د انګلستان پاچا، جان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د انګلستان پاچا، جان
(انګلیسي: John Lackland د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د انګلستان پاچا، جان
د انګلستان پاچا، جان

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ ډيسمبر ۱۱۶۶
مړینه 19 اکتوبر 1216 (50 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد د انګلستان دریم هنري[۱]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار د انګلستان دویم هنري[۱]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خور/ورور
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جان (زوکړه: د ۱۱۶۶ زکال د ډسمبر ۲۴ مه – مړینه: د ۱۲۱۶ زکال د اکتوبر ۱۹ مه) له ۱۱۹۹ زکال څخه په ۱۲۱۶ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. هغه د نرماندي دوک نشینه سیمه او همدارنګه خپل ډېر نور فرانسوي قلمرونه د فرانسې د پاچا دویم فیلپ پر وړاندې له لاسه ورکړل چې له امله یې د انژوین سترواکي وپاشل شوه او دغې چارې د دریالسمې پېړۍ په اوږدو کې د فرانسې د کاپتي سلسلې د واک له پراختیا سره مرسته وکړه. د جان د واکمنۍ په وروستیو کې د بارونانو پاڅون د ستر منشور (مګنا کارتا) د رامنځته کېدو لامل وګرځېد، هغه سند چې د انګلستان د اساسي قانون د تکامل په برخه کې لومړنۍ ګام بلل کېږي.

جان د انګلستان د پاچا دویم هنري او دوشس الینور آکیتن له څلورو ژوندیو ماشومانو څخه د هغو تر ټولو کوچنی و. هغه د جان لکلنډ (بې ځمکو جان) په مستعار نوم یادېده ځکه دا تمه نه وه چې هغه دې په پام وړ کچه ځمکې په ارث کې ترلاسه کړي. نوموړي په ۱۱۷۳-۱۱۷۴ زکال کې د خپلو دریو وروڼو ځوان پاچا هنري، ریچارد او جفري له خوا د خپل پاچا پلار پر وړاندې له ناکامه پاڅون وروسته د خپل پلار په زړه کې ځای وموند. پلار یې نوموړی په ۱۱۷۷ زکال کې د ایرلنډ لارډ یا ارباب وټاکه او په انګلستان او دغه قاره کې پریمانه ځمکې یې هغه ته ورکړې. هغه مهال چې د هغه ورور ریچارډ په دریمه صلیبي جګړه کې ونډه اخیستې وه د خپل ورور د سلطنتي مدیرانو پر وړاندې یې ناکامه پاڅون وکړ خو په ۱۱۹۹ زکال کې د ریچارډ له مړینې وروسته پاچاهي ته ورسېد. نوموړی د فرانسې د پاچا دویم فلیپ له خوا د خپلو قاره یي انژوین ځمکود مالکیت د رسمیت پېژندلو په موخه په ۱۲۰۰ زکال کې د لي ګولېټ هوکړې (treaty of Le Goulet) په ترڅ کې له هغه سره توافق ته ورسېد.[۲]

کله چې په ۱۲۰۲ زکال کې په فرانسه کې بیاځلي جګړه پیل شوه، جان لومړنیو بریاوو ته لاسرسی وموند، خو د پوځي منابعو کموالی او همدارنګه له نورمن، بریټون او آنژو اشرافو سره د هغه د چلن څرنګوالی په ۱۲۰۴ زکال کې په شمالي فرانسه کې د هغه د سترواکۍ د پاشل کېدو لامل وګرځېد. هغه د راتلونکې لسیزې ډېره برخه د دغو قلمرونو په بېرته نیولو، د لوړو عایداتو د ترلاسه کولو په هڅو، د خپلو وسله والو ځواکونو په اصلاح او همدارنګه د قاره یي اتحاد په بېرته رامنځته کولو تېر کړه. د نوموړي قضايي اصلاحاتو د انګلستان د عمومي حقوقو پر سیسټم تل پاتې اغېز درلود او همدارنګه یې د اضافي عوایدو سرچینه جوړه کړه. له پاپ دریم اینوسنتس سره د هغه شخړه په ۱۲۰۹ زکال کې د نوموړي د کافر ګڼل کېدو لامل وګرځېده؛ هغه اختلاف چې بالاخره یې په ۱۲۱۳ زکال کې حل کړ. په ۱۲۱۴ زکال کې د فیلیپ د ماتولو په موخه د جان هڅې په بووین جګړه کې د فرانسې پر وړاندې د جان د متحدینو د ماتې له امله ناکامې شوې. هغه مهال چې جان انګلستان ته راوګرځېد، د ډیری هغو بارونانو له پاڅون سره مخ شو چې د نوموړي له مالي سیاستونو او همدارنګه د انګلستان د پیاوړو اشرافو سره د چلن د څرنګوالي له امله ترې ناخوښه و. په داسې حال کې چې جان او بارونانو په ۱۲۱۵ زکال کې د ستر منشور د سولې په هوکړې توافق وکړ، خو هېڅ یوه اړخ هم د هغو شرایط مراعات نه کړل. کورنۍ جګړه د فرانسې د اتم لویي په مرسته د بارونانو سره پیل شوه. جګړه ډېر ژر بن بست ته ورسېده. جان د ۱۲۱۶ زکال په وروستیو کې د انګلستان په ختیځ کې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د خوني اسهال له امله ومړ. د هغه د زوی دریم هنري ملاتړي راتلونکی کال پر لویي او یاغي بارونانو بریالی شول.

معاصر وقایع لیکونکی تر ډېره پوره د پاچا په توګه د جان په کړنو نیوکې کوي او د هغه د سلطنت دوره له شپاړلسمې پېړۍ راهیسې د تاریخ لیکونکو د بحث او بیاکتنې موضوع ګرځېدلې. تاریخ لیکونکي جیم برابري د جان د مثبتو چارو اړوند اوسنی تاریخي لیدلوری را لنډ کړی او څرګندوي چې نن ورځ جان «د هڅاند مدیر، پیاوړي کس او پیاوړي جنرال» په توګه په پام کې نیول کېږي. له دې سره معاصر تاریخ لیکونکي په دې یوه خوله دي چې هغه د پاچا په توګه ډېرې نیمګړتیاوې لرلې، هماغه ډول چې تاریخ لیکونکی رالف ټرنر یې د هغه «د ناسمو او خطرناکو شخصیتي» ځانګړنو په توګه توصیف کوي لکه ماشومانه خویونه، کینه لرل او ظلم کول. دغو منفي مواردو د ویکټوریا د دورې د کیسه لیکونکو لپاره پراخ مطالب برابر کړي چې له امله یې جان د لویدیځ په عامه کلتور کې تکرار کېدونی شخصیت پاتی شوی؛ تر ډېره پورې د رابین هوډ په افسانو کې چې هغو ته په اړوندو فلمونو کې د شرور کس په توګه انځور کېږي. [۳][۴]

لومړنی ژوند[سمول]

د جان د ژوندانه په لومړیو کلونو کې هنري هڅه وکړه څو د ځای ناستوب مسئله حل کړي. ځوان پاچا هنري په ۱۱۷۰ زکال کې د انګلستان د پاچا په توګه تاج پر سر اېښی و، خو پلار یې ورته هېڅ رسمي ځواک نه و ورکړی. نوموړي ته همدارنګه د نرماندي او انژو د راتلونکي ارث ژمنه ورکړل شوې وه. د هغه بل ورور ریچارډ ته په پام کې وه چې د پوآتو د کنټ په توګه ورته د آکیتن کنټرول هم ورکړل شي، په داسې حال کې چې دریم ورور جفري ته هم د بریتاني د دوک څوکۍ په پام کې نیول شوې وه. دغه مهال دا ډېره لرې ښکارېده چې جان ته دې په پام وړ کچه ځمکې په میراث پاتې شي او پلار یې هم په ټوکو باندې په هغه د «لکلنډ» (ځمکو نه لرونکي) مستعار نوم اېښی و. [۵][۶]

دویم هنري غوښتل چې د آکیتن سویلي پولې خوندي کړي او پرېکړه یې وکړه چې خپل کوچنی زوی د ساوي د دریم هامبرت له لور او وراثې سره کوژده کړي. د دغې هوکړې د برخې په توګه جان ته په راتلونکي کې ساوي، پیمونټ، مورین او همدارنګه کنټ هامبرت ته د اړوندو ټولو شتمنیو ژمنه ورکړل شوې وه. دویم هنري په دغه اتحاد کې د هغه د ونډې له امله د شینون قلا ګانې، لودون او میربیو د جان په نوم کړې. له دې امله چې جان دغه مهال یوازې پنځه کلن و پلار یې دغه ځایونه د عملي موخو په موخه تر کنټرول لاندې لرل. ځوان پاچا هنري د دغې موضوع تر اغېز لاندې رانغی؛ په داسې حال کې چې تر دغه مهاله ورته په خپله نوې پاچاهۍ کې هېڅ قلا نه وه ورکړل شوې، خو دغه قلا ګانې عملا د هغه په راتلونکو شتمنیو کې راتلې او د هغه له مشورې پرته ورکړل شوې وې. الیس د آلپ غرونو څنډو ته سفر وکړ او د دویم هنري له دربار سره یوځای شوه، خو له جان سره له واده وړاندې مړه شوه او په دې سره شهزاده بیاځلي له ارثه پرته پاتې شو. [۷]

په ۱۱۷۳ زکال کې د جان مشرانو وروڼو د الینور په ملاتړ د هنري پر وړاندې له ۱۱۷۳ زکال څخه تر ۱۱۷۴ زکال پورې لنډ مهالی پاڅون وکړ. نوموړی د دویم هنري تر لاس لاندې له ټیټ ځایګي لرلو ناخوښه و او په مخ پر زیاتېدوني ډول له دې اندېښمن و چې کېدای شي د دې په غبرګون کې جان ته زیاتې ځمکې او قلمرونه وسپارل شوي. ځوان پاچا هنري پاریس ته سفر وکړ او له اووم لویي سره یې لاس یو کړ. الینور چې په آکیتن کې د خپل مېړه له دوامداره مداخلې په غصه وه ریچارډ او جفري یې وهڅول په پاریس کې له خپل ورور هنري سره لاس یو کړي. دویم هنري د خپلو زامنو په ائتلاف بریالی شو، خو بیا هم د مونتلوئیس په ناسته کې له هغوی سره د سولې هوکړې ته ورسېد او د دوی پر وړاندې سخاوتمند و. ځوان پاچا هنري ته یې اجازه ورکړه چې له خپلې شوالیه کورنۍ سره د اروپا هر ځای ته سفر کولی شي، ریچارډ ته یې آکیتن بېرته ورکړ او جفري ته یې هم اجازه ورکړه بریتاني ته راوګرځي؛ یوازې الینور یې په دغه پاڅون کې د ونډې لرلو له امله بندي کړه. [۸][۹][۱۰]

جان چې له خپل پلار سره د جګړې پر مهال سفر کړی و ورته یې د مونتلوئیس ښارګوټي او په انژوین سترواکۍ کې یې په پراخه کچه نور ملکیتونه ورکړل. له دغه مهال وروسته ډیری ناظرینو جان د دویم هنري د خوښې وړ زوی باله، په داسې حال کې چې نوموړی د سلطنت د ځای ناستوب په کتار کې تر ټولو شاته و. دویم هنري جان ته د لا زیاتو ځمکو په موندلو پیل وکړ، هغه هم تر ډېره د مختلفو اشرافو په لګښت. په ۱۱۷۵ زکال کې هغه د کورنوال د مړ شوي ارل املاک ونیول او جان ته یې ورکړل. راتلونکی کال هنري د قانوني عرف پر خلاف د ایزابلا ګلاستر خویندې له ارث محرومې کړې او جان یې له بډایه ایزابلا سره کوژده کړ. په ۱۱۷۷ زکال کې د اکسفورډ په شورا کې هنري، ویلیام فیتزآلدلم د ایرلنډ د اربابۍ له څوکۍ ګوښه کړ او ۱۰ کلن جان یې د هغه ځای ناستی وټاکه. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ سرليک: Kindred Britain
  2. Norgate (1902), pp. 1–2.
  3. Bradbury (2007), p. 353.
  4. Turner, p. 23.
  5. Carpenter (2004), p. 223; Turner, p. 35.
  6. McLynn, p. 36.
  7. Turner, p. 36.
  8. Carpenter (2004), p. 223.
  9. Carpenter (2004), p. 243.
  10. Turner, p. 36.
  11. Turner, p. 37.