د جلال اباد جګړه (۱۸۴۲)
د جلال آباد جګړه په 1842 زیږدیز کال کي د کابل ختیځ ته په 90 کیلومتره فاصله کي د افغان-انګلیس د لومړۍ جګړې پر مهال د افغانانو او انګلیسي ځواکونو ترمنځ پېښه سول. د افغانانو له لوري په یاده جګړه کي د انګلیسي ځواکونو تر پنځه میاشتي محاصرې وروسته نورو تازه دمه انګلیسي سرتیرو د یو ځوابي برید په پایله کي افغانان له جګړې پر شا او کابل ته په تګ مجبوره کړه.
نښته
[سمول]د تاریخونو پر بنسټ د انګلیسي ځواکونو پوسته د سړک په اوږدو کې د یوې کلا سره موقعيت درلود، چي د جنرال سر رابرټ سیل تر مشرۍ لاندې شاوخوا 2,000 سرتیري پکښي موجود وه. د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په میاشت کي له کابل څخه د برتانوي ځواکونو د وتلو پر مهال د جلال آباد ښار د افغان ځواکونو له خوا محاصره او پر انګلیسي ځواکونو یې بریدونه پیل کړه. انګریزانو د خپلو درنو وسلو په مټ وکړای سول تر څو د افغانانو بریدونه پر شا وتمبوي، او په دې ترڅ کي یې د هغوی څخه 300 پسونه هم ونیول.
له پنځو میاشتو محاصرې وروسته جنرال سیل د افغان ځواکونو په وړاندي خونړي برید ترسره او د هغوی د اصلي کمپ، سامانونو، دوکانونو، ټوپکونو او اسونو یې تر نیولو وروسته یې دوی کابل ته پر شا کړه.
د جلال آباد په جګړه کي د افغانانو شاتګ او انګرېزانو بري ددوي حوصلې ډیري لوړي کړې او ملکه ایزابیت جنګېدونکو انګلیسي فوځیانو ته ځانګړي انعامات ومنل. همدارنګه په برتانیا کي یوه سیمه هم ددغه جګړې د یادوني په پار د جلال اباد د بارکونو په نوم ونومول سوه. ویل کیږي کله چي انګلیسي فوځیان د هند له لاري بیرته برتانیې ته د ستنیدو په حال کي وه، هر ګاریشن د هغوی د درناوي لپاره د لسو توپو سلامي ډزي وکړې.