Jump to content

د سکس زدکړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د تدریسي وسیلو بېلګه: یوه کتابچه کې ځينې توکي دي چې هدف یې د جنسي زده کړې په ټولګيو کې د امیندوارۍ تشریح کول دي (د ولسوالۍ میوزیم جوزفسټاد، ویانا، اتریش)

جنسي زده کړه چې د جنسي تعلیم په نوم هم پېژندل کېږي، د انسان سکس پورې اړونده موضوعګانو لارښوونه ده، لکه؛ د انسان جنسي اناټومي، د سکس ماډلونه، د امېندوارۍ يا انتقالي ناروغیو څخه مخنيوی، اوږدمهاله جنسي اړيکه او ټولې هغه لارې چارې چې د جنسي اړيکو کورنۍ پورې اړوند کېږي پکې شامل دي. د جنسي تعليم لپاره د پوهنځي يا کورس په څېر مرکزونه او ټولګي شتون لري چې زده کوونکي پکې د جنسي فعاليتونو اړوند زده کړې کوي او په دې برخه کې ځان نور هم پوهوي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د جنسي تعليم کورسونه په ښکاره يا اينټرنټي ډول فعاليت کوي خو تر ډېره په اسلامي هېوادونو کې دا ډول تعلمي مرکز چې د سکس اړوند تعليم پکې تدريس کېږي ډېر په کمښت ليدل کېږي يا اصلآ شتون نه لري. خو په پرمختللیو هېوادونو کې په ازادانه توګه دا ټول ټولګي شتون لري.

ډېری حکومتونه دا ډول تعليمي مرکزونه ګټور ګڼي ترڅو د تازه ځوانانو او پېغلو ترمېنځ د عامې روغتيا کړنلارې رعايت شي، دوی په دې آند دي چې دا ډول تعليمي مرکزونه عامه پوهاوی خپروي د جنسي ناروغيو د لېږد خطرونه کموي او پر دې هرڅه سربېره د باکيفيته سکس زمینه هم برابروي.

تاريخ

[سمول]

په ډېرو ټولنو کې د جنسي اړيکو اړونده موضوعګانو بحثونو ته پاملرنه نه کېږي، او ځوانانو او پېغلو ته د جنسي اړيکو په برخه کې مالومات نه ورکول کېږي. د جنسي اړيکو اړونده موضوعګانې زياتره د مور او پلار له خوا ځوانانو ته ښودل کېږي خو تر ډېره په نن سبا زمانه کې چې ټيکنالوژۍ پرمختګ کړی دی ‌د اينټرنټ يا فيلمونو له لارې ځوانان او پېغلې په خپله مالومات ترلاسه کوي پرته له دې چې څوک يې ورته وښيي. خو پر دې هرڅه سربېره په پرمختللیو هېوادونو کې د جنسي اړيکو په برخه کې د ډېرو مالوماتو او عامه پوهاوي خپرولو په موخه ډېرې هڅې شوي دي چې يوه بېلګه يې شمالي آمريکا ده. نوموړي ټولنې د ۱۹ پېړۍ په وروسته کې دزده کړې پرمختللي سيسټم په نامه د جنسي اړيکو اړونده يو مضمون جوړ کړی دی چې په ځانګړي شرايطو او وختونو کې زده کوونکو ته تدريس کېږي .

د دویمې نړیوالې جګړې په بهير کې د انګلستان د حکومت اندېښنه هغه مهال ډېره شوه چې د ځوانانو او پېغلو ترمېنځ د جنسي اړيکو او فعاليتونو ترسره کول ډېر دود شول، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په يوه ځای کې يې کار کاوه. هغه مهال نه یوازې دا چې د نویو جنسي لېږدونکو ناروغیو وېره وه، بلکې د ځوانو پېغلو د امیندوارۍ په زياتېدو هم اندېښنه وه چې د جنګ ځپلي اقتصاد او روغتیا پاملرنې سیسټم باندې فشار راوړي. د انګلستان د ښوونې او روزنې بورډ په ښوونځیو او د ځوانانو سازمانونو لارښود کې د سکس تعلیم معرفي کړ. دې کار په ښوونځیو او د ځوانانو په ډلو باندې د جنسي زده کړې مسولیت په غاړه واخیست، او مشرانو ته یې لارښوونه وکړه چې دغه سيسټم څه ډول عملي کړي. [۱]

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. https://www.tandfonline.com/doi/full/10.1080/09581596.2013.862517