د انګلستان دویم هنري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان دویم هنري
(انګلیسي: Henry II Curtmantle د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان دویم هنري

د شخص معلومات
پيدايښت ۵ مارچ ۱۱۳۳
مړینه 6 جولای 1189 (56 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلرنی ټاټوبی سکاټ لينډ  د (P66) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد John, King of England[۱]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دویم هنري (زوکړه: د ۱۱۳۳ زکال د مارچ ۵ مه – مړینه: د ۱۱۸۹ زکال د جولای ۶ مه) چې د هنري کورتمانتل، هنري فیتز امپرس او یا هم د هنري پلانتاژنت په نومونو پېژندل کېږي، له ۱۱۵۴ زکال څخه په ۱۱۸۹ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. نوموړی پلانتاژنت کورنۍ ته اړوند لومړنی پاچا و. په ۱۱۵۰ زکال کې د فرانسې پاچا اووم لویي هغه د نورماندي اووم دوک وټاکه. هنري په ۱۱۵۱ زکال کې د خپل پلار کنټ پنځم جفري له مړینې وروسته د آنژو او مین کنټ یا واکمن شو. په ۱۱۵۲ زکال کې له النور آکیتن سره په واده کولو، چې په وروستیو کې د هغې واده له اووم لویي سره لغو شوی نوموړی د آکیتن په دوک بدل شو. نوموړی د ۱۱۵۸ زکال د هوکړې له مخې د نانت واکمن وټاکل شو. د هغه له ۴۰ کلنۍ وړاندې؛ انګلستان د ولز ډېره برخه، د آیرلنډ نیم ختیځ او د فرانسې نیمه لویدیځه برخه تر کنټرول لاندې راوسته؛ هغه سیمې چې وروسته ورته د آنژوین سترواکي ویل کېده. په بېلابېلو مهالونو کې هنري تر یوه بریده سکاټلنډ او د بریتاني شهزاده نشینه سیمه تر ولکې لاندې لرله.

هنري د ۱۴ کلنۍ په عمر په فعاله توګه د خپلې مور ماتیلادا په هڅو کې ښکېل و؛ مور یې د انګلستان د لومړي هنري لور وه او د انګلستان د پاچاهۍ ادعا یې لرله هغه چې سټیون بلوآ اشغال کړې وه. سټیون په ۱۱۵۳ زکال کې هغه مهال د سولې هوکړې ته غاړه کېښوده چې هنري پر انګلستان باندې پوځي برید وکړ؛ د دغې هوکړې له مخې یو کال وروسته هغه مهال چې سټیون ومړ پاچاهي ورته په میراث پاتې شوه. هنري یو پیاوړی او بې رحمه واکمن و چې لیوالتیا یې لرله د خپل نیکه قلمرو او امتیازات ترلاسه کړي. ځوان هنري د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د انګلستان سلطنتي اداره بېرته په پېښو ودروله، په ولز باندې یې خپله واکمني ټینګه کړه او همدارنګه یې په مین، آنژو، او تورین کې پر خپلو ځمکو بشپړ واک ترلاسه کړ. له کلیسا سره د اړیکې رغولو په موخه د هنري لیوالتیا د دې لامل وګرځېده څو له خپل پخواني ملګري توماس بکت سره چې د کانټربري لوی کشیش و اړیکې یې خرابي شي. دغه جنجال د ۱۱۶۰مې لسیزې په اوږدو کې دوام وموند او لامل وګرځېد چې په ۱۱۷۰ زکال کې بکت ووژني. هنري ډېر ژر له اووم لویي سره هم ستونزه پیدا کړه او دغه دوه واکمنانو د څو لسیزو په ترڅ له یوبل سره مبارزه وکړه چې ورته د «سړې جګړې» اصطلاح هم کارول کېږي. هنري خپله سترواکي د لویي په لګښت پراخه کړه بریتاني یې ونیوله او له ختیځ لوري څخه تر مرکزي فرانسې او له سوېل څخه تر تولوز مخکې ولاړ؛ په داسې حال کې چې د ګڼ شمېر ناستو او هوکړو سربېره هم هېڅ دوامداره هوکړه د دوی ترمنځ رامنځته نه شوه.

هنري او النور اته ماشومان لرل چې درې یې نجونې او پنځه یې هلکان و. درې زامن یې په راتلونکي کې پاچایان شول، په داسې حال کې چې ځوان هنري (د دویم هنري زوی) د خپلواک پاچا پر ځای د خپل پلار همکار بلل کېده. هغه مهال چې زامن یې لویان شول د سترواکۍ د میراث پر سر د دوی ترمنځ ستونزې رامنځته شوې؛ هغه چې لویي او د هغه زوی پاچا دویم فیلیپ ورته لمن وهله. په ۱۱۷۳ زکال کې د هنري څرګند وارث «ځوان هنري» د دغې چارې په اعتراض کې غبرګون وښود چې ورسره یې دوه وروڼه، ریچارډ (راتلونکی پاچا) او جفري او همدارنګه یې مور ودرېدله. فرانسې، سکاټلنډ، بریتاني، فلاندر او بولوني له یاغیانو سره لاس یو کړ. لوی پاڅون د هنري د شدید پوځي اقدام او همدارنګه د سیمه ئیزو تکړه قوماندانو په مرسته ماته وخوړه او په دې سره د دوی له منځه ډېری «نوي کسان» د وفادارۍ او خپلو اداري وړتیاو له مخې په دندو وګمارل شول. ځوان هنري او جفري په ۱۱۸۳ زکال کې بیاځلي بغاوت وکړ چې له امله یې ځوان هنري ووژل شو. په ایرلنډ باندې د نورمنانو برید د هنري کوچني زوی جان ته (وروسته پاچا شو) قلمرو پراخ کړ، خو له دې سره هم هنري هڅه وکړه څو داسې لار ومومي چې د ځمکو او ژر واک موندلو په برخه کې د خپلو زامنو غوښتنې پوره کړي. تر ۱۱۸۹ زکال پورې ځوان هنري او جفري وژل شوي و او فیلیپ هم په ډېرې بریا سره وکولای شول د ریچارډ له دغه اندېښنې کار واخلي چې دویم هنري به جان د واک پر ګدۍ کښېنوي؛ همدا و چې وروستی بغاوت هم وشو. هنري چې په پرېکنده ډول له فیلیپ او ریچارډ څخه ماته وخوړه شدید ټپي شو او په انژو کې یې شینون قلا ته پر شا تګ وکړ. هغه ډېر ژر ومړ او ریچارډ یې ځای ناستی شو.

د هنري سترواکي د هغه د زوی جان د واکمنۍ پر مهال (چې په ۱۱۹۹ زکال کې د ریچارډ ځای ناستی شو) په چټکۍ سره وپاشل شوه، خو ډېری هغه بدلونونه چې هنري د خپلې اوږد مهالې واکمنۍ پر مهال رامنځته کړي و، اوږد مهاله پایلې یې لرلې. د هغه له خوا حقوقي نوښتونو د انګلستان د عرفي قانون بنسټ جوړ کړ، په داسې حال کې چې په بریتاني، ولز او سکاټلنډ کې د هغه مداخله د ټولنو او د دولتي سیستم د پراختیا لامل وګرځېده. د وخت په تېرېدو سره د هنري د واکمنۍ اړوند تاریخي تبصرو په پام وړ توګه بدلون موندلی. معاصر وقایع لیکونکي لکه د نیوبرګ ویلیام او د ولز جرالډ په داسې حال کې چې ځینې وختونه یې د هغه اړوند ناڅرګند لیدلوری لرلی، خو په عمومي توګه یې د هغه لاسته راوړنې ستایلې او په ترتیب سره یې هغه «زموږ د لویدیځ د سکندر» او «ښه او نیک عمله شاهزاده» بللی. په اتلسمه پېړۍ کې څېړونکو استدلال کړی چې هنري د واقعي انګلیسي سلطنت او بالاخره له ډیویډ هیوم سره دمتحدې بریتانیا د جوړولو محرکه قوه رامنځته کړې او هنري یې «د فضیلت، عقلانیت او وړتیاوو له مخې د خپل مهال د مخکښ شاهزاده او همدارنګه د واکمنۍ د پراختیا له مخې هغه بې ساري لرونکي پیاوړی کس بللی چې د انګلستان تاج او تخت یې خپل کړی و». د ویکټوریا په دوره کې د بریتانیا د سترواکۍ د پراختیا پر مهال، تاریخ لیکونکی په کلکه سره د هنري د سترواکۍ له جوړولو سره علاقه مند و، خو له دې سره هغوی د هغه د شخصي ژوند او له بکت سره د هغه د چلن اړوند خواشیني څرګنده کړې. د شلمې پېړۍ د وروستیو تاریخ لیکونکو د هنري اړوند د بریتانویانو او فرانسویانو راپورونه سره ترکیب کړي چې له مخې یې د هغه د سلطنت اړوند پخوانۍ انګلیسي تبصرې ننګولې دي. له دې سره هنري د یو شمېر علمي او مخکښو تاریخ پوهانو لکه د وینستون چرچل پام ځان ته اړولی و، هغه چې هنري یې د لومړني انګلیسي قانون جوړونکي او لوی پاچا په توګه توصیف کړی او څرګنده کړې یې ده چې واکمنۍ یې په انګلیسي بنسټونو ژور اغېز لرلی.

څېره او شخصیت[سمول]

وقایع لیکونکو ویلي چې هنري ښکلې څېره، سره وېښتان، خال لرونکی مخ او غټ سر درلود. هغه لنډی او پیاوړی بدن درلود، خو د آس د سورلۍ له امله یې پښو کوږوالی درلود. هغه به تل عادي جامې اغوستې. نوموړی نه د خپلې مور په څېر محتاط او نه هم د پلار په څېر جذاب و، خو د خپلې انرژۍ او انګېزې له امله یې شهرت درلود. هغه بې رحمه و خو کینه یې نه لرله. نوموړی همدارنګه د جدي کتلو، زور ویلو، غصې او ځینې مهال له خبرو کولو څخه په ډډه کولو بدنامه وه. کېدای شي غصه کول یې هم نمایشي او یا هم د اغېز په موخه و. ویل کېږي چې هنري د انګلیسي په ګډون په ګڼ شمېر نورو ژبو هم پوهېده، خو هغه یوازې په لاتین او فرانسوي ژبو خبرې کولې. د کلونو په تېرېدو سره هغه خپل ډېر پام قضایي او اداري چارو ته واړوه او با احتیاطه شو، خو د خپل ژوند په اوږدو کې با انرژي او انګېزه لرونکی و. هنري د عادي وګړو اړوند اندېښنه لرله او د خپل سلطنت په لومړیو کې یې امر وکړ چې د غرقو شوو بېړیو له وګړو سره سم چلن وشي او هر هغه څوک چې د دوی مالونه غلا کړي شدیده جزا به ورکړي. رالف ډایسیتو ثبت کړې، هغه مهال چې په ۱۱۷۶ زکال کې په انژو او مین کې قحطي راغله، هنري خپل شخصي پلورنځایونه خالي کړل څو وکولای شي د بېوزلو اندېښنې راکمې کړي. [۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. سرليک: Kindred Britain
  2. Warren (2000), pp. 78–79; Vincent (2007a), pp. 1–2; Carpenter, p. 192.
  3. Warren (2000), pp. 78–79.
  4. Warren (2000), pp. 78, 630.
  5. Warren (2000), pp. 263
  6. Warren (2000), p. 79; Vincent (2007a), p. 2; Vincent (2007b), p. 312.
  7. Vincent (2007b), pp. 311–312.
  8. Kastovsky, p. 247; Vincent (2007b), p. 326.
  9. White (2000), pp. 3–4, 214.
  10. Warren (2000), pp. 252
  11. Warren (2000), pp. 209