ملکه متیلدا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


ملکه متیلدا (په انګلیسي: Empress Matilda؛ پيدایښت: په اټکلي توګه، ۷-فبروري-۱۱۰۲، مړینه: ۱۰-سپټمبر-۱۱۶۷)، چې د ملکه ماد په توګه هم پېژندل کېږي، د انارشي تر نامه لاندې د کورنۍ جګړۍ پر مهال د انګلستان د تاج او تخت یوه مدعي وه. هغه د انګلستان پاچا لومړي هنري لور او وارثه وه؛ په ماشومتوب کې آلمان ته ولاړه او وروسته د مقدس روم له امپراتور پنځم هنري سره یې واده وکړ. هغه له امپراتور سره په ۱۱۱۶ز کال کې ایټالیا ته ولاړه، د سېنت پېتر په کلیسا کې له یوه ناندریز بحث وروسته پر سر یې تاج کېښودل شو او په ایټالیا کې یې د نایب‌السلطنه په توګه واک چلوه. متیلدا او پنځم هنري هېڅ اولاد نه‌درلود، او کله چې په ۱۱۲۵ز کال کې مړه شوه، د سلطنت تاج یې سیال «د سپلین‌بورګ لوتر» ترلاسه کړ.

د متیلدا کشر او یوازېنی سکه ورور «ویلیام ادېلین» په ۱۱۲۰ز کال کې د سپینې کښتۍ «White Ship» په ناورین کې مړ شو او په دې توګه د متیلدا پلار او تر ولکې لاندې سیمه د ځایناستي له احتمالي کړکېچ سره مخ شول. کله چې متیلدا د مقدس روم په امپراتورۍ کې کونډه شوه، پلار یې بلنه ورکړه ترڅو نورماندي ته ستنه شي؛ پلار یې هوډ کړی ؤ ترڅو په فرانسه کې د سویلي پولو د ساتنې په موخه، د یوه اتحاد (پیوستون) په ترڅ کې یې د انجو جیوفري ته واده کړي. لومړي هنري بل کوم مشروع ماشوم نه‌درلود او متیلدا یې د خپل وارث په توګه ونوموله او شاهي دربار یې اړ واېست ترڅو هغه او د هغې ځایناستو ته د وفادارۍ لوړه وکړي، خو پرېکړه یې په انګلو-نورمان دربار کې څه ځانګړی ارزښت نه‌درلود. هنري په ۱۱۳۵ز کال کې مړ شو، خو متیلدا او جیوفري د اشرافیانو له مخالفت سره مخ شول. په ځای یې، تاج او تخت د متیلدا د تره زوی «د بلوا سټېفن»، چې د انګلیسي کلیسا له پوره ملاتړ څخه برخمن ؤ، واخېست. سټېفن د خپل نوي رژیم د ټینګښت او انسجام لپاره یو لړ اقدامات ترسره کړل، خو واکمني یې هم د ګاونډیو قدرتونو او هم د پاچاهۍ دننه مخالفانو له‌خوا له ګواښ سره مخ شوه.

په ۱۱۳۹ز کال کې، انګلستان ته ولاړه ترڅو د خپل میرني ورور «د ګلاستر رابرټ» او تره «د سکاټلنډ لومړی دېوېد» په ملاتړ، د زور له‌لارې پاچاهي ترلاسه کړي؛ په داسې حال کې چې خاوند یې «جیوفري» د نورماندي پر سوبه کولو ټینګار درلود. په ۱۱۴۱ز کال کې د لینکلون نښتې په ترڅ کې، سټېفن د متیلدا ځواکونو له‌خوا ونیول شو، خو د وېست‌مېنستر په کلیسا کې د تاج اېښودنې لپاره د ملکې هلې‌ځلې د لندن خلکو د کلک مخالفت له‌امله ناکامې پاتې شوې. د دغې ستراتیژیکې ماتې په پایله کې، متیلدا هېڅکله په رسمي توګه د انګلستان د ملکې په توګه ونه‌پېژندل شوه او په ځای یې د «انګلیسي مېرمن» (په لاتین: domina Anglorum) لقب ورکړل شو. رابرټ په ۱۱۴۱ز کال کې د وېنچستر له ماتې وروسته اسیر او متیلدا حاضره شوه چې له سټېفن سره یې مبادله کړي. متیلدا د هغه کال په ژمي کې د اکسفورډ په کلا کې د سټېفن ځواکونو له‌خوا کلابنده شوه او د دې لپاره چې ونه‌نیول شي، د شپې له‌خوا د آیسیس یخ‌وهلي سیند له‌لارې ابینګدُن ته وتښتېدله، او په احتمال سره یې سپین کالي اغوستي وو ترڅو په واورو کې د تېښتې پر مهال ونه‌پېژندل شي. جګړه په ټپه ودرېده، متیلدا د انګلستان سویل لوېدیځو سیمو لویه برخه او سټېفن سویل ختیځې او د میدلنډز صنعتي سیمه تر واک لاندې درلوده. د هېواد پاتې لویه برخه د سیمه‌ییزو او خپلواکو اشرافیانو (بارون) په لاس کې وه.

متیلدا په ۱۱۴۸ز کال کې نورماندي ته، چې د خاوند په ولکه کې یې ؤ، ستنه شوه او په انګلستان کې یې د مبارزې دوام ورکولو لپاره خپل مشر زوی پرېښود؛ په پای کې، هغه د سټېفن د تاج او تخت وارث په توګه وپېژندل شو او په ۱۱۵۴ز کال کې د دوه‌یم هنري په نامه پاچاهۍ ته ورسېده او د انژیوین ټولواکمنۍ یې رامنځ‌ته کړه. متیلدا خپل دربار «رواَن» ته نږدې جوړ کړ او د ژوند تر پایه د نورماندي په اداره کولو کې بوخته وه او د اړتیا په صورت کې یې له خپل زوی سره په حکومتي چارو کې مرسته کوله. په ځانګړې توګه، د زوی د واکمنۍ په لومړیو کلونو کې یې ډېرې سیاسي توصیې او سپارښتنې ورته کولې او د بکېت په شخړه کې یې د منځګړیتوب کولو هڅه وکړه. هغې په پراخه توګه له کلیسا سره کار وکړ، د سیسترسیانو صومعې یې تاسیس کړې او په تقوا کې یې شهرت درلود. متیلدا په ۱۱۶۷ز کې مړه او په بېک کلیسا کې د لوړ محراب لاندې دفن شوه او ډېره موده وروسته یې مقبره د «رواَن» لویې کلیسا ته ولېږدول شوه.

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

متیلدا په احتمال سره د ۱۱۰۲ کال د فبروري پر ۷مه نېټه د برکشایر په ساتون کورتن‌ني کې زېږېدلې وه. پلار یې د نورماندي دوک او د انګلستان پاچا لومړی هنري او مور یې د هنري لومړۍ مېرمن «د سکاټلنډ متیلدا» وه. هنري د سوبمن ویلیام تر ټولو کشر زوی ؤ. ویلیام په ۱۰۶۶ز کال کې پر انګلستان باندې د یوه برید په ترڅ د وېلز ټولواکمني رامنځ‌ته کړه. د برید په پایله کې د انګلو-نورمان په نامه یوه اشرافي ټولنه رامنځ‌ته شوه چې د مانش کانال (انګلیس کانال) پر دواړوو خواوو باندې یې ډېر جایدادونه او ملکیتونه درلودل. دغو اشرافیانو په ټولیزه توګه د فرانسې له سلطنت سره نږدې اړیکې درلودې، چې هغه مهال د ځینو ښارونو او کوچنیو دولتي سازمانونو یوه وړه ټولګه وه چې یوازې د فرانسې پاچا تر حداقل واکمنۍ لاندې وه. مور یې «متیلدا» د پاچا درېیم ملکولم او د لوېدیځ ساکسون شاهي کورنۍ یوې غړي «د وېسکس مارګرېټ» لور او د لوی آلفرېد له لمسیو څخه وه. د لومړي هنري لپاره، د سکاټلنډ له ملتیدا سره واده د هغه واکمنۍ ته لا زیات مشروعیت ورکړی ؤ او په انګلستان کې د مقام او قدرت ترلاسه کولو لپاره ورته لوی فرصت ګڼل کېده.[۱][۲][۳][۴][۵]

متیلدا د «ویلیام ادېلین» په نامه یو کشر سکه او مشروع ورور درلود او له ګڼ‌شمېر معشوقو سره د پلار اړیکو لرلو له‌امله یې شاوخوا ۲۲ غیرمشروع وروڼه او خویندې درلودې. د متیلدا د ژوند لومړیو کلونو په هکله معلومات لږ دي، خو په غالب ګومان هغې له خپلې مور سره ژوند کاوه، لیک او لوست یې زده کړ او دیني اخلاق او زده‌کړې یې حاصل کړې. د انګلیس دربار د اشرافیانو په منځ کې د هغې تره «دېوېد» (چې وروسته د سکاټلنډ پاچا شو)، ناسکه او نامشروع ورور «د ګلاستر رابرټ» او د هغې د تره زوی «د بلوا سټېفن» او براین فیتز کونټ شتون درلود. په ۱۱۰۸ز کال کې هنري نورماندي ته سفر وکړ او متیلدا او د هغې ورور ویلیام ادېلین یې د کانتربري لوی اسقف «انسلم» ته وسپارل. انسلم د متیلدا د مور د خوښې وړ روحاني شخصیت ؤ. داسې کوم سند نه‌شته چې د متیلدا ظاهري ونې او څېرې په هکله یې معلومات ورکړي وي؛ نومهاله مورخان وایي چې متیلدا ډېره ښایسته وه، خو دغه ادعا کېدای شي د مورخانو د لیکلو دودیزې تګلارې ته نسبت ورکړل شي.[۶][۷][۸][۹]

د مقدس روم ټولواکمني[سمول]

واده او تاج‌اېښودنه[سمول]

د ۱۱۰۸ز کال په وروستیو یا د ۱۱۰۹ز کال په لومړیو کې، د آلمان پنځم هنري نورماندي ته یوشمېر استازي واستول او له متیلدا سره یې د واده غوښتنه وکړه او په جلا ډول یې د دې موضوع په هکله د متیلدا مور ته لیک ولېږه. دغه واده د انګلیس پاچا لپاره ډېر په‌زړه‌پورې ؤ: لور به یې د اروپا تر ټولو یوې معتبرې کورنۍ کې واده شي او موقعیت به یې، چې د نوې شاهي کورنۍ د کشر زوی د واکمنۍ له‌امله لږ څه شکمن او تر پوښتنې لاندې راغلی، لا زیات تثبیت شي او له فرانسې سره د مخامخ کېدو په صورت کې به یو ښه متفق ولري. په بدل کې، پنځم هنري به ۱۰،۰۰۰ مارکه ولور ترلاسه کړي، چې د مقدس روم د امپراتور په توګه د تاج‌اېښودنې لپاره یې روم ته د سفر لپاره ورته اړتیا درلوده. د معاملې پر وروستیو جزئیاتو باندې په وېست‌مېنستر کې د ۱۱۰۹کال په جولای میاشت کې خبرې وشوې او متیلدا، په وضعیت کې د بدلون له‌امله، د همهغه کال په اکټوبر میاشت کې د لومړي ځل لپاره په یوې سلطنتي شورا کې ګډون وکړ. هغه په ۱۱۱۰ز کال کې له انګلستان څخه د آلمان په لور ووتله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Chibnall 1991, pp. 8–9
  2. Newman 1988, pp. 21–22; Carpenter 2004, pp. 125–126
  3. Hallam & Everard 2001, pp. 62–64, 114–118
  4. Hollister 2003, pp. 126–127
  5. Hollister 2003, pp. 127–128; Thompson 2003, p. 137
  6. Chibnall 1991, pp. 9–10; Chibnall, Marjorie (2004–2013), "Matilda [Matilda of England] (1102–1167), Empress, Consort of Heinrich V", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chibnall 1991, pp. 12–13
  8. Chibnall 1991, pp. 13–14; Chibnall, Marjorie (2004–2013), "Matilda [Matilda of England] (1102–1167), Empress, Consort of Heinrich V", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Chibnall, Marjorie (2004–2013), "Matilda [Matilda of England] (1102–1167), Empress, Consort of Heinrich V", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chibnall 1991, pp. 15–16
  11. Leyser 1982, pp. 195–197; Chibnall 1991, p. 16
  12. Chibnall 1991, p. 16
  13. Chibnall 1991, pp. 16–17