Jump to content

د لویې بریتانیا لومړی جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د لویې بریتانیا لومړی جورج
د لویې بریتانیا لومړی جورج
د لویې بریتانیا لومړی جورج

د شخص مالومات
پيدايښت
هانوور [۲]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 11 جون 1727 (67 کاله)  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت لويې برېتانيا پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
اولاد
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه جرمني ژبه   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه
د کړنې څانګه سياست [۳]  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
د لویې بریتانیا لومړی جورج
د لویې بریتانیا لومړی جورج

  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

لومړی جورج (جورج لوئیز؛ په جرمني ژبه: ګئورګ لودویګ؛ ۲۸ مۍ ۱۶۶۰ – ۱۱ جون ۱۷۲۷ زکال) د ۱۷۱۴ زکال د اګست له لومړۍ نېټې څخه د لویې بریتانیا او ایرلنډ پاچا او همدارنګه د ۱۶۹۸ زکال د جنوري له ۲۳ مې نیټې څخه په ۱۷۲۷ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د برانشوایک لونبورګ د انتخابي دوک میشتو (هانوفر) له واکمنانو څخه و. نوموړی د هانوفر کورنۍ څخه لومړی بریتانوی پاچا و.  

جورج چې په هانوفر کې د ارنست اګوستوس او د هانوفر د سوفیا په کورنۍ کې وزېږېد د برانشوایک لونبورګ دوک میشتو القاب او قلمرو ورته له خپل پلار او ترونو په میراث پاتې شول. په اورپا کې د پرله پسې جګړو په پایله کې هغه د خپل ژوند پر مهال خپل جرمنی قلمرو پراخ کړ. نوموړی په ۱۷۰۸ زکال کې د هانوفر د انتخابي شاهزاده په توګه ومنل شول شو. په ۱۷۱۴ زکال کې د خپلې مور او د خپلې خاله لور له مړینې وروسته چې د لویې بریتانیا ملکه آن وه؛ جورج د هغې د تر ټولو نږدې ژوندي پروتستانت خپلوان په توګه د ۱۷۰۱ زکال د حل او فصل د قانون له مخې د بریتانیا سلطنت ته ورسېد. ژاکوبیانو (یعقوب پالو) ډېره هڅه وکړه جورج له واکه بې برخې کړي او د ملکې میرنی کاتولیک ورور جیمز فرانسیس اډوارډ ستورات د هغې ځای ناستي کړي خو هڅو یې نتیجه ور نه کړه.

د جورج د واکمنۍ پر مهال د سلطنت واکونه را کم شول او بریتانیا، د لومړي وزیر په مشرۍ د کابینې نوي سیسټم ته مخه کړه. د هغه د واکمنۍ په وروستیو کې واقعي سیاسي واک د رابرټ والپول په لاس کې و چې د بریتانیا د لومړي ډي فکټو (بالفعل) لومړي وزیر په توګه پېژندل کېده. جورج خپل زېږون ځای هانوفر ته د سفر پر مهال د سکتې له امله ومړ او همالته خښ کړای شو. هغه تر ټولو وروستی بریتانوی پاچا دی چې له بریتانیا بهر خاورو ته سپارل شوی.

لومړی ژوند

[سمول]

جورج د ۱۶۶۰ زکال د مۍ په ۲۸ مه د روم په سپېڅلې سترواکۍ کې د هانوفر ښار په برانشوایک – لونبورګ دوک میشته سیمه کې وزېږېد. هغه د برانشوایک – لونبورګ د دوک ارنست اګوستوس او هغه د مېرمنې سوفیا پالاتینیتي مشر زوی و. سوفیا د خپلې مور الیزابت ستورات له لوري چې د بوهمیا ملکه وه د انګلنډ د پاچا لومړي جیمز لمسۍ وه. [۴]

جورج د خپل ژوند په لومړي کال کې د خپل پلار او دریو بې اولاده ترونو د جرمني قلمرو یوازنی وارث و. د جورج ورور اګوستوس په ۱۶۶۱ زکال کې وزېږېد دغه دوه ماشومان (کورنۍ یې ورته د ګئورګن او ګوستچن نومونه کارول) یوځای را لوی شول. مور یې د څه کم یو کال لپاره (۱۶۶۴ – ۱۶۶۵ زکال) له یوې ناروغۍ څخه د خلاصون په موخه په ایټالیا کې د یوې اوږدې رخصتۍ په تېرولو سره له دوی څخه لرې وه؛ خو په منظم ډول یې د خپلو زامنو له پالونکي سره لیکونه تبادله کول او د هغوی له تربیې سره یې ډېره لیوالتیا لرله؛ همدا وه چې بېرته راوګرځېده. سوفیا د ارنست اګوستوس څخه څلور نور زامن او یوه لور هم وزېږوله. سوفیا په خپلو لیکونو کې جورج د مسئولیت منونکي او وظیفه پېژندونکي ماشوم په توګه یادوه چې د خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو لپاره یوه نمونه ګرځېدلی و. [۵][۶]

په ۱۶۷۵ زکال د جورج مشر تره له کومې ستونزې لرلو پرته ومړ، خو دوه نورو ترونو یې واده وکړ او د جورج ارث یې له ګواښ سره مخ کړ ځکه امکان یې درلود چې د ترونو املاک یې د تره زامنو ته پاتې شي که چېرې هغوی په کورنۍ کې له جورج پرته ماشومان لرلي وای. د جورج پلار هغه ښکار او اس زغلونې ته له ځان سره بوتله او هغه ته یې نظامي مسائل ورزده کول. ارنست اګوستوس چې له خپلې نامالومې راتلونکې باخبره و پنځلس کلن جورج یې په جګړه کې د ارزونې او روزنې په موخه د فرانسې او هالنډ جګړې ته له ځان سره یووړ.  [۷]

په ۱۶۷۹ زکال کې د هغه بل تره په ناڅاپي ډول له کوم ماشوم لرلو پرته ومړ او پلار یې ارنست اګوستوس د کالنبرګ – ګوتینګن د دوک میشتې سیمې او هانوفر سلطنت ته ورسېد. د جورج ژوندی تره، جورج ویلیام سل له خپلې معشوقې سره واده وکړ څو خپلې یوازنۍ لور سوفیا دوروتیا ته مشروعیت وبخښي، خو دا لرې وه چې هغه دې بل ماشوم ولري. نو له دې امله چې د سالیک قانون له مخې د قلمرو ارث یوازې نارینه نسل ته پاتې کېده د پلار او ترونو پر ځای د جورج او د هغه د وروڼو ځای ناستوب خوندي شو. په ۱۶۸۲ زکال کې کورنۍ هوکړه وکړه چې د لومړیتوب اصل باید ومني، دا په دې معنی و چې جورج ته د خپل پلار ټول قلمرو په میراث پاتې کېده او اړ نه و څو هغه له خپلو وروڼو سره وویشي. [۸]

جګړې او پاڅونونه

[سمول]

واک ته د جورج له رسېدو څخه په څه کم یو کال کې د ۱۷۱۵زکال په عمومي ټاکنو کې ویګ ډلې په غوڅ اکثریت ټاکنې وګټلې. د ټوري ماتې خوړلي ګوند غړو له یعقوب پالو سره همدردي وکړه؛ هغو چې هڅه کړې وه د جورج پر ځای د ملکې آن میرنی کاتولیک ورور جیمز فرانسیس اډوارډ ستورات د واک ګدۍ ته ورسوي. د ټوري ګوند یو شمېر ناخوښه غړي د یعقوب پالو له بغاوت سره مل شول چې بیا د پنځلسو ډلې « The Fifteen» په توګه پېژندل کېدل. د جیمز ملاتړو د لارډ مار په مشرۍ چې سکاټلنډي اشرافي و او وړاندې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت کړی و په سکاټلنډ کې، چېرې چې له یعقوب پالنې څخه د انګلستان په پرتله ډېر ملاتړ کېده؛ پاڅون ته لمن ووهله. له دې سره یادې ډلې له دې امله سخته ماته وخوړه چې د مار جنګي طرحه ډېره کمزورې وه او جیمز هم له ډېرو لږ پیسو او وسلو سره ناوخته راورسېد. د کال په وروستیو کې دغه پاڅون وپاشل شو. د ۱۷۱۶ زکال په فبروري میاشت کې جیمز او لارډ له ماتې سره مخ شول او اړ شول فرانسې ته وتښتي. د پاڅون له ماتېدو وروسته له دې سره چې یو شمېر اعدامونو او د اموالو مصادرو شتون درلود؛ جورج د دولت د غبرګون د بدلون په موخه اقدام وکړ، نرمي یې وښوده او له مصادره شوو املاکو څخه ترلاسه کېدونی عاید یې په سکاټلنډ کې ښوونځیو او د ملي پورونو د یوې برخې د ورکړې لپاره ځانګړی کړ. [۹]

په ټوریانو باندې د جورج ناباوري ویګانو ته د واک له لېږد سره مرسته وکړ. د جورج د واکمنۍ پر مهال د ویګانو واک دومره پراختیا ومونده چې ټوریانو تر نیمې نورې پېړۍ پورې ونشو کولای واک ته ورسېږي. له ټاکنو وروسته د ویګانو تر واکمنۍ لاندې پارلمان د اووه کلنې دورې د ۱۷۱۵ زکال قانون تصویب کړ چې د پارلمان کاري دوره یې اووه کلونو ته وغزوله (له دې سره چې حاکم کولای شو هغه منحل کړي). له همدې امله هغه ویګان چې وړاندې په دولت کې و کولای یې شو د اوږد مهال لپاره په خپل ځایګي پاتې شي. [۱۰][۱۱][۱۲]

په لویه بریتانیا کې واک ته له رسېدو وروسته د جورج اړیکه له خپل زوی سره (چې تل کمزوری و) خرابه شوه. د ولز شهزاده جورج اګستوس د خپل پلار له سیاستونو سره چې په کې په بریتانیا کې د مذهبي آزادیو زیاتوالی او د سویډن په لګښت باندې د هانوفر جرمني قلمرو پراختیا شاملېدله؛ مخالفتونو ته لمن ووهله. په ۱۷۱۷ زکال کې د یوه لمسي زیږون د جورج او د ولز د شهزاده ترمنځ د لوی جنجال لامل وګرځېد. پاچا د دود له مخې، لارډ چمبرلین (توماس پلهام هولز – د نیوکسل لومړی دوک) دغه ماشوم ته د تعمید غسل ورکولو په موخه وټاکه. له دې امله چې د ولز شهزاده له نیوکسل څخه کرکه لرله د تعمید په مراسمو کې یې دوک ته سپکاوی وکړ؛ دغې چارې پاچا په غصه کړ ځکه دوک دغه سپکاوی د دوه په دوه سیالۍ په توګه درک کړی و. شهزاده ته وویل شول چې د سنټ جیمز ماڼۍ خوشې کړي. د شهزاده نوی کور یا لسټر کور د پاچا د سیاسي مخالفینو په ملاقات ځای واوښت. پاچا او زوی یې وروسته د رابرټ والپول په ټینګار او د ولز د شهزاده د ښځې په غوښتنې سره چې له خپل مېړه سره کډه شوې وه خو په خپلو ماشومانو پسې خواشینې وه، بېرته سره په خوله شول. خو له دې سره د پلار او زوی اړیکې نور هېڅکله پخوانی صمیمیت نه درلود. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : 118538535  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118538535  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ntk20231176638 — د نشر نېټه: ۷ فبروري ۲۰۲۳
  4. Weir, Alison (1996). Britain's Royal Families: The Complete Genealogy, Revised edition. Random House. pp. 272–276. ISBN 978-0-7126-7448-5.
  5. Hatton, pp. 26–28.
  6. Hatton, p. 29.
  7. Hatton, p. 34.
  8. Hatton, p. 30.
  9. Hatton, pp. 174–179.
  10. Williams, pp. 151–152.
  11. "Septennial Act 1715 (c.38)". UK Statute Law Database, Ministry of Justice. خوندي شوی له the original on 30 September 2007. بياځلي په 20 August 2007.
  12. Lease, Owen C. (1950). "The Septennial Act of 1716". The Journal of Modern History. 22: 42–47. doi:10.1086/237317. S2CID 143559342.
  13. Hatton, pp. 199–202.
  14. Hatton, pp. 207–208.
  15. Dickinson, p. 49.
  16. Arkell, R. L. (1937). "George I's Letters to His Daughter". The English Historical Review. 52: 492–499. doi:10.1093/ehr/LII.CCVII.492.