خاکرېز ولسوالۍ
خاکرېز ولسوالۍ د افغانستان د کندهار ولايت یوه ولسوالۍ ده.
په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۱۹،۲۰۰ وگړو ته رسېږي. خاكرېز ولسوالي له كندهار ښار څخه لېري پرته ولسوالى ده، چي دا مهال ډيره ناامنه ده. د نوموړي ولسوالۍ مهم پيداوار ځيره، جواري، غنم، انگور او انار دي او زيات شمېر اوسيدونكي يې په كرهڼه بوخت دي او تقريباً ۶۰ كيلومتره سړك پكښي تير سوى چي ټوله خام دئ او نه دئ رغول سوى. د نوموړي ولسوالۍ مځكي د كاريزونو په واسطه اوبېږى، چي هغه يې هم زيات ډك سوي او د هغه د پاكيدو كار نه هم دولت كړى او نه هم د كومې موسسې لخوا څخه په دغه اړه کوم څه تر سره سوي دي.نوموړې ولسوالي د ولسوالۍ تعمير نه لري او د امنيه قومندانۍ د تعمير د رغيدوكار يې اوس روان دئ او په نژدې راتلونكي كي به بشپړ سي.په نوموړې ولسوالى كي يو كلينيك فعاليت لري، دغه راز د ملي پيوستون لخوا څخه په نوموړې ولسوالي كي يو شمير پروژې ترسره سوي دي، خو د امنيت د خرابوالي له امله نورو موسسو زړه نه دى ښه كړى، چي په خاكريز كي د بيارغوني او نور كارونه ترسره كړي. نوموړې ولسوالي د ولسوال په گډون ټول ۹۰ تنه پرسونل لري، چي په هغو هم د ولسوالۍ امنيت ساتي او هم يې نوري چاري پر مخ بيايي. په نوموړې ولسوالي كي مختلف قومونه ژوند كوي، چي لويه برخه يې پوپلزي او الكوزي او بيا په ترتيب سره توخي، كوچيان، اڅکزي، محمدزي، اهل تشيع او نورزي تشكيلوي.
د وسپنې کان
د وسپنې کان د کندهار ښار شمال لور ته د ٦٠ کيلومترۍ په واټن په خاکرېز ولسوالۍ کې دى، د لومړنۍ سروې له مخې په دغه کان کې ٨،٥ ميليونه ټنه وسپنه اټکل شوې، خو د نا امنۍ له امله يې د را ايستنې په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى. [۲]
نوروز په خاکرېز ولسوالۍ کي
په کندهار کې له دود سره سم د نوي کال جشن ددغه ولایت د خاکریز ولسوالۍ د شاه مقصود آغا په زیارت کې د بيرغ په پورته کولو سره پیل کېږي. ددغه جشن یا نوي کال د لمانځلو لپاره د کندهار ښار د اوسیدونکو سربیره د کوټې او چمن څخه هم پښتانه خاکریز ولسوالۍ ته ورځي. [۳]
دا هم وگورۍ
سرچينې
ويکيخونديځ کې د خاکرېز ولسوالۍ اړوند دوتنې شته. |
د کندهار ولسوالۍ |
|
---|---|
ارغستان • ارغنداب • پنجوايي • خاکرېز • دامان • رېگ • ژړۍ • سپين بولدک • شاه ولي کوټ • شورابک • غورک • کندهار • معروف • ميان نشين • ميوند • نېش |
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: Geographic Names Server. خپرېدو نېټه: ۱۱ جون ۲۰۱۸. ځايي مالوماتو پېژند: 10537222.
- ↑ پانجوک ويبپاڼه 2014. "د کندهار د خاکريز ولسوالۍ چي د وسپنې کانونه هم لري".
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) CS1 maint: numeric names: authors list (link) - ↑ نشرونه په ٢١ مارچ ٢٠١٥ - ١ وری ١٣٩٤ د بي بي سي پښتو لخوا. "په خاکريز ولسوالۍ کي د نوروز جشن".
{{cite web}}
: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- نیمگړی لیکنۍ
- د کندهار ولايت
- د افغانستان ولسوالۍ
- د کندهار جغرافیايي موقیعت
- سټاک وېشنيزه سره د ويکيسيند په مختلفو تړنې لري
- د کندهار ولسوالۍ
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: archive-url
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 maint: numeric names: authors list
- نخشه لرونکي مخونه