د هرات لومړۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هرات لومړۍ جګړه (جنګ اول هرات , 1837-1838) د لویې لوبې په جریان کي د ایران د قاجار سلطنت لخوا په افغانستان کي د هرات په سلطنت باندي برید وو. هرات دا وخت د کامران شاه او د هغه د وزیر یارمحمد خان الکوزي په لاس کي وو، او د فارس شاه محمد شاه قاجار نومېدی. په دې جګړه کي څلورو اروپایانو ګډون درلود: له برتانویانو څخه، سر جان مک نیل او ایلډرډ پوټینجر او همدارنګه له روسانو څخه، کاونټ سیمونیچ او یان ویتکویچ. شېرمحمد خان هزاره چي د کامران متحد او د قلعه نو د هزاره ګانو مشر وو، د اعماق، ترکمن او ازبک قومونو د سني اتحاديې په جوړولو سره یې د هرات په دفاع کي د کامران ترڅنګ مهم رول ولوباوه. [۱] محاصره په داسې حال کې پای ته ورسېده چې دواړو لورو کومه ښکاره ګټه ترلاسه نه کړه او ایرانیان د افغانستان له اشغال څخه نامراده پرشا سول، ځکه انګریزانو د پوځي اقدام ګواښ وکړ او روسانو خپل ملاتړ له ایران سره پرې کړ.

لنډیز[سمول]

د پارس د صفوي سلطنت له ړنګېدو مخکي هرات د ایرانیانو له لوري اشغال سوې سیمه وه. په ۱۷۴۷ کال کي د افغانستان د دراني امپراتورۍ د لویې جرګې په ترڅ کې له پارس څخه دغه سیمه بیرته ترلاسه کړه. له څو لسیزو ګډوډیو وروسته کله چي ایران د قاجارانو له خوا سره ونښلول سو، نو یوځل بیایې د افغانستان د لاندي کولو هڅې پیل کړې. د ایران د همدغه شوم نیت پر اساس په 1816 کي د قاجار کورنۍ د هرات په نیولو کي تر یوځایه بریالۍ سوه، خو وروسته له هغه چي هیڅ نظامي ګټه یې ترلاسه نکړه شاتګ یې وکړ او هرات بیرته د افغانانو لاس ته ولوېدی.

د نښتي پیل[سمول]

د ۱۸۳۷ کال د جولای په میاشت کي د ایران یرغلګر لښکر د هرات په لوري حرکت پیل کړ. محمد شاه قاجار پلان درلود چي د هرات له نیولو څخه وروسته د امو دریا تر سیند پوري د خپل نفوذ د پراخولو لپاره کار واخلي او د خیوې، بادغیس او بخارا د واکمنانو پر واکمنیو باندي چي له هرات سره یې ملګرتیا کړې وه، او په خراسان باندي د بریدونو پر مهال یې ایران ته زیان اړولی وو، برید وکړي. [۲] [۱] د پارس پوځ د ۱۸۳۷ کال د اکتوبر په ۲۸ [۳] یا د اکتوبر په ۳۰ د توربت جام په ښار کې سره یوځای سو. دوی یو څلور اړخیز برید پلان کړی وو چي پر اساس به یې ځیني په هرات کي په دریو مختلفو کالمونو کي حرکت کوي، او پاته سرتیري به میمنې ته ځي ترڅو په سیمه کي د میشتو افغان قومونو مخه ونیسي.

د غور نښته[سمول]

محمد شاه قاجار امیر تومان محمد خان ته دنده وسپارله چي لمړیغور سقوط کړي. [۴] نوموړي قومندان ته د غوریانو دپرځولو لپاره 8000 سرتیري او له 6 څخه تر 8 پوري ټوپکونه ورکړل سول. دوی چي کله د ښار څنډو ته ورسیدل د غوریانو د والي یارمحمد خان [۴] ورور شیر محمد خان تر مشرۍ لاندي ځواکونو پرې برید وکړ، [۲] او له ۸۰۰ عسکرو سره په شا وتمبول سول. [۵] د نومبر په ۵ [۵] یا ۶ نېټه باندي [۴] شاه هم سیمې ته ورسید او د کلا د نیولو امر یې وکړ. د یوې اونۍ پرله پسې خونړي نښتو او توپخانې بریدونو وروسته کله چي د کلا درې اړخونه په بشپړه توګه ویجاړ سول کلا نور له مقاومته ولوېدل او ایراني فوځ وتوانېدی چي ور داخل سي. [۴] څرنګه چي افغانان د اسلحې له اړخه کمزوري وه نو ځکه د نومبر په 13 [۴] یا 15 [۳] [۵]باندي کلا تر ولکې لاندې راغله او شیر محمد خان مجبوره سو چي ایراني لښکر ته کلا پریږدي. تر دې وروسته امیر اسدالله خان د سیمي مشري په غاړه واخیسته. [۴]

د ۱۸۳۷ کال د اګست په میاشت کي ایلډریډ پوټینجر (د انګلیس – هند یو سپړونکی، دیپلومات او د بنګال د توپخانې افسر) په بدلو جامو کي هرات ته ننوت. داهغه وخت وو چي هرات په رسمي توګه د کامران په نوم د سدوزي واکمن په لاس کي وو، او سیاسي چاري تر ډېره پوري د وزیر یار محمد خان په واک کي وې. په دې وخت کي داسي اوازې خپرې سوې چې د قاجار شاه په مشرۍ یو لوی فارسي ځواک له روسي سلاکارانو سره یوځای د هرات پر لور راروان دی. کامران په چټکۍ سره خپلي پلازمېني ته ولاړ او د دفاع په موخه یې کارونه پيل کړه. پوټینجر ځان د کامران وزیر یار محمد ته وړاندي کړ او د سلاکار په توګه یې ورسره دنده پیل کړه. له یرغل سره سم افغانانو د هرات دفاع سخته کړه او د روسي مشاورینو له شتون سره سره محاصره اته میاشتي دوام وکړ. افغانانو په دې جګړه کي شاوخوا 22000 پیاده او سپاره سرتیري درلودل. [۴]

کلابندي[سمول]

د هرات ښار محاصره د ۱۸۳۷ د نومبر په ۲۳ یا ۲۴ مه هغه وخت پیل سوه کله چي شاه محمد میرزا تازه هرات ته راغی. ایرانیانو د ښار په شاوخوا کي خندقونه وکیندل، او ورو ورو په داسي ډول د دیوالونو په لور روان سول، ترڅو د هراتي توپ اچوونکو له نظره پټ پاتي سي. [۵] شاه هڅه وکړه چې افغانان دې ته وهڅوي ترڅو د حقیقي کلابندی د زغملو پر ځای تسلیم سي او په دې توګه ایرانیان ځان ته د اوړو یوه پزه جوړه کړی.

د ایماق پر ضد جګړه[سمول]

د هرات د ذکرسوي کلابندۍ پر وخت شېرمحمد خان هزاره، د ایراني یرغلګرو د مخنیوي په پار د هراتیانو د مرستي لپاره یوه سیمه ییزه سني اتحادیه جوړه کړه. یاد ګډ ځواک په قلعه نو کي سره یوځای او د ایراني لښکر سره یې د پولي اوږدو کي په نښتو پیل وکړ. په ځواب کي یې قاجار شاه د خراسان والي اصف الدوله د خپلو 12,000 غوره سرتیرو او 9 ټوپکونو سره د ایران څنډو ته ددغه سني ګواښ د له منځه وړلو لپاره واستاوه. [۶] [۱] د اصف الدوله لښکرې د توربت جام څخه ووتل او د کریز ، کوهسان او قوش رباط له لارې قره تپې ته ورسېدل. [۱] [۷] د نومبر په نیمایي کي یرغلګرو ایراني ځواکونو قره تپه ونیوله او د قلعه نو په لور مخ په وړاندي ولاړه. محمد زمان خان جمشیدي له ۶۰۰۰ کسانو سره په کشک کي د یرغلګرو په وړاندي ودرېد، خو هغه هم د خپلو ۲۰۰-۳۰۰ کسانو په وژل کېدو سره شاتګ ته اړ سو او درې ورځي وروسته اصف الدوله وتوانېد چي پرته له کومي پېښي قلعه نو ته ننوځي. اصف الدوله له افغانانو څخه لږ تر لږه د 500,000 تومان په ارزښت نغدي پیسې او شتمنۍ ضبط کړې. [۱]

د جمشيديانو له ماتې وروسته شېرمحمد خان هزاره پرېکړه وکړه چي دشت التحبوي ته چي د نخجرستان په سیمه کي دی د اصف الدوله له ځواکونو څخه شاتګ وکړي. [۱] تاریخونه وایي چي تر دې مهاله په مروچاق کي د سنيانو لښکر د بادغيس ، غور ، مرغاب ، پنجده ، بخارا ، خيوې ، ارغنج او د چهار ولايت له خلکو څخه 15000 کسان درلودل. [۱] همدارنګه ویل کیږي چي دغه پوځ له ۱۵۰۰۰ خيوانانو او ترکمنانو، ۶۰۰۰ ازبکانو چي د چهار ولايت سیمي وه او ۴۰۰۰ د ايماق او بادغيس له قومونو څخه جوړ وو. [۴] دوی ټولو پریکړه وکړه چې خپل ځواکونه سره وویشي، چي پردې اساس به یوه برخه په هرات کې د اصلي یرغلګرو ایرانیانو په وړاندې وجنګیږي او پاتي نور به په غرونو کي د ایراني ځواکونو مخه ونیسي.

قلعه نو او شاوخوا سیمې

تر یادي پریکړي وروسته افغانانو پر قلعه نو برید پیل کړ، او ورسره سمدستي د ژمي موسم هم راورسېد. اصف الدوله چي دا حال ولیدی په ښار کي یې د لسو ورځو آرامۍ وروسته پریکړه وکړه چي بالا مرغاب تر فشار لاندي ونیسي او د افغانانو د اکمالاتو لاره په بشپړ ډول بنده کړي. [۱]

د نوموړي دا تدبیر هیڅ کار ونکړ ځکه لاره تنګه او کړکېچنه وه او افغانانو چریکي بریدونو ته لاس واچاوه. خاص د همدغه اړو دوړ په دوران کي د پاد کج سوېل ته څو کیلومتره په هاخوا محمد زمان جمشیدي، شیر محمد خان هزاره او شاه پسند خان فیروزکوهي د ایران په پوځ باندي ناڅاپي برید وکړ. [۱] په دې برید کي چي ۴ ساعته یې دوام وکړ ایراني یرغلګرو زیات تلفات ورکړه، خو څرنګه چي د اسلحې او لښکر له پلوه زیات وه نوځکه یې مات نکړل او پاده کج یې سقوط کړ. [۱] تر سقوط وروسته اصف الدوله خپل وراره، اسکندر خان، د سرباز په توګه وړاندې ولېږه، خو نوموړی په تنګو دښتو کي ورک سو او لښکر یې بیا ځلي د افغانانو تر برید لاندي راغی.

په پارس کي د هرات جګړې اغیزي[سمول]

د 1838 په اپریل کې جان مک نیل او کاونټ سیمونیچ دواړه د شاه کمپ ته ورسیدل او د هغه سره یې خبري پیل کړې. انګرېز استازي مک نیل قاجار شاه ته ګواښ وکړ چي که هرات ونیول سي ایران به د جګړې سره به مخ سي. نوموړي شاه وهڅاوه چي نور له کلابندۍ لاس واخلي. د ۱۸۳۸ کال د مارچ یا اپریل په میاشت کي روسیه د انګریزانو عکس العمل په اړه اندیښمن سو او پریکړه یې وکړه چي خپل استازی سیمونیچ بیرته راوغواړي خو اړیکي دومره ورو وې چي پیغام تر جون پوري لا هرات ته نه و رسیدلی. هاخوا مکنیل راپور ورکړ چي د فارس پوځیان له ستونزو سره مخ دي او که د اکمالاتو وضعیت ښه نسي نو کلابندي به پریږدي. له بلي خوا کلابندسوي افغانان هم په ستونزو کي وو، خو له دفاع یې لاس نه اخیستی. د کلابندۍ په دې جریان کي ۶۰۰ سپین ږیري، ښځي او ماشومان د خوراکي توکو د نشتون له امله له ښار څخه وویستل سول. پر دغو کمزورو او بې وسو خلکو باندي هم څو ډزي وسوې اوپه اخر کي بیرته اجازه ورکړل سوه چي ووزي.

عیني پر همدې وخت د قندهار کهندل خان له فرصته په ګټي اخیستني د سبزوار او فراه ښارونه ونيول. [۴] [۲]

د ۱۸۳۸ کال د جون په ۲۴ مه ایراني یرغلګرو د ښار په پنځو نقطو باندي برید وکړ خو د افغانانو د سخت مقاومت له امله یې په سوېل ختیځ کونج کي یوازي یو دیوال مات کړ. یار محمد خان په دې وخت کي خونړي برید ترسره او ایرانیان یې له دیواله بیرته وشړل.

په همدې حال کي د بریتانیا حکومت اقدام ترسره کړ، او د ۱۸۳۸ کال د جون په ۱۹مه یې د خارګ ټاپو اشغال کړ ترڅو ایرانیان له هرات څخه په شا سي او په افغانستان کي د روسانو په مرسته ددوی ګټي له ګواښ سره مخ نکړي. د برید سره سم ایرانیان او روسان نور بې موراله سول او د سپتمبر په ۹ مه یې کلابندي ماته کړه. د برتانیا تر فشار لاندي روسانو خپل استازی کاونټ سیمونیچ او مرستیالان له ایران څخه وروغوښتل او ایراني لښکر د ماتي په خوړلو سره هرات افغانانو ته پرېښود.

پایله[سمول]

وروسته له هغه چي ایرانی شاه له هرات څخه ووت، د هند پوځ ته امر وسو چي پر افغانستان د یرغل لپاره راټول سي، ځکه انګلیس د ایرانیانو تر وتلو وروسته افغانستان دځان ملکیت باله او افغانان یې تر هغه وخته دوستان بلل چي موخه یې ورباندي پوره سول. د انګلیسیانو همدغه عمل د انګلیس او افغان لومړۍ جګړې لامل وګرځېدی. روسانو د واسیلي الیکسیویچ پیروفسکي په مشرۍ د خیوا په برید کي د هرات د پیښي ځواب انګریزانو ته ورکړ. عیني همدغه طریقه په 1856 کي، انګریزانو د انګلیس - پارس د جګړې په جریان کي د هرات د بیرته راګرځولو لپاره د فارس په برید کي ترسره کړه. په 1885 کي، انګریزانو د هرات په جنوب کي د روسیې د یوه حرکت مخه په دروغو ونیوله، او ددوی د دوه مخي له امله د پنجدې پیښه رامنځ ته سول.

تاریخي اړخ[سمول]

له تاریخي اړخه داسې بریښي چي فیض محمد کاتب یوازینی تاریخ لیکونکی وو چي دا پیښه یې په مهمو توضیحاتو کي پوښلې وه او په هرات کي یې د ایراني اردو د ماتې په هکله لیکنه وکړل. [۱]

  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ . 1996-01-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ . 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ . 1976-05-01. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ ۴٫۷ ۴٫۸ Yusuf, Mohamed (1988).
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳
  6. . 2012-12-19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)