ختیځ عربستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ختیځ عربستان تر ۱۸مې پېړۍ پورې د البحرین (عربي: الْبَحْرَيْنِ( په نامه پېژندل کېده. دا سیمه د عراق له سویل نه تر فارس خلیج ساحل پورې غځېدلې او د عراق، بحرین، کویټ، ختیځ عربستان، متحده عربي امارات، قطر او شمالي عمان سیمې رانغاړي. د ختیځ عربستان ټوله ساحلي سیمه د «بحرین» په نامه پېژندل کېده.[۱]

تر دې وروستیو پورې، ټول ختیځ عربستان له سویلي عراق نه تر عمان غرونو پورې یو داسې ځای و، چې خلکو به ملي پولو ته له پام کولو پرته شاوخوا ګرځېدل، مېشتېدل او ودونه به یې کول. د ختیځ عربستان خلکو د سمندر پر بنسټ یو کلتور درلود چې دوی سمندري خلک دي.[۱]

د فارس خلیج عربي هېوادونه یوازې ختیځ عربستان دی. عربي ژبه په ختیځ عربستان پورې محدوده ده. ننني هېوادونه، لکه: بحرین، کویټ، عمان، قطر او متحده عربي امارات د فارس خلیج عربي هېوادونه دي. سعودي عربستان ډېرځلې د خلیج عربي هېواد ګڼل کېږي، که څه هم د دغه هېواد زیاتره اوسېدونکي په ختیځ عربستان کې ژوند نه کوي، پرته له بحرایني وګړو نه چې په قطیف او الحساء سمندرونو کې ژوند کوي، دوی له تاریخي پلوه مخکې تر دې چې نننۍ سیاسي پولې جوړې شي، په ټول ختیځ عربستان کې مېشت وو.[۲][۳][۴][۵]

رېښه[سمول]

بحرین په عربي کې د بحر جمع ده، (په عربي کې بَحْر: رڼا او سمندر ته وایي، نو البحرین د «دوو سمندرونو» معنا لري. دا چې کوم دوه سمندرونه په لومړیو کې ټاکل شوي وو، د هغوی په اړه اختلاف دی. دا اصطلاح په عظیم الشان قرآن کې پینځه ځلې راغلې، خو عصري ټاپو ته، چې عربان یې د «اول» په نامه پېژني، اشاره نه کوي، بلکې القطیف او حجر (نننۍ الحساء) ته اشاره کوي. دا څرګنده نه ده، چې دا اصطلاح به له څه وخته اولو ټاپوګانو ته راجع کېدله، خو ښايي تر ۱۵مې پېړۍ وروسته وي. نن ورځ د بحرین «دوه بحرونه» په عمومي توګه د ختیځ خلیج او لوېدیځ ساحل، د ټاپو شمالي او سویلي سمندرونه یا له ځمکې پورته او تر ځمکې لاندې مالګینې او خوږې اوبه ګڼل کېږي. پر څاه ګانو سربېره، د بحرین په شمالي سمندر کې داسې ځای شته، چې خوږې اوبه د مالګینو اوبو په منځ کې دي. [۶][۷][۸][۹][۱۰]

کلتور[سمول]

په ختیځ عربستان کې د فارس خلیج اوسېدونکي ورته کلتورونه او د موسیقۍ بڼې لري، لکه: فجیري، ساوت او لیوا. په ختیځ عربستان کې د خلیج د عربو تر ټولو غوره کلتوري ځانګړنه پر سمندر تمرکز کول دي. د خلیج په کوچنیو عربي هېوادونو کې سمندري ژوند یوه سمندري ټولنه رامنځته کړې، چې خواړه او اوبه یې په دودیز ډول له سمندري صنعتونو ترلاسه کېږي.[۱۱]

د ختیځ عربستان عربان په خلیجي عربي ګړدود غږېږي، ډېری سعودیان په دغه ګړدود خبرې نه کوي، ځکه په ختیځ عربستان کې ژوند نه کوي. په سعودي عربستان کې خلیجي عربي ۲ میلیونه وګړي ویونکي لري، چې زیاتره یې په ختیځو ساحلي سیمو کې دي.[۱۲][۱۳]

رسنۍ او تفرېح[سمول]

خلیجي تفرېح په ټوله عربي نړۍ کې نوم لري. که څه هم د خلیج په عربۍ ژبه ترسره شوي، خو تر تونس پورې په بریالیتوب ښودل شوي. د کویټ نامتو کلتور د شعر، فلم، تیاتر او اوپیرا په قالب کې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول کېږي. متحده عربي امارات د فلم په سټوډیوګانو او تاسیساتو جوړولو سره د نړیوال فلم د تولیداتو راجلبولو لپاره ځان چمتو کوي. سټار وار فرنچایز فلم په ۲۰۱۴ز کال کې په اماراتو کې جوړ شوی. دوحه د الجزیرې د رسنیو اصلي مرکز دی. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په عربي نړۍ کې درې لویې خپرنیزې شبکې دي، لکه: (الجزیره، العربیه او ایم بي سي ګروپ)، چې په ختیځ عربستان کې موقیعت لري.[۱۹]

دین[سمول]

په ختیځ عربستان کې اسلام واکمن دی، د اسلام اصلي ډلې شیعه دي، چې په ختیځ عربستان کې په پراخه کچه اوسېږي، په لومړۍ درجه دا ډلې په بحرین، قطیف او احساء کې دي، چې له عبادي ډلې سره پر عمان واکمنې دي او بیا د سعودي عربستان په ختیځو ولایتونو کې یو کوچنی سني اقلیت دی.

تاریخچه[سمول]

له ۷مې پېړۍ مخکې، د ختیځ عربستان د نفوس یوه برخه عیسوي عربان، زردشتي عربان، یهودیان او د ارامي ژبو بزګران وو. د ختیځ عربستان ځینې ګړدودونه د اکدي، ارامي او سوري ژبو ځانګړتیاوې لري. د لرغوني بحرین اوسېدونکي د ارامي او تر یوه بریده د فارسي ژبې ویونکي وو، په داسې حال کې چې سریاني یې مذهبي ژبه وه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ډیلمون[سمول]

ډیلمون په لومړي ځل د سومري پر خټینو تختو په میخي لیک راښکاره شوی، چې مخینه یې له میلاده مخکې څلورمې زریزې ته رسېږي. دا د اروک ښار په اینانا الهې معبد کې موندل شوی. ډیلمون ځینې وخت «د لمر د راختو ځای» او «د ژوند ځمکه» په توګه تشرېح شوی، دا د سومري د پیدایښت د افسانې صحنه ده او هغه ځای دی، چې د سومریانو د سیلابونو اتل یوتناپیشتیم (زیوسودرا) د آرباب الانواعو او الهو  له خوا اخیستل شوی و، تر څو د تل لپاره ژوندی وي.[۲۶]

جرحا[سمول]

جرحا د فارس خلیج لوېدیځ لوري ته د ختیځ عربستان یو لرغونی ښار و. په دقیقه توګه د جرحا لرغونی ښار د اوسنۍ عقیر کلا ته څېرمه یا ترې لاندې شته دی. دا کلا د عربستان په ختیځ کې د الحساء شمال ختیځ ته په ۸۰کیلومترۍ (۵۰میل) کې پرته ده. دغه ځای د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۴ز کال کې د RE Cheesman له خوا اټکل شوی و.[۲۷][۲۸]

ټایلوس[سمول]

یونانیان، بحرین د «ټیلوس» )لرغونې یوناني کې: (Τύλος په نامه یادوي. دا د ملغلرو د سوداګرۍ مرکز و، نارچوس دغه ځای هغه مهال کشف کړ، چې د لوی سکندر خدمت یې کاوه. بحرین له شپږمې نه تر درېیمې پېړۍ پورې د هخامنشیانو له خوا، چې د ایرانیانو یوه دوره وه، د فارس په سترواکۍ کې شامل شو.   [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

بث قطریه[سمول]

د هغې سیمې لپاره، چې شمال ختیځ عربستان په کې شامل دی، یو عیسوي نوم کارول شوی، چې دغه نوم بث قطریه یا «ټاپو» و. دغه نوم په سوریه کې د «قطریانو سیمې» ته ویل کېږي. که څه هم دا باید په ډاګه شي، چې نننی قطر تر بحرین پورې غځېدلی دی او په دغو سیمو کې،بحرین، د تاروت ټاپو، الخط، الحساء او قطر شامل وو.[۳۴][۳۵][۳۶]

په پینځمه پېړۍ کې، بث قطریه د نسطوري عیسویت اصلي مرکز و، چې د فارس خلیج په سویلي څنډو کې یې واک درلود.[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

د قرمطین سلطنت[سمول]

د درېیمې هجري پېړۍ په پای کې ، ابو سعید الحسن الجنبي د القرامیتا د انقلاب مشري وکړه، چې دغه بغاوت د یوې مسیحي اسماعیلي ډلې له خوا، د اوسني عراق په کوفه کې رامنځته شوی و. په ورته مهال کې الجنبي د بحرین پلازمېنه حجر ښار ونیو او الحاسه یې د خپل جمهوریت پلازمېنه کړه. کله یې چې د ټول دولت کنټرول په لاس کې واخیست، نو هڅه یې وکړه، چې یوه یوټوپیان (ارمان ښار) ټولنه رامنځته کړي.[۴۱]

بني خالد[سمول]

د قبیلې اصلي څانګې، الحمید، جبور، دووم، الجنه، ګروشه، المسلم، عمایر، الصبیح او ماهاشیر دي. د بني خالد مشري په دودیز ډول په الحمید قبیلې پورې اړه درلوده. بني خالد په ۱۶مه او ۱۷مه پېړۍ کې د الحساء او القطیف پر شاوخوا دښتو واکمني کوله.

بني خالد له الحمید قبیلې نه په ۱۶۷۰ز کال کې د براک بن غریر په مشرۍ وکولای شو، چې عثماني ځواکونه له ښارونو وباسي او په سیمه کې د خپلې واکمنۍ اعلان وکړي. [۴۲][۴۳]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Holes, Clive (2001). Dialect, Culture, and Society in Eastern Arabia: Glossary. Clive Holes. د کتاب پاڼي XIX. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004107630. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Abu-Hakima, Ahmad Mustafa (1965). "History of eastern Arabia, 1750-1800: the rise and development of Bahrain and Kuwait". Ahmad Mustafa Abu-Hakima. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Saleh, Hassan Mohammad Abdulla (1991). "Labor, Nationalism and Imperialism in Eastern Arabia: Britain, the Shaikhs and the Gulf Oil Workers in Bahrain, Kuwait and Qatar, 1932-1956". Hassan Mohammed Abdulla Saleh. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Abu-Hakima, Ahmad Mustafa (1986). Eastern Arabia Historic Photographs: Kuwait, 1900-1936. Ahmad Mustafa Abu-Hakima. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780903696005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Eastern Arabian States: Kuwait, Bahrain, Qatar, the United Arab Emirates, and Oman" (PDF). David E. Long, Bernard Reich. 1980. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Encyclopedia of Islam, Vol. I. “Bahrayn”, p. 941. E.J. Brill (Leiden), 1960.
  7. Room, Adrian (2006). Origins and Meanings of the Names for 6,600 Countries, Cities, Territories, Natural Features and Historic Sites. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-2248-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Faroughy, Abbas. The Bahrein Islands (750–1951): A Contribution to the Study of Power Politics in the Persian Gulf. Verry, Fisher & Co. (New York), 1951.
  9. Al-Misned, Lulwa (2016). "Understanding the Evolution of the Khaleeji Identity". Oxford Gulf and Arabian Peninsula Studies Forum: 34. https://www.oxgaps.org/files/commentary_al-misned.pdf. Retrieved 9 April 2021. 
  10. Abdulla, Gaith (2016). "Khaleeji Identity in Contemporary Gulf Politics". Oxford Gulf and Arabian Peninsula Studies Forum: 2–5. https://www.oxgaps.org/files/analysis_abdulla.pdf. Retrieved 9 April 2021. 
  11. Iranians in Bahrain and the United Arab Emirates. Eric Andrew McCoy. د کتاب پاڼي 67–68. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780549935070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  12. Frawley, William (2003). International Encyclopedia of Linguistics, Volume 1. William Frawley. د کتاب پاڼې 38. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195139778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Languages of Saudi Arabia Ethnologue
  14. Mansfield, Peter (1990). Kuwait: vanguard of the Gulf. Hutchinson. د کتاب پاڼې 113. Some Kuwaiti soap operas have become extremely popular and, although they are usually performed in the Kuwaiti dialect, they have been shown with success as far away as Tunisia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Clive Holes (2004). Modern Arabic: Structures, Functions, and Varieties. Georgetown University Press. د کتاب پاڼې 75. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58901-022-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Dubai Studio City announced to boost film and broadcast production industry". AME Info. د اصلي آرشيف څخه پر 7 جون 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه 30 نومبر 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. . May the fourth be with you: Star Wars in the UAE. 4 May 2019.
  18. Habib Toumi (په 13 July 2011 باندې). Al Jazeera turning into private media organisation.
  19. "About Al Arabiya TV". Al Arabiya. د اصلي آرشيف څخه پر 10 فبروري 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه 4 سيپټمبر 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Social and political change in Bahrain since the First World War" (PDF). Durham University. 1973. د کتاب پاڼي 46–47. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Holes, Clive (2001). Dialect, Culture, and Society in Eastern Arabia: Glossary. Clive Holes. د کتاب پاڼي XXIV–XXVI. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004107630. Thus the elements in the pre-Islamic ethno-linguistic situation in eastern Arabia appear to have been a mixed tribal population of partially Christianised Arabs of diverse origins who probably spoke different old Arabian vernaculars; a mobile Persian-speaking population, possibly of traders and administrators, with strong links to Persia, which they maintained close contact; a sedentary, non-tribal community of Aramaic-speaking agriculturalists; a Persian clergy, who we know for certain, used Syriac as a language of liturgy and writing more generally, probably alongside Persian as a spoken language. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Tradition and Modernity in Arabic Language And Literature. J R Smart. 2013. د کتاب پاڼې 305. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780700704118. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Houtsma, M. Th (1993). E.J. Brill's First Encyclopaedia of Islam, 1913-1936, Volume 5. M. Th. Houtsma. د کتاب پاڼې 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004097910. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Holes, Clive (2001). Dialect, Culture, and Society in Eastern Arabia: Glossary. Clive Holes. د کتاب پاڼي XXIX–XXX. د کتاب نړيواله کره شمېره 9004107630. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jastrow, Otto (2002). Non-Arabic Semitic elements in the Arabic dialects of Eastern Arabia. Clive Holes. د کتاب پاڼي 270–279. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783447044912. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Dilmun and Its Gulf Neighbours by Harriet E. W. Crawford, page 5
  27. Potts (1990), p. 56.
  28. Bibby, pp. 317-318.
  29. Life and Land Use on the Bahrain Islands: The Geoarcheology of an Ancient Society By Curtis E. Larsen p. 13
  30. Arnold Hermann Ludwig Heeren, Historical Researches Into the Politics, Intercourse, and Trade of the Principal Nations of Antiquity, Henry Bohn, 1854 p38
  31. Mojtahed-Zadeh, Pirouz (1999). Security and Territoriality in the Persian Gulf: A Maritime Political Geography. Richmond, Surrey: Curzon. د کتاب نړيواله کره شمېره 0700710981. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. See Ares, Ares in the Arabian Peninsula section
  33. Arnold Heeren, ibid, p441
  34. "Nestorian Christianity in the Pre-Islamic UAE and Southeastern Arabia", Peter Hellyer, Journal of Social Affairs, volume 18, number 72, winter 2011, p. 88
  35. "AUB academics awarded $850,000 grant for project on the Syriac writers of Qatar in the 7th century AD" (PDF). American University of Beirut. 31 May 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Kozah, Mario; Abu-Husayn, Abdulrahim; Al-Murikhi, Saif Shaheen (2014). The Syriac Writers of Qatar in the Seventh Century. Gorgias Press LLC. د کتاب پاڼې 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1463203559. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Fromherz, Allen (13 April 2012). Qatar: A Modern History. Georgetown University Press. د کتاب پاڼې 43. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58901-910-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Christianity in the Gulf during the first centuries of Islam" (PDF). Oxford Brookes University. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Christianity in the Gulf during the first centuries of Islam" (PDF). Oxford Brookes University. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ مې ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Jean Francois Salles, p. 132.
  41. John Joseph Saunders, A History of Medieval Islam, Routledge 1978 p130
  42. Mandaville, p. 503
  43. Al-Jassir