Jump to content

د والویس مارګریت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د والویس مارګریت (زېږون: د ۱۵۵۳ کال د مۍ ۴ – مړون: د ۱۶۱۵ کا لد مارچ ۲۷مه)، چې په عامه توګه د رین مارګوټ په نوم مشهوره وه، هغه د والویس د سلسلې یوه فرانسوۍ شهزادګۍ وه چې د نواري د درېیم هینرې سره د واده له لارې د نواري ملکه او بیا کله چې یې مېړه په ۱۵۸۹ کال کې د څلورم هینرې تاج پر سر کېښود، د فرانسې ملکه وه.

مارګریټ د فرانسې د پاچا دویم هینري او کاترین دي میدیسي لور او د پاچاهانو هر یوه فرانسیس دویم، چارلیز نهم او هینري درېیم خور وه. د نواري له پاچا سره  هغې یووالی چې موخه یې په فرانسه کې د کاتولیکانو او هوګینټس په پخلاینه کې برخه اخیستنه وه، د واده د مراسمو څخه شپږ ورځې وروسته له هغه چې د سینټ بارتولومیو د قتل عام او د فرانسې د مذهبي جګړو د بیا پیلولو له امله خرابه شوه. د فرانسې د دریم هینري او مالکونټینټس ترمنځ په شخړه کې، هغې د فرانسیس، ډیوک آف انجو، د خپل کشر ورور، چې د هینري د هغې په وړاندې ژوره کرکه درلوده، اړخ واخیست.

د نواري د ملکې په توګه، مارګریت همداشان د خپل میړه او د فرانسې د سلطنت تر منځ په توپاني اړیکو کې د ارامۍ رول لوبولی دی. هغه چې د دواړو محکمو تر منځ تله راتله، هڅه یې وکړه تر څو د یوې ښځې په توګه ښاد ژوند ولري، خو د هغې وچوالی او د کورنۍ جګړو د ذاي سیاسي شخړو له امله د هغې د ګډو ژوند دوره پای ته ورسېده. هغه چې د ورور له خوا ورسره ښه چلند نه کېده او د یوه بې ټیکاوه او فرصت غوښتونکي میړه له خوا تل رټل کېدله، نو اړ شوه چې په ۱۵۸۵ کال کې مخالف دریځ ونیسي. هغې د کاتولیک لیګ اړخ ونیو او مجبوره شوه چې په اورونګ په تبعید کې ۲۰ کلن ژوند تېر کړي. په ۱۵۹۹ کال کې هغې د «سلطنتي طلاق»، د واده فسخ کېدو ته غاړه کېښوده خو هغه هم د سخاوتمندانه تاوان له ورکړې وروسته.[۱][۲]

هغه چې یوه مشهوره ادیبه، روڼ اندې او همداشان یوه ډېره سخاوتمنده ښځه وه، د دربار په کلتوري ژوند کې یې د پام وړ رول درلود، په تېره بیا د په ۱۶۰۵ کال کې له تبعید څخه له راستنېدو وروسته. هغې تر جسمي مینې پورې د افلاطوني مینې برترې ته تبلیغ کاوه. د هغې د زندان په موده کې، هغې له وخت نه په ګټې اخیستنې سره خپلې خاطرې ولیکلي، چې دا کار په خپل ذات کې هغه د لومړنۍ ښځې په توګه په تاریخ کې ثبت کړې چې داسې کار یې وکړ. هغه د خپل وخت یو له تر ټولو زیاته شیک کاليو اغوستونکو ښځو څخه وه چې د خپلو کالیو له امله یې د اروپا زیاتره دربارونه تر خپل اغېز لاندې راوستي وو.

د هغې له مړینې وروسته، د هغې په اړه حکایتونو او تورونو یو ډول افسانه جوړه کړه. د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د پراخو تاریخونو مورخانو د هغې ژوند په پراخه کچه سره وڅېړه او بالاخره دې پایلې ته ورسېدل چې د هغې په اړه د رسوا کوونکي شهرت زیاتره عناصر د هغو تبلیغاتو له مخې رامنځته شوي و چې په سیاست کې یې د ښځو ګډون ته په سپکه سترګه کتل او دا کار زیاتره د په اوولسمه پېړۍ کې د بوربن د سلسلې د دربار له خوا تر سره شوی و.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ژوند

[سمول]

د ژوندانه لومړي کلونه

[سمول]

د والویس مارګریټ د ۱۵۵۳ کال د مۍ په ۱۴مه د سنټ ژرمن په سلطنتي کلا کې زېږیدلې ده. هغه د خپل مور او پلار یعنې دویم هینرې او کاټرین دي مډیچي اووم اولاد او درېیمه لور وه. د هغې دری وروڼه د فرانسې پاچاهان و: دویم فرانسیس، نهم چارلز او درېیم هینري. د هغې خور، د والویس الیزابیټ د هسپانیې د دویم پاچا فیلیپ درېیمه میرمن شوه او ورور یې دویم فرانسیس بیا د سکاټلنډ له ملکې مري سره واده وکړ.[۹][۱۰][۱۱]

د هغې وړکتوب د فرانسي په سلطنتي وړکتون کې له خپلو خویندو هرې یوې الیزابیټ او کلوډ سره د شارلوټ دو وین تر څارنې لاندې تېر شو، چې کاتولیکانو پورې تړلې ډېره هوښیاره او فضیلت لرونکې میرمن وه. د هغې د خویندو له واده کولو وروسته، مارګریټ په شاټو ډي امبویز کې له خپلو وروڼو هر یوه هینري او فرانسیس سره را لویه شوه. په خپل کوچنیوالې کې د هغې ورور نهم چارلیز هغې ته د مارګوټ لقب ورکړ.[۱۲][۱۳]

په فرانسوي دربار کې، هغې ګرامر، کلاسیک ادبیات، تاریخ او مقدس کتاب ولوست. مارګریټ ایټالوي، هسپانوي، لاتین او یوناني ژبې د خپلې مورنۍ فرانسوي ژبې برسیره زده کړل. هغې همداشان په نثر، شعر، اسپ ځغلولو او نڅا کې هم مهارت درلود. هغې له خپلې کورنۍ او دربار سره د فرانسې په ستر تور (۱۵۶۶ – ۱۵۶۴) کې سفر وکړ. په دغه دوره کې، مارګریټ له خطرناک او پیچلي سیاسي وضعیت څخه معلومات تر لاسه کړل او د سیاسي منځګړتوب هنر یې له مور څخه زده کړل.[۱۴][۱۵][۱۶]

په ۱۵۶۵ کال کې، کاترین د دویم فیلیپ له وزیر ډوک البا سره په بایون کې د مارګریټ او اسټوریاس له شهزاده کارلوس سره د واده د رشتې جوړولو لپاره ملاقات وکړ. خو بیا هم، البا د خانداني واده په اړه هر ډول فکر کولو څخه ډډه وکړه. له پرتګالي سباسټین او ارشیدوک روډولف سره هم د واده لپاره خبرې اترې بې پایلې پای ته ورسېدې.[۱۷]

د هغې د تنکۍ ځوانۍ په کلونو کې، هغې او ورور یې هینرې ډېر نږدې ملګري وو. په ۱۵۶۸ کال کې، په داسې حال کې چې له دربار څخه وتلو او د سلطنتي پوځ مشري یې پر غاړه وه، نو نوموړي د خپلو ګټو نه ساتنه او دفاع خپلې ۱۵ کلني خور او مور ته وسپارله.[۱۸]

د هغه خبرو ما ته داسې الهام راکړ چې پخوا مې هېڅ فکر نه کاوه چې زه به هغه ولرم. ما په طبیعي توګه یو ډول شجاعت درلوده او کله چې له بېهوښی را ووتم، نو مې پام شو چې زه په بشپړ ډول سره بدل شوی یم. د هغه خطاب زه ډېره خوشحاله کړم او په ما کې یې یو ډول اعتماد په نفس رامنځته کړ. او دې ته مې پام شو چې زه له هغه څه چې ما یې تصور کاوه، ډېره وړتیا لرم.[۱۹]

هغه چې له دې ماموریت څخه خوشحاله وه هغه یې په خورا وجدان او صداقت تر سره کړه، خو د نوموړې د خاطرو له مخې، کله چې هینرې له سفر را وګرځېد، نو له دې یې هېڅ مننه و نه کړه ځکه چې هغه د مارګوټ او د ګیز هینري تر منځ په پټه عاشقانه اړیکه او د هغوی د احتمالي واده په اړه شکمن و. کله چې سلطنتي کورنۍ دې ته متوجه شوه نو کاترین او چارلز هغوی ووهل او د ګیز هینري یې له دربار څخه وشاړه. دا داستان ښايي د مارګریټ او د هغې د ورور هینرې تر منځ د یوې «تلپاتې ورورولۍ کرکې» او همداشان له مور سره د هغې د اړیکو د ساړه کېدو له امله وي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ځینو مورخینو دې ته اشاره کړې ده چې هغه ډوک پر مارګریټ باندې مئین و، خو دا خبره تر اوسه پورې چا تایید کړې نه ده. په شپاړلسمه پېړۍ کې، د سیاسي دلایلو له مخې د پاچا لور باید تر هغه وخته پورې باکره پاتې شوي وای، تر څو یې چې واده نه وای کړی. خو په حقیقت کې هغه له واده وروسته هم خپل میړه ته وفاداره نه وه. خو د دې خبرې تشخیص چې ایا څه شی د هغې د اواده نه بهر اړیکو په اړه حقیقت و یا افسانه دا سخته خبره ده. زیاتره دا خبرې هېڅ اساس نه لری، ځینې هسې افلاطوني خبرې وي. د ماګریټ په اړه زیاتره خبرې په دې خاطر لیکل شوي دي تر څو هغه او کورنۍ يې له سیاسي اړخه بدنامه شي.[۲۴][۲۵]

تر ټولو بریالۍ افترا یې Le Divorce Satyrique (1607) وه چې مارګریټ یې په کې د یوې داسې ښځې په توګه تعریف کړې وه چې جنسي غریزه یې نه کنټرول کېدونکې وه. خو سره له دې هم، دا ډول له ا فترا ډک تورونه د سرچینو د دقیقې څېړنې پر وړاندې د منلو وړ نه دي.

سرچينې

[سمول]
  1. "Leur divorce fut royal", wrote the historian Anaïs Bazin, cited by Sainte-Beuve in his 1852 article on "La Reine Marguerite, ses mémoires et ses lettres" in vol. 6 of the Causeries du lundi (4th ed., Garnier Frères, n.d., p. 198).
  2. Wellman, Queens and Mistresses of Renaissance France, p. 306.
  3. Moisan, L'exil auvergnat de Marguerite de Valois (la reine Margot), p. 7, p. 195.
  4. Moshe Sluhovsky, «History as Voyeurism: from Marguerite De Valois to La Reine Margot», Rethinking History, 2000.
  5. Merki, La Reine Margot et la fin des Valois, pp. 369-383
  6. Sealy, The Myth of the Reine Margot, pp. 23-28.
  7. Moisan, pp. 192-195.
  8. Casanova, Regine per caso, pp. 103-107.
  9. Wellman, p. 277.
  10. Knecht 1988، م. 207-208.
  11. Kamen 1997، م. 74.
  12. Williams, Queen Margot, p. 3.
  13. Bruno Méniel, Éthiques et formes littéraires à la Renaissance, H. Champion, 2006, p. 89.
  14. Williams, p. 11.
  15. Pidduck, La Reine Margot, p. 19.
  16. Moisan, pp. 14–17.
  17. Knecht, The French Wars of Religion, 1559–1598, p. 39.
  18. Moisan, p. 18.
  19. Garrisson, Marguerite de Valois, p. 39–43.
  20. Mourgue, p. 10; Williams, pp. 24–25.
  21. Moisan, p. 18.
  22. Wellman, p. 280.
  23. Garrisson, Marguerite de Valois, p. 39–43.
  24. Williams, p. 39.
  25. Craveri, p. 69.