د ميوند ځانمرګي برید
دکندهار د خاکريز ولسوالۍ د ملي اردو پر قوماندانۍ باندې بريد | |
---|---|
د طالبانو لخوا تر سره سوي ځانمرګي بريد | |
هیواد | Afghanistan |
ولایت | کندهار ولايت |
ولسوالۍ | چشمو امنیتي قوماندانۍ ميوند ولسوالۍ[۱] |
زيان رسيدنه | |
مړي او ټپيان | ٤٣ سرتېري وژل شوي، ٩ ټپيان او ٦ نور نادرکه شوي ، (خو وروسته يې دوه تنه ژوندي موندل شوي) |
ترور ډول | ډلييز بريد، ځانمرګي بريدونه |
نور معلومات | |
اوسني سيمييز حالات | سيمه بيرته افغان ځواکونو ونيول |
معلوماتي وېب پاڼه | بي سي پښتو |
د افغانستان کندهار ولايت په مېوند ولسوالۍ کې د افغان ملي پوځ په مرکز د وسله والو طالبانو ډله يیز بريد کې ۴۳ سرتيري وژلي او نهه نور يي ژوبل کړل . دغه بريد په ١٨ اکتوبر ٢٠١٧ د شپي نزدې په دوه نيمي بجې د ميوند ولسوالۍ د چشمو په نوم پر پوځي کېمپ باندې ؤ.
د قومندانۍ نيول
[سمول]او قومندانۍ د لږ وخت دپاره د افغان ځواکونو د لاسه وتلی وه خو بيرته يې ونيول، او په دي جګړه کي لس بريدګر هم وژل شوي دي. او سرتېرو ته د اوښتي زيان کره شمېره نه دي معلوم. وسله والو طالبانو د بريد زمه واري ومنل. د طالبانو د قاري يوسف احمد په نوم وياند ويلي وه د موټر بم په مټ يې دغه بريد کړی دی او تر ۶۰ پورې د افغان سرتېرو د وژنې ادعا يې کړې وه.[۲]
خواخوږي
[سمول]١. زلمی ویسا د کندهار والي دا برید په سختو ټکو وغندی، او ويل يې چې غچ به يې هم اخلي.
٢. حامد کرزی د افغانستان پخوانی ولسمشر هم دا بريد وغانده او ويي ويل چې د کندهار د میوند ولسوالۍ پر هغې غمجنې پېښې خپله ژوره خواشیني څرګنده وي او په کلکه یی غندی چې په نتیجه کې یې یو ځل بیا زموږ د ملي اردو یو شمېر سرتېري او منسوبین شهیدان او ټپیان سول. پخوانی جمهور رئیس د دعاوو پر مهال د میوند د پېښې شهیدانو ته د جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا وکړه.
سرچينې
[سمول]- ↑ پژواک ټي وي ٢٠١٧. "د کندهار د خاکريز ولسوالۍ د جګړې دسيمې په اړه د پژواک تلویزیون ريپوټ".[مړه لينکونه]
- ↑ ډيوه ريډيو ويبپاڼه ٢٠١٧. "د کندهار د ميوند ولسوالۍ د جګړې نيټه او نور".