دریم ولاډ (ډراکول)
کونټ ولاډ ډراکول چي په دریم ولاډ هم مشهوره دی په ۱۴۳۱ زیږدیز کال کي درومانیا هیواد په ټرانسلوانیا کي پیدا سوی دی اوپه ۱۴۷۶ ز کي دعثماني ترکانوسره په یوه جګړه کي ووژل سو .
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې لامل | |
| مړينې ځای | |
| مړينې لامل | |
| ښخولو ځای | |
| استوګنځی | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| وروڼه او خويندې | |
| دین |
د ولاډ لمړنئ ژوند
[سمول]دولاډ ډراکول پلار چي دویم ولاډ ډراکول نومېدی په پنځلسمه میلادي پېړۍ کي دعثماني سلطنت سره په جګړه کي ښکیل سو اودوخت عثماني واکمن دویم مرادخان نوموړي عثماني سلطنت ته په جزیه ورکولو باندي اړ ایستی . عثماني واکمن دویم مرادخان له دویم ولاډ څخه وغوښتل چي خپل دوه زامن چي یوهمدغه ولاډ ډراکول اوبل راډول نومېدی په عثماني دربارکي دضمانت په توګه پریږدي اوعثماني خلافت هم ددوی پالنه څوکاله په غاړه واخیسته څوچي په اخرکي ولاډ مړسو اوپرځای یې ولاډ ډراکول د ویووده په نامه واک ته ورسېدی .
د ولاډ حکومت
[سمول]ولاډ پرخپل هیواد باندي څوځله واکمني وکړه خو ترټولو خونړۍ هغه یې له ۱۴۵۶زیږدیز څخه پیل اوتر۱۴۶۲ز پوري یې دوام وکړ . په دغه موده کي ولاډ دوالاچیا په هیوادکي بې خرته ظلمونه وکړه اودومره انسانان یې دخپل حکومت لپاره قرباني وګرځول چي خلک یې حیران کړه . دنوموړي ظلمونه په سیمه کي دعثماني ترکانو سربېره له عیسایانو سره هم په لویه پیمانه وه اوهغوی یې په ډېر وحشت سره له منځه وړل . عثماني ترکان چي کله دولاډ له ظلمونوڅخه خبرسول سمدستي یې خپل قومندانان ورپسې ولېږل خو ولاډ پرځای ددې چي له خپل عمل څخه توبه ګاره سي نوریې هم ظلمونوته لاس واچاوه اودهنګریې او رومي پاپ په مرسته یې ترکانوته ماته ورکړه . ترماتي وروسته ولاډ نژدې ۲۰۰۰۰ شل زره هغه ترکان له منځه یووړه کوم چي دده فوځ وژلي او وروسته یې دهغوی بدنونه په میخ باندي ورټک وهل . دوخت عثماني واکمن سلطان محمدفاتح دولاډ په دې وحشت سره ډېرسخت ودردېدی اوداځل یې خپله دفوځ مشرتوب په لاس کي واخیست ترڅو ولاډ له والاچیا هیوادڅخه ورک کړي . ولاډچي دسلطان فاتح په راتګ خبرسو شاتګ یې پیل کړ اوپه تیښته یې ځان ترهنګریې پوري ورساوه .
د ولاډ مرګ
[سمول]ترتیښتي څوکاله وروسته ولاډ ډارکول بیرته له هنګریې څخه راغلی خوداځل یې دژوند اخره سول اوپه ۱۴۷۴ز کال کي دترکانوسره په مخامخ جګړه کي ووژل سو .
د ولاډ ظلمونه
[سمول]د ولاډ دظمونو په اړه بېلابېل تاریخونه وايي چي نوموړي دخپلي زمانې ډېرسخت وحشي اوپه زړه بې رحمه انسان وو، ویل کیږي چي نوموړي یوازي په اووه کاله کي شاوخوا سل زره کسان ووژل . په بدنونوکي میخونه ټک وهل، ژوندي انسانان اورته اچول، کوچنیان دخپلو میندوپه وړاندي وژل اوځیني نورهغه ظلمونه وه چي ولاډ ډېرپه ویاړسره ترسره کول . ویل کیږي چي یوځل نوموړي دڅو ښځو څخه تیان پرې کړه اوبیایې دهغوی له کوچنیانوڅخه سرونه هم پرې کړه . تردغه عمل وروسته یې ښځوته امر وکړچي دتیانو پرځای دخپلو زامنو سرونه پربدن باندي مېخ کړي، دادنوموړي یوازينئ ظلم وو چي دبیلګي په توګه دلته ذکرسو .
سرچینې
[سمول]دنړۍ تاریخي سل شیطانان ۴۴ او۴۵مخونه
تاریخ امپراطوري عثمانی /لیکوال/ هامر
- ↑ "NBC News". بياځلي په ۱۴ نومبر ۲۰۱۹.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ "Geni.com" (in multiple languages).
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ "NBCNews.com". ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۳.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ "Encyclopædia Britannica Online" (in انګليسي ژبه).
{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) - ↑ Document file on Wikimedia Commons: Skazanie%20o%20Drakule%20Voivode%2007.jpg.
- ↑ ويل شوي په: datos.bne.es. بياځلي سمون: ۲۴ فېبروري ۲۰۲۴. د سپانيا ملي کتابتون پېژند (datos.BNE.es): XX1166945. اثر ژبه: اسپانيايي ژبه.
- ↑ سرچينې تړی: https://warfarehistorynetwork.com/article/the-origins-of-dracula-vlad-the-impaler/.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P551 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې
- CS1 maint: unrecognized language