بالشویک گوند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بلشویکان (په روسي کې: Большевики، لهбольшинство  یا bolshinstvo اخیستل شوی چې معنا یې اکثریت دی) چې په انګلیسي کې ورته بلشویستان ویل کېږي، هغه کیڼ اړخې سخت دریځه مارکسیستي انقلابي ډله وه چې د روسیې د مارکسیستي سوسیال دیموکرات کارګر ګوند ((RSDLP څخه چې په ۱۸۹۸ زکال کې د سوسیالیست انقلابي ګوند په توګه رامنځته شوی و، په ۱۹۰۳ زکال کې د دغه ګوند په دویم کانګرس کې د ولادمیر لینین له خوا د منشویکانو له ډلې څخه جلا شوه. [۱][۲]

په ۱۹۱۲ زکال کې بلشویکانو له ګوند جوړولو وروسته د اکتوبر د انقلاب پر مهال د ۱۹۱۷ زکال په نومبر میاشت کې د روسیې په جمهوریت کې واک ته ورسېدل او د الکساندر کرنسکي لنډ مهالی حکومت یې را نسکور کړ چې بیا په ټوله شوروي روسیه او وروسته شوروي اتحاد باندې په یوازني واکمن ګوند واوښتل. هغوی ځانونه د روسیې د انقلابي پرولتاریا رهبران ګڼل چې عقاید او اعمال یې تر ډېره د بلشویزم په توګه پېژندل کېږي.

د جلا کېدو تاریخچه[سمول]

په «څه باید وکړو؟» رساله کې د لینین ایډیالوژي[سمول]

د لینین «څه باید وکړو؟» رساله چې په ۱۹۰۱ زکال کې یې لیکلې وه، له منشویکانو څخه د بلشویکانو د جلاوالي په چټکټیا کې مرسته وکړه. دغه رساله په ۱۹۰۲ زکال کې په آلمان کې خپره شوه، خو په روسیه کې د هغو په خپرولو او نشرولو باندې د سخت سانسور له امله غیرقانوني اعلام شوه. په دغه لیکنه کې د لینین یو له اصلي ټکو څخه دا و چې لیکلي یې و: انقلاب یوازې د پیاوړې او حرفوي رهبرۍ، په روسیه کې پراخو شوو مارکسیستي او سازماني تیوریکي اصولو ته د بشپړې ژمنتیا او د «صنعتي کار» پرځای د انقلابي سازمان یافته کار په مرسته رامنځته کېدلای شي. د دغې رسالې پر بنسټ وروسته له هغه چې وړاندیز شوي انقلاب په بریالي ډول روسي اتوکراسي راوپرځوله، دغه پیاوړې رهبري به واک پرېږدي او اجازه به ورکوي چې یو سوسیالیست ګوند په بشپړ ډول د دیموکراتیک سنټرالېزم د اصولو په اډانه کې وده وکړي. لینین وویل که چېرې حرفوي انقلابیون د کارګرانو په مبارزه کې خپل نفوذ وه نه ساتي، دغه مبارزه له ګوندي موخو لرې کېږي او د مخالفو عقایدو تر اغېز لاندې راځي او یا هم په بشپړ ډول له انقلاب لرې کېږي.[۳][۳]

دغې رسالې دا هم څرګندوله چې د سوسیالیستي روڼ آندۍ اړوند د لینین نظریه، له مارکسیستي نظریې سره همغږیتوب لري. د بېلګې په توګه، لینین د ټولنیزو طبقاتو او په پایله کې د دولتونو د زوال اړوند مارکسیستي آرمان سره موافق و. د ګوند ډېری غړو له کارګرانو سره نابربر چلن غیراخلاقي باله او په بشپړ ډول د بې طبقې ټولنې نظر ته وفادار و. دغه رسالې همدارنګه څرګندوله چې لینین  د «اقتصاد پوهانو» په نوم د اصلاح غوښتونکو له ډلې سره مخالفت درلود، هغه چې د اقتصادي اصلاحاتو پلویان و او ورته مهال یې دولت نسبتا له بدلون پرته پرخپل ځای پرېښود. د لینین له نظره هغو د ګوندي آرمانونو په برخه کې د کارګري نفوسو اهمیت نه درک کاوه. [۴]

د بلشویک او منشویک ایتمولوژي(رېښه پېژندنه)[سمول]

د روسیې د سوسیال دیموکراتیک کارګر ګوند (RSDLP) دوه څانګې په پیل کې د سخت دریځې (د لینین ملاتړې) او نرمې (د مارتوف ملاتړې) ډلو په توګه پېژندل کېدلې. د دویم کانګرس په ټاکنو کې، د لینین برخې د ډېری مهمو مسائلو په برخه کې رایې خپلې کړې او ډېر ژر د بلشویکانو په نوم چې له روسي bolshinstvo څخه چې د اکثریت په معنی و اخیستل شوی و مشهور شول. برخلاف د مارتوف ډله د منشویکانو په نوم چې د اقلیت په معنی وه وپېژندل شوه. ورته مهال د مارتوف ملاتړو په ګوند کې د غړیتوب اړوند رایه ترلاسه کړه او نه لینین او نه هم مارتوف په ټول کانګرس کې غوڅ اکثریت ترلاسه نشو کړای آن یو شمېر نورو خپل اړخونه تغیر کړل. په پای کې کانګرس په مساوي ډول د دواړو لورو ترمنځ وویشل شو.[۵][۶]

له ۱۹۰۷ زکال وروسته په یو شمېر انګلیسي ژبو مقالاتو کې له ماکسیمالېست (Maximalist ) کلیمې څخه د بلشویکانو او له مینیمالېست (Minimalist) کلیمې څخه د منشویکانو لپاره ګټنه کېدله، هغه چې ثابته شوه چې یوه ګیچ کوونکې کارونه وه، ځکه له ۱۹۰۴-۱۹۰۶ زکال پورې د روسیې په سوسیالیست انقلابي ګوند کې بلې اکثریت ډلې شتون درلود (چې له ۱۹۰۶ کال وروسته یې د اکثریت سوسیال انقلابیونو جلا اتحادیه رامنځته کړه) او بیا ځلي هم له ۱۹۱۷ زکال وروسته.[۷]

بلشویکان بالاخره د شوروي اتحاد په کمونیستي ګوند واوښتل. بلشویکان یا سره (Reds) د روسیې د اکتوبر د انقلاب پر مهال په ۱۹۱۷ زکال کې په روسیه کې واک ته ورسېدل او د شوروي روسیې د فدارتیف سوسیالیستي جمهوریت (RSFSR) بنسټ یې کېښود. وروسته له هغه چې سرو سپینو ته د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال (۱۹۱۷-۱۹۲۲ زکلونه) ماته ورکړه، RSFSR د ۱۹۲۲ زکال په ډسمبر میاشت کې د شوروي اتحاد د جمهوریتونو (USSR) اصلي بنسټ اېښودونکی شو.

د دوه ډلو وګړپوهنه (ډیموګرافیک)[سمول]

د ګوند ډېری غړي ځوانان و: په ۱۹۰۷ زکال کې، ۲۲٪ بلشویکانو له ۲۰ کلونو لږ عمر درلود؛ ۳۷٪ نور د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ و او ۱۶٪ نورو د ۲۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر درلود. تر ۱۹۰۵ زکال پورې ۶۲ سلنه غړي یې صنعتي کارګران و (په ۱۸۹۷ زکال کې د ټولو نفوسو ۳٪ برخه). ۲۲ سلنه بلشویکان (د ټول نفوس ۱.۷ سلنه) اشرافیان او ۳۸ سلنه بزګري ريښه لرونکي و؛ چې د منشویکانو له ۱۹٪ او ۲۶٪ سلنه سره پرتله کېده. په ۱۹۰۷ زکال کې، ۷۸.۳ سلنه بلشویکان روسان او ۱۰ سلنه یې یهودان و؛ چې په منشویکانو کې دغه کچه په نوبت سره ۳۴٪ او ۲۰٪ وه. په ۱۹۰۴ زکال کې په ګوند کې د بلشویکانو شمېر ۸۴۰۰ تنه و، په ۱۹۰۶ زکال کې ۱۳۰۰۰ تنه او په ۱۹۰۷ زکال کې ۴۶۱۰۰ تنو ته ورسېده؛ چې همدغه مهال په نوبت سره منشویکان ۸۴۰۰، ۱۸۰۰۰ او ۳۸۲۰۰ تنه وو. په ۱۹۱۰ زکال کې د دواړو ډلو شمېر له ۱۰۰ زرو تنو کم و. [۸][۹][۱۰]

د ۱۹۰۵ زکال د انقلاب پیل (۱۹۰۳-۱۹۰۵ زکال)[سمول]

د ۱۹۰۳ او ۱۹۰۴ زکال ترمنځ، دغه دوه ډلې په بدلېدونکي حالت کې وې او ډېری غړو یې خپل لوري بدل کړ. د روسي مارکسېزم بنسټ ګر پلخانف چې په پیل کې د لنین او بلشویکانو ملاتړی و تر ۱۹۰۴ زکال پورې یې له هغوی خپله لار جلا کړه. تروتسکي په پیل کې له منشویکانو ملاتړ وکړ خو په ۱۹۰۴ زکال کې له روسي آزادي غوښتونکو سره د اتحاد په موخه د منشویکانو د ټینګار له امله یې هغوی پرېښودل او له لینین او بلشویکانو سره یوځای شو. هغه د ۱۹۱۷ زکال تر اګست میاشتې پورې هغه مهال چې له لینین او بلشویکانو سره یوځای شو ځان یې سوسیال دیموکرات او بې پلوه ګاڼه، خو هغه دې پایلې ته رسېدلی و چې لینین د ګوند په اړه سم وايي.

د ۱۹۰۵ زکال په لومړیو کې یوازې له یوه کس پرته د RSDLP د مرکزي کمېتې ټول غړي په مسکو کې ونیول شول. پاتې غړو د بلشویکانو په مرسته د نوې کمېټې ټاکلو واک ترلاسه کړ. د ۱۹۰۵ زکال په اپرېل میاشت کې د بلشویکانو او منشویکانو ترمنځ حدود وروسته له هغې شدید شول کله چې بلشویکانو په لندن کې یوازې د بلشویکانو ناسته ترسره کړه او هغه یې د ګوند درېیم کانګرس وباله. منشویکانو سیال کنفرانس جوړ کړ او په دې ترتیب سره جلاوالی حتمی شو. [۱۱]

بلشویکانو د ۱۹۰۵ زکال په انقلاب کې یو څه لږ ونډه لرله او د سن پترزبورګ د کارګرانو په شورا کې یې د تروتسکي په مشرۍ اقلیت ځایګی درلود. په ورته مهال لږ د پام وړ شوروي مسکو د بلشویکانو تر ولکې لاندې و.

هغه غیر روسي/شوروي سیاسي ډلې چې د «بلشویک» له نامه یې ګټنه کړې[سمول]

  • بنګلادیش: د پوربا بنګلار سربهارا ګوند د بیاځلي مائویستي بلشویکي سازماندهي خوځښت (Maoist Bolshevik Reorganisation Movement of the Purba Banglar Sarbahara Party)
  • بورکینا فاسو: د بورکینا بلشویکي ګوند.
  • هند: د هند بلشویکي ګوند.
  • هند/سریلانکا: د هند، سیلون او برما بلشویکي – لینینیستي ګوند.
  • هند: انقلابي (بلشویک) سوسیالیست ګوند.
  • مکسیکو: بلشویک کمونیست ګوند.
  • سنګال: بلشویک هستې (Bolshevik Nuclei).
  • سویلي افریقا: د سویلي افریقا بلشویکي ګوند.
  • سریلانکا: ساماساماجا بلشویکي ګوند.
  • ترکیه: بلشویک ګوند (شمالي کردستان – ترکیه).

بنسنټ[سمول]

بالشویک/ بالشیویک ګوند د روس د “مارکسـسٹ رشین سوشل ڈیموکریٹ لیبر پارٹی“ برخه وه ۔ په ۱۹۰۳ز کې د دویمې نړیوالې کانګرې پر محال د روس له منشویکیانو سره د اختلاف له کبله د روس دغه کمیونسټي ډلګۍ بېل ګوند حیث غوره کړو چې وروسته بیا د روس د انقلاب استازی ګوند ثابت شو. دې ګوند ته د ښوروي اتحاد کمیونسټ ګوند هم ویل کېږي. د بالشویک ګوند د زور دوره د کال ۱۹۱۷ز له انقلاب وروسته پیل کېږي. دا ګوند د شوروي اتحادیې بنسټ اېښودونکی ګوند دی ځکه په هېواد کې د قدر په سترګه ورته کتل کېده.

سیاسي فعالیت[سمول]

بالشویک ګوند یو منظم او له انقلابي وګړو ډک ګوند وو. د ۱۹۰۵ تر نابریالي شوي انقلاب پورې بالشویک ګوند له انقلابي هلو ځلو سره سره د دنني او د باندني جنجال قرباني وه، پر بیلا بیلو موضوعاتو او نظریاتو د دوی له منشویکانو سره اختلافونه وو . د روسي مارکسیت بنسټ اېښودونکی جیارجی پلیخانوف د لینن ملګری شو خو لیون ٹراٹسکی چې په پیل کې د لینن له ګوتڅنډنکو څخه وو له منشویکانو سره مل شو (وروسته بیا په کال ۱۹۱۷ کې په بالشویک ګوند کې ګډ شو)، اختلافات هغه وخت نور هم زیات شو چې کله لینن په کال ۱۹۰۴ ز کې په لندن کې خالي د بالشویکانو کانګره را وغوښته نو منشویکانو هم خپلع ځانته کانګره را وبلله او دا ډول د روس په دواړو انقلابي ډلو کې ښکاره اختلاف رامنځته شو .

د ۱۹۰۷ز کال د انقلاب له نابریالتوبه او د ټاکنو نوي قانون پلي کیدو وروسته ، د بالشویک ګوند د یو څو نورو توپیرونو پراساس له یوې بلې ناکامۍ سره مخ شو. لکه څنګه چې بالشویکانو بحث وکړ چې ایا نوی پارلمان " دریمې ډوما" بایکاټ وکړي که نه ، ، بولشویکانو د لینین ، لیو کامنیف او ګریګوري زینوفاس سره خواخوږي درلوده ، په داسې حال کې چې د دوی مخالفین الکساندر بوګدانوف ، انتولیلیناچارسکي ، او میخایل پوکرووسکي وو. د دې اختلاف له امله ، بوګدانف او د هغه متحدین د بالشویک ګوند څخه جلا شول. له دې چې بوګدانف یو فیلسوف و ، لینن هم په دې حقیقت اعتراض وکړ چې هغه د فلسفي نظریې قرباني و. په ۱۹۰۹ز کې ، بوګدانوف په پاریس کې د بولشویک ګوند مجلې "پرولتاریه" په مدیریتي بورډ کې په یوه بحث کې ماتې وخوړه او د بالشویک ګوند څخه وشړل شو. په ۱۹۱۰ز کې ، د زار روس تر زیاتیدونکي فشار لاندې ، د بالشویک ګوند یو ځای کولو بله هڅه وشوه. په جنوري ۱۹۱۰ز کې ، لینن ، بوګدانف او ټراټسکي په پاریس کې د روسیې د کمونست ګوند د ټولو ډلو ګډه غونډه راوبلله ترڅو د دوی د اختلافاتو د حل هڅه وکړي. د جوړجاړي وروسته ، کامنیف د بولشویک ګوند لخوا د ټراټسکي د ویانا میشته مجلې پراواډا ایډیټوریل بورډ کې شامل شو. مګر اتحاد ډیر ژر مات شو کله چې کامنیف په همدې کال د پراودا له مدیریتي بورډ څخه استعفا ورکړه.

په کال ۱۹۱۲ز کې ، بولشویکانو یو خالص بالشویک ګوند جوړ کړ ، په ګوند کې دننه ټول اختلافي عناصر یې وشړل او ځان یې د جلا او خپلواک ګوند په توګه اعلان کړ. په روسیه کې د ټولو انقلابي ګوندونو څخه ، په هرصورت ، دا کارګرې طبقې ته نږدې پاتې شوی. په کال ۱۹۱۷ز کې ، د لینین په مشرۍ له روسي کارګرانو سره یوځای ، د نړۍ ترټولو لوی پرولتاری انقلاب په روسیه کې رامینځته شو او د روسیې امپراتوري په شوروي اتحاد بدله شوه. د ۱۹۱۷ز دې انقلاب ته د "بالشویک انقلاب" هم ویل کیږي.

د بالشیویک سیاسي تګلاره[سمول]

بالشویکانو د نورو انقلابي سازمانونو په پرتله زیاته سخته دریځي درلوده. هغوی د پریکړو او واکونو په معاملو کې په دیموکراتیک مرکزیت باور درلود ، کوم چې د ګوند د مرکزي کمیټې پریکړې د نه منلو وړ ګرځولې. که مینشیویکان ګلابي انقلابي و نو بولشویکان سره انقلابي و. دا د دوی سخت دریځه تګلاره وه چې د زارستان روس په څیر لویه امپراتورۍ نسکورول یې شونې کړه په انقلابي فعالیتونو کې ، د دوی میتودونه د استخباراتي ادارو سره خورا ورته وو. د بالشویک لیبرالانو او سوسیال دیموکراتانو سیاست د بورژوا اصطلاح ګڼله او د دې لپاره یې هیڅ نرم ځای نه درلود.

د ګوند نوی نوم[سمول]

په کال ۱۹۵۲ز کې ۱۹ مې کانګرې ته د وینا پر محال ، د روسیې جمهوریت ولسمشر جوزف سټالین اعلان وکړ: "نن ورځ موږ مینشویکان نه لرو ، نو ولې موږ ځانونه بالشویکان بولو؟ نن موږ ډېری (اکثریت) نه یو ، بلکې ټول ګوند یو." د هغه د اعلان وروسته ، د یاد ګوند نوم د "شوروي اتحاد کمونست ګوند" په نوم بدل شو. خو د انقلاب دمخه ورځو کې او د روسیې کورنۍ جګړې پرمهال ، دې ته د بالشویک ګوند ویل کیده.

سرچینې[سمول]

  1. https://www.britannica.com/topic/Bolshevik
  1. "Большевистский", Ushakov's Explanatory Dictionary of Russian Language الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  2. Suny, Ronald Grigor (1998). The Soviet Experiment. London: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-508105-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Pipes 1995، ص. 106.
  4. Pipes 1995، صص. 21-30.
  5. Wilson, Edmund (1977). To the Finland Station. London: Fontana. د کتاب پاڼې 402. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-00-632420-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Shub 1976، ص. 81.
  7. Antonelli, Étienne. 1920. Bolshevik Russia, translated by C. A. Carroll. A. A. Knopf. p. 59: "the term 'Maximalist' rather widely used as a translation for 'Bolshevik' is historically false."
  8. Ascher, Abraham, The Revolution of 1905, د کتاب پاڼې 4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  9. Cliff, Tony, Lenin and the Revolutionary Party, د کتاب پاڼې 37 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  10. Pipes, Richard, The Russian Revolution, د کتاب پاڼي 364–5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  11. McDaniel, Tim, Autocracy, capitalism, and revolution in Russia, د کتاب پاڼې 246 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).