د افغانستان د عامي روغتیا وزارت
ښکارېدونکې بڼه
د افغانستان د عامي روغتیا وزارت
عمومي مالومات | |
---|---|
هېواد |
وېبپاڼه |
---|
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ( دری : وزارت صحت عامه ) د افغان حکومت تر سرپرستۍ لاندي د دغه هیواد یو وزارت دی چي د افغان ولس روغتیایي چاري مخته وړي. د طالبانو په اوسني سرپرست حکومت کي د یاد وزارت مشرتوب د مولوي نور جلال په غاړه دی. د عامې روغتیا وزارت د افغانستان د روغتیا په برخه کي د خپلو پرمختګونو په اړه د خلکو د خبرولو په موخه هر دوولس میاشتي یو کلنئ راپور وړاندي کوي.
وزیران
[سمول]نوم | موده | معلومات |
---|---|---|
کوبرا نورزۍ | ۱۹۶۵-۱۹۶۹ | د افغانستان لومړۍ ښځینه وزیره. |
عبدالرؤف محمد | د 1996 او 1999 ترمنځ | د ملا محمد عمر په امارت کي |
محمد عباس اخند | د 1996 او 2001 ترمنځ | د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندي |
شیر محمد عباس ستانکزی | د 1996 او 2001 ترمنځ | د ملا محمد عمر په امارت کي مرستیال وزیر |
سهیلا صدیقي | 2001-2004 | |
سید محمد امین فاطمي | 2004-2010 | په 2010 کال کي بیا ونومول سو خو د ولسي جرګې تایید یې ترلاسه نکړ. |
ثریا دلیل | 2010-2014 | په پیل کي د افغانستان له پارلمان څخه بریالۍ نه سوه او په ۲۰۱۲ کال کي تر تایید مخکي د سرپرستي وزیري په توګه وټاکل سوه [۱] |
فیروز الدین فیروز | 2015-2019 | د افغانستان له ولسي جرګې څخه یې رسمي تایید ترلاسه او وزیر سو |
احمد جواد عثماني | می - دسمبر 2020 | د افغانستان له پارلمان څخه رسماً تایید سو، خو د ولسمشر اشرف غني له خوا د وزارت د کارکوونکو د فساد په تور له واکه ګوښه شو . |
وحید مجروح | جنوري 2021 - سپتمبر 2021 | د روغتیا سرپرست وزیر |
قلندر عباد | سپتمبر 2021 – می 2024 [۲] | د روغتیا سرپرست وزیر |
مولوي نور جلال | می 2024 | د روغتیا سرپرست وزیر |