د فرانسې څلورم هنري
د فرانسې څلورم هنري | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس [۳] |
ښځه | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه ، اوکسيتاني ژبه |
لاسليک | |
سمول |
څلورم هنري (۱۳ ډسمبر ۱۵۵۳ – ۱۴ مۍ ۱۶۱۰ زکال) چې همدارنګه د ښه هنري پاچا یا لوی هنري په نوم پېژندل کېږي؛ له ۱۵۷۲ زکال څخه د ناوار پاچا و (د دریم هنري په توګه) چې بیا د ۱۵۸۹ زکال څخه تر ۱۶۱۰ زکال پورې د فرانسې پاچا شو. نوموړی له بوربون کورنۍ څخه د فرانسې لومړنی پاچا و چې د کاپتیانو په لړۍ کې کادتي څانګې ته اړوند و. نوموړی په ۱۶۱۰ زکال کې د فرانسوا راویلاک له خوا چې یو سخت دریځی کاتولیک و ترور شو او پر ځای یې د هغه زوی دیارلسم لویي واک ته ورسېد.
هانري د وانډوم د دوک، آنتوان دوبوربون او د هغه د مېرمنې جین دالبرت چې د ناوار ملکه وه؛ زوی و. هنري ته د یو کاتولیک په توګه د تعمید غسل ورکړل شو خو د خپلې مور له خوا د پروتستانت عقیدې په لرلو را لوی شو. هغه ته د ناوار تاج او تخت په ۱۵۷۲ زکال د مور له مړینې وروسته په میراث پاتې شو. هانري د یو اوګنو په توګه د فرانسې په مذهبي جګړو کې ونډه لرله او په ډېرې ستونزې سره یې د سن بارتلومي د عام وژنې پر ورځ ځان وژغوره. هغه وروسته د سلطنتي پوځ پر وړاندې د پروتستانت ځواکونو مشري وکړه.
هنري او د هغه څخه مخکښ د فرانسې دریم هنري د پاچا نهم لوئي له مستقیمو لمسیانو څخه و. دریم هانري د والوا کورنۍ ته اړوند و چې د فرانسې د دریم فیلیپ لمسی او د سنت لوئي زوی و. څلورم هنري بوربون کورنۍ ته اړوند و چې د کلرمونټ د کنټ رابرټ لمسی او د سنت لوئي کوچنی زوی و. د بوربون د کورنۍ د مشر په توګه هنري د «وینې له مخې لومړنی شاهزاده» و چې په ۱۵۸۹زکال کې د خپل اوښي او لرې د تره زوی دریم هنري له مړینې وروسته د سالیک د قانون له مخې د فرانسې د پاچاهۍ ځای ناستی شو.
نوموړي په پیل کې پروتستانت باورونه وساتل (یوازنی فرانسوي پاچا و چې داسې یې وکړل) او اړ شو له کاتولیک اتحادیې سره مبارزه وکړي، هغه اتحادیه چې نه یې غوښتل د فرانسې د پاچاهي تاج د د یو پروتستانت پر سر کېښودل شي. له څلور کاله کړکېچ وروسته هغه د خپلې پاچاهۍ د ترلاسه کولو په موخه کاتولیک شو. هغه د یو عمل کوونکي سیاستوال په توګه نانت فرمان (۱۵۹۸ زکال) خپور کړ چې پروتستانتانو ته یې مذهبي آزادۍ تضیمن کولې او په اغېزمنه توګه یې د فرانسې مذهبي جګړو ته پای ټکی کېښود.
د یو فعال حاکم په توګه هنري؛ د دولت د مالي چارو د تنظیم کولو، د کرنې د ترویج، د فساد د له منځه وړو او د ښوونې او روزنې د ترویج په برخو کې هڅې وکړې. د هغه د پاچاهۍ پر مهال د امریکا په لویه وچه کې په حقیقي ډول فرانسوي استعمار پیل شو او په اکاډیا او د کاناډا په پورټ رویال او کیوبیک کې یې مستعمرې جوړې کړې. نوموړی د "Vive le roi Henri" په مشهوره سندره (چې وروسته د هغه د ځای ناستو پر مهال د فرانسې د پاچاهۍ په ملي سرود واوښته) او د ولټېر په هنرېډ حماسي شعر کې ستایل شوی.
د څلورم هنري د واکمنۍ پر مهال نړیوالې اړیکې
[سمول]د څلورم هنري د پاچاهۍ پر مهال په لویدیځه اروپا باندې د واک موندلو په موخه د فرانسې، د هسپانیا د هابسبورګ واکمنانو او د روم د مقدسې سترواکۍ ترمنځ سیالۍ دوام وموند. دغه شخړې د دېرش کلنې جګړې تر پای پورې حل نه شوې.
هسپانیا او ایټالیا
[سمول]د سلطنت پر سر د هنري د مبارزې پر مهال هسپانیا د کاتولیک ډلې اصلي ملاتړې وه او هڅه یې وکړه چې واک ته د هانري له رسېدو مخه ونیسي. د پارما د دوک تر قوماندې لاندې هسپانوي هالنډي پوځ په ۱۵۹۰ زکال کې د هانري پر ضد حرکت وکړ او د پاریس محاصره یې ماته کړه. بل هسپانوي پوځ بیا د هنري له مخالفو اشرافو سره د هنري پر ضد مرسته وکړه څو د خپلو ځواکونو پر ضد په ۱۵۹۲ زکال کې د کراون جګړه وګټي.
د هانري له تاج اېښېدو وروسته جګړې دوام وکړ ځکه د فرانسې او هسپانیا د دولتونو ترمنځ رسمي جګړې دوام درلود، خو د ۱۵۹۷ زکال په سپټمبر میاشت کې د آمیان په محاصره کې له بریا وروسته د وروینس د سولې هوکړه په ۱۵۹۸ زکال کې لاسلیک شوه. دغه هوکړه لامل وګرځېده چې ساوی ته د هغه پام واړوي ځکه هغه هم ورسره په جګړه کې و. د هغوی سره یې شخړه په ۱۶۰۱ زکال کې د لیون د معاهدې پرمټ حل شوه چې د فرانسې او د ساوی دوک میشتې سیمې ترمنځ یې قلمروي راکړه ورکړه لازمي کړه.
جرمني
[سمول]په ۱۶۰۹ زکال کې د یولیخ د ځای ناستوب کړکېچ د هنري د دیپلماتیکې مداخلې له امله حل شو. عمومي باور پر دې و چې هنري په ۱۶۱۰ زکال کې د روم د سپېڅلې سترواکۍ پر وړاندې جګړې ته چمتوالی نیو. خو د ماري دو مدیچي تر واکمنۍ لاندې هسپانیا سره د هغه د اړیکو ښه کېدو او ورپسې د هغه ترور د دغې جګړې لپاره چمتوالي ته پای ټکی کېښود.
عثماني سترواکي
[سمول]د فرانسې سلطنت ته د هنري له رسېدو وړاندې فرانسوي اوګنویانو د ۱۵۷۰مې لسیزې پر مهال له موریسکو اراګونیانو سره په هسپانیا کې د هابسبورګ د دولت پر ضد اړیکه لرله. د ۱۵۷۵ زکال په شاوخوا کې د الجزایر د پاچا او د عثماني سترواکۍ په هوکړې سره د هسپانوي اراګونیانو پر ضد د هنري تر رهبرۍ لاندې د آراګون د موریسکویانو او د بیرن د اوګنویانو په ترکیب د برید پلان جوړ شو، خو دغه پلان اراګون ته د اطریش د جان په رسېدو او د موریسکویانو په خلع سلاح کېدو سره له منځه لاړ. په ۱۵۷۶ زکال کې له قسطنطنې څخه درې چنګک لرونکې جنګي بېړۍ حرکت وکړ څو په مورسیا او او والنسیا کې سرتېري ښکته کړي په داسې حال کې چې فرانسوي اوګنویانو له شمال لوري برید کړی و او موریسکو یانو هم خپل پاڅون ترسره کاوه، خو عثماني بېړۍ وه نه توانېدې سیمې ته ځان ورسوي. [۴][۵][۶]
هنري واک ته له رسېدو وروسته د فرانسې او عثماني اتحاد سیاست ته دوام ورکړ او په ۱۶۰۱ زکال کې د دریم سلطان محمد څخه یې د سفارت جوړولو اجازه ترلاسه کړه. په ۱۶۰۴ زکال کې د څلورم هنري او د عثماني لومړي سلطان احمد ترمنځ د «سولې او مالي مرستو هوکړه» لاسلیک شوه. دغې هوکړې د فرانسې او عثماني سترواکۍ لپاره ګڼ شمېر ګټې له ځان سره لرلې. [۷][۸]
په ۱۶۰۶-۱۶۰۷ زکال کې څلورم هنري، ارنولټ دو لیسلی مراکش ته د سفیر په توګه ولېږه څو د دوستۍ له هوکړو څخه د تېر په څېر پیروي وکړي. په ۱۶۰۸ زکال کې یې د فرانسوا ساواري دو بروز په مشرۍ تونس ته سیاسي استازي (دیپلماتان) ولېږل. [۹]
ترور
[سمول]د هنري د وژلو هڅې لږ تر لږه د دولس ځلو لپاره شوې چې په کې د پیری باریر له خوا د ۱۵۹۳ زکال په اګست میاشت او همدارنګه د جین چتل له خوا د ۱۵۹۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د وژلو هڅې شاملېږي. د هنري د وژلو یو شمېر دغه هڅو له دې سرچینه اخیسته چې یو شمېر کاتولیکانو هغه غاصب او پروتستانتانو هم خاین باله.[۱۰][۱۱][۱۲]
هنري د ۱۶۱۰ زکال د مۍ په ۱۴ مه په پاریس کې د فرانسوا راویلاک له خوا چې یو کاتولیک سخت دریځی و؛ په رو دلا فرونري واټ کې پر چاقو ووهل شو او وه یې واژه. د برید پر مهال د هنري لېږدونکې وسیله د ملکې د تاج اېښودو د مراسمو له امله په بیروبار کې بنده وه، هماغه ډول چې د ګاسپار بوتاتس له خوا په شوې حکاکي کې انځور شوې. د مونت بازون دوک، هرکول دو روهان د هغه د ترور پر مهال له ده سره و؛ هغه ټپي شوی و خو ژوندی پاتې شو. راویلاک له ځنډ پرته ونیول شو او څو ورځې وروسته اعدام شو. هنري په سنټ دنیز کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. [۱۳][۱۴]
د هغه کونډې ماري دو مدیچي تر ۱۶۱۷ زکال پورې د خپل ۹ کلن زوی، دیارلسم لوئي د نایب السلطنت په توګه خدمت وکړ. [۱۵]
سرچينې
[سمول]- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118548174 — د نشر نېټه: ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118548174 — د نشر نېټه: ۴ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500122324 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۱۹ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute — د خپرولو نیټه: ۲۸ نومبر ۲۰۱۷
- ↑ Kaplan, Benjamin J; Emerson, Michael O (2007). Divided by Faith. p. 311. ISBN 9780674024304. نه اخيستل شوی 19 December 2010.
- ↑ Lea, Henry Charles (January 1999). The Moriscos of Spain: Their Conversion and Expulsion. p. 281. ISBN 9780543959713.
- ↑ L.P. Harvey (15 September 2008). Muslims in Spain, 1500 to 1614. p. 343. ISBN 9780226319650. نه اخيستل شوی 19 December 2010.
- ↑ Ziegler, Karl-Heinz (2004). "The peace treaties of the Ottoman Empire with European Christian powers". In Lesaffer, Randall (ed.). Peace Treaties and International Law in European History: From the Late Middle Ages to World War One. Cambridge University Press. p. 343. ISBN 978-0-521-82724-9.
- ↑ Gocek, Fatma Muge (3 December 1987). East Encounters West: France and the Ottoman Empire in the Eighteenth Century. p. 9. ISBN 9780195364330.
- ↑ Moalla, Asma (27 November 2003). The Regency of Tunis and the Ottoman Porte, 1777-1814: Army and Government of a North-African Eyâlet at the End of the Eighteenth Century. p. 59. ISBN 9780203987223.
- ↑ Baird, Vol. 2, p. 367
- ↑ Baird, Vol. 2, p. 368
- ↑ Pierre Miquel, Les Guerres de religion, Paris, Club France Loisirs (1980) ISBN 2-7242-0785-8, p. 399
- ↑ de l'Estoile, Pierre. Journal du règne de Henri IV. Paris: Gallimard, 1960. p. 84
- ↑ Knecht, Robert J. "The Murder of le roi Henri". History Today, May 2010.
- ↑ Moote, A. Lloyd. Louis XIII, the Just. University of California Press, Ltd., 1989. p. 41