د شینډنډ هوايي اډه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شینډنډ هوايي اډه یوه افغان هوايي اډه ده چي د افغانستان په لوېدیځ کي د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په ۷ ميل (۱۱ kم) فاصله کي د شینډنډ ښار شمال ختیځ ته موقعيت لري. د اډې ځغاستلیکه یوه کانکریټ سطح لري. شینډنډ اډه له جغرافيايي پلوه خورا ستراتیژیک اهمیت درلودونکې ده، ځکه دا اډه یوازې ۷۵ ميل (۱۲۱ kم) د ایران له پولې څخه فاصله لري. یاده اډه د سل پوځي الوتکو د استوګني وړتیا لري.

شینډنډ اډه د افغان هوايي ځواک یوه له سترو اډو څخه ګڼل کیږي.