د هرات د ۱۷۲۹ کال جګړه (اشغال)
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| پېښې نېټه | |
| ځای | |
| هېواد |
| برخه د | |
|---|---|
| ګډونوال |
د هرات جګړه یا د پارسیانو له لوري د دغه ښار اشغال هغه پیښي ته اشاره کوي چي د پارسي واکمن نادرشاه له لوري څه ډول د افغانستان لویدیځ هرات ولایت په زور او جبر ونیول سو.
په یاده پېښه کي وروسته له هغه چي د هرات ابداليان له ناتوانۍ سره مخ سول، او افغانانو د وسایلو د نشتون له کبله مقاومت ته ادامه نسوای ورکولای، د هرات افغان واکمن الله يار خان پرېکړه وکړه ترڅو د دې مسئلې د هواري لپاره ښار بېله مقاومته پارسیانو ته پریږدي.
ایراني یرغلګرو په دې جګړه کي درانه توپونه او خونړي وسلې وکارولې او افغان لوری یې اړ ایستی ترڅو د هرات له دننه څخه دفاع وکړي. الله یار خان له خپلو مشاورینو سره تر مشورې وروسته دې پایلي ته ورسېدی ترڅو ښار د نادرشاه ځواکونو ته تسلیم او پر سیمه ددوی واک ومني. د سولي د شرطونو اړوند هرات ولایت د پارس له لوري په رسمي توګه اشغال او ترهغه مهاله د نادري واکمنۍ په لاس کي وو څو چي افغانستان یوځل بیا خپلواک او د احمدشاه بابا په مشرۍ یې نوی حکومت رامنځ ته کړ.
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P585 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P276 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P17 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P361 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P710 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18