Jump to content

دوبرونیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوبرونیک
د دوبرونیک انځور
د دوبرونیک انځور
د دوبرونیک انځور

Map
کورډېناټونه: ۴۲°۳۸′۲۵″شمال ۱۸°۰۶′۳۰″ختیځ / 42.640277777778°شمال 18.108333333333°ختيځ / 42.640277777778; 18.108333333333   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
د رامنځته کېدو نېټه 7 پيړۍ  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد
پراخوالی
 • پراخوالی 142.6 کیلومتره مربع [۳]

12.1 کیلومتره مربع [۳]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لوړوالی 3 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه
وروستي مالومات
پوستخونې شمېره 20000[۴]  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 020  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 3201047[۵]

7577034  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موټر پلېټ
DU  د (P395) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دوبرونیک چې له تاریخي اړخه را ګوسا نومیږي، د  دلماشیا Dalmatia سیمه کې د ادریاتیک سیند ته نژدې پروت ښار دی او د کروشیا  سویل ختیځ  نیمه جلا سیمه ده. دا د مدیترانې، سمندرې بندر اود دوبرونیک نیریتاوا Dubrovnik-Neretva سیمې مرکز کې د ګرځندویانو لپاره یو له سترو موخو شمیرل کیږي. د وګړو ټول ټال شمیریې ( د ۲۰۱۱سرشمېرنې له مخې) ۴۲.۶۱۵ تنه دي. په ۱۹۷۹ ز کال کې دا ښار د یونسکو د نړېوالو میراثونو د سیمو په لیست کې په دې ښار کې د منځنیو پېړیو د معمارۍ او ټینګ  زاړه ښارګوټي د شتون له امله شامل شو. [۸][۹]

د احتمال له مخې، ددې ښار تاریخ ۷ میلادي پېړۍ ته ورګرځي کله چې داښار ګوټی د راګوسا په نامه یادېده اود ایپیداورم Epidaurum مهاجرینو یې بنسټ ايښی و. دا په پیل کې د بیزنتاین دسترواکی تر ساتنې  Byzantine لاندې و او وروسته د وینس د جمهوریت Republic of Venice تر واکمنۍ لاندې راغی. د ۱۴ او ۱۹ پېړیړ ترمنځ، دوبروونیک د یوه ازاد ایالت په توګه په ځان واکمني درلوده.  له تاریخې اړخه د دې ښار بخت په سمندري سوداګرۍ پورې اړوند و، د سمندرې سوداګرۍ د مرکز په توګه د راګوسا جمهوریت په ځانګړي ډول په ۱۵ او ۱۶ پېړیو کې د دې د بډایوالي او ماهرانه دیپلوماسۍ له امله  دپام وړشو او سترو پرمختیاوو ته ورسید . په عین حال کې دوبرونیک د کروشیایي ادبیاتو ځآنګو شوه.  

ټول ښارتقریبا هغه وخت وران شو چې په ۱۶۶۷ زکال کې یوې ویجاړوونکې زلزلې ولړزاوه. د ناپيلیوني جګړو په مهال، دا ښار د ناپلیونی سترواکۍ ځواکونو له خوا اشغال شو اوله منځه لاړ اوپه ايټالیا کې ناپېلیوني سلطنت پورې وتړل شو اووروسته له هغه ایلیرني ولایتونو پورې ملحق کړای شو. له دې وروسته، د ۱۹ پېړي له پېل څخه د د ۲۰ پېړۍ تر پېل پورې د آستریا په سترواکې پورې اړوند د دالماتیا د سلطنت یوه برخه شو. بیا له جوړیدو سره سم د یو ګوسلاویا د سلطنت یوه برخه شو او په ۱۹۲۹ ز کال کې د د یوګوسلاویا د ریتا بانوینا Zeta Banovina سره  مخکې له دې چې په ۱۹۳۹ د کروشیا له بانو وینا Banovina of Croatia  برخه شي یوځای کړی شو. د دویمې نړیوالې جګړې په مهال  مخکې له دې چې د یوګوسلاویا او اس آر کروشیا سره یو ځای کړل شي د کروشیا د خپلواک هېواد د لاسپوڅي دولت اکسیس برخه وګرځید.  

په ۱۹۱۹ ز کال کې چې د کروشیا د خپلواکۍ جګړه روانه وه، دوبرونیک د یوګوسلاویا د خلکو د پوځ له خوا تر اوه میاشتنۍ محاصرې لاندې راغی اود توپونو له ډزیدو یې سخت زیانونه ولیدل. په ۱۹۹۰ ز کال  او ۲۰۰۰ زکال په لسیزوکې د بیا رغیدو او اعاده کیدو کارونو څخه وروسته بیرته رابرسېره شو اوپه مدیترانه کې د ګرځندوی ستره موخه او د فلم جوړولو لپاره ډیر مشهور ځای شو. 

راګوسا [سمول]

دوبرونیک او راګوسا  نومونه د څو پېړیو لپاره سره یوځای اوسېدلي دي.  کم له کمه له ۱۰ پېړۍ را په دې خوا د راګوسا نوم په مختلفو بڼوثبت شوی دی ( په لاتیني ژبه، په دالماتي ژبه، په ایټالوي ژبه ؛ په وینتني ژبه راګوکسا بلل شوی، خورسمي نوم یې د راګوسا د جمهوریت په نامه تر۱۸۰۸ پورې پاتې شوی دی، د دلماتیا د سلطنت د یوه ښار په توګه تر ۱۹۱۸ پاتی شوی خو د ۱۲ میلادي پېړۍ تر وروستیو دوبرونیک په نامه لومړی ځل ثبت شو چې د ۱۶ پېړۍ تر وروستیو او ۱۷ پېړۍ تر لومړیو پورې په همدې نامه په پراخه کچه ونومول شو.[۱۰]

د ادریاتیک د ښار دوبرونیک نوم لومړی ځل د بان کولین په منشور( دا د راګوسا او د بوسنیا د بانت ترمنځ سوداګریز هوکړه لیک و)  کې په ۱۱۸۹ ز کال کې وکارول شو. د دې نوم دمبداء ډیره عامه تشریح د Proto-Slavic په ژبې پورې اړوندیږي او دا د dǫbъ کلمه ده چې د بلوط په معنی ده او د دبرونیک Dubrovnik د بلوط لرګي یا ځنکله ته ویل کیږي. په نورو سلاویکي ژبو کې dub یا dàb د بلوط په معنی ده او د  dubrava, dąbrowa معنی د بلوطو ځنکل ده.[۱۱][۱۲]

د راګوسا Ragusa  تاریخی نوم په ۱۰ پېړۍ کې په یونانی  بڼه کې د Ῥαούσιν ( په لاتین ژبه کې Rhaousin, Ragusium) ثبت شوی دی. دا نوم په منځنیو پېړیوکې په مختلفو بڼو ثبت شوی دی لکه Rausia, Lavusa, Labusa, Raugia, Rachusa. ډېرې هڅې شوی دي چې د دې کلمې ریشې وموندل شي. په دې اړوند وړاندیزونه دادي چې دا کلمه د یونان د ῥάξ, ῥαγός څخه اخیستل شوې چې معنی یې انګور ده، د یونان له نورو کلمو ῥώξ, ῥωγός څخه اخیستل شوې چې معنی یې دتیرېدو تنګ ځای دی،  له بلې  یونانۍ کلمېῥωγάς  اخیستل شوی  چې معنی یې زیږې ډبرې ده، بله یوناني کلمه ῥαγή (ῥαγάς)   ده چې د درز په معنی ده، د روګوی Rhogoi د ایپیروت له قبیلې اخستی شوی ، د یوې نامعلومې ایلیرین Illyrian فرعې بڼې څخه اخیستی شوی. د دې کلمې نښلتون د Sicilian  Ragusa ( د ايټالیا په سهیل کې یو ښار دی)  سره هم وړاندیز شوی دی. په البانیایي ژبه کې یې نوم  Rush وه ( چې ټاکلی البانیایي شکل یې Rushi و) او د Ragusium لاتینې کلمې څخه اخیستل شوی و چې دا بیا پخپله د پروتو البانیایي Proto-Albanian له *rāguša څخه اخیستل شوی چې د توت په معنی ده.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د نوم پخوانۍ تشریح په ۱۰ پېړۍ کې دستر واک اوم کانستان تاین ته ورګرځي. د دې حساب له مخې، راګوسا Ragusa د   Epidaurum ( دیونان یوه مستعمره وه) د مهاجرینو اساس بلل کیږي، دا په یونان پورې اړوند ښار د راګوسا سویل ته په ۱۵ کیلومترۍ کې پروت دی او په ۷ پېړۍ کې د سلاوی په یرغل کې ړنګ شو. د دې نوم یوه تشریح داده چې دا نوم د دالماتا/رومنس Dalmatae/Romance ژبې د لاوسا Lausa د کلمې له تحریف څخه جوړ شوی وي چې دا د  ډبریزې جزیرې نوم  ده چې ښار پرې جوړ شوی و.  [۱۷]

تاریخ[سمول]

مبداء[سمول]

په پخوانیو وختو کې د دلمات Dalmatae د الیرین د قبيلې خلک په دوبرونیک کې مېشت شول. د  Constantine Porphyrogenitus ( د مقدونیې  سلسلې څلورم سترواک د ۹۵۰  ز کال په حدودو کې) د وینا له مخې د راګوسا بنسټ په اومه پېړۍ کې ايښول شوی دی اونوم یې  د Epidaurum (Ragusa Vecchia) د مهاجرینو له خوا چې د Lausa ډبریزې جزیرې پسې دی ورکړل شو، داښار رومیانو پورې اړوند ښار دی چې ۱۵ کیلومتره جنوب خواته پروت دې او د سلاوز Slavs او آوارز  Avars ډلو ترمنځ ړنګ شو. [۱۸]

د هغو کیندنو په لړ کې چې په ۲۰۰۷ کې تر سره شوې په بیزنتاین Byzantine ( دروم د ستر واکۍ په دوام یوه ستر واکي وه) دورې پورې اړوند یوه سلطنتي ماڼۍ او د یوه ښار دیوالونه کشف شول چې په ۸ پېړۍ پورې یې اړه درلوده. د دې زړې سلطنتي ماڼې لویوالی په ډاګه  ښیي چې دې ځای کې په خپل وخت کې یوه ستره مېشته وه.داسې شواهد هم شته چې په دې ځای کې له میلاد دمخه پېرکې هم مېشته وه. Antun Ničetić  په خپل د دوبرونیک  دبندر تاریخ History of the Port of Dubrovnik په نامه کتاب کې چې په ۱۹۹۶ کې خپور شوی دی نظر ورکوي چې دوبرونیک د یوناني بېړۍ چلوونکو له خوا د دو یوناني میشته ځایونو بودواBudva  او کورکولاKorčula ترمنځ چې واټن یې ۹۵ سمندري میل ( ۱۷۶ کیلومتره ، ۱۰۹ میله) و د نیمې لارې تم ځای په توګه جوړ کړ.  [۱۹]

د راګوسا جمهوریت[سمول]

د اوستروګوتیک سلطنت Ostrogothic Kingdom له پرځېدو وروسته ، ښارګوټي د بیزنتاین سترواکۍ ترساتنې لاندې راغی. په دې منځنیو پېړیو کې  په دوبرونیک  کې رومانی وګړي اوسېدل. په ۱۲ او ۱۳ پېړیو کې دوبرونیک په رښتینې توګه یو اولی ګارچیک  (د څو محدود کسانوپه لاس کې حکومت)  شو او د ترقي او نیکبختۍ په حال کې سربیایي دولت لپاره د یوې سوداګریزې لرې نقطې په توګه په پراخه کچه هغه وخت چې له ستیفان د سربیا له لومړي پاچا سره یې تړون امضاء کړ ډېر ګټمن شو.  د کروسیدس Crusades ( دا هغه مذهبي جګړې وې چې د لاتینې کلیسا له خوا پېل شوې، ملاتړ یې شو او رهبري شوې)  له جګړو وروسته دوبرونیک د وینس Venice تر واکمنۍ لاندې راغلې ( ۱۲۰۵-۱۳۵۸ چې په دې سره یې خپل بنسټونه دلماتیایي ښار ته ورکړل. په ۱۲۴۰ ز کال کې راګوسا د د لاستوووLastovo جزیره د سربیا له پاچا لومړي ستیفان اوروس Stefan Uroš I څخه واخیسته ، دې پاچا د هم Hum دیوې برخې د واکمن په توګه د دې جزیرې دخرڅلاو حق درلود. د هغه اور په پایله کې چې د ۱۲۹۶ ز کال د اګست په ۱۶ د شپې له مخې ولګید، د ښار ډېرې برخې ړنګې شوې او یو نوی ښار پلان جوړشو. د زادرد سولې تر تړون Peace Treaty of Zadar پورې چې ۱۳۵۸ ز کال کې تر سره شو، دوبرونیک د هنګري د تابع دولت په توګه نسبې خپلواکي لاس ته راوړه او راګوسا نورهم هغه وخت پرمختګ وکړ چې سربیایي سترواک ستیفن دوسان Stefan Dušan په ۱۳۳۳ ز کال کې د پلجیساکPelješac او ستان Ston  شبه جزیرې د نغدو پېسو او کلنې باج په بدل کې په داسې وخت کې وپلورلې چې د راګوسا نژدې والی له نورې اروپا  سره په تیره له ايټالیا سره د راګوسا نژدې کېدل  ددې لامل شو چې د لویدیځ  په رنسانس کې ځای ونیسي.  [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ تشه سرچينه (لارښود)
  2. archINFORM location ID: https://www.archinform.net/ort/5815.htm — د نشر نېټه: ۶ اگسټ ۲۰۱۸
  3. د ټولټال کار کتنه په: https://dgu.gov.hr/registar-prostornih-jedinica-172/172 او https://archive.org/details/register-of-spatial-units-of-croatia
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.posta.hr/preuzimanje-podataka-o-postanskim-uredima — د خپرولو نیټه: ۳ جنوري ۲۰۲۲
  5. پیوستون : 3201047 & 7577034  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  6. https://www.graz.at/cms/beitrag/10021824/7771992/Dubrovnik.html
  7. https://www.graz.at/cms/ziel/7771992/DE/
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. "Old City of Dubrovnik". UNESCO World Heritage Centre. United Nations Educational, Scientific, and Cultural Organization. لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Oleh Havrylyshyn; Nora Srzentić (10 December 2014). Institutions Always 'Mattered': Explaining Prosperity in Mediaeval Ragusa (Dubrovnik). Palgrave Macmillan. مخونه 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781137339782. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  11. Kravar 1994، م. 77.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Bartoli M. G. Il Dalmatico: Resti di un'antica lingua romanza parlata da Veglia a Ragusa e sua collocazione nella Romània appennino-balcanica / A cura di Aldo Duro. Rome: Instituto della Enciclopedia Italiana, 2000. pp. 1—350. (Biblioteca dell'Enciclopedia: lingua e letteratura). کينډۍ:Isbn.
  15. Mansaku, Seit (1982). Studime Filologjike. Tirana: Qendra e Studimeve Albanologjike. fq. 110
  16. Orel, Vladimir E. (1998). Albanian etymological dictionary. Leiden: Brill. OCLC 38411461. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-11024-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Kravar 1994، م. 78.
  18. Vinko Foretić (1980). "Uvod". Povijest Dubrovnika do 1808, Knjiga Prva. Ljubljana: Delo. مخونه 5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. ZBORNIK.indd Archived 2016-04-01 at the Wayback Machine. (2009) کينډۍ:Page needed
  20. "Picasa Web Albums – Dick 6– Dubrovnik, Cr..." 31 March 2010. Archived from the original on ۳۱ مارچ ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  21. The Birth of Yugoslavia by Henry Baerlein
  22. Robin Harris (2006), Dubrovnik: A History, chapter "Territorial expansion"
  23. Robin Harris (2006), Dubrovnik: A History, p. 289, Saqi Books. ISBN 978-0-86356-959-3
  24. Piers Letcher, Robin McKelvie, Jenny McKelvie (2007), Dubrovnik, 2nd: The Bradt City Guide, p. 7, Bradt Travel Guides. ISBN 978-1-84162-191-3
  25. Dubrovnik, page 25, Volume 581 of Variorum collected studies series, Bariša Krekić, Variorum, 1997. ISBN 978-0-86078-631-3
  26. John V. A. Fine and John Van Antwerp Fine, The Late Medieval Balkans, p. 268
  27. Arthur Evans, Through Bosnia and the Herzegovina on Foot During the Insurrection, pp. 416–417