د افغانستان او تاجکستان اړیکي
د افغانستان او تاجکستان رسمي اړیکي په ۱۹۹۲ کال کي پیل سوې. افغانستان د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه کي سفارت او په خروغ کي قونسلګري لري او اوسنئ سفیر یې محمد ظاهر اغبر نومیږي. تاجکستان بیا په کابل کي سفارت او په مزار شریف، فیض اباد او کندز کي قونسلګرۍ لري، او سفیر یې شروف الدین امام نومیږي.
تاریخ
[سمول]د افغانستان او تاجکستان اړیکي له تاریخي پلوه د غزنوي او ساماني واکمنیو دورې ته ورګرځي، خو د معاصر افغانستان راهیسي لمړنۍ اړیکي چي د افغان او تاجک خاوري پولي یې معلومي کړې د احمد شاه بابا او محمد مراد بېګ له لوري رامنځ ته سوې. د تزاري روسیې او شوروي اتحاد له لوري د منځنۍ اسیا او برتانوي هند لوري د افغانستان تر اشغال وروسته تاجکستان او افغانستان په رسمي ډول اوسنۍ پوله د خپل رسمي سرحد په توګه وټاکل او هغه تاجکان چي د تزاري روسیې له تاړاکونو افغانستان ته راغلي وه، ددغه هیواد رسمي اوسېدونکي او افغانان وګڼل سوه چي تر ننه هم په بېلابیلو ولایتونو کي مېشت دي.