منځپانگې ته ورتلل

د رومانوف کورنۍ ټولوژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د رومانوف کورنۍ ټولوژنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۱۶ جولای ۱۹۱۸ (۱۹۱۸) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مرګ ژوبله
۱۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ژوبلې
۱۱ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
بريدګر
۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځانګړې وېشنيزه
ځای
هېواد

{{د هېواد مالومات Russian Socialist Federative Soviet Republic (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |بيرغ/پوښ |name=Russian Socialist Federative Soviet Republic (en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg |variant=10px |size=

}} پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول

د روسیې د امپراتور رومانوف کورنۍ چي پکښې د روسیې دوهم نیکولاس، د هغه مېرمن الکساندر فیودوروفنا او د دوی پنځه ماشومان: اولګا ، تاتیانا ، ماریا ، اناستاسیا ، او الیکسي شامل وه د یاکوف یوروفسکي په مشرۍ د بالشویک انقلابیانو لخوا [۱] د ۱۹۱۸ کال د جولای د ۱۶-۱۷ په شپه په یکاترینبورګ کي په ډله ییزه توګه ووژل سوه. د وژل سوو کسانو په یاده ډله کي د محکمې معالج یوجین بوټکین ؛ مېرمن انا ډیمیډووا ; فوټبالر الیکسي ټراپ او مشر پخلی ایوان خریتونوف هم شتون درلود. [۲] دغه جسدونه تر وژني وروسته د کوپټيکي ځنګل ته یووړل سوه، او هلته يې د پېژندګلوۍ د مخنيوي لپاره په لاسي بمونو سره ټوټه ټوټه او بیا ښخ کړل. [۱]

په ۱۹۱۷ کي د فبرورۍ له انقلاب وروسته رومانوف کورنۍ او د دوی خدمت کوونکي د اکتوبر له انقلاب وروسته د سایبریا توبولسک ته تر لیږدول کیدو دمخه د الکساندر په ماڼۍ کي بندیان سوي وه. وروسته ببا د ۱۹۱۸ په جولای کي د اعدام دمخه د یورال غرونو ته نږدې په یکاترینبورګ کي یوه کور ته ولېږدول سوه. شورويانو په پای کي په ۱۹۲۶ کي په فرانسه کي د White Emigre لخوا د ۱۹۱۹ تحقیقاتو له خپرولو وروسته په 1926 کي یاده وژنه ومنله خو یادونه یې وکړه چي جسدونه ویجاړ سوي دي او د لینن کابینه هم په دې پېښه کي پړ نه ده.

په ۱۹۹۸ کي تر ټولوژنې اتیا کاله وروسته د رومانوف پاتي شوني د سینټ پیټرزبورګ په پیټر او پاول کلیسا په دولتي جنازه کي یوځل بیا خاورو ته وسپارل سول. [۳] که څه هم چي په ۱۹۹۳ کال کي د روسیې د حکومت له خوا په دې اړه یوه جنايي قضیه هم پرانستل سوه، خو هیڅوک یې پر بنسټ محاکمه نه سول چي مرتکبین یې وژلي دي. [۴]

د شوروي اتحاد د رسمي دولتي نسخې له مخي پخوانئ زار نیکولاس رومانوف، د هغه د کورنۍ او پاتي نورو غړي د اورال سیمه ایز شوروي حکومت په امر د ډزو سکواډ لخوا ووژل سو.

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ A Playwright Applies His Craft To Czar Nicholas II's Last Days
  2. Massie, Robert K. (2012). The Romanovs: The Final Chapter. Random House. pp. 3–24. ISBN 978-0307873866.
  3. The mystery of the Romanovs' untimely demise
  4. Russia reopens criminal case on 1918 Romanov royal family murders