څرخ ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د څرخ ولسوالی نه مخ گرځېدلی)
هيواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۴۷′۴۸″شمال ۶۸°۵۶′۲۸″ختیځ / 33.7967°شمال 68.9411°ختيځ / 33.7967; 68.9411  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه لوګر ولايت  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 2042 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053257[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پښتانه ېې څرخ او دری ژبي ېې چرخ بولي. داسیمه دلوگر په سویل کې دیوې پرتې ولسوالۍ نوم دی.له څرخ څخه کابل،غزني،ارگون، او گردیز ته لارې غزیدلي دي.داهغه زړه لار ده،چې دغزنویانوپه دوره کې به سلطان محمود سبکتگین دده پلار او تر ده وروسته سلطان تر اباسین پورې خواته چې تله،نوپردغه لار باندې به تله.پخوادغه لار د لویو قافلو او لښکر کښیو لار وه.(۸)څرخ دغزني له شمال څخه شاوخوا ۵۰کیلومتره واټن لري. دڅرخ دکلیمې لرغونتیا دافغانستان دعلومو اکادمۍ داریانا دایرتامعارف په لومړي ټوگ کې داسې ویل شوي چې نني چرخ ته په اوستا کې چخره caxra ویله .

دڅرخ دکلیمې ذکر دابن بطوطه په سفر نامه کې شوې ده، چې هغه ته رحله ابن بطوطه وايي. ابن بطوطه په خپله افغانستان ته سفر کړی دی.تر دې سفره شل کاله وروسته ېې داسفر نامه کښلې ده،چې دهغې دتالیف کال ۷۶۵هجري کال دی.نوپر دې بنسټ دڅرخ دکلیمې ذکرپرکال ۷۶۵ هجري سپوږمیزکې راغلی دی.

دافغانستان پیاوړی لیکوال مولانا یعقوب چرخي په اثارو کې هم دڅرخ ذکر راغلی دی،ځکه نوموړی ځان ته مولینا یعقوب بن عثمان غزنوی سرزي چرخي وایي.له دې څخه داسې مالومیږي، چې څرخ یو مهال د اداري ویش له مخې په غزني پورې اړوندو.(۹)سرازه دمولانا یعقوب چرخي خپل اصلي کلی دی، چې اوس یې تختک بولي .درشاد صیب په وینا: ځیني کتابونو کې سرازه شېرازه یا شیراز لوستل شوی دی،خو دا تیروتنه ده.سراز په څرخ کې پخوا دیوه کلي نوم و،چې دامهال دتختک په نامه یادیږي.دمولانا یعقوب چرخي قبر دتاجکستان د دوشنبې ښار په ختیځ کلخوز سیمه کې دی.ویل کیږي چې تر ده وروسته دده اولاده هم په دغه سیمه استوگن شول.همداراز دمولانا یعقوب چرخي نظرځای په څرخ ولسوالۍ کې شته ده،چې دمولاناصاحب زیارت په نامه مشهور دی او خلک ورته دم او دعا لپاره ځي راځي.دمولانا صیب دزوکړې اوشخصیت په اړه دهیوادستر عالم علامه عبدالشکور رشاد داسې څرکندونې کړي:دمولانا دمرگ په باب څه اختلاف موجود دی، زه چې ورغلی یم او دده قبر مې په دوشنبې کې لیدلی دی.نو هلته اته سوه پنځوس دده د مرگ تاریخ لیکلی دی او دځینو فرهنگونو او یا فرضآ دځینو فهرستونو په ذیل کې چې دده ذکر راغلی دی، هلته دوه نظره دي: یودادی،چې اته سوه اته دیرش دی او بل اته سوه پنځوس دی. دتاشکند دقلمي کتابونو په فهرست کې دده د وفات کال اته سوه پنځوس ظبط دی، مگر دریو په کتلاک کې بیا اته سوه دیرس ظبط دی.دا سړی د افغانستان ډیر لوی او ډیر ښه کتابونه ېې لیکلي دي، چې په هغو کې ډیر مشهور ېې تفسیر مولانا یعقوب چرخي دی.(۱۰)

په څرخ کې د هیواد په کچه سترې او وتلې څټې تیرې شوي دي.لکه دامیر عبدالرحمان خان په وخت کې سپهسالار غلام حیدر خان چرخي ددغې سیمې څخه و.غلام حیدرخان چرخي هغه څوک و،چې کافرستان ېې نورستان کړ او هغه خلک ېې مسلمانان کړل . دکابل څرخي پل هم دده په نامه یادیږي او دده په ویاړ جوړشوی دی.دغلام حیدر خان زوی نایب سالار غلام نبي خان چرخي هم ډیر توریالی او میړنی سړی و.چې دعلیحضرت نادرشاه په وخت کې ووژل شو.(۱۱) همدا ډول د څرخ په اوسني بازار کې یو مشهور زیارت شته ، چې دشاه محی الدین چرخي د زیارت په نامه یادیږي. په دغه زیارت کې دحضرت عثمان(رض) مهراب او منبر اوس هم شته،چې په لرگیو کې نقاشي شوي دي.همداراز په دغه زیارت کې دلرگیو ځیني نقاشي شوي تختې شته دي، چې ورباندې په کوفي ژبه دحضرت عثمان(رض) دوخت د ځینو جهادي شخصیتونو پیژندنه کښل شوې ده.پردې سربیره ځینو تختو کې دقول هوالله احد، الحمدالله او ایت الکرسي صورتونه په کوفی ژبه ژباړل شوي دي.(۱۲) همدا ډول څرخ دهیواد دپیاوړي پښتو ژبي او دري ژبي شاعر ارواښاد بهایی جان استوگن ځای هم اسیدلی دی.

دپایلې په توگه ویلی شو،چې څرخ دلوگر یو له لرغونو او تاریخي سیمو څخه ده او په ټولیزه توگه زمونږ په تاریخ کې دپوهې او کولتوري ارزښتونو په ډگر کې لوړمقام لري،چې ورکې ښې پیاوړې نظامي، علمي او میړنۍ کورنۍ وخت پروخت راپنځیدلي دي.



  1. پیوستون : 7053257  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported