د شیرپور کنډک محاصره
ښکارېدونکې بڼه
د شیرپور د کنډک محاصره د معاصر افغانستان په تاریخ کي یوه فوځي نښته وه چي د 1879 کال د ډسمبر په میاشت کي د انګلیس - افغان دویمې جګړې په ترڅ کي رامنځ ته سوه. په یاده نښته کي برتانوي ځواکونه د افغان ځواکونو لخوا د کابل په شیرپور کي محاصره سول، او تر لنډي جګړې وروسته یې برید بیرته په شا وتمبول سو.
محاصره
[سمول]د ډسمبر په ۱۵مه افغان سرتیرو په کنډک کي د مېشتو برتانوي ځواکونو محاصره پیل کړه، خو کله چي د بریګیډیر جنرال چارلس ګوف تر قوماندې لاندي د مرستندویه ځواک خبر افغان مشر (محمد جان) ته ورسید، هغه خپلو سرتیرو ته د دسمبر په 23 د سمدستي برید امر وکړ. جګړې تر ماسپښین پوري دوام وکړ او پسله هغه برید په شا وتمبول سو، چي په پایله کي یې افغانان ټول وپاشل سوه.