منځپانگې ته ورتلل

د اصفهان فتحه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اصفهان فتحه د هوتکيانو په مشرۍ د افغان لښکرو لخوا د ایران د صفوي سلطنت پلازمیني اصفهان شپږ میاشتنۍ اوږده محاصره وه. یادي محاصرې د مارچ څخه تر اکتوبر 1722 پوري دوام وکړ او د ښار په فتحه او صفوي سلطنت په پرځېدو سره پای ته ورسېده.

د اصفهان فتحه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
siege (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
نور اړين مالومات
برخه د
پيل موده
۸ مارچ ۱۷۲۲ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پای
۲۳ اکتوبر ۱۷۲۲ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
۳۲°۳۸′۴۱″شمال ۵۱°۴۰′۰۳″ختیځ / 32.644722°شمال 51.6675°ختيځ / 32.644722; 51.6675 پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
Map

محاصره او نښته

[سمول]

اصفهان د ۱۷۲۲ کال د مارچ په اتمه نېټه د ګلن آباد تر جګړې وروسته د شاه محمود هوتکي په مشرۍ د افغان ځواکونو له خوا کلابند سو. سره ددې چي په یاده جګړه کي د جنګېدونکو سرتېرو کره شمېره څرګنده نه ده، خو د د محمود هوتک په خبره د اردو شمېر یې شاوخوا 18000 وو، په داسي حال کي چي د پارسي لښکر شمېر ددې دوه برابره یعني شاوخوا 40000 نفره کېدی. [۱] له جګړې وروسته صفوي ځواکونه د اصفهان په لور په بد حال کي وتښتېدل، او افغان ځواکونه وتوانېدل چي ایرانۍ پلازمېني ته ورسیږي. افغانانو که څه هم چي د ښار د دېوالونو ماتولو لپاره توپخانې نه درلودې، خو د سلطان حسین صفوي او د ښار د مدافعینو د تسلیمولو لپاره یې اصفهان کلابند کړ. د محاصرې د ختمولو لپاره ایرانیانو پرله پسې هڅې کولې، خو د افغانانو خونړۍ کلابندي ددوی حوصلې ماتي کړې، او له بلي خوا ګرجستاني واکمن کارتلي شپږم Vakhtang هم ددوی د ملاتړ لپاره چمتو نسو. د محاصرې په جریان کي د شاه حسین زوی طهماسپ د څه د پاسه ۶۰۰ ایراني پوځیانو سره له ښاره بهر وتښتېدی، او پسله 8 میاشتو کلابندۍ کله چي په ښار کي قحطي هم پیل سوه، ایراني شاه د اکتوبر په 23 د محمود په حق کي استعفا ورکړه، او افغانان په 25 اکتوبر 1722 کي ښار ته په بریالیتوب سره ننوتل. [۲] [۳] [۴] تر دې فتحي وروسته افغانان په ایران کي تر ۱۷۲۹ کال پوري پاته سول. [۵]

  1. Mikaberidze, Alexander, ed. (2011). Conflict and Conquest in the Islamic World: A Historical Encyclopedia. ABC-CLIO. p. 352.
  2. . October 1952. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  3. Mikaberidze, Alexander, ed. (2011). Conflict and conquest in the Islamic world: a historical encyclopedia. Santa Barbara, Calif. ISBN 978-1-59884-337-8. OCLC 763161287.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  4. Spencer Tucker, ed. (2010). A global chronology of conflict: from the ancient world to the modern Middle East. Santa Barbara, Calif.: ABC-CLIO. ISBN 978-1-85109-672-5. OCLC 617650689.
  5. . 2002. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)