Jump to content

د حماس تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حماس [۱] [۲] د فلسطین د اسلامي سازمان په توګه [۳] [۴] یو جهادي او مبارزه ډله ده او ددې ترڅنګ یو ټولنیز - سیاسي سازمان هم دی چي د شهید عزالدین القسام ډلګۍ د نیمه نظامي ځواک سره تړاو لري. [۵] د حماس نوم د اسلامي مقاومت غورځنګ لنډیز ګڼل کیږي.

مخینه

[سمول]

د حماس غورځنګ په 1987 کي رامنځ ته سو، او سرچینه یې په مصر کي د اخوان المسلمین له غورځنګ سره تړاو لري، چي د 1950 لسیزي راهیسي په غزه کي فعاله وو. په 1980 لسیزه کي اخوان المسلمین د یو پیاوړي سیاسي فکتور په توګه راڅرګند او په 1987 کي یې د حماس تر نامه لاندي یو ډیر ملتپال او فعاله بڼه غوره کړه. [۴] د 1990 او 2000 کلونو په لومړیو کي دې سازمان د اسراییلي اشغالګرو ځواکونو په وړاندي ډیر ځانمرګي بریدونه او خونړي چاودني ترسره کړې. د فلسطین په مقننه ټاکنو کي چي د ۲۰۰۶ کال د جنورۍ په میاشت کې ترسره سول، حماس د فلسطین په پارلمان کي اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې او واکمن فتح ګوند ته یې ماته ورکړه. له ټاکنو وروسته د حماس او فتح ترمنځ شخړه هم رامنځ ته سوه. یاده پېښه د 2007 کال د جون په میاشت کي د یو لړ خونړیو نښتو لامل سوه، او له هغه وخت راهیسي حماس د غزې د فلسطیني خاوري پر برخه باندي واکمن دی، چي دا بیا په لویدیځه غاړه کي د حکومتي پوستونو څخه مستثنی ګڼل کیږي. په فلسطین کي ددې پیښي له امله اسراییلو او مصر پر غزې اقتصادي بندیز ولګاوه او له غزې سره یې خپلي پولي وتړلې. د غزې تر واک لاسته راوړلو وروسته حماس او نورو ډلو پر اسرائیلو باندي راکټي بریدونه پیل کړل خو د ۲۰۰۸ کال د جون په میاشت کي د مصر په منځګړتوب جګړه بیرته ودرېدل. د 2008 په وروستیو کي بریدونه یوځل بیا پیل سول، او هر اړخ یو پر بل باندي مسئولیت وروغورځاوه. د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر په وروستیو کي اسراییلو پر غزې برید وکړ، او د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په نیمایي کي یې خپل ځواکونه له یادي سیمي وویستل.

  1. Invalid <ref> tag; no text was provided for refs named reuters.com
  2. "The New Hamas: Between Resistance and Participation." Middle East Report. Graham Usher, August 21, 2005
  3. Islamic fundamentalism in the West Bank and Gaza: Muslim Brotherhood and Islamic Jihad, by زياد أبو عمرو, Indiana University Press, 194, p.66-72
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Anti-semitic motifs in the ideology of Hizballah and Hamas, Esther Webman, Project for the Study of Anti-Semitism, 1994. ISBN 978-965-222-592-4
  5. Sela, Avraham. "Hamas." The Continuum Political Encyclopedia of the Middle East. Ed. Sela. New York: Continuum, 2002. pp. 335–342.