ایبک، سمنګان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ایبک یا هیبک پخوا یوکراتیډیا (لرغونې یوناني: Εὐκρατιδία)) چې د له تاریخ له نظره د سمنګان په نوم پېژندل شوی، یو ولایتي ښارګوټی، د منځنیو پېړیو د کاروان تمځای او د سمنګان ولایت مرکز دی، چې د افغانستان په شمالي برخه کې په هم نومه ولسوالۍ کې دی. په څلورمه او پنځمه پېړۍ کې د کوشان واکمنانو د واکمنۍ پر مهال د یوه لرغوني ښار او د بودایانو لوی مرکز ؤ او د دې دورې کنډوالې د تخت رستم په نوم یوه ځای کې شته دي، دا ځای د ښار په یوه غونډۍ کې پروت دی.[۱][۲] [۳]

هیبک د خپل موقعیت له امله د بودایانو، اسلامي، ترکي او فارسي ملتونو تر نفوذ لاندې ؤ. په تېرو وختونو کې د کابل او افغان ترکستان ترمنځ د اړیکو په اصلي کرښه کې د خپل موقعیت له امله د پام وړ ؤ.  

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د برېدونو په ترڅ کې د دې ښار کنټرول په لاس کې ونیو.  

تاریخچه[سمول]

له پخوا پېژندل شوی تاریخ د بطلیموس له لوري د ورني (Varni) یا اورني (Uarni) ځایونو د پېژندلو او د خلم سیند په څنډو کې د سمنګان پیاوړي ښار سره ټړاو لري، د زریسپ/ بلخ ختیځ ته د درګیدوس سیند پر غاړه ښار ته ورتوالی لري. دلته موندل شوې کنډوالې د باختر پاچا  لومړي یوکرتېدس (Eucratides I) لخوا د ښار بنسټ اېښودل شوی. هغه وخت یوکراتېدیا په نوم پېژندل کېد او د اوسني خلم ښار په اندازه ؤ. [۴]

د ښار تاریخي اوسېدل د څلورمې او پنځمې پېړیو په اوږدو کې د کوشان لړۍ په واکمنۍ پورې اړه لري، په دې وخت کې دا ښار د بودایانو یو مشهور مرکز ؤ. اوس د دې دورې شواهد د تخت رستم په نوم ځای کې کنډوالۍ بڼې دي، چې د ښار څخه په درې کیلومترۍ کې د یوې غونډۍ په سر پروت دی. عربان او مغولان دې ځای ته هغه وخت راغلل چې لا دمخه د بودا دین مرکز په توګه مشهور ؤ.[۵]

تخت رستم یو تاریخي ځای دی چې د بودا د دین کلتوري کنډوالې په کې لیدل کېږي. په دې ځای د بودا معبد د غونډۍ په بڼه دی چې د غونډۍ په سر موقعیت لري او د بودايي معمارۍ د تکامل لومړنۍ اړیکه څرګندوي. [۶]

دغه ځای ته د ایبک نوم هغه وخت ورکړل شو چې په منځنیو پېړیو کې به کاروانونه دلته راتلل.  [۷]

د ٢٠٠٣ کال د اکتوبر په ٢٣ د جگړې پر مهال ياغيانو د سپرلیو لارۍ چې هيبک ته یې مسافر تېرول، ءه راکټونو وويشته، چې لس تنه په کې ووژل شول.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له وتلو سره سم په ټول هېواد کې پوځي عملیات پیل کړل. ایبک د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۹ ونیول شو، چې د یوې اونۍ عملیاتو وروسته شپږم ولایتي مرکز شو چې د طالبانو لاسته ولوېد.[۸] 

د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې پر یوه ښوونځي باندې بمبارۍ ۱۷ کسان ووژل. [۹]

تاریخي میراث[سمول]

د افغانستان په سمنګان کې یو له مشهورو لرغونو اثارو څخه شته، چې په تخت رستم کې او ترڅنګ يې د هندوکش شمالي لارو د یوې غونډۍ په سر د بودایانو غارونه او معبدونه دي. په دې ځای کې غارونه په ډبرو کې ایستل شوي او بودایان په کې اوسېدل. دلته د بودا معبد د غونډۍ په بڼه دی. دا معبد په افغانستان کې د بودايي معمارۍ د تکامل لومړنۍ اړیکه څرګندوي. بل میراث ځای د هزار سموچ ولسوالي ده چې د ښار څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې پرته ده.  

تخت رسم

تخت رستم (هیبک)، چې اصلي معنی یې د "رستم تخت" دی او د غونډۍ په سر استوګنځای دی، په فارسي نکلونو کې د یو افسانوي جنګیالي رستم په نوم نومول شوی. د دې ځای تاریخ د کوشانیانو – ساسانیانو د دورې په څلورمه او پنځمه پېړۍ ته رسي، چې د لرغون پېژندنې، معمارۍ او سکه پېژندې په شواهدو سره تائید شوی. تخت رستم د سمنګان ښار سویل لوېدیځ په ۳ کیلومترۍ کې موقعیت لري. دا د معبد - خانقاه مجتمع موقعیت دی چې په بشپړ ډول د ډبریز غره کې ایستل شوی. د ترووادا بودایزم د لوی بودايي دودونو خانقاه پنځه خونې لري، دوه یې عبادت ځایونه دي او یو یې ګومبد چت دی چې د لوټس په ظریفو پاڼو سره ښکلی شوی. په څنګ غونډۍ کې معبد دی، چې هرمیکا (harmika) لري او لاندېنۍ برخه کې یې څو غارونه دي. د یوه غار په سر یو مریعي ساختمان دی چې دوه د کنفرانس تالارونه په کې دی، یو یې ۲۲ متره مربع دی او بل ګرد دی. په یوه غار کې د لرغون پېژندنې موندنو د غزنویانو سکو له یوې زېرمې څخه پرده ایسته کړه. د تخت ته څېرمه لس بودايي معبدونه دي چې په سيمه کې د کي تېهې (Kie Tehe) په نوم يادېږي. [۱۰][۱۱][۱۲]

هزار سموچ ولسوالي

هزار سموچ ولسوالي د افغانستان په شمال کې د بودايانو يو بل لرغونی مرکز دی، چې څو غارونه پکې موندل شوي او په يوه کې یې د بودا معبد کښل شوی دی.[۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. "Introducing Samangan (Aibak)". Lonely Planet. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74059-642-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Stephanus of Byzantium, Ethnica, E285.16
  4. Royal Numismatic Society (Great Britain) (1846). The Numismatic chronicle, Volume 8. Royal Numismatic Society. د کتاب پاڼي 107–108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74059-642-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74059-642-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Clammer, Paul (2007). Afghanistan. Lonely Planet. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74059-642-8. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په 9 August 2021 باندې). Taliban capture sixth provincial capital in northern Afghanistan. The Guardian.
  9. (په 2022-11-30 باندې). Students killed as bomb blast hits Afghan school. BBC News.
  10. "Samangan Provincial Government" (PDF). Visiting Arts: Samangan Provincial Department of Information and Culture. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  11. "Takht-i Rustam monastery, (near) Samangan, Velayat-e Samangan, AF". Mapping of Buddhist Monasteries. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Takht e Rustam". Afghanistan Cultural Profile. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Hazar Sum" (PDF). Visiting Arts: Samangan Provincial Department of Information and Culture. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ مې ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)