د پرتګال اقتصاد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نړيوالې اقتصادي ټولنې د ۲۰۱۹ز کال په نړيوال مسابقتي راپور کې د پرتګال اقتصاد ته څلوردېرشمه درجه ورکړل شوې. د دې هېواد نړيوالې سوداګرۍ ډېره برخه د اروپايي اتحاديې په داخل کې تر سره شوې، په ۲۰۱۵ز کال کې د اروپايي اتحاديې هېوادونو د پرتګال ۷۲.۸٪ صادرات تر لاسه کړي چې دا د پرتګال د وارداتو ۷۶.۵٪ برخه وه. NAFTA  (۶.۳٪ صادرات او ۲٪ واردات)، PALOP  (۵.۷٪ صادرات او ۲.۵٪ واردات)، مغرب (۳.۷٪ صادرات او ۱.۳٪ واردات او Mercosul  (۱.۴٪ صادرات او ۲.۵٪ واردات) نورې هغه سيمه ييزې ډلې دي چې د پرتګال مهم سوداګريز شريکان بلل کېږي. د پرتګال دودپیسه يورو (€) ده او دا هېواد له جوړېدو راهيسې د يوروزون برخه دی. « Banco de Portugal» د پرتګال مرکزي بانک دی، کوم چې د اروپايي نظام د مرکزي بانک برخه ده، د ونډو ستر بازار يې « Euronext Lisbon» دی، کوم چې د ونډو د لومړي بازار « NYSE Euronext» پورې اړه لري.[۱][۲][۳]

پرتګال يو ثابت او د ۲۰۱۴ز کال د درېیمې ربعې راهيسې د پراخېدو په حال کې دی، د ۲۰۱۵ز کال په دويمه ربعه کې د دې هېواد د کلنۍ جي ډي پي وده ۱.۵٪ ثبت شوې ده. د اقتصاد د ودې تر څنګ په بې روزګارۍ کې په پرله پسې ډول کمښت راغلی (د ۲۰۱۴ز کال سره په پرتله چې د دې کال په پای کې دا کچه ۱۳.۹٪ ثبته شوې وه، د ۲۰۱۹ز کال په لومړۍ ربعه کې دا کچه ۶.۳٪ ثبت شوې). د دولتي بوديجې کسر هم په ۲۰۱۰ز کال کې د جي ډي پي له ۱۱.۲٪ څخه کم او په ۲۰۱۸ز کال کې ۰.۵٪ ته ورسېد. دا اندازې په پرتګالي اقتصاد کې د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کلونو د مالي بحران د اغېزو له امله منځ ته راغليو منفي بهيرونو د بدلون ښودنه کوي، کوم بحران چې د پرتګال اقتصاد د درې پرله پسې کلونو (۲۰۱۱،۲۰۱۲ او ۲۰۱۳) لپاره کم کړ، د دې تر څنګ بل لامل يې د بې روزګارۍ لوړه کچه وه (کوم چې د ۲۰۱۳ز کال په لومړيو کې د ۱۷.۷٪ کچې ته ورسېده). دا بحران د پراخه کورنيو ستونزو لامل وګرځېد، کوم چې په ځانګړي ډول د ولسي زيان او تر څنګ يې په اقتصاد کې د پورونو لوړې کچې پورې اړه لري. د يونان او ايرلينډ جمهوريت د ورته پرېکړو څخه وروسته، د ۲۰۱۱ز کال د اپريل په مياشت کې د پرتګال له خوا له اروپايي اتحاديې څخه د اته اويا ميليارده مالي مرستې تر لاسه کولو له تاييد وروسته دا ستونزې پای ته ورسېدې. هغه حکومت چې د ۲۰۱۱ز کال د جون په مياشت کې په کار پيل وکړ، اړ و چې د اقتصاد په خوځښت راوستلو د هڅو په لړ کې سخت انتخابونه وکړي، همدا راز اړ و دولتي کسر د اروپايي اتحاديې د منځنۍ کچې په شا اوخوا کې پر ځای وساتي.[۴][۵][۶]

پرتګال په ټوله نړۍ کې د يو شمېر مشهورو او پېژندل شويو شرکتونو مرکز دی، لکه « The Navigator Company»، کوم شرکت چې د کاغذ په نړيوال بازار کې يو ستر غړی دی؛ « Sonae Indústria»، کوم شرکت چې په نړۍ کې د لرګي د تختو ستر توليدونکی دی، « Corticeira Amorim»، کوم شرکت چې «کارک» (د بوتلونو لرګين سرپوښ) په توليد کې د نړۍ مخکښ دی، « Conservas Ramirez»، کوم شرکت چې د قطۍ شويو خوراکونو تر ټولو پخوانی توليدونکی دی، « mpor»، د نړۍ د سيمنټ تولیدونکو لسم ستر توليدونکی شرکت، « EDP Renováveis»، په نړۍ کې د بادي انرژۍ درېيم ستر توليدونکی شرکت، « Jerónimo Martins»، په پرتګال، پولنډ او کولمبيا کې د مصرفونکو د توليداتو جوړونکی او د پرچون بازار مخکښ، « TAP Air Portugal»، کوم چې د خپل خونديتابه تاريخ له امله ستايل شوی دی او يو له مخکښو هوايي لیکو څخه دی چې اروپا له افريقا او لاتيني امریکا  (يعنې برازيل) سره نښلوي.[۷]

له ۱۹۶۰ز لسيزې راهيسې په پرتګال کې تعلیم په تدريجي ډول د نوي کېدو او نسبي پراختيا په حال کې دی او په يو ويشتمه پېړۍ کې يې د خپل لوړ معيار فعالیتونو او تګلارو له امله پېژندګلو تر لاسه کړې. د نړيوالو محصلينو د ارزونې پروګرام (PISA) تر مخې، د منځنۍ کچی پرتګالی پنځلس کلن محصل چې کله د ادب، رياضیاتو او ساينسي علومو د لوستلو له اړخه ډلبندي کېږي، د OECD له منځنۍ کچې څخه د پام لوړ ځای خپلوي. په پرتګال کې د نړيوالې کچې ګڼ پوهنتونونه او د سوداګرۍ پوهنځي هم شته، کوم چې د ډېرو پېژندل شويو نړيوالو مديرانو په وړاندې کولو کې ونډه لري او د بهرنيو محصلينو مخ پر زياتېدو شمېر يې د ځان پر لور جلب کړی. په اروپايي اتحاديه کې د وګړو د شمېر د تناسب پر بنسټ په پرتګال کې د کډوالۍ کچه ډېره لوړه ده. له دوه ميلیونه څخه زيات پرتګاليان (د نفوس ۲۰٪) اوس له هېواده بهر ژوند کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخ[سمول]

د پرتګال نيواکګره سترواکي[سمول]

د پرتګالي سترواکۍ په پیر کې، کومه چې په پنځلسمه پېړۍ کې پيل شوې وه، د ۱۹۷۴ز کال د «کارنيشن تر اوښتون پورې، په خپلو پراخو مستعمرو کې د پرتګال اقتصاد د سوداګرۍ او خامو موادو په اړوندو فعاليتونو متمرکز و، په اسيا کې په بنسټيز ډول په (خوراکي مساله جاتو، ورېښمو، رنګ، خاورينو لوښو او غميو)، په افريقا کې (د فيلانو غاښونو، لرګی، تيلو، الماسو او مريانو) او په سويلي امريکا کې (به ګنيو، رنګ، لرګي او سرو زرو کې). دا هېواد په نړۍ کې يو له ځواکمنو هېوادونو څخه و چې سترواکي يې په لويو وچو خپره وه، کومو چې زياتې طبيعي زېرمې او پراخه راسپړل شوې سیمې درلودې.

په ۱۸۲۲ز کال کې، د پرتګال مستعمره برازيل يو خپلواک هېواد شو، خو بيا هم، تر ۱۹۷۴ز کال پورې، پرتګال وکولی شول چې په افريقا کې بهرنۍ سيمې/مستعمرې له ځانه سره وساتي، په کومو کې چې انګولا او موزمبيق شامل وو، کومو سيمو چې په ۱۹۷۵ز کال کې د پرتګاليانو تر وتلو پورې د مناسبې اقتصادي ودې کچه تجربه کړه.

د کارنيشن اوښتون (د ۱۹۷۴ز کال د اپريل د پنځه ويشتمې نېټې يو بوځي بغاوت) پر مهال، د پرتګال او د دې هېواد د بهرنيو سيمو اقتصاد د اروپايي منځنۍ کچې له اقتصاد څخه زيات مخ پر وده و. د مصارفو د نويو طريقو او تګلارو سره د منځنۍ کچې کورنۍ د رانيولو ځواک په لوړېدو و چې د پانګونې په نويو وسايلو کې پانګونې او د دوامدارو او غېردوامدارو مصرفېدونکو توکو کارول يې دود کړل. د « Estado Novo» د حکومت اقتصادي تګلارې د سترو سوداګريزو ډلو د جوړولو هڅونه وکړه او جوړېدو ته يې شرايط برابر کړل.

حکومت د شرکت جوړولو تګلاره پر ځای وساتله، د کوم په پايله کې چې د پرتګال د اقتصاد يوه ستره برخه د ګڼو پياوړو ډلو لاسونو ته وغورځېده، په دوی کې تر ټولو مهم يې هغه و چې د «اوه پرتمين seven magnificent » په نوم پېژندل کېدل. دې پرتګالي ډلو يوه سوداګريزه بېلګه درلوده، کومې چې د سويلي کوريا له «چايبولس» او جاپاني «کيريټسس» او «زيبايټسس» سره ورته والی درلود. د دې «اوو پرتمينو» په منځ کې داسې ډلې وې، د کومو بنسټ چې کورنيو اېښی او کورنيو پر مخ وړلې، لکه «چمپليماډ، ميلو (CUF group)، اموريم او سانټوس (Jerónimo Martins group).

(Companhia União Fabril) CUF ګروپ، په پرتګالي ډلو کې تر ټولو ستر او متنوع و. یو مهال دا ګروپ په ټوله «ايبرين» ټاپووزمه کې تر ټولو ستر صنعتي ګروپ او د اروپا د پنځو سترو ګروپونو څخه يو وګرځېد. د دې شرکت په بنسټيزو سوداګريو کې سمنټ، کيمياوي توکي، پيتروشيمي، کرنيز کيمياوي مواد، رختونه، بير، مشروبات، فلزي توکي، سمندري انجينيري (بېړۍ جوړول)، برېښنايي انجنيري، بيمه، بانکداري، کاغذ، ګرځندويي او کان کيندنه شامل وو. د دې شرکت اساسي سوداګريز کارونه او د شرکت مرکزي دفتر د پرتګال په مرکزي برخو کې وو، خو د پرتګال په بهرنيو سيمو کې يې څانګې، کارخانې او ګڼې پرمختيايي سوداګريزې پروژې هم درلودې، په ځانګړي ډول په انګولا او موزمبيق کې.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. http://www3.weforum.org/docs/GCR2017-2018/05FullReport/TheGlobalCompetitivenessReport2017%E2%80%932018.pdf Global Competitiveness Report 2017-2018
  2. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۷ جنوري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  3. "NYSE Euronext Lisbon-Portugal". Rimes. RIMES Technologies Corporation. 1996–2013. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Portugal Economic Outlook". Focus Economics. Focus Economics. 17 August 2015. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Joao Lima (په 9 May 2013 باندې). Portugal's Unemployment Rate Climbs to Record for Euro Era. Bloomberg. Bloomberg L.P
  6. "CIA – The World Factbook". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Conservas A Ramirez, Portugal's oldest brand, opens nutrition center, Inside Portugal Travel, 2009". insideportugaltravel.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Testes PISA: Portugal supera média da OCDE". Visão (په پرتگیزی ژبه کي). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "E agora no PISA: alunos portugueses melhoram a ciências, leitura e matemática". Expresso (په پرتگیزی ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جولای ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Management: The Portuguese who sit at the top of the world". Portugal Daily View. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Portugal: mais de 7 mil vagas para estudantes estrangeiros em 2015 • Emprego Pelo Mundo, August 2014". empregopelomundo.com. 5 August 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "portugal's emigration rate tied to its unemployment rate - Google Search". google.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Descendentes aomda detêm activos que foram do grupo fundado por Alfredo da Silva. CUF: o maior grupo português é mais do que memórias". publico.pt. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)