د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز کال برید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه نېټه، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۰۰- ۲۵۰۰ پلویانو څخه جوړې یوې ډلې په واشنګټن ډي سي د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ. دوی د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه له ماتې وروسته سره راغونډ شوي و څو د کانګرس هغه ګډه غونډه ګډوډه کړي چې د الکترال رایو د شمېرنې په موخه جوړه شوې وه او د ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن بریا ته یې رسمیت بخښه. د کانګرس ماڼۍ ټولې برخې وتړل شوې او قانون جوړونکي او کارکوونکي ترې وویستل شول؛ ځکه بغاوت کوونکو په قانون پلي کوونکو افسرانو برید وکړ، وسایلو ته یې زیان واړاوه او ماڼۍ یې د څو ساعتونو لپاره ونیوله. پنځه تنه له دغې پېښې لږ وړاندې، یا د پېښې پر مهال او یا هم وروسته له هغې ووژل شول: یو د کانګرس ماڼۍ د پولیسو په ډزو ووژل شو، یو بل له کچې زیاتو مخدره موادو د کارولو له امله ومړ او نور درې په خپل طبیعي مرګ مړه شول. د ۱۸۳ پولیس افسرانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ټپیان شول. څلور هغه افسران چې له دغه برید سره یې غبرګون ښوولی وو په اوو میاشتو کې د ننه یې ځان وژنه وکړه.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

د ټرامپ په زرګونو تنه پلویان چې د هغه له خوا د اقدام کولو په موخه راغوښتل شوي د جنوري په ۵ مه او ۶ مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې راغونډ شول څو د هغه له غلطې ادعا چې د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنې «د جسارت ورکړل شویو کیڼ اړخو- راډیکال دیموکراتانو له خوا غلا شوې» ملاتړ وکړي او د ولسمشر له مرستیال مایک پنس او کانګرس څخه وغواړي د بایډن بریا رد کړي. د جنوري د ۶ مې نېټې له غرمې وروسته په ایلپس پارک کې د «امریکا وژغورۍ» لاریون پر مهال ټرمپ د ټاکنیزو سرغړونو اړوند خپلې ناسمې ادعاوې تکرار کولی او څرګنده یې کړه، «که چېرې تاسو د دوزخ غوندې مبارزه وه نه کړۍ، تاسو به نور هېواد وه نه لرۍ». د هغه د وینا پر مهال او له وینا وروسته د دغه لاریون زرګونه ګډون کوونکي د کانګرس د ماڼۍ پر لور وخوځېدل او د پولیسو له سلګونو موانعو تېر شول، دا هغه مهال و چې کانګرس د الکترال رایو شمېر پیل کاوه. له ۲۰۰۰ زیات کسان ماڼۍ ته دننه شول، هغه یې ونیوله، وسایل یې خراب کړل، چور یې وکړ او د ماڼۍ په پولیسو او خبریالانو یې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې قانون جوړونکو ته ورسېږي څو هغوی ته زیان ورسوي. د اعدام کولو لرګي یې ودرول او وروسته له هغه چې د ټرمپ او نورو هغه درواغ ادعا رد شوه چې د ولسمشر مرستیال کولای شي د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي، لاریون کوونکو د «مایک پنس اعدام کړۍ» شعار ورکول پیل کړل. یو شمېر نورو د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي او نورو کانګرس غړو دفترونه خراب او چور کړل. د ماڼۍ د امنیت له ماتېدو وروسته، د ماڼۍ پولیسو د ودانۍ د ننه چارواکي وویستل او د کانګرس دواړې خونې او د کانګرس د ټولګې ګڼ شمېر ودانۍ یې وتړلې. یاغیانو د سنا تشه خونه ونیوله په داسې حال کې چې قانون پلي کوونکو افسرانو د کانګرس له تخلیه شوي پوړ څخه ساتنه کوله. د د یموکراتانو د ملي کمېټې او د جمهوري غوښتنونکو د ملي کمېټې په مرکزونو کې لوله يي بمونه وموندل شول او ماڼۍ ته څېرمه په یوه موټر کوکټیل مولتف بمونه ونیول شول.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

ټرامپ د یاغیانو د ځپلو په موخه د ملي ګارد د لېږلو پر وړاندې مقاومت وکړ. د همدغې ورځې له غرمې وروسته ناوخته، هغه په خپل ویډیويي ټویټري پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې ټاکنې له «درغلیو ډکې» وې، خو له خپلو ملاتړ کوونکو یې وغوښتل چې په «آرامۍ سره خپلو کورونو ته لاړ شي». تر ماښام پورې ماڼۍ له یاغیانو تشه شوه او د الکټرال رایو شمېر بېرته پیل شو او د جنوري د ۷ مې نېټې تر سهاره دغه شمېرنه پای ته ورسېد. پنس ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن او د هغه ټاکل شوې مرستیاله کاملا هریس بریالي اعلان کړل. په ټرامپ باندې د هغه د ادارې د فشارونو، لرې کولو له ګواښ او ګڼ شمېر استعفاوو وروسته، هغه په یوه تلویزیوني وینا کې د واک د منظم لېږد ژمنه وکړه.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

له دغه بغاوت یوه اونۍ وروسته، د کانګرس د استازو جرګې ټرمپ د دغه بغاوت د تحریک له امله استیضاح کړ، چې هغه د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې دوه ځلې استیضاح کېږي. په فبروري میاشت کې له واک څخه د ټرمپ له ګوښه کېدو وروسته، سنا جرګې د هغه د محکومیت اړوند ۵۷-۴۳ رایې ورکړې؛ له دې امله چې دغه اکثریت ۲ پر ۳ رایو ته چې ۶۷ رایې کېږي اړتیا لرله، هغه د دویم ځل لپاره هم برائت ترلاسه کړ. د استازو جرګې د دغه برید په اړه د څېړنو په موخه د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د څېړنو له موډل څخه په ګټنه د دوه ګوندي خپلواک کمیسیون د جوړولو لایحه تصویب کړه، خو په سنا کې جمهوري غوښتونکو د دغې لایحې مخه ونیوله، له دې امله دغې جرګې د اوو دیموکراتانو او دوه جمهوري غوښتونکو په ګډون یوه انتخابي کمېټه رامنځته کړه چې په دې اړه څېړنې وکړي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

د Oath Keepers، Proud Boys او Three Percenters (درې واړه په امریکا کې دولت ضد ډلې دي) ډلو په ګډون د دولت ضد ډلو ۳۰ غړي په کانګرس ماڼۍ باندې د برید په طرح کولو او توطئې تورن شول؛ د Oath Keepers ډلې ۱۰ تنه د شر جوړونکې توطئې په طرح کولو تورن شول. په داسې حال چې په دغه برید کې په جنایاتو باندې تورن ډېری کسان هېڅ ښي اړخو افراطي او سخت دریځو ډلو سره پېژندل شوې اړیکه نه لرله. د ۲۰۲۲ ز کال په جنوري میاشت کې لږ تر لږه ۵۷ هغه کسان چې د دغې ورځې په پېښو کې یې لاس درلود دولتي څوکیو ته نوماند وو.

مخینه[سمول]

د ولسمشریزو ټاکنو د باطل کولو هڅې[سمول]

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې دیموکرات جوبایډن خپل جمهوري غوښتونکي سیال او په واک کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړه. ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو هڅه وکړه چې د پراخو درغلیو په ناسمې ادعا سره دغه ټاکنې باطلې کړي.[۴۶][۴۷]

د رایو ورکولو له بهیر څو ساعته وروسته، په داسې حال کې چې لا رایې جدول کېدلې، ټرمپ خپله بریا اعلان کړه او د لا زیاتې شمېرنې د درولو غوښتنه یې وکړه. هغه له قانوني او قانون پورته لارو چارو څخه په کار اخیستنه هڅه وکړه څو ټاکنې ګډوډې کړي. له ټاکنو ۱۰ ورځې وروسته د ټرمپ وکیلان دې پایلې ته ورسېدل چې د ټاکنو د پایلو په اړه قانوني اعتراضات هېڅ واقعي بنسټ او یا هم قانوني وړتیا نه لري. د دغو تحلیلونو سربېره، هغه سترې محکمې ته د دوو دوسیو د لېږلو په ګډون د لږ تر لږه ۶۰ دعواو په کولو؛ د ټاکنو د پایلو د باطل کولو په لټه کې و. د هغه دغه چارې بایډن ته د ټاکنیزو تصدیق پاڼو د لغو کولو او هغه ته د ورکړل شویو رایو د باطل کولو په موخه وې. ټول دغه اعتراضات د محکمې له خوا د شواهدو او یا هم قانوني بنسټ د نه لرلو له امله رد شول.[۴۸][۴۹]

وروسته ټرمپ هڅه وکړه چې په جمهوري غوښتونکو والیانو، د ایالتونو په بهرنیو چارو وزیرانو او ایالتي قانون جوړونکو باندې د فشار راوړو له مخې د بایډن د ټاکونکو وګړو لیست د ټرمپ د ټاکونکو وګړو له لیست سره بدل کړي او د درغلیو د شواهدو په رامنځته کولو د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي. هغه همدارنګه له قانون جوړونکو غوښتل چې ښکاره ټاکنیزې بې نظمۍ لکه د پستي رایو په پاڼو کې د لاسلیکونو یو ډول والی، پخوانیو تحلیلي څېړنو ته په نه پام بیا وڅېړي. ټرمپ همدارنګه شخصي څېړنه ترسره کړه څو د نظامي حکومت په اعلانولو سره ټاکنې «له سره ترسره» او یا هم باطلې کړي؛ همدارنګه یو ځانګړی مفتش وټاکي چې د فدرال او ایالتي چارواکو د پایلو سربېره په ټاکنو کې د درغلیو موارد ومومي چې دغه ډول چارې ډېرې منزوي وې او یا یې هم هېڅ شتون نه درلود. بالاخره ټرمپ هېڅ یو دغه کار ونکړ. ټرمپ په تکرار سره د ولسمشر له مرستیال مایک پنس څخه وغوښتل څو پایلو ته بدلون ورکړي او د بایډن د لوړې کولو مخه ونیسي. دغه ډول چارې د اساسي قانون له مخې نه د ولسمشر د مرستیال پنس او نه هم د سنا د مشر په واک کې وې. ټرمپ خپله دغه غوښتنه د جنوري د ۶ مې نېټې د سهار په لاریون کې هم تکرار کړه. [۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچینې[سمول]

  1. The Editorial Board (2021-10-02). "Jan. 6 Was Worse Than We Knew". The New York Times. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2022-01-06 باندې). Where the Jan. 6 insurrection investigation stands, one year later. NPR.
  3. (په October 8, 2021 باندې). Adam Schiff points to a second insurrection — by members of Congress themselves - In his memoir ["Midnight In Washington: How We Almost Lost Our Democracy and Still Could", the House Intelligence Committee chair argues America barely passed Trump's "stress test" of American democracy].
  4. (په January 11, 2021 باندې). Capitol assault a more sinister attack than first appeared. Associated Press.
  5. (په January 7, 2021 باندې). Pro-Trump mob storms US Capitol in bid to overturn election. Associated Press.
  6. "Vandalized":
    (په January 7, 2021 باندې). FBI appeals for information from public on Capitol rioters.
    (په January 7, 2021 باندې). Photos show the aftermath of an unprecedented and destructive siege on the US Capitol that left 4 rioters dead. Business Insider. "Looted":
    (په January 8, 2021 باندې). Deadly siege focuses attention on Capitol Police. Associated Press.
  7. (په April 19, 2021 باندې). Medical examiner: Capitol Police officer Sicknick died of stroke; death ruled 'natural'. WTOP.
  8. Evelyn, Kenya (January 9, 2021). "Capitol attack: the five people who died". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Four officers who responded to U.S. Capitol attack have died by suicide". Reuters. August 2, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په January 7, 2021 باندې). 'Be There. Will Be Wild!': Trump All but Circled the Date. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  11. (په October 7, 2021 باندې). A timeline of Donald Trump's efforts to overturn the 2020 election. Business Insider.
  12. (په February 10, 2021 باندې). Read Trump's Jan. 6 Speech, A Key Part Of Impeachment Trial. NPR
  13. Doig, Steve (January 8, 2021). "It is difficult, if not impossible, to estimate the size of the crowd that stormed Capitol Hill". The Conversation. مؤرشف من الأصل في January 10, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په January 10, 2021 باندې). The Art of the Lie? The Bigger the Better – Lying as a political tool is hardly new. But a readiness, even enthusiasm, to be deceived has become a driving force in politics around the world, most recently in the United States.. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  15. Rutenberg, Jim; Becker, Jo; Lipton, Eric; Haberman, Maggie; Martin, Jonathan; Rosenberg, Matthew; Schmidt, Michael S. (February 1, 2021). "77 Days: Trump's Campaign to Subvert the Election". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. Trump'sکينډۍ:Nbs... effort to reverse his loss turned intoکينډۍ:Nbs... an extralegal campaign to subvert the election, rooted in a lie so convincing to some of his most devoted followers that it made the deadly Januaryکينډۍ:Nbs6 assault on the Capitol almost inevitableکينډۍ:Nbs... With each passing day the lie grew, finally managing to do what the political process and the courts would not: upend the peaceful transfer of power that for 224 years had been the bedrock of American democracy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  16. Multiple sources:
    (په January 6, 2021 باندې). Live updates: Hundreds storm Capitol barricades; two nearby buildings briefly evacuated; Trump falsely tells thousands he won.
    (په January 6, 2021 باندې). Trump Supporters Clash With Capitol Police At Protest. NPR.
  17. Video "How the Proud Boys led the assault – and who was in the pro-Trump mob", in: Zurcher, Anthony (February 13, 2021). "Trump impeachment trial: What verdict means for Trump, Biden and America". BBC news. د لاسرسي‌نېټه February 17, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Multiple sources:
    (په January 7, 2021 باندې). 'Let's have trial by combat': How Trump and allies egged on the violent scenes Wednesday. (په January 6, 2021 باندې). Trump Told Crowd 'You Will Never Take Back Our Country With Weakness'. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
    (په November 6, 2020 باندې). 'Reckless' and 'stupid': Trump Jr calls for 'total war' over election results. The Independent.
  19. Woodward, Calvin (January 13, 2021). "AP FACT CHECK: Trump's call to action distorted in debate". Associated Press. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Trump's 1/6/2021 Speech". January 6, 2021. مؤرشف من الأصل في January 15, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 13, 2021 – عبر rev.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Jacobo, Julia (January 7, 2021). "This is what Trump told supporters before many stormed Capitol Hill". ABC news. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2021. We have come to demand that Congress do the right thing and only count the electors who have been lawfully slated. Lawfully slated. I know that everyone here will soon be marching over to the Capitol building to peacefully and patriotically make your voices heard. Today, we will see whether Republicans stand strong for integrity of our elections. But whether or not they stand strong for our country, our country. Our country has been under siege for a long time. Far longer than this four year period. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Mendoza, Martha; Linderman, Juliet; Long, Colleen; Burke, Garance (March 5, 2021). "Officers maced, trampled: Docs expose depth of Jan. 6 chaos". Associated Press. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. . Among the Insurrectionists.
  24. (په January 16, 2021 باندې). 41 minutes of fear: A video timeline from inside the Capitol siege.
  25. (په January 6, 2021 باندې). Pro-Trump mob storms US Capitol as armed standoff takes place outside House chamber. CNN.
  26. Multiple sources:
    (په January 7, 2021 باندې). Capitol siege: Trump's words 'directly led' to violence, Patel says. BBC news.
    (په January 6, 2021 باندې). Incited by the President, Trump Supporters Violently Storm the Capitol.
  27. (په May 28, 2021 باندې). GOP blocks Capitol riot probe, displaying loyalty to Trump. Associated Press.
  28. Evon, Dan (January 9, 2021). "Was 'Hang Mike Pence' Chanted at Capitol Riot?". Snopes. د لاسرسي‌نېټه January 19, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Multiple sources: (په January 7, 2021 باندې). He looted Speaker Pelosi's office, and then bragged about it..کينډۍ:Cbignore (په January 7, 2021 باندې). Man who posed at Pelosi desk said in Facebook post that he is prepared for violent death. (په January 9, 2021 باندې). Capitol mob built gallows and chanted 'Hang Mike Pence'. (په January 11, 2021 باندې). US Capitol riot mob wanted to kill Mike Pence, run Pelosi over with a car. News.com.au.
  30. "Watch Live: Protesters Swarm US Capitol Steps as Congress Counts Electoral Votes". NBC4 Washington. January 6, 2021. مؤرشف من الأصل في January 6, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Macias, Amanda; Mangan, Dan (January 6, 2021). "U.S. Capitol secured hours after pro-Trump rioters invade Congress". CNBC. مؤرشف من الأصل في January 7, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. McEvoy, Jemima (January 6, 2021). "DC Protests Live Coverage: Entire Capitol Now On Lockdown As Protesters Enter The Building". Forbes. مؤرشف من الأصل في January 6, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Higgins, Tucker (January 6, 2021). "DC protests: FBI says 2 suspicious devices were rendered safe". CNBC Politics. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په January 6, 2021 باندې). Pipe Bomb Found and Destroyed at R.N.C.; D.N.C. Is Evacuated. The New York Times.
  35. (په January 6, 2021 باندې). Pence took lead as Trump initially resisted sending National Guard to Capitol. CNN.
  36. Zilbermints, Regina (January 6, 2021). "Trump tells rioters 'go home,' repeats claims that election 'fraudulent'". The Hill. مؤرشف من الأصل في January 6, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په January 6, 2021 باندې). Trump Justifies Supporters Storming Capitol: 'These Are The Things And Events That Happen'. Forbes.
  38. "Planning and Execution Timeline for the National Guard's Involvement in the January 6, 2021, Violent Attack at the U.S. Capitol" (PDF). United States Department of Defense. January 11, 2021. مؤرشف (PDF) من الأصل في January 11, 2021. د لاسرسي‌نېټه August 13, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په January 7, 2021 باندې). Isolated Trump reluctantly pledges 'orderly' transition after inciting mob. CNN.
  40. Fordham, Evie (January 7, 2021). "Trump promises 'orderly transition' on Jan. 20 after Electoral College results certified". Fox News. مؤرشف من الأصل في January 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په January 13, 2021 باندې). The House impeaches Trump for 'incitement of insurrection,' setting up a Senate trial. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  42. (په February 13, 2021 باندې). Senate Acquits Trump In Impeachment Trial — Again. NPR.
  43. . Pelosi announces independent 9/11-style commission on deadly Capitol riot. CNBC.
  44. (په June 30, 2021 باندې). House votes to create select committee to investigate January 6 insurrection. CNN.
  45. (په July 27, 2021 باندې). Here Are The 9 Lawmakers Investigating The Jan. 6 Capitol Attack. NPR.
  46. Multiple sources:
    (په December 11, 2020 باندې). Presidential Election Results. The New York Times.
    (په December 10, 2020 باندې). 2020 US Presidential Election Results: Live Map. ABC News.
    (په December 14, 2020 باندې). Biden's 306 Electoral College Votes Make His Victory Official. The New York Times.
  47. Multiple sources:
    (په November 20, 2020 باندې). Trump tries to leverage power of office to subvert Biden win. Associated Press.
    (په November 20, 2020 باندې). Trump Targets Michigan in His Ploy to Subvert the Election. The New York Times.
    (په December 5, 2020 باندې). Trump presses Georgia governor to help subvert election.
    (په December 8, 2020 باندې). Trump asks Pennsylvania House speaker for help overturning election results, personally intervening in a third state.
    (په November 20, 2020 باندې). The Growing Backlash Against Trump's Efforts To Subvert The Election : Consider This from NPR. NPR.
    (په December 7, 2020 باندې). House conservatives urge Trump not to concede and press for floor fight over election loss.
  48. (په November 4, 2021 باندې). As America Awaits a Winner, Trump Falsely Claims He Prevailed. The New York Times.
  49. Rutenberg, Jim; Becker, Jo; Lipton, Eric; Haberman, Maggie; Martin, Jonathan; Rosenberg, Matthew; Schmidt, Michael S. (February 1, 2021). "77 Days: Trump's Campaign to Subvert the Election". The New York Times. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ ډيسمبر ۲۰۲۱ باندې. Trump'sکينډۍ:Nbs... effort to reverse his loss turned intoکينډۍ:Nbs... an extralegal campaign to subvert the election, rooted in a lie so convincing to some of his most devoted followers that it made the deadly Januaryکينډۍ:Nbs6 assault on the Capitol almost inevitableکينډۍ:Nbs... With each passing day the lie grew, finally managing to do what the political process and the courts would not: upend the peaceful transfer of power that for 224 years had been the bedrock of American democracy. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  50. Finkelstein, Claire O.; Painter, Richard (December 22, 2020). "Invoking Martial Law to Reverse the 2020 Election Could be Criminal Sedition". Just Security. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په January 6, 2021 باندې). Pro-Trump supporters have flooded DC to protest president's election loss. CNN.
  52. Multiple sources:
  53. Multiple sources: (په January 16, 2021 باندې). Can The Forces Unleashed By Trump's Big Election Lie Be Undone?.
  54. Staff (په October 31, 2021 باندې). Before, During and After THE ATTACK - The Jan. 6 siege of the U.S. Capitol was neither a spontaneous act nor an isolated event..