Jump to content

دلبر نظري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له دلبره نظري نه مخ گرځېدلی)
دلبر نظري
دلبر نظري
دلبر نظري

ښځو چارو وزيره
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۵ – ۲۰۲۱
ولسمشر محمد اشرف غني
حسن بانو غضنفر
 
د افغانستان ولسي جرګې پنځلسمې دورې غړې
د واکمنۍ دوران
۱۳۸۴ – ۱۳۸۹
د شخص مالومات
پيدايښت ۱۹۵۸ (زېږديز)
خولم - بلخ
مړینه 14 اگسټ 2024 (68 کاله)[۱]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت افغانستان   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
زده کړې د کابل پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک
قوميت ازبک

دلبره نظري يا دلبر نظري (زېږېدو نېته: ۱۹۵۸) افغان سياستواله ده چې د ولسي جرگې په پنځلسمه دوره کې د سمنګان ولايت استازې او د افغانستان د ښځو چارو وزيره پاتې شوې ده.

لومړنۍ ژوند

[سمول]

دلبر نظري په ۱۹۵۸ کال کې د بلخ ولايت خولم ولسوالۍ په يوه اوزبکه کورنۍ کې زېږېدلې ده[۲]، هغه بلخ دارالمعلمين څخه فارغه ده او وروسته يې په نړيوالو اړيکو کې له کابل پوهنتون د فراغت سند اخيستی دی.[۳][۴]

لومړنۍ زده کړې او دندې

[سمول]

اغلې نظري د ايبک ولسوالۍ په شهيد نعيم ښوونځي کې ښوونکې او مديره وه، له هغې وروسته يې په اکسفام او يونيسيف کې دنده ترسره کړه، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۰ زېږديز پورې د ولسي جرګې غړې وه[۲][۳] هغې د وزارت پرمهال د برېښنايي پېژندپاڼو د رايجولو لپاره کار کړی دی.[۲] په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې اغلې نظري د عبدالله عبدالله د اجرايوي ټيم له لوري د ښځو چارو وزرات ته نومانده شوه او د ښځو چارو وزيرې په توګه وټاکل شوه چې د هغه وخت له څلورو ښځينو وزيرانو يوه وه.[۲] [۵][۴][۶] کله چې نوموړې وزيره شوه، نو غوښتنه يې وکړه چې يو تن محرم ته اړتيا ده ترڅو د هغه سره د ندې پرمهال مرسته وکړي، هماغه وو، چې د اغلې نظري ورور د هغه د مرستيال په توګه وټاکل شو.[۲]

۱۳ د جولای ۱۶مه کې اغلې نظري د اداري فساد او عدم کفايت په تور تورنه شوه، خو د ولسي جرګې غړو ونشو کړای چې هغې ته د عدم اعتماد ټاکلې رايې پوره کړي چې په پايله کې يې نوموړې بېرته په خپله دنده پاتې شوه.[۲][۷]

  ۲۰۱۶ اکتوبر له بريد يوه ورځ وروسته اغلې نظري د بي بي سي پرانيستې جرګې جنسي مساوات اړوند مرکې ته حاضره شوه.[۸] په ۱۳ ډېسمبر ۲۰۱۶ کې، اغلې نظري «محروميت په هېواد کې د ښځو لپاره ډېر ګواښونه رامنځته کړي دي» تر عنوان لاندې خبريالانو ته وويل چې نږدې ۸۷٪ افغان مېرمنې خوندي امنيت نه لري او د هغه د وزارت پرمهال په تېرو نهو مياشتو کې ۴۰۰۰ ښځو پروړاندې تاوتريخوالي پېښې ثبت شوي دي.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. https://mhfh.com/tribute/details/50595/Delber-Nazari/obituary.html
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ Ruttig, Thomas (29 July 2016). "Tired of the Estezah? Minister for Women's Affairs survives vote of no confidence". ECOI. بياځلي په 7 January 2017.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "Cabinet overview: Who's who". Afghanistan Today. 22 April 2015. خوندي شوی له the original on ۷ ژانویه ۲۰۱۷. بياځلي په 7 January 2017. {{cite web}}: Unknown parameter |dead-url= ignored (|url-status= suggested) (help)CS1 errors: dates (link)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Nazari, Dilbar Mrs". Who is who in Afghanistan?.
  5. "New minister seeks wider role for women in govt". Sada-e Azadi. 20 April 2015. خوندي شوی له the original on ۸ جنوري ۲۰۱۷. بياځلي په 7 January 2017. {{cite web}}: Unknown parameter |dead-url= ignored (|url-status= suggested) (help)CS1 errors: dates (link)
  6. Adeel, Mirwais (6 April 2015). "Afzal Ludin nominated as Afghan Defense Minister". Khaama Press. بياځلي په 7 January 2016.
  7. Nikzad, Akhtar M. (13 July 2016). "Parliament summons women's affairs minister for poor management". Afghanistan Times. بياځلي په 7 January 2016.
  8. Siddiqi, Shirazuddin (3 October 2016). ""I will be there even if my bodyguards refuse to accompany me. "". BBC Media Action.
  9. Khan Jalalzai, Musa (3 January 2017). "Afghan woman: sold like a goat, treated like a dog". Daily Times. Pakistan. بياځلي په 7 January 2017.