د يهوديانو ځورونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د يهوديانو ځورونه د يهودي تاريخ يوه مهمه برخه ده، چې په ټولو تيت شوو ټولنو کې يې د کډوالو د لېږد يوه څپه له ځانه سره لرلې ده.

سلوکيان[سمول]

کله چې يهودا سيمه سلوکي سترواکۍ ونيوله، په قانوني ډول د يوناني کېدو بهير پيل شو. دې چارې د بت پرستۍ د کارونو عملي کولو معنا درلوده. د عيسی له زېږد مخکې په ۱۶۷ کال کې د يهوديانو قربانۍ منع شوې، د شنبې په ورځ د عبادتونو، په اخترونو او د نارينه په سنتولو بنديز ولګېد. د یوناني خدای ګوټو په نوم محرابونه جوړ شول او هغه څآروي چې يهودو ته حرام و، د دوی د ارباب الانواعو او الهو په نوم قرباني شول.د عبادتځای په محراب کې د المپيا زئيوس (زئيوس د يونانيانو يوه لرغونې رب النوع  ده) ته ځای ورکړل شو. د يهودو د سپېڅلو لیکنو شتون يو ستر جرم بلل کېده. [۱][۲][۳]

رومي سترواکي[سمول]

يهودي دايرة المعارف، د هادريان سترواک د واکمنۍ پر مهال (له میلاد مخکې ۱۱۷-۱۳۸) د اورشليم د يهوديانو او بت پرستانو د ځورولو يادونه کوي:

اوس يهوديان د ځورونې له يوه سخت پړاو څخه تېر شوي دي: د شنبې ورځې عبادتونه، اخترونه، د تورات لوست او سنت کولوباندې بنديز لګېدلی و او فکر کېده چې، هادريان غواړي، يهوديان له منځه يوسي. هغه د خپلې سترواکۍ ټولو يهوديانو ته په قهر و، له همدې امله يې پر يهوديانو ظالمانه ماليات کېښودل، خو د ځورولو دې بهير زيات دوام ونه کړ، ځکه انتونينوس پيوس (۱۶۱-۱۳) ظالمانه پریکړې له منځه يووړې. [۴]

لویديځ او مسيحي يهود ضديت[سمول]

د منځنيو پېړيو پر مهال، په اروپا کې يهود ځورونې مذهبي بڼه درلوده. که څه هم د کاتوليکې ګروهې برخه نه ده، د روحانيونو په ګډون ډېری مسيحيان په دې باور دي چې، يهوديان په ټوليز ډول د عيسی مسيح د وژلو مسئول دي. لکه چې د دردونو د کېسې (Passion plays) په اړوند د بوسټن پوهنځي په لارښود کې ويل شوي دي: «د وخت په تېرېدو سره...مسيحيانو دا ومنله چې، يهوديان په ګډه سره د عيسی مسیح د وژلو مسئول و. له دې تفسير سره سم، يهوديان د عيسی مسیح د مرګ پر مهال حاضر و او هم يهودي قوم په ټوليز ډول او د تل لپاره د خدای وژنې ګناه وکړه. د مسيحي-يهودي تاريخ د ۱۹۰۰ کلونو لپاره د خدای وژنې د تور له امله، په اروپا او امريکا کې د يهودو په وړاندې د کرکې، تاوتريخوالي او د ځينو د وژل کېدو لامل وګرځېد». [۴]

په اروپا کې د منځنیو پېړيو پر مهال په ډېرو سيمو کې په وژنه تورنولو، له سيمو په ايستلو، په زور د دين بدلولو او ټولوژنې سره په پراخه کچه د يهوديانو ځورول روان و. د يهوديانو په وړاندې د تعصب اصلي سرچينه، په اروپا کې مذهبي وه. څو څو ځله يهوديان په ډله یيزه توګه وژل شوي او له اروپايي هېوادونو څخه اېستل شوي وو. د صليبي جګړو پر مهال دا ځورونه، خپل وروستي حد ته ورسېده. په۱۰۹۶ ز کال کې د لومړۍ صليبي جګړې پر مهال، د دانوب او راين سيند په غاړه مخ پر وده ټولنې په بشپړه توګه له منځه يووړل شوې، چې راينلينډ د ټولوژنې يوه څرګنده بېلګه وه. په ۱۱۴۷زکال کې د دويمې صليبي جګړې پر مهال په فرانسه کې يهوديان بيا بيا د ټولوژنې هدف ګرځېدلي وو. په ۱۲۵۱ او ۱۳۲۰ ز کلونو کې هم يهوديان د صليبي شپنو له خوا تر بريدونو لاندې راغلل. له صليبي جګړو وروسته دوی تبعيد کړای شول، په ۱۲۹۰ز کال کې ټول انګريزي يهوديان تبعيد شول، په ۱۳۹۶ ز کې سل زره يهوديان، له فرانسې څخه وايستل شول او په ۱۴۲۱ ز کال کې زرګونه کسه، له اتريش څخه و ايستل شول. ډېر شړل شوي يهوديان پولنډ ته وتښتېدل.[۵]

کله چې د څوارلسمې پېړې په نيمايي کې د تور مرګ وبا اروپا ويجاړه کړه، له نيمايي زيات نفوس يې له منځه يووړ، يهوديان د قربانۍ د ګډورو په توګه ونيول شول. داسې اوازې خپرې شوې چې، هغوی په قصدي توګه، څاه ګانې مسمومې کړې او د دې ناروغۍ لامل هغوی دي. د تور مرګ د ځورونې په موده کې د يهودو سلګونه ټولنې، د تاوتریخوالي په ترڅ کې ويجاړې کړای شوې. که څه هم پاپ کلمنټ شپږم هڅه وکړه چې، د جولای په شپږمه ۱۳۴۸ ز کال او په تعقيب يې په ۱۳۴۸ ز کې د يو بل پاپايي فرمان په صادرولو سره يهوديان خوندي کړي، له هغې څو مياشتې وروسته په ستراسبرګ کې ۹۰۰ يهوديان ژوندي وسوځول شول، دا په داسې حال کې وه چې، هغه ښار له وبا څخه اغېزمن شوی هم نه و.[۶]

يوه څېړنه ښيي چې، د ۱۱۰۰-۱۶۰۰ کلونو تر منځ موده کې په اروپا کې د منفي اقتصادي تاوانونو او اقليمي بدلونونو له امله د يهوديانو ځورول او د هغوی شړل زيات شول. د څېړنې لېکوالان وايي چې:  دا حالت د يهودو د بدمرغۍ او د دوی د واکمنانو د کمزورۍ له امله رامنځته شوي کوم واکمنان به، چې د مالي کړکېچ پر مهال د يهودو د شتمنۍ په لټه کې وو. ليکوالان په دې اړه ګڼې څرګندونې کوي، چې ولې له ۱۶۰۰ ز کال وروسته د يهوديانو ځورونو کې د پام وړ کمښت راغی:[۷]

  • تر اولسمې پېړۍ پورې د ځورولو لپاره ډېرې لږې يهودي ټولنې موجودې وې.
  • شونې ده چې د کرنيزو محصولاتو پرمختګ، يا په ښه توګه د بازارونو بشپړتيا د بريدونو په وړاندې د زیان منننې اندازه کمه کړې وي.
  • شونې ده چې د پياوړو دولتونو راڅرګندېدل، د مذهبي لږه کيو څخه د زيات ملاتړ لامل ګرځېدلي وي.
  • د منفي بريدونو اندازه کمه وه.
  • ممکنه ده چې د روښانتيا سمونونو اغېزو د يهود ځورونې چلند کم کړی وي.

په پاپايي هيوادونو کې، چې تر ۱۸۷۰ ز کال پورې وو، يهوديانو ته امر شوی و چې، په ځانګړو کليو کې ژوند وکړي، چې دې سيمو ته يې «ګيټو» يهودي کلي ويل. تر ۱۸۴۰ زکال پورې يهودو ته امر شوی و، څو هغو وعظونو ته حاضر شي چې دوی د مسيحيت منلو ته هڅوي. په يهودو باندې ماليې اېښودل شوې وې تر څو په دې ماليو هغه دولتي ښوونځي تمويل شي چې، يهوديان مسيحيت ته اړوي. له مسيحيت څخه يهوديت ته اوښتل غېر قانوني و. کله کله به يهوديانو ته بې د هغوی له خوښې د تعميد غسل ورکول کېده «د مسيحيت د منلو پر مهال غسل»، ان کله چې دا ډول غسل ورکول غېر قانوني و، بيا هم يهوديان اړ کېدل، چې مسيحي دين ومني. په ډېرو داسې حالتونو کې حکومت دوی له خپلو کورنيو څخه جلا کول، د نولسمې پېړۍ په دويمه نیمايي کې په پاپايي ايالتونو کې، د کاتوليکانو او يهوديانو تر منځ د دښمنۍ په اړه د ادګاردو مورتارا پېښه يو له ډېرو زياتو خپرو شوو بېلګو څخه ده.

منځنی ختيځ او اسلامي يهود ضديت[سمول]

د مارک ارکوهن په وينا: د اسلام د ظهور پر مهال، د مسلمانانو او يهودانو تر منځ لومړۍ مخامخ کېدنه په ملګرتيا بدله شوه. کله چې د مدينې يهودو محمد(ص) ته پناه ورکړه. جګړه هغه مهال منځ ته راغله، کله چې ځينو يهودي قبيلو له محمد(ص) سره له بيعت نه انکار وکړ او د مکې د مشرکانو مرسته يې وکړه، محمد(ص) دا يهودي قبيلې وشړلې. هغه زياتوي چې، دا مخامخ کېدل يوه استثناء وه، نه  يو اصل.[۸]

د محمد(ص) د واکمنۍ پر مهال، د مدينې له درې يهودي قبيلو څخه بنو نضير او بنو قينقاع قبېلې وشړل شوې. له بلې خوا د يهودو درېيمه قبيله بنو قريضه، د خندق په نښته کې د محمد(ص) له خوا له منځه يووړل شوه. په دې قبيله تور پورې شو چې، د مکې له دښمنانو سره يو شوي او کلابندۍ(محاصره) شول. کله چې تسليم شول، ټول بالغ سړي اعدام شول، ښځې او ماشومان مريان شول. له محمد (ص)څخه روايت شوی دی چې هغه ويلي:  ټول يهوديان او مسيحيان به، له عربو څخه وباسي، خو بيا هم دا چاره د عمر تر واکمنۍ پورې نه وه ترسره شوې.[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د روايتونو تر مخې، هغه يهوديان چې په اسلامي هېوادونو کې ژوند کوي، د ذمي حيثيت لري، په همدې اساس دوی ته اجازه ورکړل شوې وه چې، خپل مذهب عملي کړي او خپلې کورنۍ چارې په خپله اداره کړي، خو ځېنې ځانګړي شرايط پرې اېښودل شوي وو. دوی بايد مسلمانانو ته جزيه (د يو آزاد غير مسلمان نارينه پر سر ټاکل شوې ماليه) ورکړې وای. ذميان د اسلام تر واکمنۍ لاندې، له بې اهميته حيثيت څخه برخمن و. دوی ګڼې ټولنيزې او حقوقي ناتوانۍ درلودې، لکه : د وسلې نه درلودل يا په محکمه کې د هغې قضيې په اړه شاهدي نه ورکول، چې مسلمان په کې ښکېل وي. د عام باور خلاف، قرآن کريم مسلمانانو ته امر نه دی کړی، چې يهوديان د بېلوونکي لباس په اغوستلو مجبور کړي. په ۱۱۰۰ ز کال کې د یهودي مذهب پیرو عباديه ويلي دي چې دا قانون، په خپله د خليفه له خوا جوړ شوی و.[۱۳][۱۴][۱۵]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. VanderKam, James C. (2001). An Introduction to Early Judaism. Grand Rapids, Mich.: Eerdmans. د کتاب پاڼي 18–24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-4641-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "An Introduction to Early Judaism - 2001, Page viii by James C. Vanderkam". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Dl
  3. [۱][مړه لينکونه]
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Gottheil, R. and Krauss, S., Hadrian, Jewish Encyclopaedia, 1906, accessed 4 April 2019
  5. "Why the Jews? – Black Death". Holocaustcenterpgh.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اپرېل ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. See Stéphane Barry and Norbert Gualde, La plus grande épidémie de Histoire ("The greatest epidemics in history"), in L'Histoire magazine, n°310, June 2006, p.47 کينډۍ:In lang
  7. Anderson, Robert Warren; Johnson, Noel D.; Koyama, Mark (2015-09-01). "Jewish Persecutions and Weather Shocks: 1100-1800". The Economic Journal (په انګلیسي ژبه کي). 127 (602): 924–958. doi:10.1111/ecoj.12331. hdl:2027.42/137319. ISSN 1468-0297. S2CID 4610493. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cohen, Mark R. Under Crescent and Cross: The Jews in the Middle Ages, Princeton University Press, 1994, p. 163. کينډۍ:ISBN
  9. Kister, "The Massacre of the Banu Quraiza", p. 95f.
  10. Rodinson, Muhammad: Prophet of Islam, p. 213.
  11. Giorgio Levi Della Vida and Michael Bonner, Encyclopaedia of Islam, and Madelung, The Succession to Prophet Muhammad, p. 74
  12. کينډۍ:Hadith USC
  13. Lewis (1984), pp.10,20
  14. Lewis (1984), pp. 9,27
  15. Scheiber, A. (1954) "The Origins of Obadiah, the Norman Proselyte" Journal of Jewish Studies London: Oxford University Press. v.5. p.37