د برک اوباما ولسمشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د برک اوباما خدمت د متحده ایالاتو د ۴۴م ولسمشر په توګه د ۲۰۰۹ ز کال د جنوري په شلمه نېټه د نوموړي د ولسمشرۍ د مراسمو له لومړۍ پرانیستې سره پیل او د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په شلمه ڼېټه پای ته ورسېد. اوباما چې د الینوز ایالت اوسېدونکی دی، د ۲۰۰۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې د جمهوري غوښتونکي نوماند جان مکین په وړاندې له پرېکنده بریا وروسته د ولسمشرۍ دنده پیل کړه. څلور کاله وروسته د ۲۰۱۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې جمهوري غوښتونکی نوماند میټ رامني ته ماتې ورکړه او د دویم ځل لپاره یې ټاکنې وګټلې. جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۱۶ ز کال ولسمشریزې ټاکنې یې وګټلې، د اوباما ځایناستی شو. اوباما لومړی افریقایي اصله امریکایي ولسمشر، لومړی ګډ نژاده ولسمشر، لومړی غیر سپین پوسته ولسمشر او لومړی ولسمشر و چې په هاوايي کې یې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.  

د اوباما د لومړۍ دورې کړنې نړیوال مالي ناورین پروړاندې غبرګون و، چې د پانګې اچولو د هڅونې یوه لویه بسته یې له ځانه سره درلوده، د بوش د ادارې د مالیاتو کمښت یې یوڅه و غځاوه، د روغتیا پاملرنې د اصلاحاتو قانون یې را منځ ته کړ، د مالي مقرراتو د اصلاحاتو لوی قانون یې را منځ ته کړ او په عراق کې یې د متحده ایالاتو پراخ پوځي شتون ته د پای ټکی کېښود. اوباما الینا کاګن او سونیا سوتومایر د سترې محکمې د قاضيانو په توګه وګومارل، چې سوتومایر په ستره محکمه کې لومړنۍ هسپانوي امریکایي قاضي شوه. دیموکراتانو تر هغه د کانګرس دواړه مجلسونه تر کنټرول لاندې درلودل، چې جمهوري غوښتونکو د ۲۰۱۰ ز کال په ټاکنو کې د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړ. اوباما او د کانګرس جمهوري غوښتونکي استازي له ټاکنو وروسته د حکومت د لګښتونو د کچې او د پور د سقف (تر ټولو لوړه کچه) په اړه په اوږدمهاله خنډ سره مخامخ شول. د ترهگرۍ په وړاندې د اوباما د ادارې سیاست، د بوش د بلواګرۍ ضد بڼه، د هوایي بریدونو پراخول او د ځانګړو ځواکونو پراخه کارول او د کوربه حکومتونو پر پوځونو ډېر تکیه وو. د اوباما ادارې هغه پوځي عملیات په لاره واچول چې د ۲۰۱۱ ز کال د می په دویمه نېټه د اسامه بن لادن د وژلو لامل شول.  

نوموړي په خپله دویمه دوره کې د اقلیم د بدلون پروړاندې ګامونه پورته کړل، د اقلیم لوی نړیوال تړون او د کاربن د خپرېدو د کمښت اجرائیوي فرمان یې لاسلیک کړ. هغه په خپله لومړۍ دوره کې د ارزانه روغتیایي پاملرنې قانون او نورو قوانینو د پلي کولو مشري هم وکړه او د ایران او کیوبا سره یې د جوړجاړي په اړه خبرې وکړې. د نوموړي د دوهمي دورې په اوږدو کې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر په پراخه کچه کم شو، که څه هم د اوباما د ولسمشرۍ په موده کې امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شول. د ۲۰۱۴ ز کال له ټاکنو وروسته جمهوري غوښتونکو د سنا کنټرول ترلاسه کړ او اوباما د کانګرس د جمهوري غوښتونکو سره د حکومتي لګښتونو، کډوالۍ، قضايي ګومارنو او نورو ستونزو په اړه لاس او ګریوان و.  

د ۲۰۰۸ ز کال ټاکنې[سمول]

په سنا کې د الینوز ایالت په استازیتوب د ۲۰۰۴ ز کال د ټاکنو له ګټلو وروسته، اوباما اعلان وکړ چې نوموړی به د ۲۰۰۷ ز کال په فبروري کې د ولسمشرۍ لپاره ډګر ته راځي. د ۲۰۰۸ ز کال د ډیموکراتانو په لومړیو ټاکنو کې اوباما د سناتورې او پخوانۍ لومړۍ مېرمنې هیلري کلنټن سره مخامخ شو. د ډیلاویر څخه سناتور جو بایډن او پخوانی سناتور جان اېدوارډز په ګډون څو نورو نوماندانو هم د سیالۍ ډګر ته را ودانګل، خو دا نوماندان د لومړیو ګوندي ټاکنو په پایله کې له سیالۍ ووتل. اوباما د جون په میاشت کې د وروستیو لومړیو ګوندي ټاکنو په ورځ، د استازو د اکثریت په ګټلو سره، د دواړو ژمنو استازو او سترو استازو په ګډون، خپله نوماندي پیاوړې کړه. اوباما او بایډن، چې اوباما د خپل مرستیال په توګه وټاکه، د ۲۰۰۸ ز کال د اګست په میاشت کې د ډیموکرات ملي کنوانسیون د دیموکرات ټکټ په توګه نوماند شول.  [۱][۲]

د جمهوري غوښتونکي د ولسمشر جورج ډبلیو بوش د مودې په پای ته رسېدو سره، جمهوري غوښتونکو د اریزونا سناتور جان مکین د ولسمشرۍ لپاره نوماند کړ. اوباما په ټول ټاکنو کې د ۵۲.۹ سلنه عمومي رایو او د ۵۳۸ ټاکنیزو رایو څخه د ۳۶۵ رایو په ترلاسه کولو سره مکین ته ماتې ورکړه. دیموکراتانو د کانګرس په ټاکنو کې د کانګرس په دواړو مجلسونو کې خپل اکثریت پیاوړ کړ او د استازو د مجلس رئیسه نانسي پلوسي او د سنا د اکثریت مشر هیري ریډ دواړه په خپلو چوکیو کې پاتې شول. جمهوري غوښتونکي جان بوینر او میچ مک کانیل په ترتیب سره د جرګې د اقلیت مشر او د سنا د اقلیت مشر په توګه خپلو دندو ته دوام ورکړ.

د لېږد دوره او پرانیسته[سمول]

که څه هم د اوباما له ټاکنو وروسته د ۲۰۰۸ ز کال په می میاشت کې د واک د لېږد د پلان د پیلولو لپاره کریس لو غوره کړی و، خو د ولسمشرۍ د لېږد دوره د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر په میاشت کې اوباما پیل شوه. جان پوډیستا، والیري جارټ او پیټ راوس د مرستیالانو په توګه د اوباما-بایډن د لېږد د کارونو مشري کوله. اوباما د واک د لېږد په موده کې د خپلې کابینې او ادارې لپاره نوماندان اعلان کړل. د کانګرس غړي رام ایمانویل د ۲۰۰۸ ز کال په نومبر کې د سپینې ماڼۍ د چارو د رئیس په توګه د خدمت لپاره د اوباما وړاندیز قبول کړ. د اوباما د پرانیستې مراسم د ۲۰۰۹ ز کال د جنورۍ پر شلمه نېټه ترسره شول او د جورج ډبلیو بوش ځای ناستی شو. نوموړي د غرمې په ۱۲:۰۰ بجو په رسمي ډول د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په ۱۲:۰۵ بجو یې د لوړې مراسم بشپړ کړل. له لوړې وروسته نوموړي سملاسي خپله پرانیستې وينا وړاندې کړه. د اوباما د لېږد ډله د بوش د ادارې د وتلو د لېږد د ډلې په پرتله، په ځانګړې توګه د ملي امنیت په برخه کې، خورا وړیالې وه او د بوش-اوباما د لیږد ځینې کړنې وروسته د قانون په بڼه را منځ ته شوې. [۳][۴][۵][۶]

سرچینې[سمول]

  1. (په June 3, 2008 باندې). Obama: I will be the Democratic nominee. CNN
  2. Pearson, Rick (په February 10, 2007 باندې). Obama: I'm running for president. Chicago Tribune.
  3. (په April 22, 2016 باندې). The Most Important Takeover of Any Organization in History. The Atlantic
  4. (په November 6, 2008 باندې). For Obama, No Time to Bask in Victory As He Starts to Build a Transition Team. The New York Times.
  5. United States Constitution. "20th Amendment to the United States Constitution". د لاسرسي‌نېټه January 21, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په January 20, 2009 باندې). Obama Signs First Presidential Proclamation. CNN