د جو بایډن ولسمشري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د متحده ایالاتو د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه د جو بایډن دوره د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په شلمه نېټه د نوموړي د لوړې په مراسمو پیل شوه. بایډن چې د ډیلاویر ایالت اوسېدونکی دیموکرات دی، له دې وړاندې یې د بارک اوباما په مشرۍ د مرستیال ولسمشر په توګه خدمت کړی و او د جمهوري غوښتونکي ولسمشر ډونالډ ترمپ په وړاندې یې د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له بریا وروسته دا چوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي د کمالا هریس تر څنګ چې لومړۍ ښځینه مرستیاله ولسمشره، لومړۍ افریقايي الاصله امریکايي او لومړۍ اسیایي امریکايي مېرمن ده، خپله دوره پرانیسته. بایډن د کووېډ-۱۹ وبا، اقتصادي ناورین او سیاسي قطبي کېدو په ترڅ کې خدمت پیل کړ.  [۱][۲][۳][۴]

بایډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ هڅه وکړه چې د پاریس په هوکړه کې بیا د متحده ایالاتو د ګډون لپاره د ولسمشر ترامپ د انرژۍ سیاست بېرته بدل کړي او د کیسټون ایکس ایل پایپ لاین جواز یې لغوه کړي. نوموړي د ترامپ د سرحدی دېوال لپاره چې د مکسیکو په پوله د دېوال پراختیا وه، تمویل بند کړ. په دویمه ورځ، نوموړي د کووېد-۱۹ د اغېزو د کمښت لپاره، د ۱۹۵۰ ز کال د دفاعي تولید قانون د بېرته فعالېدو په ګډون، یو لړ اجرائیوي فرمانونه صادر کړل او په متحده ایالاتو کې یې د لومړیو ۱۰۰ ورځو په اوږدو کې د کووېد-۱۹ د سل میلیونو واکسینونو د تولید هدف وټاکه.  [۵][۶]

بایډن له افغانستان نه د متحده ایالاتو د پوځي ځواکونو د وتلو څارنه وکړه چې شل کلنه جګړه یې پای ته ورسوله او د ملت جوړوونې هڅو ته یې د پای ټکی کېښود او د متحده ایالاتو بهرنی سیاست یې له چین سره او یو څه له روسیې سره په ستراتیژیکو سیالیو را ټول کړ. نوموړي د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په ۱۱ مه نېټه، د ۲۰۲۱ ز کال د امریکا د ژغورنې د پلان قانون تر نامه لاندې په ​​قانون کې خپله لومړی لویه لایحه لاسلیک کړه چې د ۱.۹ ټریلیون ډالرو په ارزښت د پانګونې د هڅونې لایحه ده. نوموړي په لنډمهاله توګه د بېکارۍ پراخه بیمه په لاره واچوله او د کووېد-۱۹ له امله د پرله پسې اقتصادي فشار په غبرګون کې یې زیاتره امریکایانو ته د ۱۴۰۰ ډالرو د هڅونې چکونه ولېږل. بایډن د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۱۵ مه نېټه د ۱.۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت د زیربنایې پانګوونې او د دندو قانون لاسلیک کړ چې په متحده ایالاتو کې د سړکونو، پلونو، عامه ترانزیت، بندرونو، د اوبو رسولو د پایپونو د بدلولو، د لوړې فریکوینسي انټرنیټ ته د لاسرسي پراخول او د بریښنایی موټرو د چارج په ملي شبکه کې د پانګونې لس کلن پلان دی. د  دې لایحې په اړه په سنا کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر څنګ د بایډن له خوا هلې ځلې وشوې او د ښاروالانو، والیانو او کانګرس ترمنځ دوه ګونده ملاتړ لري. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنې[سمول]

بایډن د ۲۰۱۹ ز کال د اپریل په میاشت کې خپله نوماندي اعلان کړه، چې له دې وړاندې یې په ۱۹۸۸ز او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د دیموکرات ګوند په استازیتوب د نوماندۍ غوښتنه کړې وه، خو دواړه ځله ناکام شو.[۱۳]

د نومبر د میاشتې په ۷ مه نېټه له ټاکنو څلور ورځې وروسته، ښکاره شوه چې بایډن برحال ولسمشر ډونالډ ترمپ ته ماتې ورکړې ده او له ۵۳۸ ټاکنیزو رایو څخه یې د ۳۰۶ رایو په ترلاسه کولو او د ترمپ د ۷۴۲۱۶۱۵۴ پر وړاندې د ۸۱۲۶۸۹۲۴ عمومي رایو په ترلاسه کولو سره د متحده ایالاتو ټاکل شوی ولسمشر شو. د ترمپ د کمپاین ډلې د پایلو پر وړاندې لږ تر لږه ۶۳ شکایتونه، په ځانګړې توګه د پنسلوانیا، اریزونا، جورجیا، ویسکانسن، نیوادا او میشیګان د برخلیک ټاکونکو ډګرونو د رایو په اړه ثبت کړل او د پراخو رایه ورکوونکو د درغلیو بې ثبوته تورونه یې راپورته کړل چې وروسته د محکمو له لوري رد شول. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د واک د لېږد دوره، پرانیسته او لومړۍ ۱۰۰ ورځې[سمول]

که څه هم په عمومي بڼه بایډن د ګټونکي په توګه وپېژندل شو، خو په پیل کې د عمومي خدماتو د ادارې مشر ایملي ډبلیو مورفي ټاکل شوي ولسمشر ته د واک د لېږد له پیلولو ډډه وکړه، چې د هغه ټیم ته یې د پیسو او د دفتر برابرول رد کړل. وروسته له هغه چې د نومبر په ۲۳ مه نېټه، میشیګان ایالت خپلې پایلې تصدیق کړې، مورفي د تصدیق لیک خپور کړ او د منظم لېږد لپاره یې فدرالي بودیجې او سرچینو ته د بایډن د لېږد ټیم ته د لاسرسي اجازه ورکړه.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۲۲][۲۳][۲۴]

کله چې بایډن د ۲۰۲۰ ز کال د ټاکنو احتمالي ګټونکي اعلان شو، دوه ورځې وروسته نوموړي د لېږد پرمهال د کووېد-۱۹ وبا په اړه د مشورې کاري ډله رامنځ ته کړه، چې په ګډه سره د پخواني سر-جراح ویویک مورتي، د خوړو او درمل د ادارې د پخوانی کمیشنر ډېوېډ اې کیسلر او د یېل پوهنتون څخه د مارسیلا نونیز-سمیت تر مشرۍ لاندې وه. [۲۵]

دیموکرات ګوند د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۵مه نېټه، په نهایي ټاکنو کې په جورجیا کې د جان اوسوف د شپږ کلنې دورې لپاره د دویم ځل د بریا او په ځانګړو ټاکنو کې د رافایل وارناک د دوه کلنې دورې لپاره د بریا په پایله کې د متحده ایالاتو د سنا کنټرول ترلاسه کړ، چې د جنوري له ۲۰ مې نېټې څخه پیل شو. ټاکل شوي ولسمشر بایډن د جنوري په ۵ مه نېټه د فاینل ټاکنو څخه مخکې د دویم پړاو په  ټاکنو کې د دواړو نوماندانو ملاتړ او کمپاین کاوه.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ترمپ د زرګونو پلویانو یوه ډله د جنوري په شپږمه، په قهرجنه بڼه د بایډن د ټاکلو د لغوې په هوډ پلازمېنې ته ننوتله او د ټاکنیز کالج د رایو د بیا شمېرنې پر مهال یې کانګرس اړ کړ چې له سیمې ووځي. د پرانستې د مراسمو لپاره له ۲۶۰۰۰  زیات د ملي ګارډ سرتېري پلازمېنې ته ولېږل شول، چې په زرګونو یې ان تر پسرلي پورې پاتې شول.[۳۰][۳۱]

بایډن د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په شلمه نېټه د امریکا د قاضي القضات جان رابرټس له لوري د امریکا د شپږڅلوېښتم ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دا مراسم یې د خپلې دورې له قانوني پیل څخه یوولس دقیقې مخکې د سهار په ۱۱:۴۹ بجو بشپړ کړل. [۳۲][۳۳]

د پرانیستې وینا[سمول]

بایډن د پرانستې په خپله وینا کې د ملت په یووالي، چې د کووېد-۱۹ وبا، اقتصادي شخړو، د اقلیم بدلون، سیاسي قطبي کېدو او نژادي بې عدالتۍ د بېلابېلو اړخونو له خوا اغېزمن شوی و، خپل لیدلوری وړاندې کړ. بایډن د تنوع د پراخه منلو له لارې د سیاسي، ډیموګرافیک او ایډیالوژیکي امریکایي دود د "نا متمدنه جګړې" د پای غوښتنه وکړه. نوموړي د امریکا کورنۍ جګړه، ستر ناورین، نړیوالې جګړې او د سپټمبر د یوولسمې بریدونه د امریکا په تاریخ کې د تاریخي پېښو په توګه یادې کړې چې په کې د وګړو "غوره فرښتې" برلاسې شوې، او ویې ویل چې: د یووالی، یعنې د حل لارې لپاره باید یو ځل بیا دعا وشي، ترڅو د "پېښېدونکو" ناورینونو پروړاندې را پورته شو؛ هغه وویل چې دا یووالی، په هغو "ګډو شیانو" کې شته چې امریکا تعریفوي: "فرصت، آزادۍ، عزت، درناوی، ویاړ، او ... حقیقت" نوموړي په څرګنده توګه د سپین پوستو په لوړوالي او بومي پلوۍ نیوکه وکړه او دا یې د امریکایی ژوند یو "تریخ حقیقت" وګاڼه او نوموړي ژمنه وکړه چې: د متحده ایالاتو د خپلواکۍ په اعلامیه کې د ټاکل شوو "امریکایي غوره موخو" پر وړاندې سیورو ته به ماتې ورکړي ،چې ټول امریکایان برابر دي. بایډن ژمنه وکړه چې متحده ایالات به "یو ځل بیا له نړۍ سره په اړیکه کې شي"، "اتحاد به و رغوي" او د "سولې او امنیت لپاره د باور وړ ملګري" په توګه به عمل وکړي. بایډن د خپلې وینا پای ته نږدې د هغو کسانو لپاره چې د کووېد-۱۹ په وبا کې مړه شوي دي، د یوې شېبې لپاره چوپ پاتې شو.بایډن د جین شییر د "متحده ایالاتو د سرود" کمپوز ته یې اشاره وکړه، له امریکایانو یې وغوښتل چې د "تاریخ د غوښتنې" په ځواب کې خپل میراث په نظر کې ونیستي، ترڅو "ډیموکراسي، هیله، حقیقت او عدالت"، خوندي کړي " آزادۍ وساتي" او متحده ایالات "د نړۍ بېلګه" کړي او ټینګار یې وکړ چې د دوی راتلونکی نسل به د دوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کړي. [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

اداره[سمول]

بایډن د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر په ۱۱ مه نېټه رون کلین د سپینې ماڼۍ د دفتر د رئیس په توګه وټاکه، چې له دې وړاندې یې د مرستیال ولسمشر د دفتر د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. بایډن د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو مرستیاله او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده جین ساکي د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتي سکرترې په توګه غوره کړه. ساکي د سپینې ماڼۍ د خبریالانو لپاره ورځني خبري لنډیزونه او ویناوې وړاندې کولې. بایډن د خپلو مخکینو ولسمشرانو بر عکس (له ۱۹۲۹ کال د هربرټ هوور څخه وروسته) چې ټولو یې د ۳۳ ورځو دندو وروسته خپل لومړني ځانګړي مطبوعاتي کنفرانسونه ترسره کول، د ۲۰۲۱ ز کال د مارچ په ۲۵ مه نېټه له ۶۴ ورځو دندې وروسته،خپل لومړی ځانګړی مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

بایډن د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۷ نېټه اعلان وکړ چې مایک ډونیلون یې د ستر سلاکار او سټیو ریچیتي د سلاکار په توګه ټاکلی دي جین اومالي ډیلن، چې د بایډن په لسمشریز بریالي کمپاین کې یې د کمپاین د مدیر په توګه دنده ترسره کوله، د دفتر د رئیس د مرستیالې په توګه وټاکه. [۴۵][۴۶]

کابینه[سمول]

بایډن انتوني بلینکن د بهرنیو چارو د وزیر، لینډا توماس-ګرینفیلډ په ملګرو ملتونو کې د سفیرې او جیک سلیوان د ملي امنیت سلاکار په توګه وټاکل. [۴۷][۴۸]

بایډن د ۲۰۲۰ ز کال د نومبر په ۲۳ مه نېټه څرګنده کړه چې الجاندرو میورکاس به د کورني امنیت د وزیر په توګه او ایوریل هینس به د ملي استخباراتو رئیس په توګه د نوموړي له خوا و ټاکل شي. بایډن د ډسمبر او جنوري میاشتو په اوږدو کې، د بوستون اوسنی ښاروال مارتي والش، د کار وزیر په توګه و ټاکه او د کابینې د غړو ټاکلو ته یې یې دوام ورکړ. [۴۹][۵۰][۵۱]

بایډن د خپلې کابینې جوړښت ته بدلون ورکړ، چې د اقتصادي سلاکارانو د شورا ریاست، د ساینس او ​​ټیکنالوژۍ پالیسي د ادارې د ریاست او په ملګرو ملتونو کې د سفیر چوکۍ یې د کابینې په کچه چوکیو ته لوړې کړې. بایډن د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر له خپلې رسمي کابینې څخه لرې کړ. [۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]

بایډن چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سپینې ماڼۍ سلګونو چارواکو ته د لوړې مراسم وړاندې کول، په سیاست کې د پراخ مدنیت غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه: "که تاسو هر وخت له ما سره کار کوئ او زه پوه شم چې تاسو له خپل همکار سره ناوړه چلند کوئ، له کوم سره په کبر خبرې وکړئ ، ژمنه کوم چې زه به تا سمدلاسه له دندې وشړم که څه هم ... مګر نه اورم." [۵۶]

سرچینې[سمول]

  1. (په November 7, 2020 باندې). Biden Wins Presidency, Ending Four Tumultuous Years Under Trump. The New York Times.
  2. "When is inauguration day 2021?: Here's when president-elect Joe Biden will take office". Penn Live. November 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په January 20, 2021 باندې). Kamala Harris becomes first female, first black and first Asian-American VP. BBC News.
  4. (په January 20, 2021 باندې). Fact Check: What President Biden Inherits.
  5. (په January 20, 2021 باندې). Biden's first act: Orders on pandemic, climate, immigration. Associated Press
  6. (په January 22, 2021 باندې). Biden unveils Covid-19 plan based on 'science not politics' as he signs new initiatives. CNN.
  7. Michael D. Shear and Jim Tankersley (په October 7, 2021 باندې). Biden Defends Afghan Pullout and Declares an End to Nation-Building.کينډۍ:Cbignore
  8. (په January 29, 2021 باندې). White House shifts from Middle East quagmires to a showdown with China. Politico.
  9. (په November 3, 2021 باندې). At global summits, Biden seeks to leverage China's absence. NBC News
  10. (په March 12, 2021 باندې). Biden signs $1.9 trillion American Rescue Plan into law.
  11. (په November 16, 2021 باندې). Biden signs $1 trillion infrastructure bill into law. Reuters.
  12. (په November 15, 2021 باندې). Biden signs the $1 trillion bipartisan infrastructure bill into law.
  13. (په July 16, 2020 باندې). One Year From Election, Trump Trails Biden but Leads Warren in Battlegrounds. The New York Times.
  14. "Biden wins White House, vowing new direction for divided US". Associated Press. November 7, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 7, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ (په November 10, 2020 باندې). Biden Transition Team Calls on Federal Agency to Declare Winner. Bloomberg.
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ (په November 9, 2020 باندې). Biden campaign pushes GSA chief to approve transition. The Hill.
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ (په November 16, 2020 باندې). THE TRUMP APPOINTEE BLOCKING BIDEN'S TRANSITION IS REPORTEDLY TRYING TO LINE UP A NEW JOB FOR 2021.
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ (په November 9, 2020 باندې). In Unprecedented Move, Key Federal Agency Hesitates On Declaring Biden Winner. WBUR-FM
  19. Sherman, Amy; Valverde, Miriam (8 January 2021). "PolitiFact - Joe Biden is right that more than 60 of Trump's election lawsuits lacked merit". PolitiFact (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په November 9, 2020 باندې). Trump's Legal Blitz Isn't Contesting Enough Votes to Win. Bloomberg.com.
  21. (په November 13, 2020 باندې). US election 2020: What legal challenges is Trump planning?. BBC News.
  22. . A little-known Trump appointee is in charge of handing transition resources to Biden – and she isn't budging.
  23. . Alarm grows over Trump administration acting 'more akin to a dictatorship' as he denies election defeat. CNN
  24. (په November 23, 2020 باندې). GSA ascertains Joe Biden is 'apparent winner' of election, clears way for the transition from Trump administration to formally begin. The Baltimore Sun.
  25. Sarah Mucha and Eric Bradner. "Biden transition team announces coronavirus advisers, including whistleblower Rick Bright". CNN. د لاسرسي‌نېټه November 12, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په January 6, 2021 باندې). Democrats Win U.S. Senate as Ossoff Tops Perdue in Georgia Sweep. Bloomberg L.P.
  27. (په January 6, 2021 باندې). Democrats Take Control Of Senate With Twin Georgia Victories. National Public Radio
  28. (په January 4, 2021 باندې). 'The Power Is Literally In Your Hands': Biden Urges Georgians To Vote Tuesday. National Public Radio
  29. Sullivan, Kate. "Biden appears in campaign ad for Georgia's Jon Ossoff and Raphael Warnock". CNN Politics. Cable News Network. د لاسرسي‌نېټه April 6, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په January 6, 2021 باندې). Trump supporters storm U.S. Capitol, with one woman killed and tear gas fired.
  31. (په March 9, 2021 باندې). Defense secretary extends National Guard presence in D.C.. NBC News.
  32. . Biden Inaugurated as the 46th President Amid a Cascade of Crises. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  33. . Biden became president at noon despite taking oath early, constitutional experts say.
  34. (په December 15, 2020 باندې). Biden to take oath outside Capitol amid virus restrictions.
  35. (په January 20, 2021 باندې). Inauguration Live Updates: President Biden Arrives at the White House. The New York Times.
  36. (په January 20, 2021 باندې). President Biden's Full Inauguration Speech, Annotated. The New York Times.
  37. (په January 20, 2021 باندې). 'This Is America's Day': Biden's Inaugural Address, Annotated.
  38. Lemire, Jonathan; Miller, Zeke; Jaffe, Alexandria (January 20, 2021). "Biden takes the helm as president: 'Democracy has prevailed'". Associated Press. مؤرشف من الأصل في January 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 20, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Korecki, Natasha (January 20, 2021). "Biden pledges, once more, to lead America away from dystopia". Politico. مؤرشف من الأصل في January 21, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Yoo, Noah (January 20, 2021). "President Biden Quotes From "American Anthem," His "Favorite Song," in Inaugural Address". Pitchfork. مؤرشف من الأصل في January 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. (په November 12, 2020 باندې). Biden Names Ron Klain as White House Chief of Staff. The New York Times.
  42. (په March 25, 2021 باندې). What Joe Biden said in his first presidential press conference.
  43. Wooley, John; Peters, Gerhard. "The American Presidency Project". The American Presidency Project. UC Santa Barbara. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په March 3, 2021 باندې). White House reporters clamor for press conference as Biden waits longer than predecessors. CNN Business. CNN
  45. (په November 17, 2020 باندې). Biden builds White House team and tries to show dangers of Trump's intransigence.
  46. (په November 17, 2020 باندې). Jennifer O'Malley Dillon, Biden's Campaign Manager, Will Tackle Another Difficult Job. The New York Times.
  47. (په November 22, 2020 باندې). Biden Chooses Antony Blinken, Defender of Global Alliances, as Secretary of State. The New York Times.
  48. (په November 22, 2020 باندې). Biden to nominate Antony Blinken as secretary of state, Linda Thomas-Greenfield as U.N. ambassador.
  49. (په November 23, 2020 باندې). Biden Will Nominate First Woman to Lead Intelligence, First Latino to Run Homeland Security. The New York Times.
  50. (په January 19, 2021 باندې). All of President-elect Joe Biden's Cabinet Nominees. New York.
  51. (په March 22, 2021 باندې). President Joe Biden's top-level appointees and Cabinet picks.
  52. (په January 16, 2021 باندې). Biden to Elevate Science Adviser to His Cabinet. The New York Times.
  53. (په November 20, 2020 باندې). Will Biden tap a U.N. ambassador to "reclaim America's leading position"?. CBS News.
  54. (په December 1, 2020 باندې). Biden elevates Economic Advisers chair to Cabinet. The Hill.
  55. (په January 11, 2021 باندې). Biden chooses veteran diplomat Burns as CIA director. Associated Press.
  56. (په January 21, 2021 باندې). Biden tells staff he will 'fire them on the spot' if they show disrespect to colleagues. The Independent.