Jump to content

حسين بن علي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له حسین بن عليؓ نه مخ گرځېدلی)

ابو عبدالله حسین بن علي بن ابي طالب الهاشمي المدني [۱] [۲] ( 3 شعبان 4 هجري - 10 محرم 61 هجري / د جنوري 8 ، 626 - 10 اکتوبر ، 68 زیږدیز) د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو صحابي او لمسئ او د حضرت علیؓ او فاطمېؓ زوی وو. نوموړی د حضرت محمدﷺ د (وینا) حدیث پر بنسټ د خپل ورور حسنؓ سره یوځای په جنت کي د مسلمانو ځوانانو سردار دی.

حسين بن علي
أبو عبد الله الحُسين بن علي بن أبي طالب (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ جنوري ۰۶۲۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲ اکتوبر ۰۶۸۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
ژبې
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین
اړين مالومات
جګړه
نور اړين مالومات
برخه د

حسینؓ د ۴ هجري سپوږمیز کال د شعبان په میاشت کي وزېږېدی او له زېږېدو سره سم پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راوړل سو، ترڅو په غوږ کي ورته اذان وکړي. رسول اکرمﷺ د نوموړي سره ډېره زیاته مینه درلوده او د خپل ځان سره به يې نبوي مسجد ته هم بېوه.

حسینؓ د حضرت عثمان رضی الله عنه د واکمنۍ پر مهال د خپل ورور حسن رضی الله عنه سره یوځای په جهاد کي ګډون وکړ، او په بېلابیلو اسلامي فتوحاتو کي يې برخه واخیستل. د حضرت عثمانؓ تر شهادت وروسته حضرت حسینؓ د خپل پلار عليؓ او ورپسې حسنؓ سره په څنګ کي پاته سو، او د معاویةؓ په خلافت کي یې هم کوم ځانګړی سیاسي فعالیت ترسره نکړ، خو د معاویةؓ تر وفات وروسته یې له یزید سره د هغه پر کړنو باندي اختلاف راغلی او د هغه له واکمنۍ منلو څخه یې نټه وکړه. یزید چي د نوموړي نټه ولیدل هڅه یې وکړه چي په زور یې بیعت ته راوبلي خو دې پیښي نه یوازي دا چي مثبته پایله یې ورنکړه بلکي کړکېچ نور هم ډېر سو او په ترڅ کي یې حسینؓ د کربلا د جګړې پر مهال په شهادت ورسېدی.

د اسلامي تاریخونو پر بنسټ د حسینؓ د شهادت نېټه د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې لسمه چي د ۶۸۰ میلادي کال د اکتوبر له لسمي سره سمون خوري بلل سوې ده.

  1. أبو عبد الله محمد بن علي بن عمر التَّمِيمي المازري المالكي (ت ٥٣٦هـ). كتاب المعلم بفوائد مسلم. 1. الدار التونسية للنشر. مخونه 531. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. ابن حجر أبو الفضل أحمد بن علي بن محمد بن حجر العسقلاتي الشافعي (ت ٨٥٢ هـ). كتاب تهذيب التهذيب. 3. جمعية دار البر - الإمارات العربية المتحدة، دبي. مخونه 307. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  4. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه ). لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)