Jump to content

د لویې بریتانیا دویم جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لویې بریتانیا دویم جورج
د لویې بریتانیا دویم جورج
د لویې بریتانیا دویم جورج

د شخص معلومات
پيدايښت
هانوور   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه
لندن   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي [۵][۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ښځه
پلار
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
لاسليک
د لویې بریتانیا دویم جورج
د لویې بریتانیا دویم جورج

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم جورج (جورج اګستوس؛ په جرمني ژبه: ګئورګ اګوست؛ ۹ نومبر ۱۶۸۳ – ۲۵ اکتوبر ۱۷۶۰ زکال) د ۱۷۲۷ زکال د جون له ۱۱ مې نېټې (زوړ سټایل کلیزه) څخه په ۱۷۶۰ زکال کې تر خپلې مړینې پورې د لویې بریتانیا او ایرلنډ پاچا، د برانشوایک – لونبورګ (هانوفر) دوک او د روم د سپېڅلې سترواکۍ انتخابي شهزاده و.

جورج چې په شمالي جرمني کې وزیږېد او همالته را لوی شو، له دې امله هغه د لویې بریتانیا تر ټولو وروستی پاچا دی چې له لویې بریتانیا بهر زېږیدلی. د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل قانون او د ۱۷۰۷ زکال د اتحادیې قانون لامل وګرځېد څو هغه د خپلې انۍ سوفیا هانوفر له لوري د هغې پروتستانت اولادې ته د بریتانیا سلطنت په میراث پاتې شي. د سوفیا او په ۱۷۱۴ زکال کې د بریتانیا د ملکې آن له مړینې وروسته د هغه پلار چې د هانوفر انتخابي شاهزاده و د لویې بریتانیا لومړی جورج شو. هغه د خپل پلار د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د خپل پلار له مخالفو سیاستوالو سره تر هغه مهاله په اړیکه کې و کله چې په ۱۷۲۰ زکال کې بېرته له حاکم ګوند سره مل شو.

د پاچا په توګه جورج له ۱۷۲۷ زکال وروسته د بریتانیا په داخلي سیاست ډېر لږ کنټرول درلود او تر ډېره پورې دغه سیاستونه د بریتانیا د پارلمان له خوا کنټرول کېدل. د انتخاب کوونکي په توګه هغه دوولس اوړي په هانوفر کې تېر کړل چېرې چې هغه په دولتي پالیسیو لا زیات کنټرول درلود. هغه له خپل مشر زوی فردریک سره چې د پارلماني اپوزیسیون ملاتړ یې کاوه چندان اړیکه نه لرله. د اتریش د ځای ناستوب د جګړې پر مهال جورج د ۱۷۴۳زکال په ډټینګن جګړه کې برخه واخیسته او له دې امله وروستی بریتانوي پاچا شو چې د جګړې پر مهال یې د پوځ مشري کوله. په ۱۷۴۵ زکال کې د بریتانیا د سلطنت د کاتولیک مدعي جیمز فرانسیس اډوارډ ستورات (پخواني مدعي) ملاتړو د جیمز د زوی چارلس اډوارډ ستورات («ځوان مدعي») په مشرۍ هڅه وکړه د یعقوب پالو د وروستي پاڅون پر مهال د جورج واکمني را نسکوره کړي خو پاتې راغلل. فریدریک په ۱۷۵۱ زکال په ناڅاپي ډول د پلار له مړینې ۹ کاله وړاندې ومړ؛ د جورج ځای د هغه مشر زوی فریدریک ته پاتې شو چې بیا دریم جورج شو.

د دویم جورج له مړینې څخه دوه پېړۍ وروسته تاریخ لیوالتیا لره چې هغه په خپلو معشوقو باندې د تمرکز لرلو، غصه ناک والي او ټنبلۍ له امله په تحقیر کوونکي ډول توصیف کړي. له دغه مهال وروسته د هغه د میراث بیاځلي ارزونه د دې لامل وګرځېده څو څېړونکي دې پایلې ته ورسېږي چې هغه د بهرني سیاست او نظامي ټاکنو په برخه کې له هغې کچې زیات نفوذ درلود چې وړاندې انګېرل کېده.  

لومړی ژوند

[سمول]

جورج د جرمني په هانوفر ښار کې وزېږېد، د هغه له زیږون درې کاله وروسته د هغه خور سوفیا دوروتیا وزېږېده. د هغو والدینو جورج لوئیز چې د برانشوایک – لونبورګ ارثي شهزاده (وروسته د لویې بریتانیا پاچا لومړی جورج شو) و؛ او د سیلي سوفیا دوروتیا دواړو له یو بل سره نامشروع اړیکه لرله. په ۱۶۹۴ زکال کې د هغوی واده له دې امله منحل وګڼل شو چې سوفیا خپل مېړه پرېښی و. نوموړې په الدین کور (Ahlden House) نظر بنده شوه او د خپلو دواړو اولادونو له لیدنې څخه محرومه شوه؛ آن د دې احتمال شتون درلود چې هغوی هېڅکله خپله مور بیا وه نه لیدله. [۷][۸]

جورج تر څلور کلنۍ پورې یوازې په فرانسوي ژبه چې د دیپلماسۍ او دربار ژبه وه خبرې کولای شوې او وروسته بیا د خپل ښوونکي یوهان هیلمار هلشتاین څخه جرمني ژبه هم زده کړه. هغه د فرانسوي او الماني ژبو سربېره انګلیسي او ایټالوي ژبې هم زده کړې او همدارنګه یې نسب پوهنه، پوځي تاریخ او جنګي تاکتیکونه په ډېر غور سره زده کړل. [۹][۱۰]

هغه مهال چې ملکه آن په ۱۷۰۲ زکال کې د انګلستان، سکاټلنډ او ایرلنډ پاچاهۍ ته ورسېده، هغې اولاد نه درلود او د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل د قانون له مخې د انګلیس پارلمان د هغې نږدې پروتستانت خپلوان چې د جورج انۍ سوفیا او د هغې اولاده په کې راتله د انګلستان او ایرلنډ د وارثانو په توګه وټاکل. له همدې امله له انۍ او پلار وروسته جورج د دغو دریو قلمرونو څخه د دوو د ځای ناستي په توګه دریم ځایګی درلود. هغه په ۱۷۰۵ زکال کې د سوفیا د تابعیت له مخې انګلیسي تابعیت ترلاسه کړ. انګلستان او سکاټلنډ په ۱۷۰۷ زکال کې له یو بل سره یو موټي شول څو د لویې بریتانیا پاچاهي جوړه کړي، له همدې امله یې په مشترکه بڼه هغه ځای ناستی چی د انګلیس د استوګنې د قانون له مخې ټاکل شوی و، ومانه. [۱۱][۱۲]

د ولز شهزاده

[سمول]

له پاچا سره ستونزه

[سمول]

جورج او پلار یې د ۱۷۱۴ زکال د سپټمبر په ۱۶/۲۷ مه نېټه له هاګ څخه د انګلستان په لور حرکت وکړ چې دوه ورځې وروسته ګرینویچ ته ورسېدل. راتلونکې ورځ دوی د یو لړ تشریفاتو په ترڅ کې په رسمي ډول لندن ته ورسېدل. جورج ته د ولز د شهزاده لقب ورکړل شو. کارولین له خپلو لوڼو سره په اکتوبر کې خپل مېړه ته د ورتلو په موخه لندن ته سفر وکړ، په داسې حال کې چې فریدریک په هانوفر کې پاتې و څو د هغه خصوصي ښوونکي یې وروزي. لندن داسې یوځای و چې جورج تر اوسه نه و لیدلی. له هانوفر ۵۰ ځله لوی و او د وګړو شمېر یې هم نږدې یو نیم میلیون تنه اټکل شوی و. جورج د انګلیسانو لپاره د ستایونکو عباراتو په کارولو محبوبیت وموند او ادعا یې وکړه چې داسې یو څاڅکی وینه نه لري چې انګلیسي دې نه وي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۱۷۱۶ زکال په جولای میاشت کې پاچا د شپږو میاشتو لپاره هانوفر ته ولاړ او جورج ته یې د «قلمرو د ساتونکي او واکمن په توګه» یو لړ محدود واکونه ورکړل څو د خپل پلار په غیابت کې حکومت وچلوي. هغه د چیچسټر، هاوانټ، پورتسموث او ګلیفورډ له لارې په سویلي انګلستان کې یو لړ سلطنتي پرمختګونه لرل. لیدونکو یې اجازه لرله د ماښامنۍ پر مهال هغه د همپټون کورټ ماڼۍ په عمومي برخه کې وویني. د هغه د ترور لپاره هڅه په دروري لېن سلطنتي تیاتر کې وشوه چې د بریدګر تر کنټرول لاندې نیولو وړاندې یو کس په ډزو ووژل شو او دغه چاره د هغه د عامه شهرت لامل وګرځېده. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

پلار یې د جورج د محبوبیت له امله په هغه بې باوره و او له هغه سره به یې بخیلي کوله، هغه چاره چې د پلار او زوی ترمنځ یې د اړیکو له ترینګلتیا سره مرسته وکړه. په ۱۷۱۷ زکال کې د جورج د دویم زوی شاهزاده جورج ویلیام زیږون د کورني جنجال لپاره په یو عامل واوښت. پاچا په ښکاره ډول د رواج له مخې د نیوکسل لومړنی دوک چمبرلین توماس پلهام هولز دغه ماشوم ته د تعمید غسل د ورکولو په موخه وټاکه. خو له دې امله چې جورج له نیوکسل څخه کرکه لرله او د تعمید په مراسمو کې یې دوک ته سپکاوی وکړ، له دې امله یې پلار په هغه غصه شو او دوک په غلطه توګه د هغه سپکاوی د دوه په دوه سیالۍ په توګه وباله. له دې امله پاچا خپل زوی له خپل استوګنځای یا له سنټ جیمز ماڼۍ څخه تبعید کړ. د ولز شاهزاده او شاهزادګۍ دربار پرېښود خو اولادونه یې د پاچا تر پالنې لاندې پاتې شول. [۲۲][۲۳][۲۴]

جورج او کارولین چې په خپلو ماشومانو پسې خواشیني شوي و او د هغوی له لیدنې ناهیلي شوي، یو ځل په پټه سره د پاچا له اجازې پرته د هغوی د لیدنې په موخه ماڼۍ ته ورغلل؛ کارولین بېهوښه شوه او جورج «د یو ماشوم په توګه هغې ته وژړل». پاچا تر یوه بریده تسلیم شو او هغوی ته یې اجازه ورکړه په اونۍ کې یوځل هلته ورشي، خو وروسته یې کارولین ته اجازه ورکړه چې هر وخت کولای شي د خپلو بچیانو لیدنې ته ورشي. د ۱۷۱۸ زکال په فبروري میاشت کې د هغوی زوی جورج ویلیام چې یوازې درې میاشتنۍ و او پلار یې ورسره په خوا کې و ومړ. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې

[سمول]
  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cr5v3d — subject named as: George II of Great Britain — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7055 — subject named as: George II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1982 — subject named as: George II — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : 118538543  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. Libris-URI: https://libris.kb.se/katalogisering/fcrtvpwz3dmtjrv — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۸ سپټمبر ۲۰۱۲
  6. NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/021/000086760/
  7. Van der Kiste, p. 6.
  8. Black, George II, pp. 35–36; Thompson, p. 19; Van der Kiste, p. 7.
  9. Thompson, p. 16.
  10. Trench, p. 7; Van der Kiste, p. 9.
  11. Thompson, pp. 35–36.
  12. Union with Scotland Act 1706 and Union with England Act 1707, The National Archives, retrieved 20 September 2011.
  13. Van der Kiste, p. 36.
  14. Trench, p. 38; Van der Kiste, p. 37.
  15. Thompson, pp. 39–40; Trench, p. 39.
  16. Van der Kiste, p. 37.
  17. Trench, p. 55; Van der Kiste, p. 44.
  18. Trench, pp. 63–65; Van der Kiste, p. 55.
  19. Van der Kiste, p. 59.
  20. Black, George II, p. 45; Thompson, p. 47.
  21. Van der Kiste, p. 61.
  22. Trench, p. 75; Van der Kiste, p. 61.
  23. Trench, p. 77.
  24. Black, George II, p. 46; Thompson, p. 53; Trench, p. 78.
  25. Van der Kiste, p. 66.
  26. Van der Kiste, pp. 66–67.
  27. Trench, p. 80.