په الکټرال کالج کې له بریا ترلاسه کولو وروسته ولسمشرۍ ته ورسېد، په هغو ټاکنو کې چې نوموړي د عامو رایو اکثریت نه و ترلاسه کړی. ټرمپ د خپلو ټاکنیزو سیالیو او ولسمشرۍ پر مهال بې مخینې ناسمې او ګمراه کوونکې څرګندونې وکړې. د هغه ولسمشري له یوې دورې واکمنۍ وروسته د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې دیموکرات جوبایډن ته له ماتې خوړولو وروسته پای ته ورسېده. دا د هربرت هوور د ولسمشرۍ له مهال وروسته لومړنۍ ولسمشري وه چې ولسمشر و نه شو کولای، بیاځلي بریا خپله کړي او ګوند یې د کانګرس په دواړو جرګو کې خپل اکثریت له لاسه ورکوي.[۱]

د ارزانه پاملرنې قانون د لغوه کولو (Affordable Care Act) په برخه کې د ټرمپ هڅې پاتې راغلې، خو فردي فرمان یې لغو کړ او د ACA څخه د مخنیوي په برخه کې یو لړ ګامونه پورته کړل. ټرمپ د Medicare او Medicaid په ګډون د هوساینې د لویو پروګرامونو په برخه کې په پام وړ ډول د لګښتونو د راکمولو په هڅه کې و. هغه د پرانیستې فضا لوی امریکايي قانون (Great American Outdoors Act) لاسلیک کړ، د چاپېریال اړوند ګڼ شمېر مقرارات یې بدل او د اقلیمي بدلونونو اړوند پاریس هوکړې څخه ووت. هغه د لومړي ګام قانون (First Step Act) له مخې، د جنايي عدالت اصلاحات لاسلیک کړل او په بریالي ډول یې نیل ګورسوش، برت کاوانا او امی کونی بارت په ستره محکمه کې وګومارل. د اقتصادي سیاست په برخه کې هغه تر یوه بریده ډاډ-فرانک (Dodd–Frank Act) قانون لغو کړ او د ۲۰۱۷ ز کال د مالیاتو د کمولو او د دندو قانون (Tax Cuts and Jobs Act of 2017) یې لاسلیک کړ. هغه یو شمېر تعرفې وټاکلې او په چین، کاناډا، مکسیکو او اروپايي اتحادیې یو شمېر متقابلې تعرفې ولګولې. هغه د ټرانس پاسفیک همکاریو له خبرو اترو پر شاه شو او د نفتا (NAFTA) ځای ناستې USMCA هوکړه یې لاسلیک کړه. د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د مالیاتو د راکمولو او لګښتونو د زیاتېدلو له امله د فدرال بودیجې کسر لوړ شو.

هغه د متحده ایالاتو او مکسیکو په پوله کې د نیول شویو کډوالو په اړه د کورنیو د جلا کولو اړوند له بحثونو ډک سیاست پلی کړ. په پوله باندې د دیوال جوړولو لپاره د فدرال مالي اړتیاوو برابرولو لپاره د ټرمپ غوښتنه د امریکا په تاریخ کې د اوږد مهاله دولتي رخصتۍ لامل وګرځېده. هغه په ۲۰۲۰ ز کال کې د قانون پلي کوونکی فدرال ځواک له نژادي ناآرامیو سره د غبرګون ښوولو په موخه وګوماره. د «لومړۍ امریکا» تر شعار لاندې د ټرمپ بهرنۍ پالیسي، د هغه د یو اړخیزو ګامونو او دودیزو متحدینو ته په نه پام مشخصه شوه. د هغه ادارې په سعودي عربستان باندې په ډېره زیاته کچه د وسلو د پېرلو معامله ترسره کړه، له ګڼ شمېر مسلمان اکثریت لرونکو هېوادونو څخه یې متحده ایالاتو ته په ورتګ بندیز ولګاوه، اورشلیم (بیت المقدس) یې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپېژند او د اسرائیلو او ګڼ شمېر عربي هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو د عادي کولو اړوند د ابراهیمي هوکړو منځګړیتوب وکړ. د هغه ادارې د سوریې له شمال څخه امریکايي ځواکونه واېستل او اجازه یې ورکړه، ترکیه دغه سیمه اشغال کړی. همدارنګه یې په ۲۰۲۱ ز کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو اړوند له طالبانو سره یوه مشروطه هوکړه وکړه. ټرمپ د شمالي کوریا له رهبر کیم جونګ اون سره درې ځله ولیدل. ټرمپ امریکا د ایران د اټومي پروګرام له هوکړې واېسته او وروسته یې د جنرال قاسم سلیماني د وژنې په امر ورکولو سره په فارس خلیج کې اندېښنې لا پسې زیاتې کړې.

د ځانګړي څېړونکي رابرټ مولر څېړنې (۲۰۱۷-۲۰۱۹ ز کال) ښيي چې روسیې د ټرمپ له نوماندۍ څخه د ملاتړ په موخه مداخله کړې، په داسې حال کې چې موجود شواهد «دا نه څرګندوي چې د ټرمپ د کمپاین غړو د روسیې له دولت سره په دې توطئه کې لاس لرلی وي او یا یې همکاري کړې وي»، د دغو څېړنو پر مهال عدالت ته د لاسرسي پر وړاندې یو شمېر خنډونه هم رامنځته شوي دي.

ټرمپ هڅه وکړه چې، پر اوکراین فشار راوړي، څو د هغه د سیاسي سیال جوبایډن په اړه د څېړنو د پیل اعلان وکړي، د استازو د جرګې له خوا د هغه لومړۍ استیضاح د ۲۰۱۹ ز کال د ډسمبر په ۱۸ مه پیل شوه، خو سنا د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۵ مه هغه ته برائت ورکړ.

،ټرمپ د کوېډ ۱۹ وبا پر وړاندې کمزوری غبرګون وښود، په خپلو پیغامونو کې یې د روغتیايي چارواکو ډېرې لارښوونې له پامه غورځولې او د هغو د نا اثبات شویو درمنلو او ټسټونو د لاسرسي اړوند یې ناسم معلومات خپرول.

د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بایډن پر وړاندې له ماتې خوړلو وروسته، ،ټرمپ له تسلیمۍ انکار وکړ او په ټاکنو کې یې د پراخو درغلیو ناسم تورونه ولګول. د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه نېټه په The Ellipse پارک کې د لاریون پر مهال ټرمپ له خپلو ملاتړو وغوښتل چې: «د دوزخ په ډول جګړه وکړي» او د کانګرس ماڼۍ پر لوري لاړ شي، چېرې چې د الکترال رایو شمېرنه پیل شوې وه، څو د بایډن بریا ته رسمیت ورکړي. د ،ټرمپ د ملاتړو یوې ډلې په کانګرس ماڼۍ برید وکړ چې له امله یې د رایو شمېرنه وځنډول شوه او د دې لامل وګرځېدل چې مرستیال ولسمشر مایک پنس او د کانګرس غړي له ودانۍ واېستل شي. د جنوري په ۱۳ مه نېټه د استازو جرګې د بغاوت د هڅولو له امله په بې مخینې ډول د دویم ځل لپاره د ،ټرمپ د استیضاح لپاره رایه ورکړه، خو د فبروري په ۱۳ مه سنا جرګې یوځل بیا هغه تبرئه کړ، په داسې حال کې چې هغه وړاندې له دې د ولسمشرۍ دفتر پرېښی و. ټرمپ له تاریخي پلوه لږ محبوبیت درلود او پوهان او تاریخ لیکونکي، د هغه د ولسمشرۍ دوره د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده یوه دوره بولي.

بهرنۍ چارې[سمول]

د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د بهرني سیاست اړوند د هغه دریځونو په مکرر ډول بدلون موند، له همدې امله دا «ستونزمنه وه چې له ولسمشرۍ وړاندې دې د هغه د سیاسي اجنډا او یا هم د اصلي سیاستونو د ارزښتونو د ټولګې اړوند څوک وپوهېږي». د «لومړۍ امریکا» تر شعار لاندې د ټرمپ ادارې د مستبدو واکمنانو په ښکاره ستایلو او د بشري حقونو د کلیدي معیارونو په ردولو سره له پخوانیو ادارو خپل توپیر څرګند کړ.[۲][۳]

له هېواده بهر د امریکا د فعال پوځي پرسونل د راکمولو اړوند ژمنو سره د ټرمپ د ولسمشرۍ تر درېیو کلونو پورې شمېری په اصل کې د اوباما د ولسمشرۍ د پای له مهال سره په بشپړه توګه یو ډول وې.[۴]

د ۲۰۱۹ ز کال د اکټوبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سوریې په شمال لویدیځ ولایت ادلب کې د امریکايي دلتا ځواکونو د باریشا عملیاتو پر مهال د داعش رهبر ابوبکر البغدادي د ځانمرګي واسکټ څخه په ګټنې خپل ځان او درې ماشومان ووژل.[۵]

ټرمپ د پرانیستي آسمان له هوکړې (Open Skies Treaty) ووت، هغه هوکړه چې نږدې درې لسیزې مخینه یې لرله او د پوځي ځواکونو او د هغو د فعالیتونو روڼتیا یې دودوله.[۶]

افغانستان[سمول]

د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر په پام وړ ډول راکم شو. د ټرمپ د ولسمشریزې دورې په پای کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کچه په ۲۰۰۱ زکال کې د جګړې له لومړیو ورځو څخه وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېده. د ټرمپ په دوره د اوباما د دورې په پرتله د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د پراخوالي او په افغانستان کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د ګڼ شمېرغیرنظامي تلفاتو شاهده وه.[۷][۸]

د ۲۰۲۰ ز کال د فبروري په ۲۰ مه نېټه د ټرمپ ادارې له طالبانو سره هغه هوکړه لاسلیک کړه چې د طالبانو له خوا د منلو په حالت کې به د ۲۰۲۱ ز کال تر مۍ میاشتې پورې د متحده ایالتونو ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وای (د ټرمپ ځای ناستي جوبایډن وروسته دغه مهال د ۲۰۲۱ ز کال تر سپټمبر پورې وغځاوه). د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه متحده ایالاتو هوکړه وکړه، چې د افغان دولت په بند کې ۵۰۰۰ طالب جنګیالي به خوشي کوي، ګڼ شمېر دغو پخوانيو بندیانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغان دولت پر وړاندې د طالبانو په بریدونو کې بیاځلي برخه واخیسته.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۲۰۲۰ ز کال کې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو تلفات د ټولې جګړې له هر مهال څخه ټیټې کچې ته راښکته شول. په داسې حال کې چې په عراق کې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د اوباما د دویمې دورې په پرتله تلفات په پام وړ ډول زیات شول. [۱۳][۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. (په January 6, 2021 باندې). Trump set to be first president since 1932 to lose reelection, the House and the Senate.
  2. Timm, Jane C. (March 30, 2016). "The 141 Stances Donald Trump Took During His White House Bid". NBC News. د لاسرسي‌نېټه November 11, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Mills, Kurt; Payne, Rodger A. (August 7, 2020). "America First and the human rights regime". Journal of Human Rights 19 (4): 399–424. doi:10.1080/14754835.2020.1809362. ISSN 1475-4835. https://doi.org/10.1080/14754835.2020.1809362. 
  4. (په December 5, 2019 باندې). Trump Didn't Shrink U.S. Military Commitments Abroad – He Expanded Them. Foreign Affairs.
  5. (په October 27, 2019 باندې). Abu Bakr al-Baghdadi, ISIS Leader Known for His Brutality, Is Dead at 48. The New York Times.
  6. (په November 22, 2020 باندې). Trump Exits Open Skies Treaty, Moves to Discard Observation Planes. The Wall Street Journal.
  7. (په January 15, 2021 باندې). US troop numbers in Afghanistan drop to lowest level since 2001. Stars and Stripes.
  8. Crawford, Neta (2020). "Afghanistan's Rising Civilian Death Toll Due to Airstrikes, 2017–2020". Carnegie Corporation of New York. د لاسرسي‌نېټه December 20, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په February 29, 2020 باندې). Afghan conflict: US and Taliban sign deal to end 18-year war. BBC News.
  10. (په August 15, 2021 باندې). A timeline of the US withdrawal and Taliban recapture of Afghanistan. USA Today.
  11. (په September 3, 2020 باندې). Afghanistan to Release Last Taliban Prisoners, Removing Final Hurdle to Talks. The New York Times.
  12. (په August 17, 2021 باندې). GOP hits Biden despite divides over Afghanistan withdrawal. Associated Press.
  13. "Afghanistan Fatalities Total: 3557". icasualties.org. د اصلي آرشيف څخه پر December 31, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Iraq Fatalities Total: 4902". icasualties.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 28, 2021 باندې. د لاسرسي‌نېټه November 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)