دیارلسم آلفونسو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دیارلسم آلفونسو
(هسپانوي: Alfonso)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دیارلسم آلفونسو
دیارلسم آلفونسو

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Alfonso León Fernando María Jaime Isidro Pascual Antonio de Borbón y Austria-Lorena)[۲]
(هسپانوي: Alfonso XIII León Fernando María Santiago Isidro Pascual Antón de Borbón y Habsbourg Lorraine)[۳]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ مې ۱۸۸۶[۴]
مادريد[۵][۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 28 فبروري 1941 (55 کاله)[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۶][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
روم[۱۵][۶]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اسپانیا[۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني[۱۷]
فرانسوي[۱۷]
انگليسي[۱۷]
آلماني ژبه[۱۷]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
دیارلسم آلفونسو
دیارلسم آلفونسو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دیارلسم الفونسو (زوکړه: د ۱۸۸۶ زکال د مۍ ۷ مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د فبروري ۲۸ مه) چې د آل افریقانو یا افریقايي په نوم هم پېژندل کېږي د ۱۸۸۶ زکال د مۍ له ۱۷ مې څخه د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل تر ۱۴ مې پورې هغه مهال چې د هسپانیا د دویم جمهوریت اعلان شو د هسپانیا پاچا و. نوموړی د زیږون له مهاله وروسته له هغه پاچا و چې پلار یې پاچا دوولسم آلفونسو د هغه له زیږون څخه په وړاندې کال کې ومړ. د آلفونسو مور، د اطریش ماریا کریسټینا تر هغه مهاله د هسپانیا نایب السلطنت وه کله چې نوموړي په ۱۹۰۲ زکال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ د کالیزې  په ورځ د هسپانیا بشپړ واکونه ترلاسه کړل.

د دیارلسم آلفونسو افکار تر ډېره پورې پوځي و او په پراخه کچه یې له نظامي بنسټونو سره اړیکه لرله چې له همدې امله یې تر ډېره پورې ځان سرتېری پاچا باله. د هغه اغېزمنه واکمني د ۱۸۹۸ زکال له ناورین څلور کاله وروسته پیل شوه چې ډېری بېلابېلو ټولنیزو ډلو د ملي بیارغونې اړوند د هغه له واکمنۍ څخه خپلې تمې څرګندې کړې. هغه د خپل مهال د ډېری اروپايي پاچایانو په څېر مهم سیاسي رول لوباوه چې د اساسي قانون له خوا د ورکړل شوو اجرایويي واکونو څخه بحث پارونکې ګټنې ته یې اړتیا لرله. د بانبرګ له ویکټوریا اوژني سره په ۱۹۰۶ زکال کې د نوموړي واده د پاچا د وژنې په هڅه سره مشخص کېږي چې نوموړی ترې جوړ راووت. [۱۸][۱۹][۲۰]

دیارلسم آلفونسو د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د عمومي لیدلوري پر خلاف چې د جرمني د پلویانو او درې ګونو متحدینو د پلویانو ترمنځ ویشل شوی و، له اروپايي سلطنتي کورنیو سره یې د خپلو کورنیو اړیکو څخه په ګټنې هڅه وکړه چې د خپل دولت د بې پلویتوب له دریځ سره مرسته وکړي. په ۱۹۱۰ مه لسیزه کې په سوله ئیز ډول د حکومت په بدلولو (turno) کې د هغه پاتې راتګ او همدارنګه د بیارغونې د سیستم د کړکېچ زیاتوالی چې د ۱۹۱۷ زکال د درې ګونې ضربې (a triple whammy) پر مټ بالاخره له ماتې سره مخ شو؛ نوموړی یې اړ کړ څو په ۱۹۲۳ زکال کې د پوځي کودتاه له امله د میګل پریمو دی ریورا دیکتاتوري نظام ومني او که یې نه منلای نو په مراکش کې د تاوتریخوالو له مارپیچ څخه یې واکمني د خلاصون لار نه لرله او په همدې سره یې د اساسي قانون له مخې مشروعیت را کم شو. د دیکتاتورۍ له سیاسي ماتې وروسته، دیارلسم آلفونسو له پریمو دی ریورا څخه خپل ملاتړ واخیست (چې بالاخره یې ریورا په ۱۹۳۰ زکال کې استعفا ته اړ کړ) او د دیکتا بلاندا په اصطلاح سیاست ته یې مخه کړه چې له ۱۹۲۳ زکال وړاندې وضعیت یې غوره باله. له دې سره نوموړي دغه مهال خپل ډیرۍ سیاسي پانګه له لاسه ورکړې وه. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نوموړي د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل میاشتې د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته چې د سلطنت د دوام یا جمهوریت د اعلان اړوند ټاکنو په توګه پېژندل کېږي په دواطلبانه توګه هسپانیا خوشې کړه او د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل په ۱۴ مه د هسپانیا دویم جمهوریت اعلان شو.

۴۴ کاله وروسته د هغه لمسی لومړی خوان کارلوس د هسپانیا د بېرته رامنځته شوې پاچاهۍ د پاچا په توګه تاج پر سر کېښود. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د اروپايي جګړې (European War Office) په نامه بشر دوستانه دفتر په اډانه کې د نوموړي هڅې لامل وګرځېدې څو په ۱۹۱۷ زکال کې د سره صلیب سازمان له خوا د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړای شي. نوموړی تر نن ورځې پورې یوازنی پاچا دی چې د سولې د نوبل جایزې لپاره نوماند کړای شوی. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

واکمني[سمول]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

دیارلسم آلفونسو د ۱۸۸۶ زکال د مۍ په ۱۷ مه د مادرید په سلطنتي ماڼۍ کې وزېږېد. نوموړی د هسپانیا د پاچا دولسم آلفونسو زوی و چې د ۱۸۸۵ زکال د نومبر په میاشت کې ومړ او له زیږون وروسته پاچا شو. د هغه له زیږون وروسته په داسې حال کې چې نوموړي ته جامې نه وې وراغوستل شوې د لومړي وزیر پراکسدس متئو ساګاساتا خوا ته د سپینو زرو په پتنوس (غنداق) کې یوړل شو.

پنځه ورځې وروسته په داسې حال کې چې د زرین پشم نښان (Golden Fleece) یې په غاړه کې اچول شوی و د رسمي تشریفاتو په ترڅ کې ورته د اردن د سیند په ځانګړو اوبو چې له فلسطین راوړل شوې وې؛ د تعمید غسل ورکړل شو. فرانسوي اخبار لی فیګارو په ۱۸۸۹ زکال کې دغه ماشوم پاچا «د ځمکې پر سر تر ټولو خوشبخته او د خوښې وړ» توصیف کړ. د هغه مور ماریا کریسټینا چې د اطریش وه د نوموړي تر ۱۶ کلنۍ پورې یې د نایب السلطنت په توګه واک وچلاوه. د هغې د واکمنۍ پر مهال په ۱۸۹۸ زکال هسپانیا په کیوبا، پرتوریکو، ګوام او فلیپین بندې د هسپانیا- امریکا جګړې له امله استعماري واک له لاسه ورکړ. [۲۹][۳۰]

آلفونسو د د ۱۸۸۹-۱۸۹۰ زکلونو ترمنځ د رامنځته شوې وبا له امله سخت ناروغ شو. د ۱۸۹۰ زکال د جنوري په ۱۰مه د نوموړي روغتیايي وضعیت ډېر زیات خراب شو او ډاکټرانو یې څرګنده کړه چې انفلونزا د هغه عصبي سیستم ته زیان اړولی او له همدې امله ځوان پاچا بېهوښۍ ته تللی. بالاخره نوموړی ورغېد. [۳۱]

هغه مهال چې د ۱۹۰۲ زکال د مۍ په میاشت کې آلفونسو بلوغ ته ورسېد، د نوموړي د بلوغ اونۍ د جشنونو، غویانو د لوبو، او نورو شانداره مراسمو پر مټ په ټوله هسپانیا کې ولمانځل شوه. نوموړي د مۍ په ۱۷ مه د ملي شورا (کورتس) د غړو پر وړاندې لوړه وکړه. [۳۲]

آلفونسو تر ډېره پورې پوځي زده کړې وکړې او د پوځي زده کړو له امله په کې «هسپانوي ملت پالنه» وپارېدله. نوموړي د پوځي روزونکو سربېره سیاسي زده کړې له لیبرال – ویسنټه سانتا ماریا دي پاردیس – او اخلاقي لارښوونې د وحدت پالونکي، خوزه فرناندز دی لا مونتانا څخه ترلاسه کړې. [۳۳][۳۴]

لومړۍ نړیواله جګړه[سمول]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال، هسپانیا له دې امله بې پلوه پاتې شوه چې نوموړي د جګړې له دواړو لورو سره کورنۍ اړیکې لرلې. پاچا د جګړې د دواړو اړخونو له جنګي اسیرانو سره د مرستې په موخه یو دفتر پرانیست. دغه دفتر په بهر کې د هسپانیا له پوځي او دیپلماتیکو اړیکو څخه په ګټنې د زرګونو جنګي بندیانو د شفاعت – د هغو د لیکنو د استولو او ترلاسه کولو او همدارنګه نورو خدمتونو په برخه کې کار کاوه. د دغه دفتر مرکزي دفتر د هسپانیا په شاهي ماڼۍ کې و. [۳۵][۳۶]

آلفونسو هڅه وکړه څو روسي تزار دویم نیکولاس او د هغه کورنۍ چې بلشویکانو نیولې وه وژغوري؛ هغه د روسیې شاهي کورنۍ ته د دوه تلګرامونو په استولو وړاندیز وکړ چې په هسپانیا کې پناه وغواړي. نوموړی وروسته د رومانوف د کورنۍ له اعدام څخه خبر شو، خو هغه په ناسمه توګه په دې باوري و چې یوازې دویم نیکولاس او زوی یې الکسي وژل شوي. په دې ترتیب سره نوموړي هسپانیا ته د تزارې الکسندرا او د هغې د څلورو لوڼو د راوړلو هڅو ته دوام ورکړ، پرته له دې چې په دې ځان خبر کړي چې هغوی هم وژل شوې دي. [۳۷]

آلفونسو د ۱۹۱۸ زکال د انفلونزا وبا له امله شدید ناروغ شو. له دې امله چې هسپانیا بې پلوه وه نو د جګړې پر مهال هېڅ ډول محدودیتونو په هسپانیا شتون نه درلود او د هغه د ناروغۍ او ښه کېدو اړوند خبر په ټوله نړۍ کې خپور شو په داسې حال کې چې په جګړه کې په ښکېلو هېوادونو کې د انفلونزا د پراختیا خبر پټ ساتل کېده. دغې چارې دغه ګمراه کوونکی انځور رامنخته کړ چې ګویا دغې وبا تر ټولو ډېر زیان هسپانیا ته اړولی او لامل وګرځېد څو دغه ناروغي د «هسپانوي انفلونزا» په نوم وبلل شي. [۳۸]

مړینه[سمول]

د ۱۹۴۱ زکال د جنوري په ۱۵ مه، دیارلسم آلفونسو د هسپانیا د منقرض تاج او تخت اړوند له خپل حق څخه د خوان په ګټه تېر شو. نوموړی د همدغه کال د فبروري په ۲۸ مه د زړه د حملې له امله په روم کې ومړ.

په هسپانیا کې دیکتاتور فرانسیسکو فرانکو درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ. د پخواني پاچا د جنازې مراسم د روم په سانتا ماریا دلی آنجلی اي دی مارتیری کلیسا کې ترسره شول. نوموړی له ځنډ پرته په روم کې د هسپانیا په ملي کلیسا، سانتا ماریا کې د دریم کالیکستوس او شپږم الکساندر د قبرونو په خوا کې خښ کړای شو. د ۱۹۸۰ زکال په جنوري میاشت کې د نوموړي پاتې شوني (جسد) د هسپانیا ال اسکوریال ته راولېږدول شول. [۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ PARES ID: http://pares.mcu.es/ParesBusquedas20/catalogo/autoridad/46845 — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۰
  2. GND ID: https://d-nb.info/gnd/11929074X — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۰ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. https://www.boe.es/datos/pdfs/BOE//1886/143/A00539-00540.pdf — د نشر نېټه: ۲۳ مې ۲۰۲۰
  4. La Ilustración Española y Americana — ورځپاڼه: XXX — پاڼه: 331 — اعداد: XX
  5. پیوستون : 11929074X  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ Spanish Biographical Dictionary ID: https://dbe.rah.es/biografias/6415/alfonso-xiii — subject named as: Alfonso XIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Diccionario biográfico español — خپرونکی: Real Academia de la Historia
  7. پیوستون : 11929074X  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Alfonso-XIII — subject named as: Alfonso XIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/3969 — subject named as: Alfonso XIII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10106.htm#i101056 — subject named as: Alfonso XIII de Borbón y Habsburgo, Rey de España — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  11. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/alfons-alfons-xiii — subject named as: Alfons (Alfons XIII.) — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  12. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0002482.xml — subject named as: Alfons XIII d’Espanya — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  13. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/7918 — subject named as: Alfons XIII. — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  14. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=1672 — subject named as: Alfons XIII. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  15. پیوستون : 11929074X  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. VIAF ID: https://viaf.org/viaf/120694546/ — د نشر نېټه: ۴ نومبر ۲۰۱۸ — خپرونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
  17. https://www.gabinetedeprotocolo.com/que-idiomas-hablan-los-royals/ — د نشر نېټه: ۲۴ مې ۲۰۲۰
  18. Harris, Carolyn (2020). "Raising Heirs to the Throne in Nineteenth Century Spain: The Education of the Constitutional Monarchy". Royal Studies Journal. 7 (2): 178. doi:10.21039/rsj.270. S2CID 234552045 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Moreno Luzón, Javier (2013). "Alfonso el Regenerador. Monarquía escénica e imaginario nacionalista español, en perspectiva comparada (1902-1913)" [Alfonso el Regenerador. Performing Monarchy and Spanish Nationalist Imaginary, from a comparative perspective (1902-1913)]. Hispania. Madrid: Editorial CSIC. LXXIII (244): 319. doi:10.3989/hispania.2013.009. ISSN 0018-2141. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Moreno Luzón 2013، ص. 319.
  21. Pérez de Arcos, Marina (2021). "'Finding Out Whereabouts of Missing Persons': The European War Office, Transnational Humanitarianism and Spanish Royal Diplomacy in the First World War" (PDF). The International History Review. 44 (3): 7. doi:10.1080/07075332.2021.1976809. S2CID 250585535 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Pérez de Arcos, Marina (2021). "'Finding Out Whereabouts of Missing Persons': The European War Office, Transnational Humanitarianism and Spanish Royal Diplomacy in the First World War" (PDF). The International History Review. 44 (3): 7. doi:10.1080/07075332.2021.1976809. S2CID 250585535 Check |s2cid= value (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Peris Alcantud, Fernando (2016). "La política exterior de España en el contexto europeo, 1898-1931" (PDF). Tiempo y Sociedad (22): 152–153. ISSN 1989-6883. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Ben-Ami, Shlomo (1977). "The Dictatorship of Primo de Rivera: A Political Reassessment". Journal of Contemporary History. 12 (1): 65–84. doi:10.1177/002200947701200103. ISSN 0022-0094. JSTOR 260237. S2CID 155074826. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Hoh, Anchi (18 January 2018). ""Royal Knight of Charity": King Alfonso XIII of Spain in WWI | 4 Corners of the World: International Collections and Studies at the Library of Congress". Blogs.loc.gov. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Nomination%20archive". NobelPrize.org. 1 April 2020. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په November 2018 باندې). A king with a mission: the humanitarian deeds of Alfonso XIII during the Great War. El País.
  28. (په 19 March 2014 باندې). Alfonso XIII, aliado de los cautivos en la Gran Guerra. ABC.
  29. Magnificent Monarchs (Fact Attack series) p.21 by Ian Locke; published by Macmillan in 1999; کينډۍ:ISBN
  30. "The Happiest Living Monarch", New York Times. 14 August 1889.
  31. Kempińska-Mirosławska, B., & Woźniak-Kosek, A. (2013). The influenza epidemic of 1889-90 in selected European cities--a picture based on the reports of two Poznań daily newspapers from the second half of the nineteenth century. Medical Science Monitor, 19, 1131–1141. https://doi.org/10.12659/MSM.889469
  32. "Alfonso's Reign Begins on 17 May; He Will Take the Oath on That Day – Festivities to Last a Week," New York Times, 29 March 1902.
  33. Casals, Xavier (2019) [2005]. Franco y los Borbones. Historia no oficial de la corona española (PDF). Barcelona: Ariel. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-344-2970-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Casals, Xavier (2019) [2005]. Franco y los Borbones. Historia no oficial de la corona española (PDF). Barcelona: Ariel. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-84-344-2970-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. his wife was British, his mother Austrian, amongst other family relationships.
  36. ""Royal Knight of Charity": King Alfonso XIII of Spain in WWI". loc.gov. 18 January 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 6 November 2018 باندې). Cuando Alfonso XIII intentó salvar al zar. El Pais.
  38. Barry 171.
  39. "Mourning in Spain", The Times (3 March 1941): 3.
  40. "21 Guns for Dead King's Homecoming", The Times (21 January 1980): 4.
  41. "Italians to Mourn Death of Alfonso," The New York Times. 2 March 1931.