د شاه فیصل جومات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د شاه فیصل جومات
شاہ فیصل مسجد

هېواد پاکستان
ښار اسلام آباد
ارخیتیکت Vedat Dalokay
قیمت ۱۲۰،۰۰۰،۰۰۰ ډالره

د شاه فیصل جومات (په اردو: شاہ فیصل مسجد) یو مسجد دی چی په پاکستان کی د اسلام آباد په پایتخت (پلازمېنې) کې د مارگلې غرونو په راغه کی پروت دي. نوموړی جومات په پاکستان او سهیلي آسيا کی تر ټولو لویه او مشهوره عبادت ځاي ده. خو څرنگه چی نوموړي مسجد سنتي معماری نلري ځکه ځينی مسلمانان دغه مسخد ته په بده سترگه گوری.

تاریخ[سمول]

کله چی په ۱۹۶۶ کال کی د سعودی عرب پاچا فیصل ابن ابدالعزیز په پاکستان کی وو نو د نوی او عصری مسجد د جوړولو څخه یی ملاتړ وکړ او مالی مرسته یی هم ورکړه. تر ۱۹۷۶ کال پوري ۱۷ پروژې قضاوت شوي دی او په دی کال کی د ترکی معمار وېډاټ علي دالوکای (Vedat Ali Dalokay) یوه پروژه انتخات شوه. د مسجد د جوړولو کار په ۱۹۷۶ کال کی پېل شو او تر لس کالونو وروسته په ۱۹۸۶ کال کی تکمیل شو.

توصيف[سمول]

د شاه فیصل جومات په اسلام آباد کی د فيصل روډ په ختم کی د مارگلی تر غرونو نژدې پرته ده. دغه مسجد د بدو د خیمې په شکل جوړ شوی دی، څلور مینارونه او څلور دخولونه لري. . مساحت یی ۵۰۰۰ متر مربع دی. په دی جومات کی ۱۰،۰۰۰ تنه لمونځ کولای سی. لگښت یی ۱۲۰ میلیونه دولارونه وو. د شاه فیصل جومات د ۱۹۷۶ کال څخه تر ۱۹۸۶ کال پورې جوړیدله

انځورتون[سمول]