د نادر افشار جګړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د نادر افشار لښکرکشۍ یا د نادریانو جګړې د هغو نښتو ټولګه وه چې د اتلسمې پېړۍ له لومړیو څخه د دغې پېړۍ تر نیمايي پورې په ټوله مرکزي اوراسیا کې ترسره شوې او ډېره ونډه په کې ایراني فاتح نادرشاه لرله. د هغه لښکرکشیو د هوتکي افغانانو له خوا د ایراني صفوي لړۍ له راپرځولو څخه سرچینه اخیسته. د افغانانو له خوا د ایران د پلازمېنې له نیولو او د صفوي سترواکۍ له بشپړې راپرځونې وروسته د دغې سترواکۍ مدعي دویم طهماسب، نادر خپل خدمت ته راوغوښت (چې په خراسان کې له یوه کوچني جګړه مار پرته بل څه نه و). نادر د ایران د شمال لویدیځو برخو له نیولو، په ختیځ کې د ابدالي افغانانو له ماتولو او همدارنګه په یو لاس پوڅي واکمن باندې د دویم طهماسب له بدلولو وروسته د هوتکي افغانانو پر وړاندې لښکرکشي وکړه او د دغه هېواد نورې برخې یې ترې ونیولې. د دغو نه باور کېدونکو بریاوو وروسته افغانانو په ایران باندې واکمني له لاسه ورکړه او دویم طهماسب یو ځل بیا د بېرته ژوندۍ شوې صفوي پاچاهۍ د واک ګدۍ خپله کړه.

د صفوي واکمنۍ له بېرته ټینګښت وروسته نادر د دغې سترواکۍ لویدیځو او شمالي برخو ته مخه کړه چې د عثمانیانو او روسانو پر وړاندې یې له لاسه ورکړې وې څو هغه بېرته ونیسي. هغه له یوې سختې پنځه کلنې جګړې وروسته وکولای شول یو ځل بیا د ایران لویدیځې پولې تثبیت او همدارنګه د قفقاز په ډېری برخو د ایران حاکمیت ټینګ کړي. د هغه مشروعیت پر مټ چې د خپلو حیرانوونکو بریاوو له امله یې ترلاسه کړ د صفوي سلطنت پر وړاندې یې یوه سپینه کودتا وکړه؛ ده په دغه کودتا کې د ایران د حاکمو اشرافو هر اړخیز ملاتړ له ځانه سره درلود. د افشاري نوې تاسیس شوې لړۍ د پاچا په توګه د نادر لومړنۍ لښکرکشي د افغانستان د بشپړ کنټرول په موخه وه. د نادر سترواکۍ ته د افغانستان د الحاق ګټه دا وه چې هغه په مغولي هند باندې د برید په موخه مستقیمه لار ومونده. هغه د خپلې یوې بې مخینې لښکرکشۍ پر مهال یوازې له ۱۰ زره سرتېرو سره د خیبر له کوتل تېر شو او د مغولو زړه ته یې ځان ورساوه؛ هلته له مغولو سره په داسې حال کې ښکېل شو چې شمېر یې د هغوی پر وړاندې یو پر شپږ و، خو هغوی ته یې له دریو ساعتونو څخه په کم مهال کې ماته ورکړه. وروسته له هغه چې هغه مغولي سترواک خپل لاس پوڅی وګرځاوه ډهلي ته ولاړ او ښار یې لوټ کړ. د اشغال پر ضد د خلکو له پاڅون وروسته ده هلته په عام وژنې لاس پورې کړ.

واک ته د نادر رسېدنې په مرکزي آسیا کې د نوو جګړو د پیلېدو څرګندويي کوله. نادر په مرکزي آسیا کې د ایرانیانو واکمني دومره پراخه کړه چې آن له لرغونې ساساني سترواکۍ څخه هم مخکې شوه. دغه مهال نادر د اروايي ستونزو سره مخ شو، او ستونزې یې ورځ تر بلې د جنون او بدګمانۍ پر لور زیاتېدلې. له دې وروسته د قفقاز په تر ټولو لرې شمالي برخو کې د لزګي وګړو پر وړاندې د هغه راتلونکې لښکرکشۍ چندان بریالۍ نه وې. همدارنګه د لښکر کشیو د مشرۍ پر مهال د نوموړي د ناڅرګندې بې حالۍ له امله د بغداد محاصره هم له وخته وړاندې ختمه کړای شوه. د سترواکۍ د وګړو پر وړاندې د نادر ویجاړونکي سیاستونه او همدارنګه د مخالفینو وحشیانه ځپل لامل وګرځېدل چې یو شمېر تر لاس لاندې چارواکي او یاران یې ترې فاصله ونیسي. هغه د یوې اروايي حملې پر مهال د خپل وارث سترګې وویستي او خپل ډیری وفادار کسان یې خاینین او یاغیان اعلان کړل چې هغوی مجبور شول پر وړاندې یې پاڅون وکړي.

د نادر د واکمنۍ وروستي کلونه په خپله سترواکۍ کې د هغه د لارورکۍ او همدارنګه د وحشیانه لښکرکشیو پر مټ ځانګړي کېږي چې ده په کې خپل مخالفین او پاڅون کوونکي په بې رحمانه او وحشیانه بڼه وځپل. د هغه له وروستیو مهمو جګړو څخه یوه یې هم قارص ته نږدې جګړه وه چې له عثمانیانو سره یې وکړه. هغه عثماني ځواکونو ته شدیده ماته ورکړه او استانبول یې اړ کړ د سولې شرایط ورته وړاندې کړي. نوموړی بالاخره د خپلو یو شمېر افسرانو له خوا په خپل استراحت ځای کې ووژل شو. د نادر مړینه د ایران په تاریخ کې د جنجالي او خونړۍ دورې د موسم پیلامه وه چې له امله یې تر هغه مهاله د نږدې نیمې پېړۍ لپاره دوامداره جګړه وشوه چې د آغا محمد خان قاجار په واکمنۍ سره قاجاري لړۍ واک ته ورسېده.

د خراسان نیول[سمول]

پاڅون او جلاتوب[سمول]

د ۱۷۲۰مې لسیزې پر مهال پاڅونونو د افغانانو د هغه پاڅون څخه په مستقیمه توګه سرچینه اخیسته چې د دغې سترواکۍ په ختیځ ولایت کې ترسره او بالاخره یې ټول دغه ولایت ته پراختیا ومونده چې بیا یې له امله د هوتکي مشر شامحمود هوتکي په مشرۍ جګړه وشوه. د محمود ځواکونو د ګلن آباد په سخته جګړه کې له اصفهان څخه لېږل شوو شاهنشاهي ځواکونو ته تحقیر کوونکې ماته ورکړه او له هغو وروسته یې د اصفهان د مرکز پر لور حرکت وکړ چې له یوې وحشتناکې کلابندۍ وروسته یې اصفهان ونیو.

د اصفهان له اړخه د ملک محمود سیستاني په نامه یو درباري له هوتکي افغان فاتحانو سره هوکړې ته ورسېد چې په خراسان کې به د خپلواکې پاچاهۍ د جوړولو په بدل کې محمود د ایران د پاچا په توګه په رسمیت وپېژني. له هوکړې وروسته سیستاني خراسان ته ننوت او په لنډ مهال کې یې وشو کولای مشهد او همدارنګه د خراسان ډیری برخې له پاڅون کوونکو او سیمه ییزو جګړه مارانو څخه ونیسي. دغه مهال نادر د مشهد شمال ته د کلات په قلا کې سنګر نیولی و او د خپل ۱۲۰۰ کسیز پوځ پر مټ یې د سیستاني په قلمرو برید وکړ، په داسې حال کې چې هغه په مستقیم ډول جګړه وه نه کړه خو ځان یې په خراسان کې د سیستاني د نفوذ پر وړاندې یوازنی واقعي خنډ وښود.

د افغانستان د لویدیځ فتح[سمول]

د نادرشاه له خوا د افغانستان په فتح کې یو لړ هغه متناوبې او دومدارې جګړې شاملې وې چې د ابدالي افغانانو پر وړاندې د هغه د پوځي عملیاتو په پای کې یې زور واخیست. نادر چې په وروستیو کې یې د خپل پاچا او شهزاده دویم طهماسب پر وړاندې بریالۍ خو سپکاوي کوونکې مبارزې پای ته رسولې وې، د ۱۷۲۹ زکال د مۍ په ۴مه یې له مشهد څخه حرکت وکړ او ډاډ یې ترلاسه کړ چې پاچا هم په دغه سفر کې د ده ملتیا کوي چېرې چې یې بیا کولای شو پر هغه بشپړ پام ولري.

دغه نښتې له تاکتیکي پلوه د نادر د پوځونو د تجاربو د زیاتوالي په برخه کې ډېرې مهمې وې ځکه چې هغوی د کوچنیو خو وژونکو سوارو پوځیانو سره په جګړه کې ډېر څه زده کړل او اهمیت یې د مهمان دوست په جګړه کې دوی ته څرګند شو. د ابدالي ځواکونو شمېر ۱۵۰۰۰ سوارو سرتېرو ته رسېد چې د هرات د والي الهیار خان په قومندانۍ سره د کافر قلا په چاپېر کې راغونډ شوي و؛ ورته مهال د سخت دریځي قومندان ذوالفقار خان په مشرۍ هم ۱۲۰۰۰ نور سرتېري له سوېل څخه د کافر قلا پر لور رانږدې کېدل. د دغو ځواکونو او نورو ځواکونو د پاشل کېدو پر مهال په لسګونو نښتې، بریدونه، چلوټۍ او تاکتیکي شاتګونه لامل وګرځېدل چې نادر په ډېرې ستونزې سره وکولای شي د جګړې په دغه تغیر کوونکي ډګر کې لوړ لاس ولري، په داسې حال کې چې د هوا د حالاتو وړاندوینه هم نه کېدله.

هرات ته لار[سمول]

د کافر قلعې جګړه د نادر د تاکتیکي بریا لامل وګرځېده، له هغو وروسته الهیار خان تر تعقیب لاندې ونیول شو او بیاځلي په جګړه کې ښکېل شو. د جګړې په اوج کې نادر ته د ذوالفقار خان د ځواکونو د نږې کېدو خبر ورسېد او هغه هم له یوه مبتکرانه چل څخه کار واخیست. د ایراني سرتېرو یوې ډلګې د ډول او سورڼي په لوړ غږ سره د الهیار خان تر ځواکونو پورې دا غږ ورساوه چې ګویا ذوالفقار خان ماته خوړلې او له امله یې یوځل بیا هغه بېړني شاتګ ته اړ کړ. [۱]

سرچينې[سمول]

  1. Ghafouri, Ali(2008). History of Iran's wars: from the Medes to now, p. 371. Etela'at Publishing