ديني ځورول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مذهبي ځورول د يو شخص يا يوې ډلې د مذهبي باورونو يا له مذهبي باورونو سره د تړون يا د مذهبي باورونو د نشتوالي له امله د هغوی پر وړاندې منظم ناسم چلند ته ويل کيږي. په ټولنو کې د ځينو ډلو دغه لېوالتیا چې له کوچنيو کلتورونو «ډلو» سره يا دوښمني وکړي، يا يې تر فشار لاندې راولي د تاريخ تکراري موضوع ده. سربېره پر دې، له دې امله چې د يو شخص مذهب ډېر ځله د هغه یا هغې اخلاق، نړيوال ليد او شخصي ليد، د نورو پر وړاندې چلند او تر ډېره حده ټوله د هغه شخصي پېژندګلوي ټاکي، شونې ده چې مذهبي اختلافات يې مهم کلتوري، شخصي او ټولنيز لاملونه کېدای شي.

شونې ده چې د مذهبي ځورولو پايله مذهبي اختلافات وي (د بېلګې په ډول: کله چې د يوې واکمنې ډلې يو غړی له خپل پرته نور دينونه بدناموي) او همدا راز شونې ده چې حکومت يوه ځانګړې مذهبي ډله د خپلو ګټو يا امنيت لپاره ګواښي. په ټولنيزه کچه، د يوې ځانګړې مذهبي ډلې له منځه وړل کېدای شي تاوتريخوالی يا د ځورولو نور ډولونه رامنځ ته کړي. په حقيقت کې، په ډېرو هيوادونو کې، د مذهبي ځورولو له امله زيات تاوتريخوالی رامنځ ته شوی چې دا د بشري حقوقو ستونزه بلل کيږي.

تعريف[سمول]

ډيويډ ټي. سميت David T. Smith، «په متحده ايالاتو کې مذهبي ځورونه او سياسي نظام» کې مذهبي ځورول په دې ډول تعريف کړی: «د مذهبي تړاو له امله د مذهبي لږکيو د غړيو پر ضد تاوتريخوالی او تبعيضي چلند» هغو کارونو ته اشاره کوي چې موخه يې له خپلو سياسي حقوقو څخه د خلکو بې برخې کول او دا چې لږکي له ځان سره يو ځای کولو، وتلو يا د دويمې درجه اتباعو په توګه ژوند کولو ته اړ کړي. د يو هيواد د تګلارې له اړخه، داسې تعریف کېدای شي چې هغه د فکر، ضمير او ګروهې د ازادۍ پر وړاندې تاوتريخوالی دی چې د يو هيواد د منظمې او فعالې تګلارې سره سم خپور شوی وي چې د ځورولو، ګواښلو او د سزا تپلو ملاتړ د دې لپاره څو د موخې وړ لږکيو د ژوند حقوق، سپيڅلتيا او ازادي وګواښي، يا ترې سرغړونه وکړي. د مذهبي ځورولو او مذهبي نه زغم تر منځ توپير په دې حقيقت ولاړ دی چې په ډېرو حالاتو کې مذهبي نه زغم د خلکو له احساساتو راولاړيږي چې شونې ده دولت يې هم وزغمي يا يې ملاتړ وکړي. د مذهب پر اساس له مدني حقوقو څخه د خلکو محرومول ډېر ځله د مذهبي تبعیض په توګه پېژندل شوي، نه تعذیب. [۱][۲]

د ځورولو په مثالونو کې د شتمنۍ مصادره کول يا ويجاړول، کرکې ته هڅول، نيول، بندي کول، وهل، شکنجه کول، وژل او اعدام شامل دي. مذهبي ځورول د مذهب د ازادۍ ضد  اصطلاح ده.

بيټمن د ځورولو د بېلا بېلو درجو تر منځ توپير کړی. «بايد په شخصي ډول ګران وي...بايد غېر عادلانه او ناوړه وي...بايد د يو تن د ګروهې مستقيمه پايله وي».[۳]

ټولنيز ليد[سمول]

د ټولنپېژندنې له نظره، د پياوړو ټولنيزو ډلو د هويت جوړېدل لکه چې د ملت پالنې، قوميت يا مذهب له لارې منځ ته راغلي وي د ځورولو د کارونو اتفاقي اړخ دی. هانس جي. کيپنبرګ Hans G. Kippenberg وايي همدا ټولنې دي چې تاوتريخوالی رامنځ ته کوي او کېدای شي لږکي يا اکثريت وي. دا چې د پېژندنې په جوړېدو کې هغه لاملونه کوم چې «موږ نه يو» هومره شامل دي، څومره چې په کې هغه لاملونه شامل وي «څه چې موږ يو»، نو د دې وېرې لاملونه هم شته که چېرته موږ هغه څه وزغمو چې «موږ نه يو» هويت به له منځه ولاړ شي. برين جی. ګريم او روګر بينک وايي همدا د اکثريت والي احساس همدومره خطرناک دی چې ځورولو ته لاره هواروي. هم حکومت او هم واکمن مذهب دواړه دغه اندېښنې لري که چېرې مذهب بې له مهاره همداسې پرېښودل شي نو د مذاهبو پاڅونونه به رامنځ ته شي کوم چې هم اتباعو او هم دولت ته خطرناک دي، همدا علت هم دولت او هم  واکمن مذهب دې ته هڅوي څو په مذهبي فعاليتونو محدوديتونه ولګوي. ګريم او فينکي په دې بارو دي چې مذهبي اصول مذهبي ځورول رامنځ ته کوي. ار.آی مور وايي چې د منځنيو پېړيو پر مهال ځورول «د لرغوني اسماني نظريې په زړه پورې انځور وړاندې کوي، چې د هويت رامنځ کولو پر بنسټ ولاړه ده، لکه چې د ټولنپوهنې د پلار اميل دورکيم لخوا مطرح شوې ده». ځورول ډېر ځله د هغې لويې نښتې يوه برخه وي په کومه جګړه کې چې نوي جوړ شوي او په خوا جوړ شوي هيوادونه د خپل ملي هويت د بيا تعريف په بهېر کې ښکېل وي.[۴][۵][۶][۷][۸]

جيمز ايل ګيبسن James L.Gibson زياتوي څومره چې د يوې ډلې هويت سره د وفادارۍ او يووالي رويه ستره وي او څومره چې د اړيکو ګټې زیاتې درک کېږي، په هماغه اندازه ټولنيز هويت د ننګونو پر وړاندې یې زغم کمېږي. له دولت سره د ټولنيز هويت پياوړي يو ځای کېدل ګټې لوړوي، په همدې بنسټ د هغې ډلې له خوا ځورول هم لوړيږي. د دولت له خوا قانوني محدوديت پر ټولنيزې همکارۍ تکيه لري، نو په همدې اساس دولت بايد هغه ټولنيزه ډله وساتي چې د دولت ملاتړ کوي او په دې توګه د دولت له خوا د تعذیب احتمال هم زیاتوي. ګريم او فينکي وايي د دوی څېړنه ښيي څومره چې مذهبي ازادي زیاته وي، په هماغه اندازه به د مذهبي ځورولو اندازه کمه وي. «کله چې مذهبي مسلک يا عمل د قوانينو له لارې مذهبي ازادي اخیستل کيږي، له تاوتريخوالي ډکو مذهبي ځورولو او جګړو کې زياتوالی راځي».[۹][۱۰][۱۱]

پرز زاګورين ليکي «د ځينو فيلسوفانو په باور، زغم يوه اخلاقي لوړوالی دی، که حالت همدا وي نو طبيعي ده چې د زغم نشتوالی بد عمل دی. خو غوره والی او ناوړه والی يوازې د افرادو څرنګتيا ده، نه زغم او ځورول [د مسيحيت په منځنيو پېړيو کې]  ټولنيزې او ډله یيزې ښکارندې وې چې ټولنې يې ملاتړ کاوه او په ډېرې سختۍ سره د يو چا له خوا تر پوښتنې لاندې نيول کېدې. په همدې اساس مذهبي نه زغم او ځورولو ته په بده سترګه نه کتل کېدل، بلکې د ديني حقيقت او ګروهې او له دې سره د تړلو هر څه د ساتنې لپاره اړين او ګټور ګڼل کېدل». د ځورولو دغه نظريه تر منځنيو پېړېو پورې محدوده نه ده. لکه چې کرسټيان ار. راشل او جيتس ايچ.ايف ديکسترا وايي «مذهبي تاوتریخوالی يوه پېچلې ښکارنده ده چې په هر وخت او ځای کې شته». [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د مصر، يونان او روم په لرغونو ټولنو کې، شکنجه د حقوقي نظام يوه منل شوې برخه وه. ګيليان کلارک وايي چې په څلورمه پېړۍ کې تاوتريخوالی د جګړې او سزا د يوې برخې په توګه منل شوی و؛ د کارنيفيکس «د رومي حقوقي نظام شکنجه کوونکي» له خوا شکنجه کول د هغه نظام يوه منل شوې برخه وه. ځينې استثناوې وې لکه د کوروش او داريوش تر واکمنۍ لاندې فارسي سترواکي، ډنيس لاکورن وايي چې په لرغونو ټولنو کې د مذهبي زغم بېلګې «له لرغوني يونان څخه تر رومي سترواکۍ پورې، د هسپانيې له منځنيو پېړيو څخه تر عثماني سترواکۍ پورې او د وینز جمهوريت» د هغه ډول زغم مثالونه نه دي، کومه اصطلاح چې اوسمهال د زغم لپاره کارول کيږي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د ټولنپوهنې نظر څرګندوي چې مذهبي نه زغم او ځورول په پراخه کچه ټولنيزې پروسې دي چې د شرایطو له مخې ټاکل کېږي، چې ټولنیزه ټولنه د بل هر څه په پرتله شته.کله چې حکومت د ټولو لپاره برابره ازادي ډاډمنه کړي نو بيا ځورول هم کم وي.[۲۰][۲۱]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. David T. Smith (12 November 2015). Religious Persecution and Political Order in the United States. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-11731-0. "Persecution" in this study refers to violence or discrimination against members of a religious minority because of their religious affiliation. Persecution involves the most damaging expressions of prejudice against an out-group, going beyond verbal abuse and social avoidance. It refers to actions that are intended to deprive individuals of their political rights and force minorities to assimilate, leave, or live as second-class citizens. When these actions persistently happen over a period of time, and include large numbers of both perpetrators and victims, we may refer to them as being part of a "campaign" of persecution that usually has the goal of excluding the targeted minority from the polity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Nazila Ghanea-Hercock (11 November 2013). The Challenge of Religious Discrimination at the Dawn of the New Millennium. Springer. د کتاب پاڼي 91–92. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-94-017-5968-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bateman, J. Keith. 2013. Don't call it persecution when it's not. Evangelical Missions Quarterly 49.1: 54–56, also pp. 57–62.
  4. Kippenberg, Hans G. (2020). "1". In Raschle, Christian R.; Dijkstra, Jitse H. F. (المحررون). Religious Violence in the Ancient World From Classical Athens to Late Antiquity. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108849210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Jinkins, Michael. Christianity, Tolerance and Pluralism: A Theological Engagement with Isaiah Berlin's Social Theory. United Kingdom, Taylor & Francis, 2004. Chapter 3. no page #s available
  6. Grim, Brian J.; Finke, Roger (2010). The Price of Freedom Denied: Religious Persecution and Conflict in the Twenty-First Century. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781139492416. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Grim, BJ; Finke, R. (2007). "Religious Persecution in Cross-National Context: Clashing Civilizations or Regulated Religious Economies?". American Sociological Review. 72 (4): 633–658. doi:10.1177/000312240707200407. S2CID 145734744. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Moore, R. I. (2007). The Formation of a Persecuting Society (الطبعة second). Malden, Massachusetts: Blackwell Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-2964-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gibson, James L. "James L. Gibson". Department of Political Science. Washington University in St.Louis Arts and Sciences. Sidney W. Souers Professor of Government الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Gibson, James L., and Gouws, Amanda. Overcoming Intolerance in South Africa: Experiments in Democratic Persuasion. United Kingdom, Cambridge University Press, 2005.
  11. Heisig, James W. Philosophers of Nothingness: An Essay on the Kyoto School. United States, University of Hawai'i Press, 2001.
  12. "Christian R Raschle". academia.edu. University of Motreal. Université de Montréal, Histoire, Faculty Member الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "AIA Lecturer: Jitse H.F. Dijkstr". Lecture Program. Archaeological Institute of America. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Raschle, Christian R.; Dijkstra, Jitse H. F., المحررون (2020). Religious Violence in the Ancient World From Classical Athens to Late Antiquity. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108849210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Zagorin, Perez (2013). How the Idea of Religious Toleration Came to the West. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 16. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781400850716. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Stanley, Elizabeth (2008). Torture, Truth and Justice The Case of Timor-Leste. Taylor & Francis. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781134021048. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Clark, Gillian (2006). "11: Desires of the Hangman: Augustine on legitimized violence". In Drake, H. A. (المحرر). Violence in Late Antiquity: Perceptions and Practices. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0754654988. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Ezquerra, Jaime Alvar. "History's first superpower sprang from ancient Iran". History Magazine. National Geographic. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lacorne, Denis (2019). The Limits of Tolerance: Enlightenment Values and Religious Fanaticism (Religion, Culture, and Public Life). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0231187145. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Dees, Richard H. Trust and Toleration. N.p., Taylor & Francis, 2004. chapter 4. no page #s available
  21. "Jews, Hindus, Muslims most likely to live in countries where their groups experience harassment". Pew Research Center's Religion & Public Life Project. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)