Jump to content

برکي برک ولسوالۍ

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د برکي برک ولسوالۍ انځور
د برکي برک ولسوالۍ انځور
د برکي برک ولسوالۍ انځور

برکي برک ولسوالۍ
برکي برک ولسوالۍ

هيواد افغانستان [۱]  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۳°۵۵′۴۸″شمال ۶۸°۵۳′۰۷″ختیځ / 33.93°شمال 68.885277777778°ختيځ / 33.93; 68.885277777778 [۱]  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه لوګر ولايت [۱]  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 1969 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
اوقات يو ټي سي ۴:۳۰+   د (P421) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جیو کوډ 7053256  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

برکي برک ولسوالۍ د افغانستان د لوگر ولایت یوه ولسوالی ده چې د همدغه ولایت په لویدیځ کې پرته ده. نوموړې ولسوالۍ په لویدیځ او شمال لویدیځ لوري کې دوردگ ولایت او دد پل علم له ښاره سره ، په شمال او ختیځ کې له د خروار او په سویل کې د څرخ سره گډه پوله لري. د ۲۰۰۶ کال د یوې سرشمیرنې له مخې ددې ولسوالی د وگړو شمیر 101,000 تنو ته رسیده او د دې ولسوالې مرکز هم د برکي برک ښارگوټی دی.

برکي اوبدلو ته وايي او په هزاره جاتو کې یو ډول اوبدل شوي شال ته هم وايي،چې په لاسونو اوبدل شوی وي . برکي برک دلوگر یوه ولسوالۍ ده،چې دسجاوند تاریخي سیمه هم په کې پرته ده.ددې سیمې دنوم ایښودلو تاریخ داسې دی،چې په دغه سیمه کې دولس اورمړي کورنۍ میشته شوې او دغو کورنیوددې سیمې له اصلي اوسیدونکو سره خپلوي پیل کړه او په خپلو کې ېې سره وادونه وکړل.په دې مانا چې دغه دولس اورمړي کورنۍ دلته واوبدلې شوې.ځکه نو دغې سیمې ته دبرکي برک نوم نسبت ورکړل شو.اورمړیان په لوگر اوپیښور کې استوگن دي.په پیښور کې اورمړوسټاپ په نامه اوس هم یوځای شته ده .(۲۱) برکی دبرگیستان له بڼې څخه رغیدلې ده چې داورمړ دقوم دویم نوم دی په افغانستان کې اته سیمې دبرکي په نامه هم شته دي چې ټولې یې داورمړي قوم زیږندځایونه دي دبیلگې په توگه په سرپل کې برکي په فاریاب کې برکي په پنجشیر کې برک برگیستان په غزني کې په لوگر کې برکی راجان او برکی برک د کابل په دهبوري او شهرآرا کې برکی په نامه ځایونه په کاڼي گروم کې برگیستان یوه سیمه ده. دغه قوم داریایي ژبو له ډلې څخه ځانته بیله ژبه درلوده،چې اورمړي ژبه بلل کیده.خو دامهال داژبه ژوندۍ نه ده،مړه شوې ده.او ځای ېې پښتو ژبې نیولی.

برکي برک هغه لرغوني سیمه ده،چې هلته ابومسلم خراساني خښ دی.( ۲۵-۳۵ه) دنوموړي زیارت په همدې سیمه کې ده.(۲۲)دابومسلم خراسانی زیارت دبرکي برک دپل جوگي په سیمه کې دی،چې ورکې دابو مسلم خراساني ژوند او پیژندنه په ډبره کې کښل شوی دی. په اټکل گمان سره داسې ویل کیږي،چې ابو مسلم خراساني له لوگر څخه و.خو په دې اړه علمي څیړنې نه دي تر سره شوي.



  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ځايي مالوماتو پېژند: https://geonames.nga.mil/gn-ags/rest/services/RESEARCH/GIS_OUTPUT/MapServer/0/query?outFields=*&where=ufi+%3D+10537174 — د خپرولو نیټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸